د سولې د خبرو روان بهیر، ښکېل اړخونه او افغان ولس

لیکنه: ضیاألحق سباوون

0 54

که څه هم د حکومت او طالبانو اعمال ددوی له ویناوو سره ډېر توپیر لري؛ خو ظاهراً په دوحه کې د سولې د مذاکراتو په روان بهیر کې دواړه لوري له مختلفو مواردو دفاع کوي:

جمهوریت څه غواړي؟

١. د جمهوریت لپاره د دوحې د توافق پر اساس مذاکرات شروع کول او منل د بن د توافق ماتوونکي او د جمهوریت بایلونکي ښکاري، ځکه خو د مذاکراتو پیل د امریکا او طالبانو د قرارداد پر اساس نه کوي.

٢. د جمهوریت په ترکیب کې اکثر غړي د خپلو ګوندونو او ډلو راتلونکي په همدې مذاکراتو کې تضمینول غواړي، نو ځکه خو ټول غړي د جمهوري نظام پر بقا او شتون اصرار کوي.

٣. جمهوریت غواړي د نړیوالو میثاقونو پر اساس د بشري حقونو ننګه ، د اتباعو د برابروالي او د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنو کلکه دفاع وکړي.

امارت څه غواړي؟

١. امارت وایي د دوی نظام نړیوالو ړنګ کړی او که نړیوال له افغانستان نه وځي؛ نو باید د ټول هېواد چارې بېرته دوی ته وروسپارل شي.

٢. امارت؛ اسلام او اسلامي نظام ته خپل تعریف لري او هرڅه په خپل لیدلوري تعریفول غواړي، دوی ته له اسلامي نظام څخه د نورو تعریف د منلو وړ نه دی او هغسې اسلامي نظام ورته د منلو وړ دی چې دوی یې غواړي.

د طالبانو او دولت ترمنځ همدې مواردو ځینې ستونځې زېږولي؛ چې په قطر کې یې د سولې روان بهیر ټکنی کړی او ممکن په راتلونکي کې د لا نورو ستونځو سره مخ شي. دواړه لوري همدا اوس د طرزالعمل پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي چې دوه لاندیني موارد یې لا هم مخې ته جنجالي پراته دي:

١.  د حنفي فقهې پرسر جنجال: طالبان پر حنفي فقه اصرار کوي؛ خو جمهوریت ورته د علماؤ د هیت او یا بل بدیل وړاندیز کوي، چې په رڼا کې به یې قوانین تدوین او تطبیق کېږي. د طالبانو دا دریځ راښي چې دوی لا هم اسلام په خپل انحصار کې ګڼي او د نورو د برداشتونو د منلو زغم نه لري. همدې بې زغميو وار له مخه له دوی سلفي طالبان بېل کړل او په افغانستان کې یې د داعش ډله وزېږوله، که طالبان پر همدې دریځ اصرار وکړي او حنفي فقه له اسلامه یواځینی برداشت وبولي؛ نو د دوی په مقابل کې به ډېرې نورې ډلې ټپلې سر راپورته کړي او په راتلونکي کې به خدای مه کړه د جګړې د روا والي دلایلو ته بهانه شي. مذاکراتي پلاوو ته بویه چې د دې موضوع د حل لپاره د ١٩٦٤ کال (چې د اساسي قانون لویه جرګه له ورته جنجال سره مخه شوه) له تجربې کار واخلي او د محمد موسی شفیق پر څېر دې ”د اسلام دین“ او یا هم ”د اسلامي شریعت“ کلمه وکاروي.

