د هوايي ډګر ساتل که بله ستره لوبه

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

309

زمونږ هیواد ته اوس د نړيوالو په ذهنونو کې هغه پخوانى برم نه دى پاتې. اوس د افغان له نوم څخه د هيڅ دښمن د ويرې احساس نه کيږي. دښمن اوس پوهيږي چې اړتیا نه لري، زمونږ د وژلو تکلیف وکړي، ځکه چې مونږ په خپله سره وژنو. اوس مونږ په خپلمنځي دښمني کې هغه پخواني ټول دودونه او سرې کرښې ختمې کړې دي چې په عذر باندې کورته راغلى دښمن مو نه واژه،  دښمن مو د شا لخوا نه ويشته، په مسجد او هديره کې مو نه مړ کاوه، دښمن به مو چې وواژه نو څادر به مو ورباندي غوړاوه، د لمانځه په مهال، د ښځې او ماشومانو په وړاندي مو نه واژه. اوس يې ښه په زغرده په هر ځاى کې به هر ډول وژنو، په ځينو مواردو کې خو ټول فاميل هم له خاورو لاندې کوو سوځو يې هم او نوره بي عزتي يې هم کوو.

له کله نه مو چې په انسانيت پيژندنه کې د دوکتورا درلودونکى  د افغانانو د وژلو او ځپلو ګواښونه کوي، د سولې، عاطفي، ترحم، عفوې او دعوت بالموعظت الحسن دين پورې تړلي ډلې مو د وژلو نړولو او سوځولو لاره نيسي، نو له امریکا وروسته دادى ترکيه هم له امریکا سره زمونږ د هیواد واکداري ته يې ملاتړلې ده. غواړي د کابل نړيوال هوايي ډګر د ساتلو په نوم له امریکا سره د ايس څلور سوه دفاعي روسي سيستم د پيرلو له امله په لوړه کچه خرابه شوي اړيکې بيرته ورغوي او په زياته پيمانه د مالي، لوجستیکي سياسي او نورو امتیازاتو ترلاسه کولو وروسته په بدل کې دلته پاتې شي. له مونږ سره مشوره هم نه کوي او مونږ هم د جګړو له امله د ترکيي د ښکيلتيا ګټو او زيانونو څيړلو ته بيکاره شوي نه يو.

مونږ باید ومنو چې که نړيوال ديپلوماتيک بنسټونه دلته پاتې کيږي نو د ګډوډي په صورت کې له اوسني جوړښت او امکاناتو او په وروستیو اونيو کې د سقوط تسلسل ته په کتو زمونږ امنيتي ځواکونه د هوايي ډګر د ساتلو او بهرنيو ديپلوماتيکو مراکزو پرسونل ته د خوندی وتلو ضمانت نشى کولاى. د طالبانو په ژمنو باندي هم نړيوال کله باور نه کوي. اړتیا شته چې داسې ځواک ته د کابل او ځينو نورو ولاياتو هوايي ډګرونو ساتلو مسئوليت وسپارل شي چې په کور د ننه او بهر  حساسیتونه او پاروونکي غبرګونونو ته لاره نه پرانيزي.

پوهيږو چې نننۍ ترکیه د پروني عظمت د بيرته ترلاسه کولو په تړاو فکر هم کوى او کار هم کوم. د همدغه هدف لپاره د نړيوال سياست په لوبو کې د ترک تباريت او اسلامیت دواړه کارتونه کاروي. دغه د ترکيي خپل سياست ده او مونږ ورباندې نوره تبصره نه کوو. البته د خپل هېواد په جغرافيه کې مونږ حق لرو چې د ترکيي په کړنو غبرګون وښيو.

دغه هېواد په جنايي قضيو کې د مجرمینو د ژغورلو په موخه د هغوى د خوندیتوب لپاره د ديپلوماتيکو اسانتياو برابرول او ترک تبارو بشري جنايتونو له مرتکبینو سره ژورې اړيکې د افغاني ټولنې په ذهن کې د ولسمشر اردوغان د اسلامي هويت په هکله اندېښنې را پاروي.

ښه به داوي چې د سبا د ماتم د مخنیوي لپاره همدا نن په زغرده يو بل ته خبرې وکړو. د افغانستان  د ويشلو په هکله د امريکا د اوسني ولسمشر پخوانى څرګندونې، د ډاکټر نجیب د حکومت په اخري وختونو کې د ځينو پرچميانو او دوستمي مليشو لخوا د کابل د هوايي ډګر ساتلو بوږنونکۍ تاريخ، په پروژه کې د پاکستان ښکېلولو ترشا پټي موخې، د ولسمشر اردوغان لخوا طالبانو ته د اشغالګرو خطاب چې کيداى شي د اشغال موخه يې په شمال کې د ترک تبارو سيمو نيول وي.  د ارګ انزوا او چوپه خوله له مونږ سره پوښتنې راپورته کوي.

