ګوډ ملا، ړوند ملا او ګونګ ملا…

نجیب ننګيال

307
ګوډ ملا، ړوند ملا او ګونګ ملا…
تېر کال چې په ماسترۍ بوخت وم. يوه ورځ د جنرال مارک ميلي‌ ليکچر و. دغه دنګ، د پلنو اوږو، پړ غږ او قوي اندام څښتن امريکايي جنرال ډېرې خبرې وکړې. په دوه خبرو یې محصلينو ته ډېر ټينګار وکړ. « تاريخ ولولئ، تاريخ ولولئ او بيا هم تاريخ ولولئ.» بيا یې نظامي محصلينو ته مخ واړوه …and stay apolitical. مانا غير سياسي اوسئ.
دا ورځې ډېر چورتونه وهم. خپل ژوند، اړيکې، ملګري، وطن، ارمانونه او د راتلونکي هيلې ټولې داسې سره وپاشل شوې چې ژوندي انسان ته یې درد زغمل اسانه چاره نه ده. که يو وخت چا د دغسې حالت پيشګويي درته کړې وه، حتما دې تر دې وړاندې مرګ غوره باله. خو د انسان بدمرغي يا نېکمرغي دا ده چې د هر ډول حالت سره عادي‌ کېدای شي. نه مري، خو ژوند یې هم د پخوا په څېر نه وي. ځينې نوي راغلي وطنوال ګورم چې په هيجاني ډول دې رنګينيو سره عکسونه باسي او خپروي یې. زړه مې پرې وخوږېږي. بېچاره ګان په توده کې دي. د بې وطنۍ څپې یې لا سمې نه دي حس کړي او په دې مصنوعي ژوند کې لا د زړه تنګۍ له زوره نه دي خبر. دلته خپل ژوند مديريت کول په افغانستان کې د يوه رياست تر رهبري کولو ډېره انرژي غواړي. که دې سم پام پرې ونکړ، دېواليه کېږې، استهلاکېږې. خو نه پوهېږم ولې داسې انګېرم لکه ځينو ته چې سقوط رحمت شو. ځینې له حسابه پکې خلاص شو او يو پنډ د فساد دوسیې یې ممکن د عفوې له فرمانه برخورداره شي. که څه هم نوي راغلي کارغان وايي چې حقوق العباد نه بښو. لکه دوی چې ميږتون نه وي ازار کړی او دا شل کاله د وينو سېلاب خدای روان کړی و. خو دعا مو دا ده چې خدای دې ظالم په ظالم ووهي. د طبيعت او کيميا فورمول همدا دی چې عضوي عضوي حلوي. د سقوطونو، انقلابونو او توپانونو په وطن کې دا سقوط تر ټولو بد را ته وبرېښېده. شخصا یې له بلې هيڅ ماتې سره نه مقايسه کوم. اعتراف کوم چې مونږ ماته وخوړه او زمونږ ماته متاسفانه د يوه ملت ماته هم شوه. کاش دا يوازې زمونږ ماته وای، يوازې د هغوی ماته وای چې په واک کې و. ملت نه سرنګون کېدای او د کليمې محراب درې رنګه سل کلن بېرغ د پنجابي کرنېل پښو کې نه وای شهيد شوی. هغه ورځ به مې هېره نشي. د کابل تر سقوط يوه ورځ مخکې يوه لوړپوړي چارواکي را ته ويل، د سقوط په اړه مې ډېر اورېدلي و. خو سقوط مې ليدلی نه و. دا ورځې چې د ولسواليو او ولايتونو سقوط ګورم نو پوهېږم چې سقوط څرنګ وي او په څومره چټکۍ مخکې ځي. زړه مې و ورته ووايم چې د احمق زويه سقوط هم بايد سړی يو ځل وويني چې بيا یې مخه ونيسي؟ نوم یې ځکه نه اخلم چې تېره ليکنه ټوله له نومونو ډکه وه. ايله له هغو جنجالونو په يو کال کې وځو. ياران دې ما په خپله بزرګوارۍ وبښي، د صاحب شاه صابر خبره زمونږ بغير له تا نه نور څوک دي؟ ماران دې خپل کار کوي. ځينې زهر په مونږ هسې هم تاثير نکوي. د ليکوال بېچاره برخه دلته هم خواره وي چې دی یې په ليکلو مقصر وي، نور یې په کولو هم نه وي. شايد ليکل به په ريکارډ پاتې کېږي او د عملونو ښېګړه دا ده چې اګه ديدي بازي، اګه نه ديدي دوزي.