٢. طالب لوری اصرار کوي چې د خبرو بنسټ به یې د امریکا سره د تړون پر اساس وي؛ خو افغان لوری یې نه ورسره مني. ښه انتخاب به دا وي چې افغان لوری دې له امریکا او نورې نړۍ سره د افغانستان قراردادونه او یا د طالبانو له لوري د افغان دولت په رسمیت پېژندلو په بدل کې له طالبانو سره د دوحې قرارداد په رسمیت وپېژني او د خبرو اساس دې هم د دوحې قرارداد وګڼل شي؛ خو باور دا دی چې طالبان به د افغان لوري سره د اسلامي جمهوري دولت او نړیوال قراردادونه ونه مني؛ ځکه چې بیا ددوی د جګړې روا والی تر سوال لاندې راځي. طالبانو چې تر اوسه د ضدیت لار نیولې ښه به دا وي چې نور له بې ځایه بهانو او غرور تېر شي او له دې فرصته دې نوره غلطه ګټه نه اخلي؛ بلکې د خبرو اساس دې د خدای حکم، افغاني فرهنګ، نړیوال میثاقونه او یا کوم بل معقول څه وړاندیز کړي.
تېر ته په کتو د قدرت ترلاسه کول او ساتل بېخي جلا دي، نو دواړه لوري باید د یو بل د حذفولو کوښښ ونه کړي؛ بلکې افغاني فرهنګ ته په کتو دې د روغې (جرګې) له دوده کار واخلي چې جرګه د جوړجاړي په معنی ده او له شره د خلاصون په پار کېږي، سل سلنه عدالت، برابری او انصاف نه پکې کېږي، په روغه کې متخاصم اړخونه په مکمل ډول خپلو اهدافو ته نه رسېږي؛ بلکې روغه د دوو لورو لپاره د راکړې ورکړې، تېرېدلو، منلو او انعطاف کولو په معنی ده. نو اوس یې وخت دی چې دواړه لوري انعطاف ته ځانونه اماده کړي او پدې فکر کې شي چې څوک څومره قرباني ورکولای شي او څومره تېرېدلای شي؟

په دوحه کې د خبرو پر مېز باید سرې کرښې اسلامي شریعت او افغان امنیتي ځواکونه وي چې پر سر یې معامله په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده او همدا دې تر ټولو قاطع دریځ وګڼل شي. په نورو برخو کې دې انعطاف وشي؛ خو هغسې چې د اسلام مبین دین، سیاسي عرف او د نني افغانستان غوښتنې وي.

ښکېل هېوادونه څه غواړي؟

په افغانستان کې سوله او جګړه باندني لاملونه لري او د لویو لوبو یوه وړه؛ خو مهمه برخه جوړوي. د سولې په اړه منل شوې خبره دا ده چې وایي ” چا چې جګړه شروع کړې؛ نو هغوي يې ختمولای هم شي“ ځکه خو یوازې په کور دننه اجماع سوله نه شي راوستلای؛ بلکې زبر ځواکونه او د سیمې هېوادونه (چې په جګړه کې ښکېل دي) د سولې په راتګ کې بنسټیز رول لوبولای شي.
نو باید پوه شوو چې ښکېل هېوادونه په روانه پروسه کې د څه په لټه کې دي:

امریکا:
١. امریکا چې له لومړۍ ورځې د خپل ملي امنیت د تأمین د تضمین پسې راوتې، په هر حال کې غواړي چې له دې ځایه باید د امریکا ګټې تهدید نه شي.
٢. بل بحث د امریکا لپاره سوداګري ده او غواړي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو انرژي د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته ورسوي.
٣. په ټوله کې امریکا غواړي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د روسیې له انحصاره خلاص کړي او په سویلې اسیا پسې یې وتړي. امریکا دا هرڅه د روسیې د کنټرول او مخنیوي لپاره کوي او غواړي چې روسیې ته نږدې د روسیې خلاف بلاک جوړ کړي.
امریکا او په تېره بیا خلیلزاد په روان وضعیت ځان حاکم ښیي او ډېر کوښښ کوي چې تر هر بل دریم ګڼي مخکې ځان طالبانو او افغان حکومت ته ورسوي، هڅه کوي چې روانه پروسه د دوی( امریکایانو) د څار لاندې او د دوی په خوښه ترسره شي.

