ښوونکي ته لیک

لیکنه: محمد آصف احمدزی

265
        اې غیـــرتي او منـور ښــــوونکیه
        مونږ ته تر ټولو معتبر ښــوونکیه
        ستا د هنر وړانګـې خپرې په نړۍ
        د صفت وړ یې لکه لمر ښـوونکیه
                                             “عبیدي”
کله چې زه له پیل نه تر دا مهال پورې د ښوونکو د تکلیفونو په اړه فکر کوم، ځینې وختونه خو د دوی ستړیاوو، ستونزو او سر ګردانیو ته حیران پاتې کېږم، اصل واقعیت هم همدا دی: محترمو ښوونکو زمونږ  لپاره ډېرې شپې سبا کړي، د ډېرو قلمونو رنګونه دوی زمونږ لپاره خلاص کړي، ډېرې تشې پاڼې دوی زمونږ د ښې روزنې او ښوونې لپاره ډکې کړي، ډېر کتابونه دوی زمونږ د بیدارۍ، هوښیارۍ او لا ښو لارو ته رابلولو په خاطر پیرلي، ډېر مزلونه دوی زمونږ لپاره له یوې ساحې بلې ساحې ته کړي، ډېرې انټرنټي پانې چې دوی زمونږ د فکري بدلون په خاطر پلټلي او څارلي دي، ډېرې شپې چې دوی زمونږ د ښېرازۍ په خاطر د کتابونو او کتابچو پر سر تیرې کړي، همدا راز دوی د ګران هېواد له هغو بچو سره زیار  وېستلای چې هغه بچي نن سبا د ټولنې د ملاتیر یادیږي، هغه بچي چې نن سبا د وطن د ابادۍ لپاره الګو ګانې ګرځېدلي او لا ګرځي.
ښايي ځینې داسې فکر وکړي او وایي به: چې دا یې مسؤولیت دی؛ زه منم چې دا یې مسؤولیت دی، خو نن  سبا په دې ویرېدلي، ناڅیز، نامناسب او جنګ ځپلي وضعیت کې د مسؤولیتونو ښه ادا کول هم د هر چا د وس کار نه دی، ځکه دا مسؤولیت مینه غواړي، وخت غواړي، ځواک غواړې، حوصېله غواړي، تنده غواړي، ولږه غواړي، زیار غواړي، سرګرداني… او بې خوبي غواړي. د دومره تکلیفونو سره سره دوی بیا هم د نورو مسؤولیتونو تر څنګ دا دروند او پاک مسؤولیت په ښه او په بار، بار زیار سره مخ ته وړي او لا زمونږ د ښه راتلونکي لپاره شپې سبا کوي.
سره د دومره کوښښونو لا هڅه کوي او مونږ ته هغه لارې چارې راښي، چې د هغو لارو چارو په واسطه د ګاونډيو هېوادونو له ځوانانو سره د تعلیم په دایره کې سیالي وکړو .
استاد جانه! مننه، منـنـــــــــــه، مننـــــــــــــــــه.
ــ  مننه استاده! چې زمونږ ټولنه دې له بېسوادۍ وژغورله او د خلکو د افکارو په ښکلي کولو کې دې مرسته وکړه.
ــ مننه استاده! چې د خپلې اتلولۍ په اساس دې شخصي ودې او پرمختګ ته رسولي یوو.
ــ مننه استاده! څومره چې مونږ فکر کوه، تر هغې څو برابره زیات دې له مونږ سره مرسته کړې.
ــ مننه استاد! چې په کوچني ماحول کې دې بې شمېره شخصیتونه وروزل.
ــ مونږ ژوند کوو، خو د ژوند کولو لارې چارې نه دي را معلومې. مننه استاده!  چې مونږ ته دې د ژوند کولو د پاسه د ژوند کولو لارې چارې وښودلې.
ــ مننه استاده! چې د کتاب او قلم په ارزښت دې پو کړو.
ــ مننه استاده! چې په تحصیلي ډګر کې دې د سیلانو سیال کړو او د ژوند کولو په هدف دې پو کړو.
ــ مننه استاده! چې د وطن بچیان دې د وطن د ابادۍ، او سمسورتیا لپاره وروزل…
هر څومره مننه او مینه چې ووایم، دا به ستاسو درانه حضور په وړاندې په هیڅ شمار وي، ځکه تاسې د وړتیاوو او خدمتونو په اساس د ستایلو او تحسینولو وړ یاست. تاسې د ګران هېواد د بچیو په وړاندې اتلان او غوره انسانان یاست. مونږ باید تاسو ته د خاص اوسېدو او اتل کېدو  احساس در کړی وای، دا چې مونږ ستاسې په وړاندې هیڅ نه دي کړي؛ نه مو مینه در کړې او نه مو قوت در کړئ، خو د اوس لپاره دومره ویلی شو: رب تعالا دې ستاسو په عمرونو کې برکت واچوي، چې د ګران هېواد د ابادۍ، سمسورتیا، سوکالۍ او د وطن د بچو د ښې ښوونې او روزنې لپاره لا ډېر کار وکړئ او دغه دروند او پاک مسؤولیت لا نور په ښه شان سره مخ ته یوسئ.
مننه، مینه او درنښت!

Comments are closed.