د ولسمشر پوتين پام وړ

582

د ولسمشر پوتين پام وړ :

له طالبانو څخه ملاتړ مو په افغانستان کې لا پنجابی اشغال پياوړی کوي

کريميا خو دې خېټې ته واچوله او په اوکراين کې هم نيمايي دعوه ګير يې، چا ته د افغانستان د ورکړې حق نه لرئ

که تاسې او چين دواړه په ګده د دې تضمين ورکوئ چې دا پيسې به د پاکستان لاسته نه ورځي او د افغانستان اقتصاد ته به لا بله ضربه د پاکستان له لورې نه ورکول کيږي سمه ده او کنه، نو لږ تر لږه خو به د پاکستان غوندې نه کړيږو

نوټ : افغانستان له تاريخي پلوه چې نننی پاکستان لا زېږېدلی هم نه وو له روسيه سره دوست پاتې شوی او روسيه لومړنی هېواد وو چې افغانستان يې په رسميت وپېژنده. افغانان احسانفراموشه نه دي، خو روسان بايد خپل حد وپېژني او د خپلې تاريخي مخينې له مخې داسې ګام پورته نه کړي چې خدای مه کړه خپل تاريخي دوست يې [افغانستان] د هغه چا لاسونو ته پرېنوځي چې يو وخت يې مشهد، پنجده کشمير تر ډيلي پورې دا ټوله سيمه د خپلې خاورې يوه برخه وه.

ښاغلی پوتين،

تاسې ته په ټول درناوي، خو تاسې چې د خپلې لورې خپل استازی ضمير کابلوف ټاکلی هغه سم سړی نه دی. د افغانستان مخکيني ولسمشر ارواښاد ډاکټر نجيب الله څو ځله رټلی وو او له هماغه وخته يې له موږ افغانانو سره عُقده اخېستې او په يوې پټې و ښکاره دښمنۍ کې راسره ښکېل دی. د خپلې هماغه زړې عُقدې له مخې غواړي چې افغانستان د پنجابي اشغال منګولو کې ورکړي او افغانستان د بل چا د خاورې هغه هم د هغه خاورې برخه کړي چې له تاريخي پلوه ستاسې د کمونيستي ايډيولوژۍ (کمونېزم) د مخنيوۍ لپاره د خپلې امپراتورۍ د ساتنې لپاره له موږ او هندوستان څخه زمکې په زور راجلا او نننی پاکستان يې وزېږولو او په تېر جهادي پير کې يې تاسې ته زموږ د مجاهدينو په لاس د سر په کاسه کې اوبه ورکړې. دېته دې پام اوسه چې همدغه نننی نوی تازه خوږ دوست مو هر وخت ستاسې پر ضد بيا هم کارېدای شي او د دې وېره شته چې دوی د نورو پروژې چې له پېړيو راهيسې يې د تزاري امپراتورۍ له وخته لرلې چې د مرکزي اسيا په زېرمو باندې خپله خېټه واچوي او موږ لا تر اوسه ستاسې د دواړو، بلکې د اوسنيو درېواړو سيمه ييزو او نړيوالو زبرځواکونو په کشمکش کې ځوريږو.

موږ هم په دې خوښ يو چې دغه کنګل شوې پيسې خوشې شي، خو دا وېره شته چې خدای مه کړه په يوه چل ول (دوکه) د پاکستان لاس ته ورشي او له طالبانو يې له بېلابېلو لارو او پلمو تر ګوتو او يا ورته لاسرسی ولري او هغه د اقتصادي پشتيوانۍ [تضمين] ته تاوان ورسيږي او د افغانستان کرنسۍ ته يوه سخته نه جبران کېدونکې صدمه ورته ورسوي. که تاسې و چين دواړه د يو سيمه ييزو اقتصادي قوتونو په توګه يې دا تضمين کولای شئ چې دا پيسې به ستاسې د تضمين له ليارې چې د افغانستان اقتصاد ته به د پاکستان له لورې کومه ضربه نه رسيږي، نو سمه ده او کنه، نو ښه به دا وي چې تاسې دواړه هېوادونه د خپلو تاريخي دوستيو او اصالتونو له مخې د افغانستان د لا سخت اقتصادي ضربې مسوول ونه ګڼل شئ هغه هم د ننني دوکه مار دوست او د پخواني دوښمن له لاسه مسوول ونه ګڼل شئ.

د افغانستان او امريکا د اړيکو تاريخچه

په مئ ۱۹۳۷ کې افغان حکومت په لومړي ځل د امريکا شرکتته په ټول هېواد کې د اويا کلونو لپاره د تېلو موندلو حق ورکړ. شرکت وروسته د معدنياتو د پلټلو اجازت هم وموند. په همدې کال درې امريکايي جيالوجيستان يا مځکپوهان افغانستان ته راغلل او د يو کال په موده کې يې افغان حکومت ته خپل پلټنيز ريپوټ وسپاره. وړاندې تر دې چې مځکپوهان دې خپلې لومړنۍ څېړنې بشپړې کړی وای شرکت له کاره لاس واخېست. په حقيقت کې جواز يې دا وښود چې د افغانستان په تېلو ډکو زېرمو ته زموږ لاسرسی نه شو کېدلی [ځکه] چې راسپړلو يې نژدې دريو سوو ميليونو ډالرو ته اړتيا درلوده. د هېواد مخابراتي (کميونيکېشن) نظام کمزوری دی او بل دا چې له دې ځايه د عربو تر سمندرګي پورې پر نلليکه ډېر لګښت راځي. په تېره بيا نړيواله اوضاع په هېڅ توګه د دې اجازه نه راکوي چې امريکا دې په افغانستان کې دومره ډېره سرمايه ګذاري (پانګونه) وکړي. په ۱۹۳۸ کې دا خبره سپينه شوه چې اروپايي جګړې لا علاجه او ناګزيره دي. د جګړې پر مهال دا د تېلو زېرمې د روس او ايران د يرغل په پايله کې ويشت [يا وېشل] کېدلای او يوازې د انګلستان د غبرګون له امله خوندي کېدلای شي. انګلستان په دې برخه کې امريکا ته تضمين ورنه کړ او هغوی خپل درې انجنيران ور وغوښتل او پلټنو ته يې سقوط ورکړ. (همدغه کتاب او ۳۸۲ مخ)

