د لوږې سونامي – نهمه برخه

آصف بهاند

292

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې

د تاوتریخوالي سونامي

څلورڅلوېـښتمه برخه

راشه پر دې خاوره محشر، د مـحرومـيت وګوره

اولاد مې وږى راتـه مـري، راشه قـيامـت وګوره

يوسف خـرڅيـږي په بازار کې پـه درهم او ديـنار

د حُسن څــه عـجـيـب لــيـلام دى، تـجارت وګوره

پـانـګې عـجـيـبـي تـوبې وکـړي پـه نـهـرو بـانـدي

زرو تــه کــيــږي ســـجـدي، دا عــبــادت وګـوره

چا ويل دښمن مې په ګونډو کړ زه هم حر ګرزمه

زمـــا يـې واخـيـستـه ډوډۍ، زمــا اسـارت وګوره

د ازادۍ مــاغـــزه مــې وخـــوړل د لـــوږي بــلا

زه لا عـجـيـب يم راشه زمـا عجيب حالت وګوره

              (عصمت قانع)

د ۲۰۲۱ ام کال د ماشوم نړیوالې ورځې له پاره د «د هر ماشوم له پاره ښه راتلونکې» شعار ټاکل شوی چې د افغان ماشومانو له روان ژوند سره بیخي په تضاد کې دی، دا ځکه چې د افغان ماشومانو او کوچنیانو ژوند ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی. دې شعارونو، د قلموالو لیکنو او هڅو، اصلاً د افغان ماشومانو او کوچنیانو پر روان کړګېچن حالت هېڅ ډول اثر نه دی کړی.

د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت د بي بي سي پښتو د «روان وضعيت پر افغان ماشومانو ناوړه اغېز کړی» تر سر لیک لاندې د یوې لیکنې د خپرولو په ترڅ کې ویلي چې افغان ماشومان له بې شمېره ستونزو کړېـږي. د یادې لیکنې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«د ماشومانو نړیوالې ورځې لمانځنې سږنی شعار هر ماشوم له پاره ښه راتلونکی دی. دا ورځ داسې مهال لمانځل کېـږي، چې افغان ماشومان له ګڼو کړاونو کړېـږي او په ملګرو ملتو کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې شاوخوا درې میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې ښايي یو میلیون افغان ماشومان د کال ترپایه له لوږې خپل ژوند وبایلي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغان ماشومانو وضعيت د “نړيوالو رسنيو ناسم تبليغ” بللی دی او وايي “که ستونزې ډېرېـږي مسووليت يې د نړيوالې ټولنې پر غاړه دی.”

له ۱۹۵۴ کال راهیسې هر کال د نومبر پر شلمه د ماشوم نړۍ واله ورځ لمانځل کېـږي. دا ورځ په دې هدف لمانځل کېـږي چې په نړيواله کچه ماشومانو لپاره ګډ کار وشي، عامه پوهاوی زیات او د ماشومانو پالنه ښه شي.

په ۱۹۸۹ کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون د ملګرو ملتونو له خوا رامنځته او تایید شو. د دې کنوانسیون له منل کېدو وروسته د نړۍ په کچه د ماشومانو وضعیت کې د پام وړ ښه والي راغلی. خو لا هم ستونزې شته په تېره جګړه ځپلو او بېوزلو هېوادونو کې.

د دې ستونزو له ډله د زدکړې محرومیت دی. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې لا هم د نړۍ لر او بر ۲۶۲ میلیونه ماشومانو د زدکړې له حقونو بې برخې دي. بله لویه ستونزه د ماشونو نجونو ودول دي. په نړۍ کې ۶۵۰ میلیونه نجونې له اتلس کلنې ټیټ عمر کې واده شوې دي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ماشومان یې له روغتیايي، زدکړې، او رواني روغتیا له پلوه زیانمن شوي دي.

افغان ماشومان چې هېواد یې له څه باندې څلورو لسیزو د جګړې ډګر دی، په یادو ټولو برخو کې له سخت کړاو سره مخامخ دي.

لوی شمېر ماشومان پر واټونو کارکوي او یا په سختو کارونو بوخت دي. په تېرو کلونو کې هم میلیونونه ماشومان له زدکړې بې برخې وو. اوس چې طالبان واک ته رسېدلي، ما شومان تر پخوا په لا ناوړه روغتیايي او رواني وضعیت کې دي.

