د کوشر او حلال ګډ او متضاد وجوهات

همایون دوست

519
د عبري ژبې «کوشر» او عربې ژبې «حلال» اصطلاحات په خپل ماهیت کې، یو د«روا» او بل د «جایز» په مفهوم، یهودیان او مسلمانان ذهناً هڅوی چې، انفرادی او ټولنیز ژوند په ټول اړخیزه چارو کې، خپل جسمي او عقلي هر ډول خوزښت او تفکر، خپلو دینې کتابونو ( تورات او قرآن ) د سپارښتونو په اډانه کې خوندي وساتي. ګرچې د دې اصطلاحاتو (کوشر یا حلال) مفهوم پراخ دی، دا لیکنه یواځې د قصابۍ او غوښې د خوراک په تړاو، د دوی ګډ او متضاد وجهات په لنډ مطلب کې څیړي. سربیره په دې چې د حلالو څلوربولو توپیري ځانګړتیاوی د یهودیت له زیږیدو څخه لا وړاندی، د «پنج کتاب» په منځپانګه کې، بشپړی په نښه شوی‌ وی او همهغه ښوونې ړمبی موسی(ع) د تورات ګڼو «تورو» ته او له هغه پسې ګڼې پیړۍ ورسته بیا محمد(ص) په عربې ژبه د قرآن ګڼو «سورو» ته انتقال کړی، چې منطق د قاعدې له مخې، باید ټول کوشر حلال او ټول حلال کوشر وای، خو دا چې په دې اړوند د دواړو ادیانو د پیروانو لیدلورې یو د بل سره د همغږی اړخ نه لګوی او یا هم شدیداً سره په ټکر کې دي، هڅه کوو چې لاملونه یې راوسپړو.
ـ دیني لرغونی روایت دی کله چې، « په مکې شریفه کې، ابراهیم(ع) مبارکې کعبې ودانولو ته ملاوتړله، نو د دې سپیڅلې هوډ څخه پښیمان کولو په موخه به خبیث شیطان‌ ورته ګام په ګام خڼډونه جوړول او هغه یې دوه سپیږمو راوستی ؤ، بالاخره یوه شپه په خوب کې ورته جبرائیل(ع) وفرمائیل چې، ته خپل زوی د خداې په نامه قربان کړه او په اجر به یې الله پاک تا د شیطان له شر څخه وژغوري، دی باوري ؤ چې پاک ذات په ده باندې د بدو پیرزوینه نه‌لری او په دې کړنه کې، هرو مرو ښیګڼه او رحمت نغښتې دی، ده په ډاډه زړه دغې سرښندنې ته اسماعیل(ع) وټاکه او کله چې ذبح کولو، بدن یې په څادر وپوښه او سترګې اسمان ته ونیولی. پس له ذبح چې ګوري زوی یې څنګ ته ولاړ دی او په عوض یې غرڅنی پسه بختور شوی، جوخت په همدې شیبه جبرائیل(ع) نازل شو او ورته یې وفرمایل چې، دا د پرودګار په وړاندې ستا د اخلاص ازموینه وه، د همدې وحې په اوریدو سره یې، ناڅاپه د لاس څخه چاړه والوتله او غبرګ یې ورسره له ستونۍ څخه هم د رب نعره پورته شوه او همدغې چاړې د ځمکې په وچه، په هوا او په سمندر کې کوم طالیعمند څاروی، مرغان او کبان چې په نښه کړل، نو دغو نیکمرغه ژوو د غوښې خوراک ګوشر(حلال) او د پاتې بدمرغه ژوو تریف(حرام) وګڼل شوه.» ابراهیم(ع) د یهودیانو او عربانو ګډ نیکه ؤ، لاکن یهودي امامان د شحیت (قربانی) مصدر اسماعیل(ع) نه، بلکې د هغه کشر ورور اسحاق(ع) یاد وی او همدا لانجمن توپیري ټکې دوی یو له بل څخه پردي کوی. په هر صورت وویل کیږي چې د همدې قربانی له برکت څخه د ابراهیم(ع) له مخې حریص شیطان ورک او کعبه شریفه ورغاول شوه او سربیره له دی همدا تاریخې ورځ تر نن ورځ پورې، هر کال د عید قربان په نامه د نړۍ مسلمانان لمانځي او په ویاړ یې، له خوښي څخه په سلګونه زره څلوربولي له تیغه تیروی.
خیر رابه شو د روایت اصلي او بڼسټیزی سرچینې د «پنج کتاب» ښوونو ته، هغه حلال حیوانات په دریو څرګندو نښو را پیژنی.
