د تکفیر وبا

زبیر افغان

0 59

لغوي او شرعي مفهوم:

تکفیر د کفّر یکفّر یعنې تفعیل د باب مصدر دی، د لغوي معنا په اړه يې عربي ویکیبيډیا لیکي: التکفیر هو نسبة احد اهل القبلة الی الکفر.

یعنې تکفیر کفر ته یوه مسلمان نسبت دی.

د شرعي معنا په اړه يې ورپسې کاږي:

واما في الشرع فان معرفة حقیقة التکفیر تتوقف علی معرفة معنی الکفر. فالکفر في اللغة یعطي معنی الستر والتغطیة: و وصف اللیل بالکافر لانه یستر الاشخاص والاشیاء بظلامه، کما وصف المزارعین بالکفار لسترهم البذور في الارض. بینما الکفر بالعقیدة هو عدم الایمان بما یجب الایمان به. في حین ان کفر العمل هو جحد المعروف وعدم شکره.

ژباړه: د شریعت له مخې د تکفیر پېژندنې حقیقت د کفر د کلمې له معرفت سره تړلی دی، کفر په لغت کې پټولو او سترې ته وايي، شپې ته له دې امله کافره ویل کېږي چې په خپله تیاره اشخاص او نور شیان پټوي، بزګرانو ته کفار ځکه ویل کېږي چې په ځمکه کې تختم پټوي؛ د عقیدې کفر پر هغه څه نه ایمان دی چې باید ایمان يې پر وای، په داسې حال کې چې عملي کفر له نیکو انکار او نه مننه يې ده.

دوکتور عبد القادر الشیخلي په اسباب التکفیر وآثاره و علاجه کې کاږي:

التکفیر بالباطل هو الصاق تمهة الکفر بمسلم بلا ضابط شرعي، وهذا التکفیر داء یصیب الفکر الاسلاميّ ویؤدّي الی مزید من التطرّف والقیام باعمال إرهابّیة تخلّ بالامن.

ژباړه: په ناحقه کفر ته نسبت پر یوه مسلمان له شرعي اصل پرته د کفر تهمت دی، دغه تکفیر یو مرض دی چې اسلامي فکر ته رسیدلی چې د زیات تشدد او داسې ترهګریزو اعمالو سبب کېږي چې امن اخلالوي.

تکفیر د مزیدو باب دی، چې اصلي ریښه يې له کفره راغلې ده، له دې امله يې شرعي معنا کې پر هغه څه د نه ایمان یادونه راغلې ده چې باید ایمان يې پر راوړی وای. د تفعیل باب متعدي دی، معنی یوازې فاعل يې کار نه کوي بلکې مفعول هم غواړي، تکفیر کفر ته منسوبول دي، تعلیم بل ته ښودل دي او داسې نور هم.

له شرعي اړخه د تکفیر قباحت:

شرعي متونو دې اړخ ته پاملرنه کړې ده، انسانان چې کله په عقده کې راشي نو د خپل مخالف په مقابل کې له هرې وسیلې کار اخلي؛ د اسلام په اوایلو کې له اصحابو دغه غلطي تکرار شوې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغو اصحابو سخت غوسه شوی دی، حتا اصحابو ته يې د هغو منافقانو د وژلو اجازه هم نه ور کوله چې د قران کریم ایاتونه يې په اړه راغلي وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دښمن ته د تبلیغ وسیله په لاس ور کوله او هم يې د هغوی ظاهر ته کتل چې ظاهرا يې د اسلام احکام عملي کول او انسان د بل انسان په اړه وړاندې یوازې پر ظاهر فیصله کولای شي.  دغه د اسلام عمومي قاعده ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په عملي ډګر کې د دغې قاعدې پيروي کړې ده.

لاندې به د تکفیر د وبا په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څو احادیث د نمونې په ډول راوړم:

وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ»، قَالَ: «إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللهِ فِيهِ بُرْهَانٌ»(صحیح مسلم کتاب الامارة باب وجوب طاعة الامراء في غیر معصیة…ح: ۱۷۰۹)

ژباړه (موږ له رسول الله سره پر څو شیانو بیعت وکړ یو دا وو چې) له چارواکو سره به د واک پر سر شخړه نه کوو، ده ویل: مګر که مو له دوی څرګند کفر ولیدی چې تاسو پر هغه د الله له خوا دلیل در لودی.

