د طالبانو د مشرتابه د پام وړ

سيد حسين پاچا

494

د طالبانو د مشرتابه د پام وړ :

د اميرالمؤمنين په کارونه کې ابهام دی

د المؤمنين په کليمه کې جغرافيوي، ګروهي او د سختدريځۍ ايډيولوژيک ابهام دی او په کورني کچه پکې د رؤيت، ترديد ((شک)) او د ملي مشروعيت ستونزه ده

د يو بل له ملامتولو به دا ښه وي چې خپله سرتنبه ګي او د ولس ستونزې په پام کې ونيسي. افغانستان ته د اکوړې مدرسې له انګله ونه ګوري

نوټ : له طالب او له مشرتابه يې سره يې هېڅ ډول ايمانًا او قلبًا رخه (کينه) نه لرم، ولې د سمون لپاره يې ځينو ټکو ته پاملرنه غواړم. خوښه يې خپله چې يې مني او که نه؟ ولسمشر غني دوی د دې ټولنې يو نه بېلېدونکې برخه ((جزء لاينفک)) بللي وو او زه هم د هغه همدغه پخه او پر واقعيت ولاړه خبره تاييدوم. زه ورته د خير او برکت دوعا کوم. اميد دی چې الله تعالی به يې بيا د ټولنې د خير وسمون او د لا پرمختګ مصدر وګرځوي. د څښتن تعالی رحمت ((أورېينه)) بې پايانه او پرېمانه ده.

جهادي ډلې ټپلې

پروفيسور عبدالرسول سياف = د افغانستان د اسلامي اتحاد مشر يا امير اتحاد اسلامي افغانستان

ارواښاد پروفيسور برهان الدين رباني = د افغانستان د جمعيت اسلامي مشر يا امير جمعيت اسلامي افغانستان

ارواښاد پروفيسور صبغت الله مجددي = د افغانستان د ملي نجات جبهې مشر يا امير جبههء نجات ملي افغانستان

انجنير ګلبدين حکمتيار = د افغانستان د اسلامي حزب مشر يا امير حزب اسلامي افغانستان

او داسې نور…

مولانا فضل الرحمان = د جمعيت علمای پاکستان (ف) ډلې مشر

مولانا سميع الحق = د جمعيت علمای پاکستان (س) ډلې مشر

مولانا سراج الحق = امير جماعت اسلامي پاکستان

همداسې په نوره اسلامي نړۍ کې يې درواخله.

خو له مشر ملا صاحب ارواښاد ملا محمد عمره راواخله تر اوسني شيخ هبت الله پورې د اميرالمؤمنين کليمه کارونه يو ډول ثقلت، شنيعت او پوښتنې له ځانه سره لري.

نه پوهېږم چې دوی ولې د ((المؤمنين)) کليمه کارولې، خو جغرافيه او ډله يعنې پيروان مشخص نه، بلکې ټوله اسلامي نړۍ رانغاړلې ده چې دا خپله د دوی د مسمّی يا مسمّی به لپاره په ملي او بين المللي کچه يوه اندېښنه رامينځته کړې چې له شرعي او هم حقوقي پلوه او ان له اخلاقي پلوه هم له يو لړ ستونزو سره او نفې سره مخ ده. لفظاً يې الف و لام تعريفي يې کارولي، خو مفهوم يې استغراقي دی چې حدود او سرحد نه پېژني او ټوله جغرافيوي او نظرياتي پلوه ټوله اسلامي نړۍ رانغاړي چې دا کار يې خپله له نفې سره مخ دی.

وايی چې يو چا خپل وړوکی زوی د کلي ملا صاحب ته راوړ چې سبق ورته وروښيي، نو هغه ورته قاعده سيپاره شروع کړه او له هجاء يې شروع وکړه.

د ملا صاحب بېچاره چې بوډا وو او په خوله يې سم غاښونه نه ول يعنې کنډاس وو، نو وړوکي هلک ته يې له الف، باء، تاء نه شروع وکړه. ده به ورته الف په آړف/آړپ ويلو، نو هغه ماشوم به هم آړف ويلو . ځکه چې همداسې د ده له خولې اورېدل او هماغسې به يې ويلو، نو ده به ورته ويلې چې :

داسې مه وايه چې آړف، بلکې داسې وايه چې الف.

