چارواکي او عامه وينا

قدرت الله هېوادپال

277

د مشرۍ يو تر ټولو مهم مسؤلیت عامه ويناوی دي، چيرې چې مشر خپلو ملاتړو او لاس لاندې خلکو ته ويناوی کوي په دولتي چارو کې يو عام رواج دی چې دولتي مشران ملت ته د ځواب ورکونې يا بل نامه لاندې ولس ته ويناوې کوي.

دا ويناوی عموماً د راتلونکی مودې لپاره د هېواد کړنلارې او تګلارې ټاکي، ځينې پرمختللي هېوادونو د مشرانو ويناوې خو آن د نړۍ نورو هېوادونو لپاره هم مهمې وي، زموږ غوندې خوارپړقو لپاره بيا يوازې د خپل هېواد کړنلارې ټاکل هم کافی دي.

لدې سره دا ويناوې ولس ته د اطمينان ورکولو لپاره هم کاريږي، چې دولت ولې اوسنئ کړنلارې پر مخ بيايي، کوم موارد په لومړيتوب کې دي او څه ته په تمه دي.

silver corded microphone in shallow focus photography

سياست سره لدې چې په اصل کې له خلکو سره کار کول دي، او هر څومره چې ستاسې دا له خلکو سره کار د ټولنې بیلابيل قشرونه رانغاړي، همدومره د دې بیلابیلو ډلو خوشحالول سختيږي، نو ځکه د سياست مدارانو پريکنده اکثريت درواغو او پړسيدلو ژمنو ته ځي، چې اوسنئ ستونزې يا د پخوانيو چارواکو پر غاړه ورواچوي يا راتلونکو لپاره يې پريږدي.

او دا درواغ يا د ځينو په اصطلاح نيمګړي يا عيار شوي رښتيا ټول وايي، که هغه مذهبي، رواجي، ولسي، ديکتاتوري، شاهي هر ډول مشران او نظام وي، له درواغو څخه د مصلحت، توکل، خلکو ناپوهئ، پيغام ساده کولو او نورو په نامه کار اخيستل کيږي.

په عمومي توګه مفاهمه له ځينو نيمګړتياوو او سليقوي تمايلاتو ځوريږي او بهتره مفاهمه هغه ده چې دا نيمګړتياوې تر اخيري حد راکمې کړي، د مفاهمې دا نيمګړتياوې عموماً دا څلور شکل خپلوي:

هر کله چې موږ ويناوی کړو يو تر ټولو مهم اړخ يې د ويناوالو تمو ته کتل دي، په مشرۍ کې وينا د یوه هدف لاسته راوړلو لپاره وي، که چيرې ویناوې دا اهداف لاسته نه راوړي نه بيا هغه ويناوې ګټورې نه بلل کيږي، په عموم کې مفاهمې له څلورو عمومي نيمګړتياوو يا تمايلي خلاوو ځوريږي.

people raising their hands

د دې نيمګړتياوو لومړنی ډول يې له عقايدو او فکر سره سم معلوماتو ته ارزښت ورکول دي، دا ډول معلومات دې ضرور نه وي چې سم وي، خو د دې لپاره چې زما له فکر سره سم دي، نو ځکه معتبر ګڼل کيږي. پدې ډول فکر کې دا هم له امکانه ليرې نه وي، چې شواهد دې بل څه وايي خو څرنګه چې شواهد د شخص پر فکر برابر نه دي نو ځکه پر هغې سترګی پټيږي.

دوهم ډول نيمګړتیا او تمايل اوسني حالت سره راضي کيدل دي، پدې ډول کې خلک هغه څه نه وايي چې اوسنی حالت وننګوي بلکه غواړي چې حالات همداسې واوسي. له هغه ويناوو او پيغامونو ډډه کيږي چې د عصر يا ننني واقعيتونو سره سم نه وي.

درېيمه يې په آسانه شته معلومات معتبر ګڼل کيږي، په دې ډول تمايل کې هغه معلومات ارزښتمن وي چې په آسانه ياديږي يا په ياد پاتې کيږي، لکه هر څوک وايي چې پلانکی ښه سړی دی، نو بيا هر نوی شخص وايي چې ټول وايي ښه سړی دی، نو حتماً به ښه وي.

دا اوريدونکی ځان نه په عذابوي چې ځان پوه کړي رښتيا څه دي.