دلته څو مهم ټکي یاد شوي دي چې ښه پام ورته اړین دی: یو دا دی چې کفر باید واضح او صریح وي، دویم دا چې د کفر په اړه باید شرعي نصوص قطعي الثبوته او قطعي الدلالته وي، نه په ظني الثبوته فیصله کیدای شي او نه په ظني الدلالته هيڅوک د پریکړې حق لري. درېيم ټکی په حدیث کې دا هم دی چې د کفر په اړه پریکړه د عالمانو او باصلاحیته کسانو کار دی نه د هر کس، ځکه ویلي دي چې تاسو پر دې کفر د الله له خوا دلیل ولرئ. په دلیل پوهیدل د عالمانو کار دی او دا چې دغه دلیل د دوی لپاره حجت وي، دغه يې صلاحیت ته اشاره ده، ځکه هر څوک نه شي کولای چې د نورو د اعمالو په اړه پریکړې وکړي، یوازې هغه کسانو د خلکو د عمالو د څارنې دنده لري چې د ټولنې نظم ساتل يې مسوولیت وي او د دغه د اخلال مخنیوی د هغوی له مسوولیتونو څخه وي، که هر څوک په دغو چارو کې مداخله پيل کړي هم به د مسوولیت او نا مسوولیت کسان سره ګډ شي او هم چارې ګډوډېږي، پښتانه متل کوي چې د ډېرو خر لیوان خوري.

قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” أَيُّمَا امْرِئٍ قَالَ لِأَخِيهِ: يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا، إِنْ كَانَ كَمَا قَالَ، وَإِلَّا رَجَعَتْ عَلَيْهِ “

ترجمه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: هر کس که خپل ورور ته وویل: اې کافره! نو له دواړو پر یوه به دا کلمه صادقېږي، که هغه شخص کافر وي(خو سهي ځای يې پيدا کړ) که نه بیرته پر ویونکي راګرزي.(صحیح مسلم کتاب الایمان باب بیان حال ایمان من قال لاخیه المسلم: یا کافر ح: ۶۰)

له دینه باید د خپلو اغراضو د تر لاسه کولو وسیله جوړه نه شي، هر وخت چې ديني ارزښتونه د شخصي موخو لپاره کار شوي دي ډېرې بدې پایلې يې ور کړې دي، دین کې یو بل ته ښه توصیه ده، حدیث کې ویل شوي:

قَالَ: «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ»(صحیح مسلم کتاب الایمان باب بیان ان الدین النصیحة ح: ۵۵)

ترجمه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دین نصیحت دی، موږ وویل: د چا لپاره؟ ده ویل: د الله لپاره، د هغه د کتاب او رسول لپاره، د مسلمانانو د مشرانو او عوامو لپاره.

قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ مِلَّةِ الإِسْلاَمِ فَهُوَ كَمَا قَالَ، قَالَ: وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَيْءٍ عُذِّبَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ، وَلَعْنُ المُؤْمِنِ كَقَتْلِهِ، وَمَنْ رَمَى مُؤْمِنًا بِكُفْرٍ فَهُوَ كَقَتْلِهِ “(صحیح البخاري کتاب الایمان والنذور باب من حلف بملة سوی ملة الاسلام ح: ۶۶۵۲)

ترجمه: نبي علیه السلام ویل: که چا له اسلامي ملت پرته په بل قسم وکړ هغه د خپلې وینا په شان دی، ده ویل: که چا په هره وسیله ځان په قتل کړ په دوزخ کې به په هماغه وسیله عذاب ور کول کېږي، پر مومن لعنت ویل د هغه د قتل په شان دي او که چا یو مومن په کفر تورن کړ نو ګواکي قتل يې کړ.

په دغه حدیث کې یو چا ته د کفر نسبت کول ډېره لویه ګنا بلل شوې ده، یوه مسلمان ته اصلا نه ښايي چې دغه نسبت خپل ورور ته وکړي، د کفر او اسلام د حساب مسوولیت د یوه عام وګړي کار نه دی، خدای له خپلو بندګانو سره د حساب ژمنه کړې ده او هغه پوه شو خپل يې بندګان.