د ده خو موخه سمه وه چې ګوندې وړوکی هلک (ماشوم) يې غلط وايی، خو ستونزه خپله د ده وه او ده خپله ستونزه (ناسم تلفظ) نه شو درک کولی چې د نوموړي د غاښونو ستونزه ده.

دا سمه ده چې د طالبانو د بهرنيو چارو چارسنبالی وزير مولوي امير خان متقي او يا د رئيس الوزاء دوهم مرستيال مولوي مولوي عبدالسلام حنفي له خپل لوري خبرې وکړې او يا نړيوالو ته وايی چې موږ له ټولو ګاونډيو او ټولې نړۍ سره ښې اړيکي غواړو او زموږ له لورې به هېچا ته ګواښ او خطر نه وي او نه چا ته اجازه ورکوو چې زموږ خاوره د نورو پر خلاف وکاريږي چې دا ښه خبره ده، خو مشکل (ستونزه) دا ده چې دوی خپله دغه کتابي تېروتنه نه رغوي. دا سمه ده چې په خولې به ګاونډيو او نړۍ ته هر څه وايی، خو هغه څه چې دې ليکلي دا خپله سيمې و ګاونډ او نړۍ د ګواښ او خطر په مانا ده.

پوښتنه دا ده چې د کوم ځای اميرالمؤمنين؟

د افغانستان او ورسره د اړونده ګاونډيو چې دا خو مشکله خبره ده.

ايا روسان و چين به يې راسره ومني؟

ايا دا نوره اسلامي نړۍ او ټوله نړۍ به يې راسره ومني؟

ټوله نړۍ خو اسلامي نه ده.

هېښنده لا دا چې هغه چا چې طالب جوړ کړی هغه يې خپله د خپل ځان لپاره اميرالمؤمنين نه ګڼي. ان تر دې چې د خپلې هغه مدرسې چې د افغانستان په موجوده طالبي کابينه يې د خپلې مدرسې فارغين د وزيرانو په توګه دنده لري.

ايا ترکيه به يې راسره ومني؟

اردوغان خو ځان خليفه ګڼي چې له اميره پورته مرتبه ده، نو چې خليفه وي امير ته څه اړتيا ده؟

همداسې له مصر، سعودي، ماليزيا، اندونيزيا، المغرب او داسې نورو هېوادونه به يې راسره وي؟ ايا همدا قطر به يې راسره ومني؟

قطر خو خپله امير درلود چې اوس يې زوی آل ثاني ځايناستی دی، نو د يو شته امير په شتون (موجوديت) د بل امير ټاکنه به په اسلامي امت کې د تشتت او اختلاف ته لمنه وهل دي؟

د مشر ملا صاحب د ټاکنې په وخت کې خو بېنظيره واکمنه وه او هغه د اسلامي پاکستان لومړۍ وزيره وه. نصيرالله بابر يې کاکا وو او هغه د طالبانو په رامينځته کونه کې مهم رول درلود. د حامد مير د وينا له مخې چې له ارواښادې بېنظيرې سره د ملګرو ملتونو پنځوسمې کليزې نمانځنې نيويارک ته تللی وو او هلته بيا آغلې روبين رافيل هغې د طالبانو د ملاتړ ويلي وو چې مشر ملا صاحب پرې سخت غبرګون ښوولې چې اوس ښځو هم زما نومو اخېستې وو. له دې ناخبره چې يوې نامسلمې يې بلې سيکولرې ته د ملاتړ سپارښتنه کړې وه.

دا خو پر ځای پرېږده.

کرنيل امام د خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې ليکي چې :

د کندهار فتحه او اسلامي امارت

}}د کرنيل امام رول د مشر ملا صاحب په ټاکنه کې{{

له کندهار فتحې وړاندې حکمتيار صيب په رسنيو کې په طالبانو پسې سختې خبرې شروع کړې، بل طرف استاد رباني او استاد سياف د طالبانو سره خواخوږي ښکاره کړه؛ نو مونږ ته فرصت په لاس راغی چې له دې وضعيته د طالبانو په ګټه کار واخلو.

