د افغانستان بحران ژور او مبارزه مو ګرانه او اوږد مهاله ده

داکتر تاج الدین ملت مل

296

د افغانستان بحران ژور او مبارزه مو ګرانه او اوږد مهاله ده، هر څوک باید ژر تر ژره خپل ځان، خپل ځای او خپل مسولیت درک او سم تر سره کړئ.

افغانستان په سخت لوی بحران کې پریوت. دا سپین یرغل چی د ۴۸ کالو راهیس زموږ په خلکو حاکم او موږ یی کلونه ناري وهلې، اما د خلکو د نظره نه راته او حتی همدا اوس هم یو زیات شمیر سیاسی بیسیوادان ور ته اتڼونه کوی، او دی ته د یرغل په نظر هم نه ګوري، دا تر بل هر یرغل خطرناک، تیاره، او تلپاته کیدوونکې دی. 
د هر یرغل په وړاندی دری شیان، ۱- د اسلام مقدس دین ( زموږ جومات، ملا، او الهې احکام)، ۲- زموږ آفغانیت او پښتونولې ( د وطن سره مینه او په وطن قربانې ستر افتخار) ، او ۳- زموږ ملې یووالې زموږ د ملت دری اساسی سنګرونه ول چې ملت یی هم متحد کاوه او هم یی د یرغل په مقابل کې قربانې ته اماده کاوه، او همیشه زموږ د بریا سبب شوی وه. ولې په خواشینې سره دا ځل دغه سپین یرغل په داسی مرموزه توګه راغلې دی چې زموږ نه یی هغه دری واړه سنګرونه اخستی دي. دین، ملا او جومات د ده په لاس او یا کم تر کمه په وړاندی یی چپ دی. زموږ آفغانیت او پښتونولې یی دومره ځپلې چې نور نو راته هیڅ ندی را پاته. زموږ ملې یوالې یی د تیرو ۴۸ کلونو راهیسی ددغه سپین یرغل له خوا دومره پاشیدلای دی چې اوس دوه افغانان نه دا چې په یو په بل باور نه لری، بلکه د یوه بل په وړاندی ولاړ دي. تر دی علاوه دا ځل دا سپین یرغل د لری نه د ګاونډ نه راځې چې نه یوازی دا چې هر څه ور ته اسان دي، بلکې زموږ د ټولنې یوه لویه برخه چې د دی یرغل ګوډاګایان دي، هغوي یی دومره ذلبل ، بی غیرته او بی ناموسه کړي دي چې د انسان او انسانیت په نوم هیڅ معیار نه پیژنې. ههیڅ نوعه افغانې ارزښتونه نه منې. 
ای بدبخته ملته! په کلونو کلونه خو مو زموږ ناري سوري وا نه اوریدی اوس مو دا ېوه خبره واوری.
تر څو چې هر افغان مسولیت وا نه اخلې او د انتقاد پر ځای خدمت او د مشری پر ځای اطاعت او هم صفګرایی ونه کړی، د ځان او مال اوږدی قربانیو ته تیار نشې، په ټولنه کې خپل ځای او خپل اړونده مسولیتونه درک نه کړي او هغه په سړه سینه او داوطلبانه توګه او پوره هوښیاری او جدیت د یوه منظم انظباتې تشکیل لاندی عملې نکړی، خلاصون مو نه داچې ناشونې دی، بله فنا مو د هر اړخیز سپکاوي او بې عزتې سره مل ده. نه به مو مال در پاته شی، نه ناموس او نه ژوند. اوس مو حتا د تیښتې لاري هم بندي دي. 

تر څو چې دغې اوږدی او درندې مبارزی ته مادی، معنوی، فزیکې ، نظامې او سیاسی پلوی پیدانکړی، نو بیا دا به غوره وی چې چپ کینې او نور دا ملت و نه غولوی.
زه د یوه باتجربه پاک ملې وطن پال مبارز او د افغانستان د ملې مترقې قواو د انسجام د مؤسس په توګه د دغه مرکز او خپل ځان ځاې او مسؤلیت پدغه دروند ملې مسؤلیت کې درکوم او خپل مسؤلیتونه تر بل هر چا زیات او جدی بولم. 
زموږ مسؤلیت دا دی چې دی کار ته د یو شمیر نورو مساعدو شخصیتونه راټول، دی ملت ته د یوی سمې ستراتیژی او تشکیلاتو جوړ او مناسبه رهبری را پیداکړو. 

موږ د ټولو وطن پالو ، اقوامو، ډلو، او اشخاصو ته بلنه ورکوو چې د دغه ستر، مکار او جنایتکار دښمن په وړاندی سره منظم او هر یو د واحد افغان تر نوم لاندی خپل ټول اړوند امکانات سره شریک کړي. د پنجشیر او شمال د مقاومت تلاشونه ستایوو ولې ور ته مو توصیه دا ده چې پریږدی دا مقاومت افغانې او سرتاسری شی او پدی برخه کې دی د خپل واکمنې په خاطر د یوی بلې تاریخی اشتباه نه مخنیوی وکړی. د دوې هوښیاری او ستره بریا به دا وی چې د واقعې ملې مقاومت د قوت سبب شی نه دا چې د تالبانې منفور ریژیم د غیر مستقیم ملاتړ او د اقتدار د لا زیاتیدو، ژوریدو او پراخیدو.

که تاسو هر یو پدی برخه کې با مسؤلیته او د هر اړخیزه قربانیو اخستلو ته اماده یاست را دمخه شی . خپل ځان ته پخپله کار وټاکې، شریک او هماهنګ یی کړئ. کار به په ګډه کوو، رهبری چې هر څوک کولای شی ودی کړی ولی اصول به ګډ ټاکوو او تطبیقوو به یی.
یوازی کار او مسولیت اخستلو ته اماده کسان نو هیله ده چې اړیکه ونیسی. موږ هر څوک د ملتیا نه دمخه امتحانوو. 

داکتر تاج الدین ملت مل

Comments are closed.