چین:

١. د چین مخ پر ودې اقتصادي لرلید: چين غواړي په ټوله نړۍ کې د BRI(Belt and Road Initiative) پر څېر اقتصادي پروژې پلې کړي او غواړي چې پاکستان او افغانستان یې هم ددې پروژو برخه و اوسي، چین که څه هم د افغانستان په کشاله کې ځان په نسبي ډول څنډې ته کړی و خو اوس غواړي د افغانستان په کانونو کې سرمایه ګذاري وکړي او ددې کار لپاره یو همکار او باثباته افغانستان ورته اړین دی.

٢. د امریکا او چین ښکېلتیا په مختلفو سیمو او مختلفو برخو کې او له امله یې د دوی ترمنځ د بیولوژیکي او اقتصادي جګړو منځ ته راتګ دا جوتوي چې چين په سیمه کې نور د امریکا حضور د خپل امنیت په خیر نه ګڼي.

٣. چین وېره لري چې هسې نه د چین مخالف استخبارات د ایغور مسلمانانو ته د افغانستان له لارې لاسرسی پیدا کړي (چې د همدې تشویش د رفعې لپاره ان د طالبانو د واکمنۍ پر محال لا چین د طالبانو سره یو پوهاوی رامنځته کړی و).
ددې لپاره چې د افغانستان لخوا چین ته د نورو په لمسون روزل شوي ترهګر ور نه شي؛ نو چین اوس غواړي چې مخالفین یې (امریکا او ناټو) له دې ځایه ژر تر ژره کډه شي.

روسیه:
روسیه باور لري چې امریکا به د منځنۍ اسیا هېوادونه ددوی له تاثیره خلاص کړي؛ نو په سیمه کې د امریکا شتون د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو په زیان ویني او غواړي چې امریکا او غرب ژر تر ژره له افغاستانه کډې بار کړي.
روسیه پر امریکا شکمنه ده او په افغانستان کې د داعش راپیدا کېدل هم د امریکا کار بولي او ګمان کوي چې امریکا به ورته ډلې تقویه کړي چې د روسیې ګټې او امنیت تهدید کړي، نو ځکه خو روسیه غواړي چې امریکا دې له دې ځایه ولاړه شي.

بل لور ته دې هېواد د طالبانو سره په خپله رویه کې هم تغیر راوستی. له ٢٠٠١ وروسته په لومړیو کلونو کې روسیې د طالبانو سره له سلبي سیاسته کار اخېست؛ خو په اخرو کلونو کې یې ددې ډلې سره ایجابي سیاست ته مخه کړې، او غواړي دا ډله د خپلو ګټو د ساتنې لپاره ومني او تقویه یې کړي.

