د پاکستان د استخباراتو پخواني رییس جنرال اسد درانی سره د الجزیری ټلویژیون مرکه

454

سید عبیدالله نادر

خبریال مهدی حسن

سوال: کله چې طالبانو کابل ونیو ، لمړی تاسو په رسمیت وپیژندل؟

اسد درانی وویل : هو لمړی مونږ په رسمیت وپیژندل ،بیا یې ترې پښتنه وکړه ،چی کله امریکا یولسم د سپتمبر وروسته پر طالبانو برید وکړ ،امریکا ته لمړی هوایي برید کولو اډه ،هم تاسي ورکړه ،او د طالبانو د نظام په ړنګولو مو پیل وکړ،ویلی شئ؟ چې ولی مو دا کار وکړ؟جنرال اسد درانی په ځواب کې وويل : مونږ د خپلو ملي ګټو لپاره دا کار وکړ ،آیا د یو کافر لپاره مو پر مسلمان برید وکړ ؟اسد درانی : په سیاست او ملی ګټو کې مونږ ته پاکستان مهم دی ،اسلام او اسلامی ورور ولي او اخلاقي ارزښتونه مونږ هيڅ په پام کې نه نیسو ،پاکستان او ګټی یې مونږ ته مهمی دي .

خبریال : اوس چې امریکا د مرکزی حکومت ملاټړی کوی ، تاسي بیا طالبانو ته روزنې ورکوئ ؟او د مرکزی نظام د ړنګولو د پاره هڅی کوئ ؟

آیا تاسي د یو منافق نقش نه لوبوئ ،چې هم امریکا نه ګټي کوئ او هم طالبانو ته مرکزونه ورکوئ ،دواړه سره د دوست او دښمن نقش لوبوئ دا ولی؟

اسد درانی :زه نه غواړم پوره ځواب ووایم ،مونږ چې هر څه کوو ،د پاکستان د ګټو له پاره یې کوو ،په سیاست کې نه دایمی دوست شته نه دایمی دښمن ، مونږ تل د خپلو ګټو پر بنسټ خپلي پریکړې کوو ،خبریال : تا سي تل دوه مخي نقش نه  لوبوئ ؟همدې کې زمونږ ګټه ده ،هر څوک دې تکړه شي ،خپل ملی ګټو له پاره دې دوه مخي نقش ولوبوی .او خپل هیواد سره دې خیانت نه کوي ،

د دیورند د غیر قانونی کرښی د ګروپ څخه په فیسبوک کې

Comments are closed.