سوله یو ځل بیا یرغمل شوه

شاه ولی ارین

0 380

د څلویښت کلونو نه زیاتې تیرې جګړې، او هم څه کم شل کاله د مخه  کله چې امریکې زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړاو د (ب ۵۲) بم غورزونکو الوتکو په واسطه یې افغانان ووژل،هیواد یې اشغال کړخپل لاسپوڅي اونا کاره حکومت  یې پر هیواد والو تحمیل کړ.
سره له دی چې امریکایانو خپل راتګ ته د سپتمبر د ۱۱می نیټې حادثه پلمه وګرځوله اود القاعدې د شبکې، مخدره توکو د له منخه وړلو، ښې حکومتوالۍ او د فساد پر ضد د مبارزې د عنوان تر نامه یې غوښتل خپل یرغل ته قانوني او عوام غولونکی بڼه ورکړي. مګر بیا هم هیواد والو داسې سوچ کاوه چې له هغو ناخوالو،غیر انساني او اسلامي تشدد او جنایتونو نه چې د اسلام تر نامه لاندې په نوم د مجاهدینو او طالب مشرانو له لورې پر هیواد او ولس تحمیل شوي وو، ممکن د امریکا او ورسره نړیوالې ټولنې په موجودیت کې به د هیواد په وضعیت کې مثبت بدلون راشي سوله به رامنځ ته شې او جګړې ته به د پای ټکی کیښوول شې.
اصلي خبره خو دا وه او ده چې، امریکا د خپلو هغو پخوانیو استخباراتي چینلونو د اړیکو په نظر کې نیولو سره له پیل نه د بن د کنفرانس تیږه د خپلو شومو موخو د عملي کولو په خاطر کږه کیښوده، پرهغو ډلو ټپلو یې باور وکړ او په میلونونه ډالر یې هغوي ته ورکړل، ملاتړ یې ترې وکړحکومت یې د هغوي تر منځ وویشه، حال دا چې نه یوازې سوله راغله، بلکې د هیواد یو څه موجوده نورمال حالت یې هم ستونزمن کړ او د سولې راتګ یې د هیواد والو له وس نه وویست او یرغمل یې کړ.

لیدل کیږی چې دا دی  څه کم شل کاله تیریږی چې د نړیوالو او امریکې په موجودیت کی په هیواد کې لا نور هم ملي نفاق ته لمن ووهل شوه. امریکا د خپلو سیمه ایزو ستراتیژیکو ګټو دعملي کولو په خاطر نه سوله راوسته او نه باید ترې دا تمه وي. د امریکې له یرغل او د طالبانو د اسلامي عمارت د ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د یوه نا مشروع نظام راتګ او د دې نظام د نا قانونه کاروبار لپاره په داسې یوهیوادکې چې څه کم څلویښت کلنې تپل شوې جګړې ترې ټول سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او فرهنګي نهادونه زیانمن کړي او یا یې ټوله له منځه وړي وي او په داسې حالت کې به څنګه افغانان وشې کولای ملی یووالي چې د سولې د ټینګښت لومړنۍ شرط دی رامنځ ته کولای وشی.
سوله د افغانانو جدی اړتیا اوستره هیله ده،اما هر کله چې د سولې څراغ له کوم لوری ځلیدلي، همزمان د هیواد د دشمنانو له لورې د دسیسو په کارولو سره د سولې اصلي مسیر د انحراف په لور تمایل موندلي او هیواد وال یې ناهیلې کړی دی.
زمان وښوده چې  سوله وار- وار هیواد ته د خاینو او هیواد پلورونکو عناصرو د توطیو په مرسته د بهرنیانو له لوری یرغمل شوی او هیواد مو په کنډوالو بدل شوی دی.

 ټولو ته جوته ده چې  د وخت شوروی اتحاد د خپل یرغل په وروستیو کې لکه همدا اوس چې امریکا یې عملی کوی،  د هغه وخت له موجود نظام نه مخ واړوه، او د وخت په نوم مجاهدینو چې په حقیت کې، بلوا ګر، غله، لوټمار او د هیواد د ارزښتونو خرڅونکي وو، باور وکړ.