په دې اړه د علماؤ نظرونه:

پاس احادیثو ته په کتو علماؤ هم په دې اړه سخت دريځ خپل کړی دی، په دې اړه د امت پوهانو زیات کتابونه لیکلي دي او دغه مسله يې په ښه ډول روښانه کړې ده. له بده مرغه چې زموږ په ژبه تر اوسه د یادولو وړ شی نه دی پر لیکل شوی، یوازې د تکفیر لپاره د اسبابو د زیاتوب کتابونه ښه ډېر لیکل شوي او بس. لاندې به د علي کرم الله وجهه او یوه بل عالم نظر را واخلم:

التكفير وضوابطه – السقار (ص: 15)

ولما سئل علي بن أبي طالب رضي الله عنه عن أهل الجمل وصفين: أمشركون هم؟ قال: لا، من الشرك فروا. فقيل: أمنافقون؟ قال: لا، لأن المنافقين لا يذكرون الله إلا قليلاً. قيل: له فما حالهم؟ قال: إخواننا بغوا علينا”.

ژباړه: له علي رضي الله عنه د جمل او صفین په جنګونو کې د جنګیدونکو کسانو په اړه پوښتنه وشوه چې ایا دوی مشرکان دي؟ ده وویل: نه، له شرکه تښتئ. پوښتنه وشوه: منافقان دي؟ ده ویل: نه، ځکه منافقان خدای ډېر کم یادوي. پوښتنه ترې وشوه چې چیش دي؟ ده ویل: زموږ وروڼه دي خو بغاوت يې کړی دی.

التكفير وضوابطه – السقار (ص: 13)

ويقول ابن دقيق العيد: “وهذا وعيد عظيم لمن أكفر أحداً من المسلمين وليس كذلك، وهي ورطة عظيمة وقع فيها خلق كثير من المتكلمين، ومن المنسوبين إلى السنة وأهل الحديث لما اختلفوا في العقائد، فغلظوا على مخالفيهم، وحكموا بكفرهم “.

ژباړه: ابن دقیق عید ویل: دغه حدیث لویه ګوتڅنډنه ده هغه چا ته چې مسلمان تکفیروي او هغه دغه ډول نه وي، دغه یوه لویه فاجعه ده چې د متکلمانو او هغو کسانو چې اهل سنت او اهل حدیث ته منسوب دي لویه برخه ځکه پکې ښکیله ده چې عقیدو کې اختلاف سره لري، نو دوی پر خپلو مخالفانو سختي کړې ده او د هغوی د کافر بللو پریکړه يې کړې.

د تکفیر په اړه د اهل سنتو اصل:

د تکفیر په اړه اهل سنت دا اصل لري:

لا نکفر الا من کفره الله ورسوله، فمن جاءت النصوص بکفره فهو کافر، ومن لم یکفره الله ورسوله فلا یکفّر… وعلی هذا فاهل السنة لا یکفّرون من یکفرهم من غیرهم لمجرد ان الاخر فد کفرهم، لان التکفیر حکم شرعي لیس داخلا في باب العقوبة بالمثل، فالتکفیر حق الله، لذا لم یکفّر الصحابة الخوارج مع ان الخوارج کفروا علیّاً رضي الله عنه ومن معه من الصحابة، فالمعوّل علیه في مسألة التکفیر النص الصریح او الاجماع او الاقیاس الجلي علی منصوص علیه.

ژباړه: موږ یوازې هغه څوک کافر ګڼو چې الله او رسول يې کافر بللی وي. د یوه چا د کفر په اړه که منصوصي کفر ثابت شي هغه کافر دی او که څوک الله یا رسول يې کافر نه وي بللی هغه کافر نه بلل کېږي. له دې امله اهل سنت یوازې له دې امله چې نورو ورته کافر ویلي هغه څوک کافر نه ګڼي چې له دوی پرته نورو کافران بللي وي؛ ځکه تکفیر شرعي حکم دی د بالمثل عذاب په کټګورۍ کې نه داخلېږي؛ تکفیر یوازې د الله حق دی، له دې امله اصحابو خوارج کافران نه بلل سره دې چې خوارجو علي او ورسره ملګري اصحاب تکفیر کړل، د تکفیر په مسله کې معیار صریح نص، اجماع او پر منصوصي مسله جلي قیاس دی.