ړمبنې نښه : حلال حیوانات باید د واښو او نباتې بوټو څخه ځان تغذیه کړي، جوته ده چې د دې نښې له امتیاز څخه څاروې برخمن دي او کورنېو لاسپوڅو سپېیانو، پیشوګانو… وحشې ځناور زمريانو، پړانګانو، … سره بخت یاری نه کوی چې د دوی په لیکه کې ودریږی.
دویمه نښه: دا نښه د پښو پوندې او ښنګري د څاروی برخلیک ټاکې او هغه څاروي بختوروی چې د پښو نوکونه یې جفت اوسې، یانې پایڅې لاندې ګوتې یې د پسونو، وزو، غویانو، میښو، هوسې، او…غوندې په دوو نوکانو پوښل شوی وی او نه لکه د کمبختو دروند وزنه اسانو او خواریکښو خرونو،… غوندې په یو نوک یا سوم باندې، همدا شان دا نښه بوڅ غوږې سوی (خرګوش) د پښو پنجو په بدبختۍ او هسک غړانګی اوښ پښو د پلنو پلونو په جرم حرامو حیواناتو څنډې ته ټیله کوی.
دریمه نښه: په پورتنیو دوه نښو کې ګورو چې، خررندک او ګنده‌ خور سرکوزي دواړه معیارونه په بریالیتوب سره پوره کړی او ځان یې د قربانۍ پاره ښه څروب(چاق) کړی هم ؤ، خو دا نښه چې، حیوان باید په خپل خوراک باندې شخوند ووهي او د خنزیر دا خواری نه خوښیده نو په غبرګون یې نوم د حلالو حیواناتو له نوملړ څخه باطل شو.
کوم څاروی چې پورتینو دریو شرطونو په پوره کولو کې پاتې راغلل، په دې تړاو تلمود(حدیث) دی چې، دوې پسخیږی او کوښښ کوی چې د کومې نیمګړتیا له کبله چې معیوب ګڼل شوی، هغه تشه پټه وساتي، مثلاً اوښ کله چې اغزي، ځوځان… خوري نو په ګونډو کیږی او خپل پلونه تر سینې لاندې پټوی، خو په جګ سر مسلسل شخوند وهې، دی ته ورته خړسترګې سوی هم ګازرو یا واښو باندې د شخوند په مهال په خاپوړو شی او د حیا څخه خپلې پنجې د خپل تنکي تن لاندې پوښي، همدا شان سرکوزې خوګ د خوراک په مهال د شرم څخه په اخور باندې خپله مشاده کلکه نخښلوي او هغه خوا او دا خوا یې سولوی، خو د پښو نوکونه یې ارت او ډاګیز ننداری ته نیولی چې د بې شخوندې عیب څخه یې د خلکو پام واوړي.
همدا ډول تورات په ګڼو او ځانګړو تورو کې، په سپینو او ستوغو ټکو په خپلو پیروانو باندې د خوګ، اوښ او سوی غوښه دومره حرام کړی، لکه په کومه پیمانه چې قران په مسلمانانو باندې د شرابو څښاک، د خنزیر او د خره غوښه حرامه ګڼلی، خو یهودیانو بیا په کل کې مشروبات ګوشر (حلال) ګڼي او په ځانګړي توګه د یهود امام په لاس تولید شوی الکولې مشروباتو څکل ځکه غوره ګڼې چې هغه یې د ځانګړو تورو( ایتونو) په قراعت دم او چوفوی، د دوې په عقیده، چې ثواب یې ډیر وي.
***
یهودیانو او مسلمانانو ګډ وجهات دا دي چې، دواړه د طبعي او یا نورو څرګندو رنځونو او ناڅرګندو وجو له امله د مردار شوي څاروی غوښه نه خوری او په همدې دلیل هم د حلالې هغه طریقې لکه د یو شمیر افریقایې قبائیلو په دود چې، ړمبی د تیږو په سنګسار باندې د قرباني څخه په ډیره عذابه توګه ساه اوباسي او بیایې په غونډارو ټکوی او ډبوی چې غوښه او غوړ یې په وینو کې واغږل شې او یا د اوسمهاله تکنالوژوی په مټ چې ړمبی قرباني پرته له عذاب څخه د بریښنا په شارټ ووژني او له هغې پس یې قصابي ته چمتو کوی، دا ډول طریقې د دوی د دیني ښوونو سره اړخ نه لګوی او حرام یې ګڼې.
دوی د حلالو حیواناتو غوښه، هغه وخت حلاله ګڼې، چې په ابراهیمي طریقه ذبح شی، یانې واجبه یې ګڼي چې د قربانی مغزی مخ قبلې لور ته واړول شې او بیا یې د «رب» په نامه د ستوني رګونه غوڅ او وینه یې تله شی.ځکه چې ابراهیمي دینې فلسفې عقیدې له مخې وینه د ژوند مبدا ده او په پخلی کې ورڅخه استفاده کول حرام دي.
