مونولوگ، خو تر کومه؟

ژباړه او لیکنه: بریال حبیبی

583

موږ چې له کومې ورځې خبرې زده کولې، له هماغې ورځې له مونولوګ سره مخ شو؛ یعني یو څوک غږېده او یو چا یوازې غوږ نیولی وو.
په لومړیو کې که څه هم له امر او نهي نیولې تر مونولوګ پورې ټول له پلار او مور او یا د کورنۍ له نورو سترو غړیو راپیل شو، خو وروسته تر ښوونکو، مدیر صاحبانو او… پورې ورسېده؛
د عسکري خو خبرې مه کوه، هلته که مو لیدلي وي نو د مونولوګ بازار تر بل هر ځای او هر څه ګرم دی؛
همداسې کارځای درواخله، رئیس غږېږي او موږ غوږ نیولی وي.
عمومي وضعیت هم دومره ښه نه دی او تېرې څو پېړۍ یوازې حکومتونه غږېدونکي او خلک اورېدونکي دي؛ د خاوند او مېرمنې په اړیکو کې هم په ټولییزه توګه مونولوګ حاکم دی؛ یا نارینه مطلق غږېږي او مېرمن مطلق اوري او یا مېرمن مطلقه غږېدونکې او خاوند مطلق اورېدونکی شوی او ترې نرواکې او یا مېرمن واکې کورنۍ جوړې شوې دي.
خبرې اترې د مونولوګ، اپوټه دي؛ د مونولوګ برعکس خبرو اترو کې دواړه لوري په مساوي ډول د خبروکولو وخت لري او له یو بل سره له کوم خنډ پرته خپل واندونه او آندونه شریکولای شي؛ خو که خبرو اترو ته ځو، نو تر هر څه وړاندې لازمه ده چې د خبرواترو په مقدماتو وپوهېږو تر څو لږ و ډېر د خبرو اترو فرهنګ ځواکمن او زموږ د ټولنیز ژوندانه ډېری هغه ستونزې، چې د مونولوګ له امله رامېنځته شوې،حلې شي:
– غوږ نیول؛
او
ـ استدلال لرل.
په دې مانا چې که څوک غواړي، وغږېږي، نو لومړی باید اورېدل زده کړي؛ خو له بده مرغه رښتیا دادي چې موږ د غوږ نیونې هنر نه دی زده کړی او ډېرکله د یو چا خبرې په یوه غږ اورو او له بل نه یې بهر اوباسو، د غږېدونکي د استدلال له شننې او سپړنې تېرېږو او په ټوله کې په ظاهره داسې ښیو چې غوږ مو نیولی، خو په باطن کې ځان ځواب ورکولو ته چمتو کوو.
له همدې امله ډېر لږ وینو چې دوه یا څو کسان دې له بحث کولو وروسته یو او بل ته ووایي، چې قانع شوم یا له خپلې مخکنۍ خبرې نه پر شا شوم او یا ستا د استدلال کولو دغه او هغه برخې ډېرې سمې وې.
غوږ نیونې ته په نوره نړۍ کې خورا زیات پام کېږي او آن دې برخه کې ځانګړي کتابونه لیکلي شوي؛ خو که په زغرده ووایو نو په پرتلیزه توګه یې له بده مرغه پښتو کې یوه ځانکړې مقاله هم په آسانۍ نه موندله کېږي.
په غوږ نیونې سربېره استدلال لرل هم خبرواترو کې خورا مهم دی او د پوهانو په خبره د هغې ټولنې خلک به نږدې د ژوند په ټولو برخو کې وده وکړي، چې د خبرو اترو اهل او استدلال ګرا وي؛ ارواپوهان زیاتوي:
د انسانانو د ځینو رواني ناروغیو ريښه د دوی ناسم باورونه او استدلالونه دي او له ټولنیزه اړخه د هغوی اړیکو، ټولنیزو مؤقفونو او… ته هم ډول ډول زیانونه وراړولای شي.
بېلابېلو هنرونو او علومو ته په پام استدلال بېلابېل ډولونه لري؛ د بېلګې په توګه: سیاسي استدلال، ادبي استدلال، حقوقي استدلال، فلسفي استدلال، طبي استدلال او… ؛نو څرنګه چې یې ډولونه بېل دي، تعریفونه یې هم بېل شوي؛ خو د ټولو ترمېنځ یو مشترک ټکی دادی چې غږېدونکی باید خپلې خبرې یا معلومات او یا… داسې وړاندې کړي، چې د اورېدونکي عقل او ذهن یې ومني.
منطق په دې برخه کې تر نورو علومو او هنرونو لږ وړاندې ځي او وایي چې غوره استدلال هغه دی چې د اورېدونکو له قانع کولو سره سره مو د ځينو څرګندو قضایاوو پر مټ ځينو ناڅرګندو قضایاوو ته هم ورورسولای شي؛ د بېلګې په توګه: پېشو، غوا، پسه او… ژوندي موجودات دي او غذا ته اړتیا لري؛ اوس که استدلال کوو، نو وایو چې هر ژوندی موجود غذا ته اړتیا لري او یا مامون، احمد او علی د تاجکستان هېواد اوسېدونکي دي او له رنګه تور دي؛ اوس که نو استدلال کوو، نو وایو چې د تاجکستان هېواد ټول اوسېدونکي له رنګه تور دي؛ خو دلته د کار خبره داده چې دغه ډول استدلال ته له جزء څخه کل ته استدلال یا د استدلال استقرایي مېتود ویل کېږي او لکه په دویمي بېلګه کې کله ناکله نیمګړی وي.
که څوک ووایي چې افغانان په پښتو ژبه خبرې کوي، اسلم افغان دی او دی هم په پښتو ژبه خبرې کوي او یا سقراط انسان دی، هر انسان فاني دی؛ نو سقراط هم فاني دی او یا که څوک ووایي چې د اېډز ناروغي له نامشروعو جنسي اړیکو رامنځته کېږي، پلانی په اېډز اخته شوی، نو ده هم نامشروع جنسي اړیکې لرلې دي؛ دا ډول استدلال کول هم ښایي کله ناکله خورا ناسم وي او که پام وکړو له کل څخه د جزء پر لوري او یا د استدلال کولو قیاسي مېتود دی.
پر دې سربېره د استدلال کولو درېیمي مېتود د تمثیلي مېتود په نوم یادېږي، چې یو څوک پکې د یوې قضیې د یوې برخې حکم د کومې بلې قضیې په یوه برخه وکړي؛ د بېلګې په توګه:
زما د لومړي ټولګي هغه زده کوونکی بداخلاقه وو، چې عینکې یې په سترګو وې؛ نو زما د دویمي ټولګي هغه زده کوونکی هم بداخلاقه دی، چې عینکې یې په سترګو دي او… .

پای!

Comments are closed.