دغه اصل ته په کتو که څوک د اهل سنت پيروان وي باید له دې مسلې سره زیات احتیاط وکړي، ځکه دغه یوازې داسې خبره نه ده چې کول يې انسان ته هيڅ زیان نه رسوي، بلکې دغه یوه کلمه یو ویونکی له ایمانه خلاصوي یا هغه کس چې ورته ویل شوې ده پر هغه صادقېږي؛ نو که له چا سره د خپل ایمان او اسلام غم وي، هغه باید له دې مسلې سره احتیاط وکړي، اصلا الله له یوه انسانه دا پوښتنه نه کوي چې پلانی کافر وو نو تا ولې ورته کافر ونه ویل خو دا پوښتنه په ډېر جدیت کېږي چې پلانی مسلمان وو تا ولې کافر ګڼلی دی؟ که څوک په دنیا او اخرت ځان ته مشکلات نه ایجادوي هغه باید د هيڅ مسلمان په اړه هم د تکفیر الفاظ ونه کاروي. د ایمان او اسلام غوښتنه داد چې هغه څوک چې لمونځ کوي، زموږ ذبیحه خوري او قبلې ته په لمانځه کې مخ کوي باید د تکفیر الفاظ ورته ونه کارول شي، له رسول الله په حدیث کې همدغه معیار نقل شوی دی او که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم معیار نه مني هغه دې خپله پر خپل ایمان او اسلام وډار شي. (صحیح البخاري کتاب الصلاة باب فضل استقبال القبلة ح: ۳۹۱، التکفیر وضوابطه، المبحث الثاني، قواعد و ضوابط في التکفیر، القاعدة الاولی)

اسباب يې:

دا چې زموږ په اسلامي ټولنه کې دغه وبا ولې ډېره شوې ده او لا پسې پراخېږي نو ګڼ عوامل شته چې دغه کار ته يې زمینه برابره کړې ده، لاندې يې څو مهم اسباب په ګوته کوم:

ناپوهي: یو له مهمو او بنسټیز اسبابو څخه د شرعي علم نه وجود دی چې ځينې کسان د خپل جهالت له امله پر نورو د کفر ټاپې ولګوي. که د شریعت په اصولو او له تکفیر سره تړلو ضوابطو څوک خبر وي کله به هم پر یوه مسلمان د کفر تور ونه لګوي، اما له بده مرغه چې زموږ په وخت کې هغه کسان هم نور د کفر په تور تورنوي چې حتا خپل لمونځ يې هم په معنا نه وي زده، د دغه حالت یو سبب له شرعي علمه لرې والی دی. علي رضي الله عنه چې عالم انسان و خوارج يې هم تکفیر نه کړل خو بلخوا خوراجو نه یوازې علي تکفیر کړ بلکې له ده سره يې نور اصحاب هم تکفیر کړل چې د هغوی پر جهالت او ناپوهي دلالت کوي.

له نصوصو ناسم برداشت: یو بل سبب له نصوص غلط برداشت دی چې په اوس وخت او پخوا کې د خلکو د تکفیر سبب شوی دی. له اسلامي متونو د ګڼشمېر مذاهبو را پيدا کیدلو لامل هم له نصوصو په برداشت کې اختلاف دی چې دغه اختلاف کله تر دې بریده ورسېږي چې د یوه مذهب خلک د بل مذهب، د یوه فکر خلک د بل فکر خلک کافران وګڼي چې د خوارجو له زمانې دغه فتنه را پيل شوې او تر اوسه دوام لري. له نصوصو اخذ کول د هر چا د وس کار نه دی، که یوڅوک د ژبې له قواعدو سره بلد نه وي، ژبني ظرافتونه ونه پېژني، د شریعت عمومي قواعد يې نه وي پېژندلي، د شکل او ماهیت په مسله پوه نه وي او له اجتهاد سره تړلي نور موارد ورته سم معلوم نه وي هغوی به حتما د ناسم برداشت ښکار کېږي چې له بده مرغه اوس اسلامي امت دغه رنځ ناسور جوړ شوی دی.