مونږ شک کوو، هسې نه چې دغه درې واړه په ګډه زمونږ د هیواد لپاره د خطرناکو پلانونو د عملي کولو لپاره سره يو ځاى شوي وي. اخر زمونږ د هیواد په تړاو په اوسنيو حساسو شېبو کې د يادو دريو داسې هيوادونو لخوا څه روان دي چې زمونږ د هیواد په تړاو يې په تګلارو او کړنلارو کې نيمګړتياوې شتون لري؟  ايا زمونږ چارواکو، طالبانو او سياستوالو کومه معامله کړې ده، عمدي تجاهل کوي او که په تيارو کې ساتل کېږي؟ بالاخره که اړتيا هم وي، نو دغه کار ولې داسې هېواد ته نه سپارل کېږي چې د افغانستان په قضاياوو کې د لاسوهنې په تور تورن نه وي؟

په پښتو ژبه کې يو متل دى واى د بيکاره کور ميلمه واکدار وي. په رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې ترکيه غواړي له سوریې څخه جنګیالي استخدام او کابل ته يې د هوايي ډګر ساتلو ته راوړي. دغه ډول کارونه  په نړۍ کې د خورا پيچليو عزائمو په موخه ترسره کيږي. ترکيي ديته ورته کارونه په سوريه او ليبيا کې هم کړي دي او په هغو هېوادونو کې يې ستونځې جوړې کړې، کورني او بهرني حساسیتونه يې را پورته کړي دي.

د افغانستان په سياست کې د قومونو د استازيتوب په نوم لوبيدونکې څېرې د قوم د يوې ځانګړي سيمې استازى کيداى شي خو هيڅ سياسي مشر په هيڅ وجه د هيڅ قوم استازيتوب نشي کولاي. امکان لري چې ممکن نزدې درې لسیزې وړاندې د روسیې په شان داځل ترکیه  د خپلو ناروا موخو ترلاسه کولو لپاره له همدغه سپارل شوي مسئوليت څخه په استفاده خپل اجنټان پياوړي کړي او يو ځل بيا زمونږ ملي امنیت وننګوي.

داسې شک هم شته چې امریکا او ترکيه په ګډه د خپلو ګډو ګټو په چوکاټ کې په سيمه کې د افراطي ډلو فعالیت ته لاره هواره کړي او بيا به چين په سينکيانګ ايالت کې د شرقي ترکستان د داعيې د ژوندي کولو په تړاو د ترکيي ددغې ښکيلتيا په هکله غبرګون وښئي. دغه غبرګون به يقيناً په سيمه کې زمونږ ملي ګټې وګواښي او له چين سره به مو اړيکو ته زيان واړوي.

د امریکا او ترکیې ترمنځ د ګډ کار کول به د افراطيت د مفکورې د خپرولو له ويرې د منځنئ اسيا د هيوادونو او د روسیې حساسیتونه را وپاروي.

تر هر څه مهمه داده چې ترکیه غواړي د خپل اسلامي او تباري کارت په کارولو، په منځني اسیا کې خپل نفوذ پراخه کړي، امریکا به خپلو پخوانيو پلانونو د عملي کولو پرلوري مخ په وړاندې لاړه شي، پاکستان به د ستراتيژيک ژوروالي موخې ته د رسيدو لپاره د امریکا او ترکیې له سرپرستي لاندې فرصت ترلاسه کړي. مونږ به يوازې زيانونه وينو او خداى مکړه چې ځمکني بشپړتیا مو له لاسه ورنکړو.

د حل لاره؛
اوسنى شرایط دا ايجابوي چې د جګړې دواړه خواوې د خپلو مسئوليتونو د درک له مخې دغه تهديد جدي وګڼي د يو بل د تسليمېدو خوبونه ليدل، د سولې په تړاو يو بل پړ ګڼل او په يو بل تورونه لګول پريږدي. سوله له خپلې معنا او مفهوم سره ومني. که په دغه هېواد کې ګډ ژوند کوو، نو نن يو ځل بيا وايم چې د واک د انحصار فکر ليونتوب دى.

زه له نورو سره د طالبانو په ګډ کار کولو کې  هيڅ قباحت نه وينم. هغوى په فساد کې ددغې ډلې احتمالي ښکيلتيا بانه نيسي. که د ښکيلتيا خبره وي نو اوس هم د هغوى په ليکو کې فساد شتون لري. باور لرو چې که جګړه ختميږي، کار اهل کار ته د سپارلو تعهد کيږي، د مجازات او مکافات اصل ته ژمنه شتون ولري، که د قانون پلى کولو اراده موجوده وي، که په مديريت کې وړتیا شتون ولري او له قانون څخه د معافیت کلتور ته د پاى ټکى ايښودل کېږي، نو په ګډ کار کولو کې هيڅ حرج نشته. متخلف شخص يا اشخاص د قانون له مخې عدلي او قضايي محاکم سزا ورکوي او همدغه د جرائمو ګراف راښکته کيږي. داسې سپيڅلي ټولنې کله هم نه دي جوړې شوې چې د فساد جرم او جنايت ګراف صفر ته راښکته شوى وي. که دغه کار شونى واى، نو عدلي او قضايي ادارو ته به هيڅ اړتيا نه وه.

د اسلامي نظام تر چتر لاندي د ازاد او اباد افغانستان په هيله
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان، د زمري د مياشتې لمړى نېټه ١٤٠٠ کال

Comments are closed.