استاد رباني چې زما نږدې دوست دی او د جهاد په وخت کې مو ډژر شریک کار ورسره کړی. ما هغه سره اړيکه ونيوله او د مرستې غوښتنه مې ترې وکړه. د ۱۹۹۴ کال نومبر مياشت لومړی نېټه د ماښام ۷ بجې مو سره تفصيلي خبرې وکړې.

استاد رباني ته مې ويل چې زما يو شاګرد ملا عمر له تا مرسته غواړي. په کندهار کې د حزب اسلامي قوماندانانو خلکو سره زور زياتی شروع کړی او ملا عمر يې په خلاف راوتلی، نو که ستا قوماندان يې مرسته وکړي، نو دی به خوشاله شي.

استاد رباني راته وويل چې زه به ملا نقيب الله ته جواب ولېږم چې د طالبانو سره مرسته وکړي. استاد رباني دا هم وويل چې ملا عمر اخوند ته وايه که وسلو او مجاهدينو ته ضرورت لري، نو هم مونږ يې ورلېږو. ما ترې مننه وکړه چې زما خبره يې ځمکې ته ونه غورځوله. د نومبر ۲  مه نېټه سهار مهال ملا نقيب خپل يو قوماندان را ولېږه چې مونږ طالبانو سره هر ډول مرستې ته چمتو يو.

لا له مخکې چې په کندهار کې مو خپل ملګري او طالب مجاهدين ځای پر ځای کړي وو د ۱۹۹۴ کال د نومبر په ۲ مه نېټه طالبانو په کندهار بريد پيل کړ، خو تاسو يقين وکړئ چې خدای ج ملايکې د طالبانو مرستې ته رالېږلې وې. پاټکيانو به خپله پاټکونه پرېښودل. يواځې د حزب اسلامي يو قوماندان عطا محمد سرکاتب لږ مقاومت وکړ، خو هغه هم ډېر ژر شکست وخوړ او د طالبانو مخه پاکه شوه. [۸۱ – ۸۲ مخونه]

طالبانو ۱۲ ورځې په کندهار جګړه وکړه او چې څومره به مخ کې تلل نو هومره به طالبانو سره مجاهدين زياتېدل، دکندهار په ولسواليو کې چې څومره مدرسې وې د ټولو طالبان اسلامي امارت سره يو ځای شول د کندهار ډېر ځوانان چې طالبان هم نه و خو پګړۍ يې وتړلې او د اسلامي امارت په ليکو کې شامل شول، له پاکستان هم مدرسو کې اعلانونه وشول او زرګونه طالبان کندهار ته راغلل. لنډه دا چې ۱۰ ورځې جګړه وشوه او د ۱۹۹۴ زيږديز کال د نومبر ۱۵ مه نېټه وه چې په ټول کندهار ولايت باندې د طالبانو اسلامي امارت قبضه وکړه او له همدې ځايه د طالبانو اصلاحي کميټه د طالبانو په اسلامي امارت بدله شوه. [۸۵ مخ]

دا جګړه همداسې روانه وه او په بېلا بيلو ولايتونو کې طالبانو پرمختګونه کول، خو د لا زيات ملاتړ له پاره بايد طالبانو د ديني عالمانو يوه شورا جوړه کړی وی او د هغې له خوا د ملا عمر مجاهد ملاتړ شوی وای. د پاکستان په مدرسو او افغانستان کې مشهور عالمان را وغوښتل شول او د ۳ ورځو له پاره د ۱۹۹۶ کال په مارچ کې دا اجتماع جوړه شوه.

زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی وو. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المؤمنين لقب ورکړي. همدا وو چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المؤمنين په توګه ومنل شو. دا داسلامي نظام اساس وو چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي، بلکې اميران وي، لکه امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رض.