سِر ويليم بارټن خپل حکومت ته پلان وړاندې کړ چې د هندوستان د سرکښو سرحدي سيمو د امنيت لپاره د يو دوست او پياوړي افغانستان ضروري وو. په دې لړ کې اقتصادي پرمختيا تر ټولو مهمه وه. ايا د افغانستان په اقتصادي برخه کې انګلستان برخه نه شوه اخېستلای؟ افغانستان په وچه کې راګېر يو هېواد دی. حکومت يې د يو بندر په ارمان دی. ولې انګلستان دا مراعات نه ورکوي؟

North West Frontier and The Water “By Sir William Barton, Page 1103”.

تر لومړې نړيوالې جګړې وروسته (۱۹۳۹) هڅې وشوې چې د افغانستان ناپېيلی حيثيت له مينځه يووړل شي. امکان دا وو چې د افغانستان خپلواکي دې د خطر سره مخامخ شي او يا دې هم دا هېواد د اروپايي سفارتکاريزې جګړې په ډګر واوړي. د جګړې پېښېدل ډېر يقيني وو. د سردار محمد هاشم خان حکومت هيله من وو چې د خپل نوښت (موډرېنايزېشن) پلانونه وژغوري او د هېواد خپلواکي وساتي. برسېره پر يو شمېر کورنيو او باندنيو کلکو فشارونو هغه دوديزه لار تعقيب کړه. په سيپټېمبر ۱۹۳۹ کې يې د ناپېيلتوب تګلاره اعلان کړه او د دوو کلونو ( ۱۹۳۹ ۱۹۴۱ ) په بهير کې يې خپل پروګرامونه بشپړ کړل.

Hasham Khan’s Foreign Policy; The Emergence of Modern Afghanistan by Vartan Gregorian, PP – 383,384.

افغانستان ته انګلستان څو ځله لوړ رتبه پلاوي او وروسته د وخت صدراعظم راواستاوه او د اعليحضرت محمد ظاهر شاه سره يې وکتل.

جنرال سردار عبدالولي چې د شاه اوښی او د آکا مارشال شاه ولي خان زوی دی په ارګ کې د ليدنې (۲۰۰۳) پر مهال ماراقم ته وويل :

پلاوي پاچا ته وړانديز وکړ چې د امريکا او پلوي هېوادونو يې هوډ کړی دی چې د شوروي اتحاد په مقابل کې د سنټو CENTO په نامه دفاعي تړون جوړ کاندې (کړي). که تاسو (تاسې) پکې غړيتوب واخلئ په بدل کې به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو، مګر ظاهر شاه ورسره ونه منله. وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوايي ډګر په وي آی پي VIP کې يې له پاچا سره وکتل او پاچا ته يې وويل :

((که ته زموږ دا هيله ونه منې، نو موږ اړ يو چې يو نوی هېواد جوړ کړو او دا کار راته ستونزمند دی. که ته راسره يوځای شې دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلور ميليونه مسلمانان په افغانستان ګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منله.))

جنرال سردار عبدالولي زياته کړه چې سردار داوود خان، زما پلار مارشال شاه ولي خان، صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر او يو شمېر نورو لوړ رتبه منصبردارانو هڅې وکړې چې پاچا دې غوښتنې ته چمتو کړي، خو بريالي نه شول. پايله يې دا شوه چې د امريکا او انګلستان په همدې پاکستان جوړ شو. (د اګست ۱۴ مه نېټه ۱۹۴۷ ز)

له شک پرته چې د افغانستان په بربادۍ کې هر چا خپله برخه اخېستې او هېچا اړي نه ده کړې. که نن تاسې خپل ستر سيال او متحدينو ته يې ګوته نيسئ، نو پرون تاسې څه کړي وو؟

افغانان نه غواړي چې د دومره سترو بلهاريو سره سره د داسې يو چا د خاورې يوه برخه شي چې هغه خپله د نړيوالو سودي پوروړی دی او افغانستان ورسره په دغه ستره ګناه کې شريک شي. په دې هيله چې تاسې د پنجاب لپاره د افغانستان د الحاق او يا د تحت الحمايه او يا يې د خوندي سيمې خوبونه له سره وباسئ. کريميا او يوکراين دې خپلې مسالې دي له موږ سره تړاو نه لري. په سوريه کې هم درسره کار نه لرو.

دېته دې هم پام اوسه چې افغانستان د خپل يو تاريخي دوست په توګه هېڅکله تاسې ته په مرکزي اسيا کې بده موخه نه لرله او نه مو د چا غوندې بد پلانونه درته لرل. اګرچې پنجده زموږ د خاورې يوه برخه وه، خو تاسې راڅخه نيولې وه.

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

په درنښت

سيد حسين پاچا

روس ولسمشر د تا، لبانو څخه د ملاتړ په هکله ډېر سپين دريځ اعلان کړ | خبریال (khabarial.com)

Comments are closed.