تعصب او تشدد: مذهب پالنه او پر خپل دريځ تر وروستي حده دريدل هم ددې سبب کېږي چې خلک د یوه بل په مقابل کې تکفیر ته مخه کړي لکه د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ یا هم اوس وخت کې د مذهبي مسلمانانو او اهل حدیثو ترمنځ چې دا لړۍ ښه توده روانه او پر یوه بل د کفر، شرک او بدعت ټاپې سره وهل کېږي.

د خواهشاتو پیروي: په دې ضمن کې یوه غوښنه ډله خلک د خپلو خواهشاتو او شخصي اهدافو لپاره هم پر هغو کسانو د کفر تور لګوي چې دوی يې د خپلو اهدافو په لار کې خنډ بولي. دغه وسیله نه یوازې نن ښه کارېږي بلکې د اسلامي امت په تاریخ کې د ډېرو حکومتونو، چارواکو، اشخاصو او ډلو خلاف استعمال شوې ده. له بده مرغه چې موږ لا هم تر اوسه په دې برخه کې د خلکو خولو ته ګورو او شرعي تعبیرونه لا هم د خلکو د شخصي اغراضو ښکار کېږي.

جمود: زموږ پر سیمه د جمود سیوری له ډېره وخته غوړیدلی دی، د همدغه جمود نتیجه ده چې خلک يې له حقایقو لرې ساتلي او پر مازې یوه خبره او واړه مخالفت خلک عقدیان کېږي او یو پر بل د کفر ټاپې وهي. ما په پاکستان او افغانستانو دواړو کې دغه ډول بیلګې بیخي زیاتې لیدلې چې ووړ مخالفت نه شي زغملای او دومره جامده فکره دي چې که له هغه سره چا په یوه شخصي مسله کې مخالفت کړی وای هم نژدې وه چې ځای پر ځای يې د کفر په ټاپه نازولی وای.

د وسطیت نه وجود: زموږ یو بل مشکل د وسطیت نه وجود دی، نه زموږ په مکاتبو کې وسطیت ته کار کېږي اونه په مدرسو کې، نه مې پوهنتون کې وسطیت په اړه څه ولیدل او نه شخصي علمي مرکزونه شته چې دې لور ته کار وکړي. هره مذهبي ډله یوازې خپل کتابونه وايي او د خپلو مذهبي مشرانو خبرې اوري چې په دې ډول د نورو مذهبونو په وړاندې د معلوماتو په خلا کې یوازې د کرکې ذهنیت لري. دغه وضعیت که موږ په خپل هیواد کې هم وڅېړو نو ښه لویه برخه کسان به په دې لیست کې شامل شي.

نتیجه:

له پاس احادیثو او د علماؤ له وینا جوتېږي چې کفر یوه شخصي کړنه ده، په دغه اړه اشخاص د هيڅ ډول اقدام واک نه لري، د اخرت حساب يې له الله سره دی او په دنیا کې یوازې حکومت د خپلو اسلامي قوانینو سره سم په دغه اړه د مناسب ګام پورته کولو حق لري.

اشخاص حق نه لري چې بل ته د کفر نسبت وکړي، د خلکو پر نیتونو شک وکړي، د هغوی د پټو مجلسو تجسسي وکړي او ادعا وکړي چې دغه کس په زړه کې کافر دی یوازې د مسلمان ښودلو تظاهر کوي، اسلام د هر انسان ظاهري اعمالو ته ګوري او له دې پرته د هيچا زړه نه ور څيري چې د زړه په احوالو يې ځان خبر کړي که څه هم د زړه له څیرولو هم دا کار نه معلومېږي، که هر څوک دغه کار کوي نو پر خپل ایمان دې وډار شي او د هر شخص په اړه چې هر څوک دغه الفاظ تر خوله باسي نو څومره چې بل ته خطر متوجې کوي همدومره خطر په دیني و شرعي لحاظ ځان ته هم متوجې کوي.

۲۰۲۰/۱۰/۱۸

Leave A Reply

Your email address will not be published.