ټرامپ دوهم حفیظ الله امین

عبدالروف لیوال

0 57

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ، موږ سره په پیښور کې یو استادوو، چې هرورځ به يې حفیظ الله امین ته کنځلې کولې ، یوه ورځ سرمعلم صاحب عبدالله خان (یاد یې په خیر) ترې وپوښتل :

اُستاده په دې ټولو لیډرانو کې ولې حفیظ الله امین ته کنځل کوې ؟

هغه په ځواب کې عبدالله خان ته داسې وویل [در افغانستان اشخاص مختلف درعرصه های مختلف ، خیانتهای را مرتکب شدند ، کسی اختلاس نموده ، کسی به  اخاذی غیرقانونی (رشوه) پرداخته ، کسی هم غصب نموده وغیره ، ولې حفیظالله امین در کشتار خیانت نموده و به آن تعدادی که وعده نموده بود (یعنی دو میلیون سکیولار باید زنده میماند و دیګران همه سربه نیست میشدند) وفاداری نه کرد ، اگر آن دومیلیون سکیولار می ماند و دیګران سربه نیست میشدند ، حال چرا به این مشکلات مواجه میبودیم]

یوکال د مخه ټرامپ هم ویلی وو((زه کولای شم د لس میلیونو افغانانو په وژنه ، افغانستان بالکل امن کړم))

په دې ورځو کې بیا هم ښاغلی ټرامپ داسې تابیا نیولې که چیرې افغانستان ته د پاکستان او قطرله لارې سوله رانشی ، نو د څواټوم بمونو په واسطه به وکولای شی چې نړۍ له دې ناسور ټپ نه خلاصه کړی او جهان به په امن شی .

یو وړوکی شانته پاکستان ګوټی به په سیمه کې دAfghan Federation of Pakistan    په نوم وزیږوی ، په دې توپیر چې دا فدریشن به خاص خلک په لاس کې لری او د واک په ګدۍ به ناست چړچې کوی .

یاربه ! زموږ ولس نو، نورله دې میر غضبانو خلاص کړې .

.

Leave A Reply

Your email address will not be published.