څلورم يې ډله ييز فکر دی، هر څومره ډير خلک چې پر يو فکر وي، همدومره ډير خلک غواړي پر هغه فکر شي يا ډله ييز فکر ته راشي، څوک نه غواړي چې له ډله ييز فکر بیرون فکر وکړي يا ځان پر دې قانع کوي چې دا زما مخالف فکر پر دې ارزي چې دومره بحث پرې وکړم، هر څوک چې هر څه وايي بايد ورسره سر وخوځوم.

لدې نيمګړتياوو نږدې هره مفاهمه اغيزمنه وي، نو ځکه ويناوال بايد هڅه وکړي چې خپله وينا لدې تمايلاتو وژغوري، دا هم د تعجب خبره نه وي مخکې لدې چې څوک ولس ته څه ووايي له څو بیلابيلو مراجعو سره يې شريکوي او ترې نظر غواړي، چې څرنګه وينا بهتريدلای شي.

په عامه وينا کې تضادونو ته کتل کيږي، چې دا شخص څرنګه هڅه کړي هر څوک په يوه تله وتلي، يعنې داسې نه کيږي چې کله چې د ولس د حق غوښتنه شي نو ما ته واياست چې دعا وکړئ يا د نصوصو او قوانينو بحث رامنځ ته شي،  او عمل هیڅ وي، خو کله چې د چارواکو يا د هغوی د ملاتړو د حق خبره شي نو بيا اصول هغه دي څه چې دوی تعريفوي، دنياوي وسايلو ته پر نصوصو او قوانينو لومړتيوب ورکول کيږي او بيا برکت لپاره دعا هم کوئ.

مشر تر ډيره او دولتي مشر مخصوصاً د ناهيلۍ او قهر حق نه لري، ناهيلي هغه وخت راپيدا کيږي چې کله يو څوک هر څه وکړي، خو بيا هم فکر کړي چې کار نتیجه نه ورکوي، دولتي مشر ځکه بايد ناهيلی نه شي چې هغه بايد خپله اعظمي هڅه وکړي چې چاره سمه شي، که چيرې بيا هم سمه نه شي، نو ولس ته دې ووايي او بيا دې هغه چا ته وسپاري چې کولای يې شي، دولتي چوکۍ ميراثي نه ده او نه بايد میراثي فکر شي.

او په قهر ځکه نه شي، چې د قانون په چوکاټ کې د هر چا حقوق معلوم دي، آن که دا د شرعي قوانينو بحث هم وي، هلته هم د قهر حق نه لري، ځکه لدې سره د دې امکان ډيريږي چې د قهر په صورت کې به داسې څه ووايي چې خلک به يې دولتي اصل او کړنلاره فکر کړي او د ډيرو ژوند او دارايي به له خطر سره مخ کړي.

نو مشر ته هيڅکله دا حق نه دی ورکړل شوی چې شخصي فکر يا کينې له مخې په قهر شي، يا دې چا ته ووايي چې زه د دې مسؤل نه يم، يا پر دې په قهر شي چې کار نه شي کولای او کله چې ترې خلک حق غواړي نو له قهره او ښکنځلو نور څه نه لري.

هر کله چې يو څوک د هر څومره ډيرو خلکو مسؤليت په غاړه اخلي، همدومره د نظر اختلاف امکانات ډيريږي، نو ځکه مشر بايد د مخالف نظر زغملو او هغوی ته په يوه سترګه د کتلو توان ولري، په دې نه کيږي چې له ترحم يادونه وکړي او بيا دا ترحم پر خلکو خرڅوي يا ووايي چې موږ مخالف نظر اورو او دا بيا پر خلکو احسان کيږدي.

پر هغه چوکۍ چې دا مشر کيني د هغې د مسؤليت کليدي اړخ همدا دی چې له هر چا سره به د قانون په چوکاټ کې ګوزاره کړي، او خپل مسؤليتونه به په احسنه درجه اجرا کوي، او که له وسه يې پوره نه وي بيا دې بل څوک رامخکې کړي.

پاتې د ويناوو تاريخ شو، نو تاريخ د مشر لپاره د عامه وينا له کمالاتو او هنرونو ډک دی، که د حضرت محمد (ص) له صفاتو تير هم شو، چې څرنګه به ډير نرم او په ترحم غږيدو، آن د اصحابو ډيرې بيلګې شته چيرې چې دوی پر خپلو ويناوو ولس او امت ته حوصله او زړه ورکړی دی.

hiwadpal.com

Comments are closed.