پاکستان:
١. پاکستان غواړي په کابل کې راتلونکی حکومت یې مطیع او فرمانبردار و اوسي او په سیمه کې باید د پاکستان ستراتیژیکو ګټو ته خنډ نه؛ بلکې ملګری وي، او کابل باید له نوي ډهلي سره ملګرتیا ونه پالي، چې شونې ده طالبانو به د پاکستان همدې تشویش ته په ځواب کې دا خبر تکراروله چې ” اسلامي امارت بهرنۍ اجنډا نه لري“
٢. بل بحث دا دی چې پاکستان په یو ځل ټول واک طالبانو ته سپارل د خپل داخلي امنیت په ګټه نه بولي، ځکه خو د جمهوریت او امارت دواړو سره یو ډول رویه کوي او همدې دوه ګوني سیاست دوه ګمانه رامنځته کړي:
لمړی دا چې پاکستان په افغانستان کې د قوي مرکزي حکومت رامنځته کېدل د ځان په خیر نه ویني ؛ ځکه چې بیا به د پاکستان د ګټو د تهدیدولو توان ولري.
دوهم دا چې که طالبان په مطلق ډول پر افغانستان حاکم شي؛ نو ممکن په پاکستان کې متشدد افکار (چې له طالبانو سره نږدې همکاري او همدردي لري) به افغانستان ته راشي او د افغانستان په خاوره کې به د پردیو اسخباراتو په زمینه سازۍ او لمسون د پاکستان په داخل کې تاوتریخوالي ته مخه کړي.
٣. پاکستان د اوبو او ډیورنډ لاین مسﺉلې دایمي حل غواړي او روانو خبرو ته ددې مسلو د حللارې د موقع په سترګه ګوري.
٤. په پاکستان کې د انرژۍ کمښت، په ٢٠١٨ کې د ټرمپ له لوري پر پاکستان د ٣٠٠ میلونو ډالرو مرستې راکمول او تور پورې کول چې دغه هېواد لا هم ترهګر حمایه کوي او په ټوله کې اقتصادي ستونځې؛ داسې ښکاروي چې په روانه پروسه کې د پاکستان د همکارۍ په بدل کې له دې هېواد سره د اقتصادي مرستو ژمنې شوي او ترڅنګ یې پاکستان ته د سولې د راتګ لپاره اقتصادي دلایل هم وړاندې شوي او له پاکستان سره وعده شوې چې د انرژۍ کمښت به یې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا پوره کېږي.
٥. پاکستان هیله من دی چې د امریکا په منځګړيتوب به له افغانستان سره یوې ګټورې دایمي هوکړې ته ورسېږي او ددې کار لپاره امریکا له پاکستان سره ژمنې هم کړي او داسې ښکاري چې کابل به د روانو فشارونو په پایله کې له اسلام اباد سره هوکړې ته رسېدل ومني.

هند:
افغانستان ته د طالبانو راتګ د پاکستان د رول د زیاتوالي او د هند ګټو ته د تهدید په معنی دی؛ نو ځکه خو هند له روان بهیره ډېر راضي نه ښکاري.
په تېر کې چې طالبان پر افغانستان حاکم و؛ نو د هند ګټو  ته یې هېڅ پام نه وو کړی، چې همدې مسلې هند ته طالبان د پاکستان د نیابتیانو په نظر څرګند کړي او هند هڅه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي ترڅو افغان خاوره یې پرخلاف استعمال نه شي.

ایران:
ایران ته که څه هم د امریکا شتون نور د منلو وړ نه دی؛ خو د طالبانو راتګ ته هم ډېر اماده نه دی.
لومړی دا چې ایران د طالبانو راتګ ته د مذهبي اړخ( شیعه لږکیو حقوق) له نظره منفي لید لري. او دوهم دا چې ایران د طالبانو راتګ د خپل اقتصاد په زیان هم ویني ( د سولې په راتګ سره ممکن افغانستان خپل تولیدات ولري او له ایرانه به یې د وارداتو کچه ټيټه شي او شونې ده چې پر ایران د هلمند او هریرود د اوبو اضافي استعمال ودرول شي) ایران تشویش لري چې د ګازو او تېلو مارکېټ به یې تهدید شي؛ ځکه که سوله راشي ممکن افغانستان او سیمه د ټاپي پر څېر سترې پروژې عملي کړي او د ایران انرژۍ ته به په سیمه کې تقاضا کمه شي.

د یادونې وړ ده چې له هند پرته نور ټول هېوادونه د امریکا له وتلو سره موافق دي؛ خو دلته د یو واحد سیاسي چوکاټ او نظام پرجوړولو به یې موافقه ډېر وخت ونیسي. د بین الافغاني خبرو ځنډېدل که څه هم د جګړې میدان ګرم ساتي خو په روانه پروسه کې د ځینو چټکتیا او عجله معقوله نه ده؛ بلکې معتدل دریځ او د سولې او نظام جوړولو پرسر په سیمه او نړۍ کې اجماع راوستل معقوله لار برېښي، چې بلاخره به د دوحې د خبرو ټولې فیصلې د نړیوالو کلکو ضمانتونو په ورکولو او نړیوالو ناظرینو په موجودیت کې ومنل شي او د همدې ضمانتونو پر مټ به تطبیق او د اجرا وړ وګرځوي.