شوروی مشرانو د ۱۹۹۱ میلادی کال د نومبر په ۲۹ نیټه د وسلوالو په نوم مجاهدینو مشران د ربانی پر مشری مسکو ته وبلل او د شوروی دولت د جمهور رئیس مرستیال روتسکوی سره یې پر هیواد د معاملې خبرې اترې تر سره کړی.
کله چې هغه وخت په هیواد کې  د شوروی اتحاد او امریکا تر منځ د خبرو اترو په نتیجه کې د ملګرو ملتونو په مرسته د سولې یو پروګرام د عملي کیدو له پاره هلې ځلې پیل کړی، د پخوانې شوروی اتحاد مشرانو لکه اوس چې امریکا تیروتنه کوی، د نظام له ملاتړه لاس واخیست، اردو او وسلوال قووتونه یې سره وپاشل، نظام یې کمزوری کړ، نفاق او قومي تعصباتو ته یې لمن ووهله، د مؤقت حکومت نارې سورې یې راپورته کړی، داسې تبلیغات یې هر لوری خپاره کړل، چې ګویا که د شوروی اتحاد پوځونه له افغانستان نه و اوزی موجو نظام حتا یوه ورځ هم د جګړی توان نه شی لرلی. حال دا چې ولیدل شول چې همغه نظام د شوروی د پوځونو د وتلو وروسته خپل موجودیت حفظ کړ، په مستقلانه توګه یې له هیواد نه دفاع وکړه او حتا د پاکستان مسلحانه حملې یې شاته و تمبولی چې د ننګرهار جګړه یې روښانه بیلګه یادولی شو.
ټولو هیواد والو ته جوته ده چې نظام له بیرون نه چا ماتولی ونه شو، بلکې د نظام په دننه کې د کورنیواو بهرنیو توطیو په نتیجه کې پر نظام د ببرک کارمل د ډلی او د جمعیت د شورای نظار پر همغږۍ کودتا تر سره شوه او هغه مؤقت حکومت یې چې د پاکستان د استخباراتو تر رهبری لاندی جوړ شوی و هیواد ته صادر کړ، چې صدر اعظم یې چار اسیاب کې د هیواد د بربادی مرچلی جوړی کړی وزیرانو یې په دریمه، څلورمه کارته او کوټه سنګی کې او جمهور رئیس یې په خیرخانه کې، په نتیجه کې یې له شپیته زرو زیات کابل میشته وګړی ووژل، د انسانانو په ککریو کې یې میخونه ټکوهل، هیواد یې په کنډوالو بدل کړ، دادی او س یو ځل بیا همغه هیواد پلورونکی د پاکستان په لمسون د مؤقت حکومت چیغی او ناری سوری وهی.
د تاریخ تکرار، دادی د پخوانی شوروی اتحاد لوبې اوس امریکا تکراروی او په هیواد کې د موجود نظام د پاشلو هلې ځلې کوی. چې له طالبانو سره یې د خبرو اترو تیر بهیراو د توافقنانی امضا او افغان دولت منزوی کول یې بل غوره مثال دی. د جوبایدن د حکومت د منځته راتګ سره بیا طالبان د سولې له خبرو اترو نه ځان باسی اود طالبانو د پلاوو سفرونه، ایران  او روسیې ته بیا هم د تیرو پیښو تکرار دی.

د پورتنیو مسائیلو د روښانولو نه مې موخه دا ده چې زموږ د هیواد روانی پیښې تیری تاریخ ریښې لري او هغه کسان چې د مؤقت حکومت ناری او سوری وهی، دوی د هیواد د تاریخ هغه توری څیری دی چې نور نه شې کولای هیوادوال تیر وباسی.
درنو هیواد والو او لوستونکو، اوس اساسي خبره داده چې ولې زموږ په هیواد کې روانه غمیزه او جګړه دومره اوږدیږی؟ او د دې ستونزو عاملان څوک دي؟ او د څه لپاره تل زموږ د هیواد د سولې هلې ځلې تیغمل کېږی؟.
دغو پورتنیو پوښنو ته ځوابونه روښانه دي، چې بهرنیان د یو شمیر محدودو کړیو په همغږی کې د خپلو شومو موخو د عملی کولو له پاره د جګړی دوام یو منا سب فرصت ګڼی، نو ځکه د جګړی د دوام اور ته پکي وهی.
د ولسی جرګی د رئیس غیر مسؤلانه څرګندونې په میدان وردک کې د فاطیمینو د ډلی وروستي بغاوت د علیپور به مشری، په شمال کې د دوستم ناری سوری، هند ته د دوستم، عطامحمد نورسفرونه، او داسی نور د هغو قومی او ګروپي حلقو را پورته کول او د بغاوت نښې دی، چې  له یوی خوا د سولی پروسه برمته کوی او له بله پلوه د تیر تاریخ د تکرار نشې نښاني اود پښتنو پر ضد روښانه دسیسې او توطیې دي چې که په طالب چارواکو او افغان دولت کې لږ ځه هم د افغانیت غرور او نښې نښاني موجودی وی باید ددی سترو دسیسو مخه ډب کړی او د سولې پروسه افغاني کړی.
اصلی اوبنسټیزه خبره دا ده، تر څو چې افغانان خپل دوستان او دښمنان سم ونه پیژنی، سره یو موټی نه شې، د هیواد خدمت خپل فرض و نه ګڼی، دا جګړه به دوام لری او سوله به تری د دوی کورنۍ او بهرنۍ دښمنان بیا هم یرغمل کوی.

پای

Leave A Reply