خبره بلې خوا لاړه. د مارک ميلي دواړه خبرې چې نن هم چورت پرې وهم د خپل وطن د کابو پنځوس کلينې غميزې تشخيص را ته پکې ښکاري. مونږ نه تاريخ لولو او نه مو پوځ غير سياسي پاتې شو. پوځ ته له ډېره درده سړی ماشاءالله ووايي. جنرال قادر د بمبار جيټ الوتکې په ارګ را پورته کړې، داود خان یې شهيد کړ. د خلقي انقلاب لوی خنډ یې له مخې لرې کړ. خو د هماغه انقلابيانو بيا د خوست په شل کيلومترۍ کې د جلال الدين حقاني مرکز بمبارولو ته ملا ماته وه. نه جيټ کار ورکاوه او نه سکډ. مونږ د کور زمريان، د سارا ګيدړ ملت يو. خپلو کې ښه سره خورو. نورو ته خمه ملا ګرځو. دا شته ځان-مرګي چې ګورئ او ډېر مېړني مېړني کېږي په ښځو د قمچينو وارونه کوي، دا ما په اکوړي کې د کمانډرۍ له جمروزي چې يو عادي ملېشه ژاولن پاکستانی عسکر و، څخه په منډو ليدلي. هغه وخت که پوځ غير سياسي پاتې وای او په پوځ کې د سياسي نظرياتي ميکروبونو د سرايت مخه نيول شوې وای،‌افغانستان هيڅکله دا بدمرغۍ نه ليدلې. پوځي چې د سياست علاقه لري، دريشي دې وغورځوي بسم الله. دا وار هم رښتيا دا دي چې زمونږ نظامي تشکيلات د مستقيمو سياسي مداخلو ښکار و او د هر ډګروال، جنرال او رتبه وال سياسي وفادارۍ بدلې وې. د خدای پار دی د بريدمن او ډګرمن د ترفيع اسناد به د وکيلانو او سناتورانو په لاسونو کې ښکته پورته کېدل او دروازه په دروازه به یې ګرځول. مقررۍ او تبديلۍ هم د دوی کار و. دا کار داسې په مشروعيت روان و چې وزيرانو به هم جينګې داړې نيولې وې، لاسليکول به یې. نو ته او خدای چې مقرر یې وکيل کړي، ترفيع سناتور صاحب ورته واخلي او فيصدي د امنيت شورا رياست دفتر ترې وغواړي، هغه عسکر به وطن، قانون او ملي مرام ته ژمن پاتې شي؟ سر به نذرانه کړي؟ هو، ټول داسې نه و. اکثريتو یې واقعا غرور درلود. د اصيلې مور شيدې یې څښلې وې. له خپل هر څه د دې وطن د ماشومانو د راتلونکي لپاره تېر و. خو قومانده د ډېرو خاينو خلکو په لاس کې وه. د زمريانو په راس کې چې ګيدړ مقرر کړې، هغه لښکر به ماته نخوري؟ زه د دوی په ذهنونو کې د حيفونو او ارمانونو د توپان غږ اورم. زه لا هم د ځانګړو ځواکونو د ګمنامو سپاهيانو په سينو کې د وطنپرستۍ سوځوونکې تودوخه حس کوم او لا مې هم د هغه صحنې مايوسي خوب ته نه پرېږدي چې دوی به ګوته له ماشې لرې کوله. ټوپک یې غورځاوه. خو علت نه و معلوم. د چا په امر؟ د چا لپاره؟ ولې؟