(په دې اړوند بیا یو شمیر دینې پوهان په دی عقیده دی، چې په هغه غیر اسلامي هیوادونو کې چې حلالی قصابې نشته، بیا مسیحې د مسلخ حلالو څاروی غوښې باندې، د الله اکبر په نامه مالګه ودوړوئ او هغه په خپل خاصیت د غوښې څخه وینه زبیښي او په دې طریقه غوښه د خوراک وړ کیږی).د دې سربیره، یهودیان د قربانې یوازی غوښینه برخه، پوښتې، ادمونه… حلال ګڼې، سر او پښې، پښتورکي، لړمون، لری، کولمي… د غوښې په کاته کې نه شمیری او نه یې هم خوري. د دې برسیره دوې د ښکار شوی څاروی غوښې د خوراک څخه هم په دې پلمه پرهیز کوی، چې په دینې دودیزه طریقه نه دې ذبح شوي.
یادوړ: د اوسمهال علمي لاسته راوړنو په عصر کې معقوله نده که ووایو چې ټول حلال خوراکونه، روغتیا ته ګټور او په خوند، خوندور دي، په ډیرو مواردو کې، ان خبره لا هم برعکس او سر چپه ده، مثال پاره ګڼشمیر سمندري د ویټامینو او منرالونو څخه بډایه ساه کښ او خوزینده موجودات شته، چې خوراک یې نه یوازې، روغتیا ته زیان نه لری، بلکې د ټاکلو جسمي او روحي رنځونو درملنه کوی، ښایې په خوند هم خوندور وي، خو د دینې ښوونو اغیز له مخې څکل یې حرام ګڼل شوی، په دی تړاو بیا یهودیان، د عربانو په پرتله سختګیر او کرکجن دي، دوې هر هغې ښوونې چې د «پنج کتاب» له منځپانګې څخه تورات شریف ته نقل کړی، هغه یې کټ مټ په خپلو دودونو کې منجمد او خوندي وساتلې، د اروپا واورین او ساړو سیمو میشتو قبایل چې د پیړیو، پیړیو را په دې خوا د خوګانو په ساتنی، روزنی، پالنې او د خوراک په خوند روږدی وو، دوې پاره ستونځمنه وه چې یهودیت (او ورسته بیا اسلام) ښوونو ته غاړه کیږدې. خو کله چې عیسی(ع) د انجیل دینې کتاب په ښوونو کې د خوګ په ګډون د سوی او نورو سمندري ژوو خوراک باندې بندیز ونه لګول، نو اروپایانو بالعموم مسیحیت لور ته مخه کړه او له دې وجې یهودیت دین بیا کابو د یو قوم په ټاکلو پولو کې ایسار پاتې شو.
مکروه.
اسلام د دین ښوونې لا د خپل پیدایښت په ړمبنیو کلنو کې، د منځني ختیځ څخه نیولې تر شمالې افریقا سپیرو دښتو پوری، په بیډیایې قبایلو باندی خپلې وړانګې وغځولې، په دی پراخه شګینه وچه کې، د څرځاینو پنډغالې او ورشوګانو د نشتون له کبله، ګرځنده میشت بربرو، د میښو او غواګانو د ساتنې او پالنې سره نه اشناي لرده او نه هم د کر او کښت په کسب بلد وو، دوی د صحرایې کیشتۍ په څیر اوښان نه یواځې د سوداګرو بارکښۍ او کوچیانې کډو وړلو په موخه کارول، بلکې هغوې د غوښې، شېدو، وینو، هډوکو، پوټکې، میتیازو او خاشنو څخه یې تر ورستنې شونتیا پورې ګټه پورته کوله، له دې برسېره، د دغو صحرا میشتو قبائیلو اساسي خوراک هم ملخان، کربوني، څمڅیاری، مږې او… وی، په دې هدف چې دا خلک له ستونځو پرته اسلامي دعوت ومنې نو د حلال او حرامو خوراکونو اصطلاحاتو په څنګ کې، دلته د مکروه اصطلاح هم وکارول شوه، یانې خوراک یې حرام نه دي، لاکن د دین په سپارښتنې یې غوره ګڼې چې له خوراک یې پرهیز وشي، خو که ویې خوری، نو ګناه نه لری!!! پيچلې فلسفه ده!!!؛ په دې تړاو دینې علما لازمه نه ګڼې چې څوک دې د ولې؟ سوال مطرح کړی، دوی استدلال کوی چې د انسان عقل د پاک ذات د نیتونو او ارادی درک کولو وړتیا نه لری، نو د ولې ځواب یو همهغه ذات ته معلوم دی او بس.