د طالبانو د ادارې له خوا د شپـږم ټولګي پورته زدکوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو سره د افغان نجونو ستونزه تر بل هروخت ډېر شوې ده.

د کابل پوهنتون د اروا پوهنې استاد شرف الدين عظيمي وايي د افغانستان روان حالت د ماشومانو پر روان ناوړه اغېزې کړې دي.»

دا چې کوچنیان خرڅېـږي،

 کوچنیان شاقه کارونو ته اړ ایستل کېـږي،

 کوچنیان سوال کولو او گدایي ته کېنول کېـږي،

او…

ایا د دې کوچنیانو مشرانو، د هېواد واکدارانو، د کوچنیانو د حقونو پلویانو او… د دې په باب فکر کړی چې:

ــ پر کوچنیانو باندې په پرلپسې ډول دا کارونه ترسره کول، د دوی پر رواني حالت باندې څومره او څه ډول اغیز ښندي؟

ــ د دوی د راتلونکي ژوند وضعیت به له فزیکي او رواني پلوه څه ډول وي، پایلې به یې کوچنیانو ته، د دوی کورنیو ته او راتلونکې ټولنې ته څه ډول وي؟

په یاد ولرئ چې پایلې یې سل په سلو کې منفي دي او ډېر ناوړه عواقب به ولري. د دې له پاره په لومړي گام کې کورنۍ د اولاد راوړلو په برخه کې که له سره کتنه وکړي او د نویو اولادونو د زېـږولو په وخت کې خپل اقتصاد ته په کتو سره د کوچنیانو د ساتنې، پالنې خوراک، روغتیایي امکاناتو او تعلیمي مسایلو په باب فکر وکړي.

وروسته له کورنیو نه دولتونه باید د ماشومانو او کوچنیانو د حقونو په مراعات او د ماشومانو او کوچنیانو په باب د نړیوالو قوانیننو په نظر کې نیولو سره، د ماشومانو او کوچنیانو ژوند ته هراړخیزه پاملرنه په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي.

دغه راز نړیواله ټولنه باید د ماشومانو د زیږون، ساتنې، پالنې او د هغوی ژوند ته د هراړخیز پام ساتلو په برخه کې  نه یوازې د دوي ژوند په نظر کې ولري، له افغان واکدارانو سره هم په دې برخه اړینې لارښوونې او مرستې ونسپموي.

په نړۍ کې د خلکو د ژوند ترمنځ نا انډولي ډېره ده او دا واټن ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی. د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې «په نړۍ کې ۴۰۰ ټريليونه شتمني شته»

خو د دې تر څنگه د فقر کچه او د وږوو شمېر مخ په دېرېدو دی.د ملگرو ملتونو مسؤل اشخاص وايي چې په نړۍ کې د دومره شتو له موجودیت سره ـ سره، خلک له لوږې مري، «دا زموږ لپاره د شرم وړ ده.»

او په نړۍ کې دا بد مرغي او سونامې په اوسمهال کې تر ټولو ډېره افغانانو ته ورپه برخه شوې ده. نړیوال خیریه بنسټونه چغې وهي چې د لوږې سونامي افغانان، په تېره ماشومان، کوچنیان، تنکي ځوانان او حامله ښځې په لومړي گام کې څملوي او د بشري ناورین لمن نوره هم پراخېـږي، خو د نړۍ شتمن هېوادونه او شتمن اشخاص غوږ هم نه گروي. دا د یونیسف د ادارې  د چیغو یوه برخه ده:

«په دې وروستيو کې نړيوالو ادارو خبرداری ورکړ چې د خوراکي توکو د بې ساري بحران له امله افغان ماشومان د پخوا پرتله د لوږې له لوی ګواښ سره مخ دي.

يونيسف ویلي، چې په دې ژمي کې به ۲۲.۸ ميليونه خلک چې شاوخوا ۱۴ ميليونه يې ماشومان دي د خوړو له بحران سره مخ شي.

د دغې ادارې په وينا له پنځو ميليونو ډېر ماشومان اوس د خوارځواکۍ څخه يوازې يو ګام لېرې دي او په ميليونونو تنکي ماشومان له خطر سره مخ دي.»

  وبه لیدل شي چې په لنډه راتلوکې د افغان حاکمانو او نړیوالو ترمنځ د سیاسي ـ نظامي  ناندریو لړۍ په کوم لوري غځول کېـږي او پایله به یې د افغانستان د وږیو له پاره څه وي؟

Comments are closed.