د کابل د رژيم د خپل منځي اختلافاتو له سوبه اخر کار د طالبانو اسلامي امارت وکولی شول چې د ۱۹۹۶ زيږديز کال د سپتمبر په ۲۶ مه نېټه کابل فتح کړي. [۸۵ – ۸۶ مخونه]

دا زموږ خپل جنګ وو

هغه مهال چې شوروي افغانستان ته را دننه شو مونږ خپلې اندېښنې امريکايانو سره شريکې کړې، خو د امريکا ولسمشر جيمي کارټر له مونږ هيله وکړه چې نه دوی او نه هم پاکستان بايد د افغانستان مسألې ته لمن ووهي. دا مهال امريکا د افغانستان په شمول يوه داسې سياسي جعرافيه منلې وه چې واک يې د شوروي سره دی.

خو زمونږ له پاره دا معادله بيا د منلو نه وه، که مونږ بې غمه کېدلی، نو هلته ورځ تر بلې د هندوستان اثر او رسوخ مخ پر زياتېدو و. د افغانستان پوځ او حکومت په پښو درېده او افغانستان کې اقتصادي پراختيا او سياسي او پوځي ځواکمنتيا د دې لامل کېدله چې د دې سيمې په اړه په هره سياسي معادله کې د پاکستان پر ځای افغانستان ته ځای ورکړل شي. پاکستان دومره ډېر چانسونه نه درلودل چې د نړۍ د سياسي معادلو برخه ګرځېدلای وی، نو ځکه که د امريکې د مشرانو خوښه وه او که نه مونږ بايد دې جنګ ته داخل شوی وی.

تر ټولو مهمه خبره لا دا چې مونږ هم هغه مهال د افغانستان سره په يو جنګ کې ښکېل وو. هغوی د پښتنو او بلوڅو په پارولو سره پاکستان بې ثباتولو کولو او د مجاهدينو پاللو اور وزلو سره مونږ د افغانستان حکومت ته ښه درس او غبرت ورکولای شو، چې که تاسو زمونږ مخالفان د پاکستان د بې ثباته کولو له پاره په شا ټپوئ، نو ستاسو خوږ رګ مو هم پيدا کړی او په همدوی سره به ستاسو ريښې درپرېکړو چې تاريخونه به بيا دا معرکه ياده ساتي.

د امريکا حکومت په دې نظر وو چې افغانستان کې لاس وهنه به د دې سبب شي چې د شوروي لښکرو ته بهانه په لاس ورشي او په اسلام اباد او بيا تر کراچۍ پورې د خپل واک مزي وغځوي. له دې کبله دغه مهال مونږ مجبور وو چې خپل کارونه خپله مخ ته يوسو او په پټه توګه د ايس ايس جي دوه سوه افسران د افغان مجاهدينو په روزنه کې برخه واخلي د دې له پاره مونږ ۱۲ ټيمونه جوړ کړي وو. په دغه وخت کې مونږ تقريبًا ۹۵ زره افغان مجاهدينو ته بېلا بېل د جنګي زدکړو روزنه ورکړې وه او هغوی هم ډېر په ښه شان مخکې روان وو.

هغه کسانو ته چې مونږ ټريننګونه ورکړل په هغوی کې امير المؤمنين ملا عمر او شيخ اسامه بن لادن هم وو، چې دوی د افغان جهاد له پاره مونږ سره ټريننګ شوي وو او پوځي روزنه يې زمونږ د همکارانو د سيوري لاندې ليدلې وه. [۲۲۲۳ مخونه]

نوټ : نه پوهېږم چې ګلبدين د سيد قطب و محمد قطب پيرو او د سيد ابوالأعلی مودودي دا پرکټی څنګه د خپل هېواد د ورانولو مسوول دېته جهاد وايی او پرې وياړي؟ همداسې ننني طالبان درواخله.

د روس له ماتې وروسته امريکا له افغانستانه سترګې واړولې او ټولې لانجې او ستونزې يې پاکستان ته پرېښودې چې پاکستان په کې خپل دوستان هم له لاسه ورکړل او په داخل د پاکستان کې هم بلا شی ستونزې وزيږېدلې. مجاهدين د يو اسلامي نظام په جوړولو کې پاتې راغلل، خپل منځي اختلافات د دې سبب شول چې د جهادي تنظيمونو سوچ د پاکستان په اړه خراب شي او د پاکستان مخالفو قوتونو ته د ګوتې کېښودو ځای پيدا شو.

هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو. مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي. مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي، خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو د دوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو. هم هغه وو چې د مجاهدينو ترمنځ له يو اوږد څو کلن جنګ وروسته طالبان د خلکو له پاره د سولې د فرشتو په توګه را پيدا شول او په ټول افغانستان يې قبضه وکړه او مونږ ته يې د پاکستان د خونديتوب يو نوی فرصت په لاس راکړ. [۴۳۴۴ مخونه]

خو که موږ د مشاهد حسين هغه مخکېنۍ مرکې ته وګورو چې د غلام اسحاق خان په وخت کې يې کړې ده او هلته له ورايه د پاکستان موخې په هېواد او هم له هېواده بهر په مرکزي اسيا کې روښانه دي چې دوی حدود او سرحد نه لري، بلکې د سيمې وګاونډ نورو ځايونو ته سرايت کوي.

سمه ده چې طالبان به پر خولې هر څه وايی او ښايي چې پکې رښتونې هم وي، خو د نړيوالو په ژبه ځان پوهول د دوی يوه ستونزه ده چې لا درک کولی يې نه شي او يا خدای مه کړه ځانونه ناخبره اچوي. نړيوال ورته وايي چې موږ به ستاسې ژمنو ته نه، بلکې کړنو ته ګورو او پر کړنو به حساب کوو، نو هيله ده چې دوی په دغه ژبه پوی شي چې هغوی څه غواړي؟

پاملرنه

عجيبه بې انصافه خبره ده چې په خولې ژمنه کوې، خو په عمل کې دې چې څه ليکلي هغوی تر ډار او اندېښنه لري او دغه اندېښنه بايد ځواب شي. دا بايد له ملت او هم له نړيوالو سره مطرح او هغوی ته قناعت ورکړ شي. دا طالب ستونزه ده او سمونه يې هم د دوی کار دی نه د هغوی.

د بېلګې په توګه له ملت سره د طالب د بيعت ستونزه ده چې څنګه ته خپل مشر (امير) پر نورو باندې د وچ زور له ليارې د اميرالمؤمنين په توګه منې حال دا چې ډېری لوړ پوړو طالبي چارواکو پخپله نه دی ليدلی، نو دا د عدم مرئيت ستونزه څنګه طالب له ولس سره حلوي؟ ان تر دې چې اوسنی رئيس الوزراء يې له بېګانه وو سره په ارګ کې ګوري او خپله تر اوسه يوه بيانه ولس ته نه شي وړاندې کولی، ولې؟

د الرياض په نوم جريدې د يوې پوښتنې په توګه دا خبره ياده کړې ده :

البيعة في الاسلام يعنې ژمنه (بيعت) په اسلام کې

د. فهد الماجد ليکنه

جريدة الرياض | البيعة في الإسلام (alriyadh.com)

تصفح جريدة الرياض (alriyadh.com)

البيعة في الإسلام واحدة لولاة الأمر فقط، أما ما تفعله بعض الجماعات كالإخوان والتبليغ وغيرهما من أخذ البيعة لمرشدهم أو رئيسهم فهو من الضلال المبين، ومن البدع المحدثة في الدين، وهذه الجماعات بتنظيماتها وبيعاتها تمزق وحدة المسلمين في البلد الواحد.

په اسلام کې وفاداري (ژمنه) يوازې يو واکمن ته ده. لکه څنګه چې ځينې ډلې لکه اخوان المسلمين ، تبليغي او داسې نور دوی له خپل لارښود يا رهبر (مشرتابه) سره د بيعت ژمنه کوي. دا يو څرګنده بېلاري (ګمراهي) ده او په دين کې يو له نوښتونو ((بدعت)) څخه پېژندل شوې ده. په يوه هېواد کې دا ډلې د دوی له سازمانونو او ژمنو سره د مسلمانانو يووالي ته زيان رسوي.