مونږ یې له تاريخه نه زده کوو. حتا نه یې لولو. ما کم لوستی او ډېر مې اورېدلی دی. له ماضي عبرت نه اخلو. اشتباوې په مکرر ډول ځکه تکرارو چې خبر نه يو کټ مټ کارونه د تاريخ د اشتباوو په ارشيف کې پراته دي. د چارو ادارې رئيس صاحب به په ښکاره نارې وهلې، نارې نه بلکې بغارې چې زه دوهم سلطان علي کشتمند یم او په هماغه صلاحيتونو به دا اداره چلوم. که یې تاريخ لوستی وای بيا یې دا جک نه وهل چې سلطان علي خو وطن زرغون کړ چې ته به یې کړې؟ دا دريم وار دی چې ملا زمونږ نظام را نسکوروي. عزت مو نېلاموي او هويت مو له زمکې ولي. ګډ ملا د پرنګي جاسوسي وکړه. په وچ بدن، چوغو وږو سترګو، مکارو خبرو یې زمونږ خلک غولېدل. لارنس د پير کرم شاه په څهره کې راغی. امام مو شو. خطبو او قلقلو ته یې غوږ و. ملا سقاو د تيراه له کوډګره تاويز په مټ پورې وتاړه. له غلاوو او شوکو چې ستړی شو. خادم دين رسول الله شو. مخ په کابل یې بريدونه پيل کړل. رک روغ نظام یې ړنګ کړ. هغسې نظام چې په شرط سره وايم هغه وخت ډېرو د نن پرمختلليو غربي هېوادونو هم نه درلود. هغسې اساسي قانون، د معارف مخ په ودې سيستم، په ۱۹۲۱ کې برقي ښاري بسونه، د ښځو لپاره برابر انساني حقوق، زده کړو او کار ته لاسرسی، ښاري نرخنامې، د عوايدو منظم سيستم، نړېوال پريستيج، سټنډرډ او پرمحتوا رسنۍ، سيمه ايز اتصال، مستقله بهرنۍ پاليسي او ……. اه!!! مونږ څه بدبخته خلک يو چې ماضي مو تر حال ډېره غوره او ډېره شانداره وه. مونږ د سل کاله پخواني پېر ارمان کوو. ملا سقاو په نهه مياشتنۍ واکمنۍ کې دومره خرابي وکړه چې نن یې هم تاثيرات څرګند دي. نن هم د هغه قبر د ملي شيرازې او ملي وحدت په وجود زهريله ګوزار دی. بيا څو لسيزې د ارامۍ، عزت او هويت څښتنان و. ملا حکمتيار را پورته شو. ملا رباني ور سره شو. مسعود یې شاګردي وکړه. چراټ ته ولاړل. د خپل روغ جوړ نظام په خلاف یې تمرينات پېل کړل. ملا سياف، ملا مجددي، ملا ګيلاني، ملا محمد نبي او ملا خالص ور پسې ورغلل. څو ټکان یې لا نه و کړي چې کې جي بي په مسکو کې تبې ونيوله او خپلو نفوذي غلامانو ته یې د خطر زنګ تېر کړ. چې وار مخکې کړئ، کنه ميدان د کاپيټاليزم لېوان نيسي. انډوخر جوړ شو. چې ښه یې وطن شلشم کړ. پسې بل ملا راغی. دا وار ګوډ ملا نه و، ړوند ملا و. هر څه ته یې په يوه سترګه کتل او هر څه یې د خپلې سترګې له زاويې ليدل. داسې نظام یې راوست چې انسان هغومره د انساني ازاديو، ژوند او هوساينې څخه محروم نظام تصور کولی هم نشي. خدای څه خو امريکا ځنې خلاص کړو. د يوه کروز سره له امیر المومنينه تر جنرال مبينه ټولو فرار وکړ.