د افغانستان په شاوخوأ کې د ګاوندیانو د پوځیانو تمرکز

دوکتور م، عثمان تره کی

192

۲۸/۰۷/۲۰۲۱ 

د افغانستان په شاوخوأ کي د

ګاوندیانو د پوځیانو تمرکز څه پیغام لرلې شې ؟

 

د افغانستان حماسې تاریخ ته په کتو سره داسي معلومیږي چي زموږ په برخه لیک کي جګړه د ژوند عمومې قاعده او سوله استثنأ ده. دغه واقعیت باید د افغانستان د ژیوپولتیک موقعیت په تړاو مطرح شې : زموږ حماسې تاریخ د سیاسې جغرافیا چي تل د بهرنیو یرغلګرو تر تاخت او تاز لاندي وو تر اغیز لاندي جوړښت موندلي دې.

د اتکل نیمه پیړې راهیسي د افغانستان بلواکې او خپلواکې دوه وار ( د شوروي او امریکا یرغلونه )  د پاکستان د دفاع په تړاو مطرح شو. افغانستان د پاکستان د دفاع په موخه په لمړې کرښه د ستراتژیک ډال یا جنګې کلأ په توګه وکارول شو. خو د توقع خلاف څه چي موږ ته ور په برخه شو کورنېو جګړو، نا امنې او بلواکې وو.

بناً د افغانستان د اوسنې جګړي اصلې ګتونکي پاکستان دې: پاکستان  ( د وسله وال مقاومت لوژستیک قوت الظهر هیواد) د طالبانو په زور، سرشیندني او قربانې امریکايی پوځ د افغانستان  څخه وتلو ته اړ کړ. پدي کي د دواړو هیوادونو ( افغانستان او پاکستان ) ګتي نغښتي وو. خو خبره دلته نه ختمیږې: داسي مالومیږې چي پاکستان ځان د نوي لوبي د پاره چي د افغانستان په شاوخوأ کي دیزاین شوي چمتو کوې. غواړي چي په یاده لوبه کي چي اوسمهال خطرناکه پوځې اړخ  موندلې مخکښ ونډه ولرې. طالبان سیاسې قدرت انحصار ته وهڅوې او د هغوې د مذهبې جذباتو په ګته اخیستلو سره د افغانستان په راتلونکي بهرنې سیاست اِعمال نفوذ وکړې.

داسي ښکارې چي د افغانستان د جنجال په اړه خبره د دیپلوماسې د تشریفاتو څخه پوځې تظاهراتو خواته انحراف موندلي دې.

د ایران او تاجکستان څخه وروسته ترکمنستان د افغانستان د پلو په اوږدو کي خپل پوځې تاسیساتو ته پام اړوړي او په  سرتیرو کي زیاتوالي راوستي. روسیه، تاجکستان او ازبکستان یو ګام وړاندي په  پراخو پوځې تمریناتتو چي په کي درني وسلي کارول شوي لاس پوري کړی دې. پاکستان وروستې هیواد دې چي دیورند کرښي ته نږدي تازه دمه ځواکونه استولي او د جګړي چمتووالي اعلانوې.

د یادو واقعیتونو ته په کتو سره ویلې شو چي د افغانستان خونړې لوبه خطرناک لوري ته راکش کیږې چي په کي د افغانستان ځمکنې بشپړتیا  ته د لاندي دلایلو په بنسټ ګواښ اړولې شې.

 ۱ – امریکا په غیر مسئولانه توګه بي له دي چي د سولي او امنیت  په اړه ډادمنه فضأ  راپیدا شې، د افغانستان د اشغال پاې اعلام او افغانستان دښمنو دلو مقابلي ته وسپارل : امنیتې تښه خطرناک حالت رامنځته کړه چي په ترڅ کي يي له یوي خوأ کورنې جګړي ته زمینه مساعده شوه او له بلي خوأ حریص او مغرض ګاوندیان افغانستان پر ضد پوځې تحرکاتو او ماجراجويی ته وهڅول. 

