نننۍ ننګونې او پرونۍ غلطې محاسبې

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

215

امريکا د وضعیت له ارزونې وروسته له طالبانو سره د اړيکو جوړولو او هغوى ته د امتیازاتو ورکولو ته ملاوتړله. د لاسته راوړنو ديموکراسي ستراتیژیکو تړونونو او بشر دوستي په شمول ټول ارزښتونه يې شاته پريښودل او  د ځواکونو د ایستلو تړون يې لاسلیک کړل. ځواکونه يې وايستل خو لوبه لاهم دوام لري. د پرونيو واکمنانو په تندي يې په ترينګلي حالت کې د تېښتې له امله له ولس سره د جفا بدرنګه داغ جوړ کړ او ننني حاکمان يې د نظام په جوړولو کې د بې وسي له امله د ستونځو په داسې جال کې بند کړل چې اوس ورڅخه د وتلو لپاره لاره نشي موندلاى.

ارګ  د سولي د اهمیت، د جګړې په ډګر کې د طالبانو د برلاسي او خپلو تشو ته يې له پام کولو پرته په احساساتي توګه د جنګ دانه واخیسته، د بسيج مردمي په نوم يې وسلوالې ملېشې  جوړې کړې، خو دا هر څه د شګو بند ثابت شول.

د سقوط سلسله تر کابله راورسيده. ګډوډوي پيل شوه. ارګ ته د سقوط د ورځې په سهار   د پى پي ايس په يونيفارم کې څه افراد له بشپرو امنیتي پاسورډونو سره ننوتل. د ارګ د ځينو نازدانه ګانو له خبرو داسې معلومیږي چې د نظام د نسکورولو په موخه په کور د ننه جوړه شوې دسيسه وه. وخت او تاريخ به قضاوت وکړي چې ولسمشر غني ددغې دسيسې په جريان کې قرار درلوده که نه، خو نوموړي په سختو شرایطو کې له ولس سره د ژمنو په خلاف هيواد پرېښود او د سقوط اخري مرحله همدلته بشپړه شوه.

طالبان د دريو مياشتو له تېرېدو وروسته اوس لږ لږ پوهيږي چې جدي ستونځې يې په وړاندې پرتې دي.  اکثر ادارې بندې دي. طالبان نه د نظام په جوړولو کې بريا ترلاسه کړه، نه د اساسي قانون څرک لګيږي او نه هم له نړيوالې ټولنې سره د تفاهم نښې نښانې ښکاريږي.

پوښتنه دا ده چې د تير حکومت ټول د بريا شعارونه چيغې، لاپې او محاسبې  ولې دروغ ثابتې شوې؟ طالبانو د احساساتو په دلدل باندې له سپريدو وړاندې د خپلو سياسي او مديريتي نيمګړتياو په تړاو ولې غلطه محاسبه کړې وه؟  پوښتنه هم ځکه کوم چې زموږ اوسنى ناورين د هغوى د غلطو محاسبو محصول دى.

په تېرو تېروتنو غلطو محاسبو د پخوانیو چارواکو ملامتول زموږ حق دى. ولسونه يې په ناورين کې پريښودل او هغوى وتښتېدل، خو اوسنيو چارواکو ته دغه پيغام رسول  غواړو چې؛ وخت په تيزي سره ستاسو له لاسه وزي. له بد څخه بدتر هم راتلاى شي ،که په هېواد کې بشرى ناورين او اقتصادي فاجعه رامنځته کيږي زيان به يې ملت هېواد او تاسو وينئ. ستاسو دښمن مات نه دى بلکې د جګړو تاکتيک او بڼه يې بدله کړه. تاسو په وړو وړو مسایلو کې نښتي ياست. کار اهل کار ته سپارل د رب العزت حکم او د ملت حق دى. که ستاسو په ليکو کې چا د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره جهاد کړى وي، نو بيا خو جهاد نفى کيږي. ملت او له ملي ملاتړ څخه برخمن مشران په اعتماد کې واخلئ ورسره مشوره وکړئ درسره شريک يې کړئ.

متأسفانه له تاسو څخه وړاندې خلکو هم د واک د حرص غلطي وکړه، خو اوس نشته. تاسو د هغوى غلطيانې مه تکراروئ. دلته د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره جګړه دود ګرزيدلى ده. دلته د بيکاري او د زده کړو د کچې د ټيټوالي له امله جګړه اسانه ده او د پرديو زامنو په قرباني کولو پرمخ بيول کيږي، خو سوله د واک د قرباني غوښتلو له امله ګرانه ده.

