د لوږې سونامي – څلورمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

428

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

نهه دېـرشمه برخه

په افغانستان کې د جگړې سونامي ښه ډېر بچیان زېـږولي دي، هر بچی یې په خپل وار سره سر راجگوي او ير خپلو ځانگړو هدفونو باندې یرغل کوي، نه یې د مخنیوي له پاره څوک شته او نه هم د «مه کوه خیر ده» د ویلو له پاره، عام خلک یوازې د افسوس او خوابدۍ د دود له مخې یو څو ځلې څق ـ څق کوي او بیا خبره هېره وي.

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي نظامي بدلونونو په پایله کې د «انقلاب» د اصلي مفهوم په مانا د ټولنې او خلکو په ژوند کې بدلون راغی او ورسره د لوږې سونامي خپله وږې خوله خلاصه کړه او په رسا غږ یې د ټولنې اکثریت تهدید کړ.

ما موضوع پورې اړوند، د حقایقو د ښودولو او هغو ته د حللارې موندلوپه غرض، په ټولنه کې د روانو عیني ستونزو په استناد او د نړیوالو خیریه ټولنو د وړاندوینو د اسنادو پر بنا د «لوږې سونامي» ترسرلیک لاندې د مقالو لړۍ راپیل کړه او درې برخې مې څو ورځې مخکې پرلپسې خپرې کړې، په درېواړو برخو کې مې ویلي دي چې د لوږې سونامې لومړني متضررین ماشومان، کوچنیان او حامله ښځې دي:

د مقالې لومړۍ برخه:

«… د خندا او ژړا وړ خبره خو دا ده چې په افغانستان کې موجوده حاکمیت د دوی (بهرنیانو) د پټو او ښکاره تړونونو په پایله کې رامنځته شو او اوس دوی خپله بېرته بندیزونه هم پرې لگولي دي.

روانې ستونزې او پر خلکو باندې حاکم حالت د امریکا او ناتو د تېروتنو په پایله کې رامنځته شوی دی او بېرته یې تحریمونه هم پرې لگولي دي. د دې تحریمونو او سیاسي تضادونو پور په لومړي گام کې عام خلک پرېکوي او د لومړي پړاو متضررین یې دا خلک دي:

ــ ماشومان،

ــ کوچنیان،

ــ حامله مېرمنې چې له لوږې نه یې ماشوم په نس کې له ودې پاتې کېـږي.

ایا پر ماشومانو، کوچنیانو او امیدوارو ښځو باندې دا حالت راوستل؛ له دوی سره د تاوتریخوالي ظالمانه ډول نه دی؟»

د مقالې دویمه برخه:

«دا څو ورځې مخکې مې د همدې مقالې لومړۍ برخه خپره کړه، هلته ما په ټینگار سره ویلي دي او بیا یې وایم چې: د نا اهله، ناپوه او خرڅو شوو سیاسي رهبرانو د پرلپسې تېروتنو په وجه د افغانستان پر خاوره او د افغانستان پر بېوزلو وگړو باندې، د نورو سونامي گانو تر څنگه، د لوږې یوه وژونکې سونامي په ډېر وحشت سره راروانه ده او د دې وژونکې او ورانونکې سونامې څپې په لومړي گام کې ماشومان، کوچنیان، ښځې ـ په تېره حامله ښځې ځپي او زموږ خلک خوار زار د سوال کچکول په لاس هر دم شهید رڼې ـ رڼې هر لوري ته د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه گوري.»

د مقالې دریمه برخه:

« دا دی څو ورځې د پاسه دوې میاشتې شوې چې خلک د لوږې سونامې سره لاس گرېوان دي، خو داد ته یې څوک نه رسېـږي. د لومړۍ کرښې متضررین ماشومان، کوچنیان او باداره ښځې دي. بېلابېلو خیریه مؤسسو د درې میلیونه ماشومانو د ژوند خطر زنگ وهلی و، خو ملگرو ملتونو بیا داسې اندېښنه ښودلې وه چې: «په افغانستان کې اتلس میلیونه خلک لومړنیو توکیو ته لاسرسی نه لري او یو میلیون کوچنیان پکې د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.»

اوس میډیا راپورونه خپروي چې په کابل کې د لوږې سونامې اته ماشومان یا کوچنیان تر ستوني تېر کړل او زه دا حالت له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي داسې ظالمانه ډول گڼم چې ساری یې تر اوسه نه دی لیدل شوی. دا لکه لمر روښانه خبره ده چې زموږ پر ټولنه باندې دا حالت چا راوست او اوس یې پور څوک پرې کوي.

زموږ په ټولنه کې له اقتصادي پلوه لیکوال او فرهنگي یو بیوزلی قشر دی، یوازې کولای شي د خپلو زدکړو، تجاربو او انساني همدردۍ او احساس له مخې د گڼو روانو ستونزو حالت له ارقامو او اسنادو سره یو ځای د خلکو د پوهولو له پاره وړاندې کړي او حللارې یې په نښه کړي؛ عمل او د حللارو تطبیق یا د حکومت له خوا ترسره کېـږي او یا د لویو شتمنو له خوا.

په کابل کې د لوږې سونامې د لومړنیو قربانیانو د خبر له خپرېدو نه وروسته، موضوع پورې اړوند گڼو قلموالو عکسالعملونه وښودل. د یو با احساسه لیکوال یوه ډېره لنډه لیکنه داسې ده:

«نگذاریم همسایهٔ ما از گرسنگی بمیرد اند:

آن کودکانی که در غرب کابل جان داده اند، حتماً همسایهٔ در به دیوار داشته اند. احتمالاً در میان آشنا های نزدیک یا دورشان (همانهائی که اینان را با نام می شناخته اند و بعد از مرگ شان بیشتر اندوهگین و شاید شرمسار شدهاند) کسانی بوده اند که برای کاشت موی، کاهش چربوی شکم و خرید موبایل برند بودیجه دارند.