 ۲ – د ګاوندیانو له خوأ د افغانستان د پُلو په اوږدو کي د سرتیرو زیاتوالي او د درني وسلي ځاې پر ځاې کول تعرضې بنه لرې. دغه تجهیزات په قطعې صورت سره د وړوکو ترورستې دلو تپلو، قاچاقبرانو او … له مقابلي سره چي مرکزې آسیا ته به احتمالې  ګواښ جوړکړې، تناسب نلرې. د ناقانونو باندونو سره مبارزه د سرحدې پولیسو کار دې نه د پوځیانو ډنده چي د درني وسلي سره سمبال وې.

۳ – که جګړه په شدت دوام ومومې افغانان په کافې اندازه پخپلمنځې تصفیه حسابونو چي له وږنو سره مل دې به بوخته پاتي شې. دا چي د افغانستان د جغرافیا څخه نورو هیوادونو ته کوم امنیت ضد خطر رامنځته شې  د واقعیت څخه لري دې.

۴ – تاجکستان اعلام وکړ چي د سل زره افغان کدوالو د میشته کیدو چمتووالي نیسې.

د دينه داسي معلومیږې چي د افغانستان په شمالې سیمو کي د تاجکستان او روسیي د توطئي له مخي د یو اوږد مهاله جګړي سناریو تر لاس لاندي ده.

 ۵- د افغانستان په شمالې سیمو کي زیاتره قاومې لږکیو ژوند کوې.  هغوې په وروستیو څلویشت کلونو کي د یرغلګرو په وړاندي مشکوګ اوغیر مطمئن دریز نیولي دې : په افغانستان کې د شورویانو او امریکائیانو یرغلونه د شمال توپکمارو په مرسته پیل شول. په وروستی څلور لسیزه کي  د افغانستان د ځمکنې بشپړتیا په ضد شعارونه د شمال څخه پورته شو. دا احتمال لري نده چي د شمال جګړه ماران د تیر په څیر بهرنیو یرغلګرو ته هرکلې ووایی.

که د افغانستان دننه اوضاع د اوسنې بد حالت نه بدتر شې هر یو ګاوندې هیواد ځانته په افغانستان کي د پوځې مداخلې بهاني او بیلګي چي په ترڅ کي يي زموږ د خاوري یوه برخه لاندي کړې لرلې شې.

طالبان د حالاتو د حساسیت په کتلو سره د سولي په تړاو پخپل دریز کي نرمش راوستي : څو وړځي مخکي سهیل شاهین ( د طالبانو د مذاکراتې پلاوي غړي )  وویل چي اوربند او دایمې سوله تر هغه په واقعې مانا باندي امکان نلرې چي غنې استعفأ نه وې کړي. د طالبانو په دریز کي انعطاف پداسي احوالو کي څرګندیږې چي دوې د خپلو فتوحاتو لمنه په چتکې پراخوې. خو دا امکان شته چي د طالبانو په دریز کي نرمش دیر دوام ونکړې: که طالبان ځان د لویو ښارونو دروازي ته ورسول یا یو ښار تر خپلي ولکي لاندي راوستل، بیا د یو پیاوړي پوځې دریز په بنسټ  کابل اداري ته د تسلیمیدو غوښتنه وړاندي کوي.

 وطن د ختیز، لویدیز، شمال او جنوب کي د مغرضو ګاوندیانو له خوأ تر پوځې ګواښ او محاصري لاندي قرار لرې. دغه د تشوش وړ حالت دا غوښتنه کوې چي د کابل اوسنې اداره چي د بهرنې اشغال محصول ګنل کیږې د طالبانو سره د یو صادقانه او جوړونکي مذاکراتو نه وروسته د اشغال د ختمیدو سره هم مهاله امریکایې چارواکو ته خپله استعفأ  وړاندي وکړې. پرینږدې چي وخت ضایع او خبره بل لوري ته تسلیمیدو ته ورسیږې. « پاې»

 

Comments are closed.