همداسې په کور دننه د رؤيت خبره شوه چې ډېری لوړ پوړي طالبي چارواکي ترې ناخبري ښيي. مشرتابه يا امير بايد په ټولنه کې واوسي. خلک يې وګوري او د ولس پر وړاندې راڅرګند شي. د نوموړي نه راڅرګندېدنه له قرآني مدعا سره سمون نه خوري.

واخي هارون هو افصح مني فارسله معی ردءًا يصدقني اني اخاف ان يکذبون [القصص : ۳۴]

وواعدنا موسی ثلاثين ليلةً واتممناها بعشرٍ فتم ميقات ربه اربعين ليلةً وقال موسی لأخيه هارون اخلفني في قومي واصلح ولاتتبع سبيل المفسدين [الأعراف : ۱۴۲]

موسی عليه السلام چې ميقات ته – ته، نو هارون عليه السلام يې قوم ته د سمون ((اصلاح)) لپاره پرېښووه او دا سپارښتنه يې ورته وکړه چې د بدکارو پيروي به نه کوې، نو زموږ اميرالمؤمنين که له هغوی دواړو زيات وي، نو طالبان يې بايد ثبوت وړاندې کړي او که نه، نو شل کاله له خلکو پټ اوسېدل د پوښتنې وړ خبره ده.

همداسې د پېغمبر عليه السلام د هجرت او د غار ثور پېښه ده چې هماغه د مهاجرت له پېښې پرته هغه خو تل په ټولنه کې اوسېده، نو زموږ امراءالمؤمنين چېرته ول/دي؟

مولوي عبدالحنان حقاني له يو پنجشيري عالم سره په يو تلويزيوني بحث کې داسې وايی :

جنــ/گ رو در رو طا/لب و پنجشیری در برنامه تلویزیونی – YouTube

تودې خبرې: افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر حضور او وتلو بحث – YouTube

پنجشيري ها كافر استند | فتوا صادر كردن عبدالحنان حقاني – YouTube

https://youtube.com/watch?v=FFRm_QF_F2g&t=9s

د مولوي عبدالحنان خبرې خورا ناهيله کوونکې دي.

د اسلامي نظام په مقابل کې ودرېدل دا لويه ګناه ده.

په يوه کليمه خو څوک نه مسلمانيږي.

فتاوې فريدې ليکلي، فتاوې کاملې ليکلي دي چې داسې مفسد مسلمان (( اَشَدُّ ضَرَرٍ مِّنَ الْکَافِرِيْنَ )) داسې مفسد مسلمان له کافر نه بد دی. فتاوې فريدې ليکلي دي، فتاوې حقانې ليکلي دي، فتاوې کاملې ليکلي دي، نو دغه د دوی مسلماني چې ده له کافرو نه ډېره بده ده. کافر ورته نه وايم، خو د دوی دا عمل له کافر نه بدتر دی. دا د اسلام لپاره دومره په ضرر دی.

پوښتنه دا ده که اوس څوک د طالب نظام ومني او مخالفت يې وکړي، نو دوی يې مفسد او له کافر بدتر بولي، نو دا يوه ستونزه ده د طالب او د ملت ترمينځ چې دېته بايد يوه معقوله د حل ولټول شي. طالبان ولې هغه چا ته مفسد او کافر نه وايی چې د دوی د نظام پر وړاندې له همدې بهرنيانو سره ودرېدل او خپل درېواړه حريم يې د هغوی په اختيار (واک) کې ورکړل چې ګټه يې ترې واخلي. عجيبه خبره ده چې پر امريکايانو خپل پلورونکي د پيسو په بدل کې هغوی ته مفسد نه وايی، بلکې چوپ دي او کافر خو ورته ويلي نه شي، نو خپلو سياسي مخالفينو ته څنګه بيا مفسد او له کافرو نه يې بدتر بولي؟

همداسې د مشروعيت ستونزه يې په کور دننه او بهر له يو لړ نيوکو او ستونزو سره مخ ده. دوی ونه شول کولی چې يوه لويه اضطراري جرګه راوغواړي چې لږ تر لږه خو هغه خپل کورنی مشروعيت تر لاسه او بل ګام ته لار خلاصه شي چې هغه ترې هم وشړېده.