کمک های بشردوستانه هیچ جامعهای را نجات نمی دهد، و برای رهایی از فقر و جنگ باید کارهای بنیادیتر انجام شود. ولی دستگیری و حمایت در نجات افراد هرچند محدود جامعه می تواند بسیار موثر تمام شود. باید بدانیم که امروز در وضعیت بحرانی نی بلکه بسیار چقرتر از بحرانی و بسیار نگرانکنندهتر از آنچه گزارشها و احصائیه ها می گویند قرار داریم و فقر زمستان امسال تهدید جدی در سراسر افغانستان خواهد بود.

اگر هرکس بتواند چند نفری را به سلامت از زمستان پیشرو عبور داده به دستِ بهار و تابستان سال بعد بسپارد، شاهکار کرده است. لازم نیست بسیار دور بروید، گوش به زنگ وضعیت نزدیکان، آشنایان و همسایگان خود باشید. گاهی دور دور از کسانی که فکر می کنید در معرض خطرند احوال بگیرید. یک بوجی آرد و یک پیپ روغن، یا یک خروار چوب شاید برای کسانی از شما به اندازهٔ خط زدن یک تفریح آخر هفته مصرف داشته باشد، ولی برای خانوادهای در قندهار، دایکندی، پنجشیر یا جوزجان چند زندگی ارزش دارد و شاید آنانی که زنده می مانند هرکدام هشتاد سال یا پنجاه سال دیگر زنده بمانند و از بسیار بهار ها و تابستان های دیگر لذت ببرند.

چند درصد نفوس افغانستان امروز نیز غرق در رفاه اند. آنان حداقل اگر از خاله، عمه، و خواهرزاده های خود احوال بگیرند رنج چند میلیون افغان کمتر خواهد شد. امسال آیفون تازه نخرید. فرش خانهٔ تان را در هرگوشهٔ جهان اگر هستید بدل نکنید. اگر توانستید لباس زمستانی برند نخرید و بخشی از پولی را که صرفه جویی می شود به نزدیکان نیازمند خود کمک کنید. ما یک ماه قبل در خانه جلسه گرفتیم و گفتیم که در مصرف خوراک، پوشاک و تفریح خود حداکثر احتیاط را بکنیم. از جمله لباس های پارسال و سال های قبل خود را امسال استفاده کنیم و تا مجبور نشدهایم لباس نو نخریم و چند قرانی را که پسانداز میتوانیم به افغانستان روان کنیم.

برای اهمیت مساعدت های اینچنینی به گذشتهٔ خود نگاهی بیاندازیم. آیا بارها کسانی دست ما را گرفته از چقری نکشیده اند؟ من اگر حمایت کسانی بیرون از حلقهٔ خانوادهام نمی بود مکتب خوانده نمی توانستم. مکتب رایگان خواندم، چندین سالِ بسیار حیاتی زندگیام را در لیلیهای که از پول مساعدت ها می چرخید نان می خوردم و درس میخواندم. اگر آن کمک ها نمیبود شاید بیسواد می ماندم، شاید تفنگ شانه کرده جایی کشته می شدم. شما هم اگر به گذشتهٔ خود فکر کنید متوجه نقش مساعدتها در زندگی خود خواهید شد. ما همه مدیونایم. دین خود را ادا کنیم..»

د لوږې سونامي د یوې مستندې پېښې د سترگو لیدلی حال:

«د ضیا بومیا دردوونکې خاطره:

نن زما ملګري او عزیز ضیا بومیا په یوه ګروپ کې لیکلي و، چې په ګاونډ کې یې یوه کورنۍ اوسېږي چې په ۲۴ ساعتونو کې یو څاښت خواړه خوري.

بومیا لیکلي دي چې دې کورنۍ د خوړو رژیم نه دی نیولی، بلکې د دوو یا درې څاښته خوړو د برابرولو توان نه لري.

هغه لیکلي چې له دې کورنۍ سره یې نوره مرسته نه شوای کولای، خو ده هم نن یو وخت ډوډې وخوړه.

نن له دې مخکې مې یو ځای ولوستل چې د کابل ښار په لویدیځ کې درې ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي.

پر افغانستان حتی تردې سخت حالات تېر شوي، خو د لوږې له لاسه مړینه سابقه نه لري.

پر دې هېواد څه ډول حالات راغلي؟

د لوږې سونامي چې اوس په افغانستان کې ټولنې ډېره سلنه وگړي تهدیدوي، په ملي او نړیواله کچه په داسې یوې ستونزې بدله شوې ده چې د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو سره یې ټوله نړۍ حیرانه کړې ده. نړیوالې مرستې چمتو دي، مرسته کونکو ته یثې د ویشلو او تر وږو پورې یې د رسولو چل نه ورځي او دا حالت که همداسې وغځېـږي، د لوږې د قربانیانو شمېر به هره ورځ مخ په دېرېدو وي.

زه په دې ډارېـږم چې د لوږې سونامي سره د مقابلې له پاره چې نړیوالې ټولنې کوم «نوش دارو» برابرکړي دي، هغه ټپـیانو یا لوږې سونامي ځپولو ته ناوخته ورسېـږي، د کابل په لودیز کې خو اتو ماشومانو او کوچنیانو ته د نړیوالې ټولنې نوشدارو ونه رسیدل او هغوی په ناهیلۍ سره مخ په کفن کې پټ کړ، نورو ته دې خیر وي.

Comments are closed.