که هدف د کابل نيول، ارګ ننوتل، زرهي موټر ترلاسه کول، د پخوانیو چارواکو ښايسته کورونو ته ننوتل، کروزينګ او هاى لکس موټرونه، M4 او M16 توپکونه، وزارتونه، ولايتونه، رياستونه او معينيتونه ترلاسه کول ستاسو بنسټيزې موخې وي، نو  دا هر څه ترلاسه شو، خو که اسلامي نظام جوړول، د ولسي هيلو تحقق، کار اهل کار ته سپارل،  ملت له ځان سره ملګرى کول او د هيواد په وړاندي د ننګونو او توپانونو مخنیوى مو موخه وي او غواړئ حکومت مو د خلکو په زړونو کې ځاى ولري، نو منزل ته له رسيدو وړاندي لاهم ډير اوږده مزلونه پاتې دي.

امریکا د جګړې په ډګر کې له ماتې  وروسته په (B) پلان باندي کار پيل او اوس يې داسې بريالۍ جګړه پيل کړه چې هغوى ته هيڅ ډول زيانونه نه اوړي. پخوانى واکمنان يې د امو له سيند څخه بې اودسه پورې ايستل او طالبان يې د سريښو په داسې ډنډ کې  ونښلول چې نه شاته تلل ورته شونتيا لري او نه مخته د تللو وړتیا لري.

تېر په هېر، د وخت حساسیتونه، له نړيوالو سره د اړیکو نزاکتونه د خپل ولس مجبوريتونه او د تاريخ بې رحمه قضاوتونه درک کړئ. له بشپړ باور سره وايم چې تاسو په يو اړخيز ډول حکومت نشى کولاى، د بالفعل او بالقوه ننګونو مقابله نشئ کولاى. د ملت په زخمونو باندې پټۍ کيږدئ د ناورينونو مخه ونیسئ، د توپک په شپيلۍ د حکومت کولو فکر له ذهنه وباسئ ، د ولس په زړونو باندي د حکومت کولو هنر خپل کړئ او مټکور چارواکي مو پوه کړئ چې له پاروونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي.

د تېر حکومت نسکورېدل ستره غلطي وه، خو اوس به په تيرو غلطيو پسې نه ګرزو. موږ قطعاً نه غواړو د تېر حکومت په شان د اسلامي امارت د نسکوريدو شاهدان واوسو. موږ نه غواړو يوځل بيا  د تراژيدي تکرار تجربه کړو. حکومت مو د ژمنو سره سم واقعاً افغان شموله او پراخ بنسټه کړئ! اوسنۍ کورنۍ او بهرنۍ تګلارې مو ابهامات لري. په اقتصادي، ټولنيزو، سياسي، کلتوري برخو او بهرنیو اړیکو کې د سمون لپاره اقدامات وکړئ. کار واقعاً اهل کار ته وسپارئ.

له نېکه مرغه افغانستان لاهم د نړيوالو د توجه په محراق کې شتون لري. همدغه فرصت وکاروئ! د اسلامي احکامو په رڼا کې د ښځو د زده کړو او کار کولو په برخه رغنده نوښتونه وکړئ.  د دغه کار لپاره هيڅ ډول موانع شتون نه لري.

د ښځو د زده کړو او کار په برخه کې زړور ګامونه واخلئ. کلتوري او ټولنیز شرائط توپیر لري. په ځينو شرایطو او ځينو سيمو کې بې سرپرسته ښځه مطلقاً د خپلو بچيانو د ژوند د اړتیا پوره کولو لپاره باید حتماً په مصئون چاپیریال کې کار وکړي.  په جزوي او فرعي مسایلو پسې مه ګرزئ، د ستونځو ريښو ته متوجه شئ. اصلاحات راوړئ او په دغه لار کې ستونځې له نړيوالو سره شريکې کړئ.

په نظام کې د ولس رول مطلقاً سلبول، د هېواد په هکله سترو او سختو پريکړو کې ولس ته د شراکت حق نه ورکول د ښې حکومتولۍ تصور له منځه وړي. وړانديز مو داده چې د ځينو ادارو مشرتوب له ځانه سره وساتئ. نور هر څه مسلکي پاکو افرادو ته وسپارئ او کلک څار ورباندې وکړئ.

په درنښت

Comments are closed.