Oxford dictionary

de facto

[Latin: in fact] Existing as a matter of fact rather than of right.

The government may, for example, recognize a foreign government de facto if it is actually in control of a country even though it has no legal right to rule (see recognition). Compare de jure. From: de facto in A Dictionary of Law »

de facto adjective

existing as a fact although it may not be legally accepted as existing

  • The general took de facto control of the country.

de facto adverb

  • He continued to rule the country de facto.

Cambridge dictionary

de facto

existing in fact, although perhaps not intended, legal, or accepted:

The city is rapidly becoming the de facto centre of the financial world.

He’s her de facto husband though they’re not actually married.

English is de facto the common language of much of the world today.

If it is on British soil then it is de facto British.

دوی خواران اوس په حجاب کې بند پاتې دي. حجاب د نارينه وو لپاره دی او د ښځو لپاره د جلباب حکم دی نه د حجاب او همداسې د نظر ښکته ساتلو لپاره لومړی حکم نارينه او بيا ښځې ته دی، خو دوی په هغه کې هم خپله سرزوري کوي.

نوټ : طالبانو به همدا يوه خبره کوله چې ((موږ يوازې له امريکې سره خبرې کوو)). د وخت حکومت او ولسمشر ته سپک نظری او کم ګڼل د ځان سپکاوی او کم ګڼل دي. که دوی ولسمشر ته سپک نه کتلی، نو دوی به هم نن دومره په کور دننه او بهر په نړيواله کچه سپک او بې وزنه نه وای. چا چې د چا درناوی وکړ، نو د ځان درناوی يې وکړ او چا چې د بل سپکاوی وکړ او هغه يې له ځانه کم وګڼلو، نو هغه به هماغسې شي. له امريکا سره په خبرو او حکومت له پامه غورځول له طالبانو ځان ورک وو. له ټرمپ سره په خبرو ترې ځان بالکل ورک شو. دوی خو هغه وخت دې يو طرفه خبرو يا د يو لوري عمل de facto ته هغه وخت ډېر خوشاله ول او ان د ټرمپ لپاره يې په ټاکنو کې د برياليتوب دوعاوې وکړې، خو نن يې درک کړه چې څه تېروتنه يې کړې ده. ځکه خو يې په ملي او نه په نړيواله کچه څوک د ملاتړ شته. له شل کلن جنګ سره سره يې اوس پايله دا شوه چې ځان او ولس يې دواړه له يو بلا ستونزو سره لاس و ګرېوان کړ. د حکومتولۍ ستونزه، د مشروعيت ستونزه او ټول ملت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شو. ځکه خو قرآن وايی چې : ((ويجعل الرجس علی الذي لايعقلون)). څوک چې له خپلې پوهې او تدبيره کار نه اخلي او بل چا ته غوږ نه نيسي، نو له دغسې بدو او لا وخيمو عواقبو سره به مخ کيږي هم چې اوس ټول ملت ورسره کړيږي.

بي بي سي :

احمد شاه احمدزی: حاضر يم د کورنيو جګړو حساب ورکړم

https://www.bbc.com/pashto/multimedia/2013/04/130430_im_ahmad_shah_ahmadzai_ready_court_jihad

د جهادي رهبرۍ د استعداد (ظرفيت) يا په بله مانا د سياسي پوهاوي، کورني، سيمه ييز (منطقوي) او نړيوال سياست خبره مطرح ده چې زموږ جهادي رهبرۍ ترې په لوی لاس محرومه او په ډېره اسانه د پرديو د لوبو ښکار شوه.

له بده مرغه چې زموږ سياسي پوهاوی په ملي، سيمه ييز او نړيواله کچه کمزوری وو.

نوموړی تېره اوونۍ وفات شو. څښتن تعالی دې پرې ورحميږي. کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته يې د زړه صبر غواړم او الله تعالی ورته د هغې نعم البدل ورکړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

Comments are closed.