همداشان که د مکروه اصطلاح نه وی کارول شوی، ګرانه به وای که ترک ژبې
تاتار، قزاق، قرغیز، ازبک، ترکمن … اسلامي دعوت منلی وای، ځکه چې هغوې اس د غوښې او شیدو په خوړلو روږدې دي او سخته به واې چې چا ورڅخه منع کړي وای.
مرغان: په پنج کتاب کې، د حلالو مرغانو پاره کوم ځانګړې نښې نه دې په ګوته شوی، خو د۲۴ مرغانو نومونه یاد شوې دي، چې خوراک یې حرام دی، له دی ډلې څخه، اوښ مرغه، زاڼه، طاووس، ملاچرګک، توتکۍ، کارغه، ټپوس، ښکاري باز او سمندری کبخوران… یادولی شو لاکن د تورات په دینې کتاب کې، د حلالو مرغانو دوه نښې ښودل شوي، ړمبې د حلالو مرغانو د منګولو له پاسه ښنګري کې ټغکی وتلې وی او دویم شاټینګې ولری لکه کورنۍ چرګان، زرکې، کوتری، سیسې، مړزان او … نوری ځانګړتیاوی وښایې چې، په استثنأ د فیلمرغ څخه د حلالو مرغانو وجود له بڼکو ډک وی او کله چې الوځي نو وزرې پړکوی، خو مردار (لاش) خوره مرغان، د الوتلو په مهال وزرې پرانیستې نیسي. بل هرزه مرغان معمولاً د کږی ټونکی او ځواکمنو منګولو څخه هم پیژند کیداې شي.
کبان: پنج کتاب کې په استثنأ د ځانګړو کبانو څخه، په ټوله کې هغه ژوې چې په سمندرونو کې لامبې لکه نهنګان، دیلفینان… یا په سیندنو، خوړونو، ډنډونو په اوبو او اوبو غاړو کې دوه ګونې استوګنې لری لکه چنګاښ، کیشپ، چنډښې… خوراک یې حرام دی. حلال کبان دوه نښې لری، ړمبی: چې پوټکې یې پولاک پتري،(بڼکې) ولری او دویمه نښه یې دا ده، چې دا ډول کبان ورسره هرومرو وزرې هم لری، نو د دی نښو والا کبانو خوراک حلال دی او د نورو ژو په توپیر ذبح او د وینو تویدلو ته یې هم اړتیا نشته.
خزنده‌ګان او حشرات، که په سینه کښیږی، لکه کربوڼي، څیمڅیارې، د مږو او موږکانو په ګډون، ځنځې او ماران،… او یا د ګونګټانو، غونډلو، غڼو، پتنګانو، مچانو او ملخانو،… په څیر د ملاتیر ونه لري، بالعموم یې خوراک او هغوې د هګۍ، شیدو، غوړو او نورو محصولاتو څخه[ د «ګبین» له استثناء څخه] استفاده کول حرام دي، ګبین (عسل) د شیدو په څیر مستحب ثوابې او د جنت غذا ګڼل کیږی.
د بل پلوه د امریکا، استرالیا، افریقا، هندو چین ..‌ ځنګلیانو او د صحرا میشتو بډیانې عرب قبائیلو د خیټې مړولو پاره، خزنده‌ګانو او حشراتو خوراک حیاتې ارزښت لری.
سبزیجات
دواړو ادیانو د ښوونو له مخې د خامو او پخو سابه جاتو، وچو او تازه میوه جاتو، کلکو او پستو غله‌جاتو او د خوراک وړ بوټو خوراکونه، چې چینجن شوی نه وی حلال دي او کوم بوټي چې د سیندونو، ویالو په غاړو او ولاړو ډنډونو په اوبو کې شنه کیږی، یا د بشر بدني او عقلي روغتیا یې نعمت زیانمنوی، د بیلګي په څیر کوکنار، بنګ، تمباکو … د داسې سپیرو بوټو کر او کښت، خوراک او استعمال حرام دي.
***
یادوړ: د دینې لید لوري پرته، د اخلاقیاتو او معنویاتو له دریځ څخه سوچه حرام هغه مادیات ګڼل کیږې چې، د بډو، درغلیو، غلا، وطن پلورنې او نورو ناروا او مفسدو لارو او خړسترګیتوب په ذریعه تر لاسه کیږې، خو ښایې دا ډول شتمنې د عامل او د کورنۍ غړو جسمي شتون زیانمن نه کړی، مګر د روحی پلوه یې غرور او کرامت ژور رټه کوی.

Comments are closed.