ځوانانو ته څه پکار دي؟
ځوانان دې پر ښکېلو غاړو غږ وکړي چې که د جګړې په لمړۍ کرښه کې ولاړ دي او تر هرچا یې زیات په روانې کشالې کې قربانۍ ورکړي؛ نو باید غوښتنې یې درک او ورته لبیک وویل شي!
د دوحې مذاکره کوونکو ته دې ووایي چې ځوانان د هر هېواد انساني انرژي او فکري قوه ده؛ نو نور باید د جګړې د دوام لپاره ددوی ککرۍ پرې نه شي؛ بلکې د امن، نیکبختۍ او پرمختګ لپاره دې یې له انرژۍ او فکري قوې ګټه پورته کړای شي!

ملت ته څه پکار دي؟
پدې خو ټول پوهېږو چې ددې نظام حالت ورځ تر بلې بدتره کېږي؛ خو څه وکړو؟
په دې وطن د هېڅ بهرني زړه درد نه کوي، ټول خپلو برنامو ته کار کوي، نو په کار ده چې پخپله افغانان لاس په کار شي او د نظام د رغولو او ساتلو هڅه وکړي. غوره به دا وي چې چوپتیا پرېږدو، ځکه چې د ځمکې په ګرده کره کې ایله همدا په وچه کې راګیر وطن راپاتې او په دې هېواد کې لوبې کول زمونږ پرسرونو لوبې کول دي. نور نه باید له تاریخه ووېرېږو بلکې زده کړه ترې وکړو، فکر مه کوﺉ چې تېر به تکرار شي او مونږ به بیا ړنګ شوو؛ په یقین که منسجم شو، کلک ودرېږو، انرژۍ مو د یو بل خلاف نه؛ بلکې د یو بل ترڅنګ کړو او یوه لوري ته یې مخامخ کړو؛ باور ولرﺉ چې بد تاریخ نه تکرارېږي، نه لوېږو او نه هم شاتګ ته اړ کېږو. شکر دی کم تر کمه خو اوس امنیتي، اداري او حکومتي بنسټونه لرو، ډیپلماټان لرو او تر ټولو مهم یې رسنۍ او د استدلال ژبه لرو. بس چې پدې جغرافیه کې پراته توپیرونه ومنو، په نظام کې دننه خوره وره خپره انرژي د یو بل د دفعې پر ځای د نظام د تقویې لپاره ولګوو، همغږي رامنځته کړو، د نورو نظریات او انتقادات قبول کړو او په پوره صداقت عمل وکړو؛ نو هرڅه کولای شو او د هرڅه بدلون شونی دی، ان د زبرځواکونو د ارادو د تغیر شونتیا موجودولای شو. نو که د سیاست متخصص یاست او که نه یاست، باید د پردیو نظریو او بدو پرېکړو په مقابل کې راپورته شﺉ. د دې خاورې د مالکیت احساس باید راژوندی کړﺉ او همدا احساس مو باید اړباسي چې عامه اذهانو سره خپل نظر شریک کړﺉ، منسجم یې کړﺉ او تاسې خاموش غوڅ اکثریت باید پرېنږدﺉ چې پر سرونو مو لوبې وشي، تاسې باید په هغو خلکو فشار راولﺉ چې اواز یې اثر لري او یا په تصمیمونو کې برخه لري، دوی ته خپل تشویشونه ووایﺉ، انتقاد پرې وکړﺉ، استدلال وکاروﺉ، منظقي بحث ورسره وکړﺉ او که نور هېڅ هم نه شﺉ کولای کم تر کمه په ميډیا او سوشل میډیا کې خو مو اواز غبرګولای شﺉ، ټرینډ خو چلولای شﺉ!!

Leave A Reply

Your email address will not be published.