ښه انسان او که ښه سیستم؟

ژباړه او زیاتونه: بریال حبیبي

947
د بانک تحویلدار/خزانه دار د سازماني سلسله مراتبو له نظره د بانک له ټیټ رتبه مامورینو څخه ګڼل کېږي او که د دندو لایحې ته یې وګورو نو له همدغې ټیټې رتبې سره سره د بانک ټولې پیسې هم په ده پورې اړه لري؛
خو آیا تر اوسه مو اورېدلي، چې کوم تحویلدار دې د پیسې غلا کړې وي؟
نه!
آیا د بانکونو زرګونه تحویلداران هغسې پرهېزګاران او امانتداران دي، چې تر اوسه دې ترې په اړونده کاري برخه کې خیانتونه نه وي ترسره شوی؟
نه!
ټول عادي انسانان دي؛ ځینې لمونځونه کوي او ځینې یې نه، ځینې با اخلاقو او ځینې بې اخلاقو، ځینې انسانانو سره مینه کوونکي او ځینې بې تفاوته او… لنډه داچې په دغه زرګونه لښکر کې هر ډول انسانان شته؛ خو د هغوی له دومره توپیرونو سره سره په هغوی ټولو کې یوه مشترکه ځانګړنه داده، چې نږدې هیڅ یوه یې آن د ډېرو سختو تنګدستيو پر مهال له بانکونو څخه د غلا او یا… له لارې پیسې ونه ایستلې.
که ځیر شو نو بانکونه او همداسې نور ادارات د خپل پرسونل په اخلاقي ځانکړنو د اتکاء پر ځای هڅه کوي، د مؤثرو او مثمرو کنټرولي سیستمونو په مرسته له معمولي انسانانو، د خپلې خوښې رښتیني او کارنده کاروکونکي جوړ کړي؛
خو اوس فرض کړئ:
چې که چېرته بانکونو د تحویلدارانو/ خزانه دارانو د راکړې ورکړې په کنټرولي سیستم د اتکاء پر ځای د ښو انسانانو په انتخاب او استخدام تمرکز کړی وای؛
خدای (جل جلا له) پوهېږي، چې دمګړۍ به د بانکونو د تحویلدارانو/ خزانه دارانو د سرغړونو او خیانتونو څو میلیونه دوسیې جوړې شوې وې؟
زما له آنده اوسمهال افغانستان کې له سل سلنې نوي سلنه او په تېر کې بېلابېلو لاملونو ته په پام کله لږ او کله ډېر د یوه نالیکلي شوي قانون له مخې اداري نظام د ښه سیستم پر طرح کولو او اجراء کولو نه، بلکې د ښو انسانانو د انتخابولو او استخدامولو پر بنسټ رامنځته شوی ؛ لکه:
د طالبانو تحریک د اوسنۍ کابینې او یا نورو مقرریو اړوند چې دوی او یا ځینو هېوادوالو خپل نظریات لرل.
خو پر دې سربېره که د یادو انسانانو د ښه والي په معیارونو بحث کوو، نو دوه مو یې تر نورو هغو ژر مخې ته راځي:
۱- د ځینو عادي دیني مناسکو ترسراوی او تر دې مهم
۲- وفاداره پاتې کېدل.
څرنګه چې له یوې خوا په پورتنیو معیارونو کې د کار او یا اداري نظام هيڅ څرک نه لیدل کېږي، نو له بلې خوا همدغو معیاراتو ته په کتو دولتي کارکوونکي هم د واکمنې ډلې لپاره او هم په ټولنه کې په دوو لویو ډلو وېشلي کېږي:
۱- فرصت طلب او ناتوانه کسان د ځینو دیني مناسکو په ترسراوي او د وفاداري په تظاهر سره د بېلابېلو منصبونو جواز ترلاسه کوي؛ د بېلګې په توګه:
ممکن تاسو هم ډېر خلک لیدلي وي، چې دا څو ورځو کې یې ږیرې بېخې کړې، لنګۍ یې وتړلې او… او یا داسې غږېږي/ لیکنې کوي، چې ګواکې زه له کلونو د تحریک خواخوږی او یا پلوی وم.
۲- باسواده او له خپلو توانایییو څخه ډاډمن کسان بیا تظاهر او ریاکاریو ته اړتیا نه ویني او معمولاً مقاماتو ته یې له چاپلوسي کولو څخه هم بد کېږي؛ په پایله کې یې په اداري نظام کې اړتیا نه لیدله کېږي، دندې پرېږدي او په یوه ګوښه او منزوي حالت کې ژوند تېرولو ته دوام ورکوي.
ښایي لاندنۍ پوښتنې د موضوع په لا ښه وضاحت کې راسره نوره مرسته هم وکولای شي:
۱- آیا دمګړۍ په ټوله نړۍ کې داسې اغېزمن او له فساد نه لرې اداري نظام شته، چې د ښو انسانانو په انتخابولو او استخدامولو سره دې رامنځته شوی وي؟
۲- څرنګه چې په دیني او بشري لحاظ د انسانانو په کمزوریو باوري یو؛ نو ولې باید دا ځلې هم لکه هر ځلې د خپلو باورونو په ماتولو سره د ښو سیستمونو پر ځای په ښو انسانانو اتکاء وکړو؟
۳- آیا سازماني (د ادارې د ټولو غړو له لوري په ګډه سره) فساد نه شي کېدلای؟
۴- هغه رښتیا خبره دروغ کېدلای شي چې وایي: ((خیانتونه د باورونو په اوج کې ترسره کېږي.))؟
۵- آیا د ښو خلکو په انتخاب او ګمارنه کې دا پوښتنه نه شي مطرح کېدلای چې ښه سړی/ سړۍ:
الف ـ د افغانستان لپاره او که د نورو هېوادونو لپاره؟
ب ـ د ځان، کورنۍ او خپلو خپلوانو لپاره او که د ټولو اولسونو لپاره؟
ج ـ د یوې ډلې او که د ګرد هېواد لپاره؟
د ـ د دین، فرهنګ، اقتصاد، زراعت او زده کړو په برخه کې او که د معادنو، ترانسپورت، اوبو، برېښنا، مالیې او… په برخه کې؟
نو لکه څرنګه چې مو وړاندې هم ورته لږه و ډېره اشاره وکړه:
ښه سیستمونه، بد انسانان له خیانت کولو راګرځوي او ښه انسانان، ناوړه سیستمونه خیانت کولو ته مجبوروي او بې ځایه به نه وي چې
د اداري نظامونو ځینې فاسدین په یو ډول نه یو ډول د فساد لرونکو سیستمونو له قربانیانو څخه حساب کړو.

پای!

Comments are closed.