‌ په موټر سايکل راغلل په موټر سايکل وتښتېدل. که به دې په سهوه کې هم ور غږ کړ چې وا ملا صاحب! در برګ به شو. ملا به دې پلار وي. حقیقت همدا دی چې د معاصرو فرارونو بنسټ لوی ملا صاب ايښی دی. په دومره توپير چې هغه یې پيغمبري سنت بولي او وايي چې له جهله او ظلمه فرار د پيغمبر خاصه ده چې د مکې له جاهلانو ظالمانو یې يثرب ته کډه وکړه. هجرت يوه مودبه کليمه ده. رښتيا دا دي چې هجرت د فرار يو نوعيت دی. هر فرار بد نه وي. پښتانه وايي، که غل نه اوړي، مل دې واوړي. يا تېښته هم نيمه مېړانه ده. خو غم دلته دی چې که دا کار ملا وکړي ثواب دی. که یې ملا عمر وکړي، سنت دی. که یې غني وکړي، پيغور او طعنه ده. بيا چې درته ووايي جنګ مو ونکړو وتښتېدئ. هلک دا شل کاله یې چې يو نيم لک دانې در کې وغځول، په اسهال مړه شو؟ خو همدا جنګ و کنه. شل کاله یې وځغلولې، وينې وينې یې کړې، زنداني یې کړې، تر ګوانتانامو یې و رسولې. ته یې چې په ځان نه راوړې او ته چې نه شرمېږې خدای دې وشرموه. کوڼ یې وای غ -و وه ده وېل چې زلزله ده. کيسه مې دا کوله چې دا وار بل ملا را نازل شوی. د ګوډ ملا او ړوند ملا وروسته د ګونګ ملا وار دی. درې مياشتو کې يو وار غږېږي. رښتيا غږېږي نه غورېږي. په سر و بر یې دی خپله هم نه دی خبر چې څه وايي او څه یې ووېل. بس د معيوبو ملايانو تر جبر لاندې دا دی په دريم او څلورم وار ملت زندۍ کېږي. تاريخ یې مسخ کېږي. عزت یې نېلامېږي. ټول رڼې رڼې ګوري. پوهېږئ علت یې څه دی؟ مونږ تاريخ نه لولو. مونږ بيا بيا له همدې نمک حرامه طبقې ماته خورو. هغه چې مونږ خپل نس وږی پرېږدو، ده ته غوړه حلوا ورکوو. چې خېټه یې مړه شي. سور سپين، شحيم او لحيم شي لومړی وار یې په هماغه کاسې وي. لومړی هغه کافر بولي چې دی یې په تن پټاوه او لومړی د هغې فرښتې ښوونځی تړي چې ده ته یې د مور د لاس توده ډوډۍ راوېسته. لومړی د هماغې ادې زوی ورته حلالوي چې ده ته یې جومات ته شورواوې ور ځغلولې. دا ملا دی. ګوډ ملا دی،‌ ړوند ملا دی، ګونګ ملا دی….. او ملا عالم او مولانا نه وي.
استاد ګل پاچا الفت څه ښه ويلي و:
دوکه ور باندې نشئ که په سر یې سپين ململ دی
پرې مه غولېږئ، غل دی
پرې مه غولېږئ، غل دی
په خوله وايي امين يم، په دې خاوره ميين يم
مجلس د صادقانو ته راغلی په څه چل دی
پرې مه غولېږئ، غل دی
پرې مه غولېږئ، غل دی
ـــــــــــــــ پای ــــــــــــ
نجیب ننګيال
د ۲۰۲۱ل د دسمبر لومړۍ
ويرجينيا، امريکا

Comments are closed.