وړه دنیا دوه پېښې/ بېکسیار

0 669

 

د ۲۰۱۳ کال منی و، په سویډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز ملګرو خبر راکړ چې نمانځغونډه را ته نیسي . په لومړي سر کې خو مې لکه د پېغلې چې واده ته ښه زړه هم کېږي، خو بیا هم نه او نو کوي، څه ناندرۍ سره ووهلې خو وروسته له څه خبرو، وړاندیزونو او فرمایشونو مې ور سره ومنله . د دوی د دومره قدر دانۍ او مینې په مقابل کې ما وعده وکړه چې زه به هم خپل یو دوه کتابونه د غونډې د لا ښکلا او ځلا په پار چاپوم .
بیا نو لاس پکار شوم په ۲۰۰۵۵ کې زما د وروستیو دوه کتابونو (تیګا) او (دا ته د کومو غرونو شور یې ؟ ) څخه را پدېخوا د خپلو شعرونو په را ټولولو مې شروع وکړه، له کاغذونو، کتابچو، تیلفونونو، د بچو له ایپټونو او کمپیوټره مې په ډېر شواخون شعرونه راجمع، د ښاغلي هیواد شیرزاد تر تصحیح او ډیزاین وروسته مې د څو ډنمارکي ملګرو په مرسته چاپ ته وسپارل .
خبره داسې سره را جوړه شوه چې د ډسامبر د میاشتې په سر کې تر نمانځغونډې اونۍ نیمه مخکې به کتابونه چاپ وي او زه به يې له ځانه سره سویډن ته وړم . خبرې ډېرې سر يې یو داسې و نه شول، په نن سبا کې خبره تر نمانځغونډې یوه ورځ مخکې ورځې ته راورسېده، پدغه وخت کې نو د چاپخونې هغه له ما سره په اړیکه کې کس په کاناډا کې په رخصتۍ دی، او زموږ دواړو اړیکه هم د برېشنا لیک له لارې .
ماښام اوه بجې چې د کتابونو د را رسېدو وروستۍ وعده وه برېښنا لیک يې را واستاوه چې په کتابونو بار لارۍ د ډنمارک مرکز کوپنهاګن او بلې لويي جزیرې یولند ترمنځ په سمندر کې د غځېدلي پله په سل یو نیم سل مترۍ کې ولاړه ده او پول د خرابې هوا او توپان له وېرې تړل شوی .
دوه درې توند او ترخه برېشنا لیکونه مو سره تبادله کړل، په پای کې لکه هغه د شپون صیب د شین ټاغي محاوره چې ملګري يې له ده څخه هغه پرچمۍ جاسوسه غواړې چې مړه يې کړي او دی يې نه ور حواله کوي نو ورباندې غږ کوي چې خوګیاڼی کېږه مه ! ځان ته وویل چې پښتون کېږه مه ستا په غوسه نه توپان درېږي او نه پول خلاصېږي . کمپیوټر مې وتاړه او تیلفون مې را واخیست چې د ملګرو احوال واخلم شل پینځه ویشت تیلفونونه يې را وکړل خو ما سر نه خلاصاوه او د کتابونو په غم کې وم .
که ګورم چې په ملګرو هم همدا د پله او توپان ویر ګډ دی، دوه درې په الوتکه کې راغلي ملګري هغه د مېلمستیا ځای ته چې موږ په ګوته کړی و رارسېدلي، نور څو ملګري او په جرمني کې د کونړ ځوانانو د ټولنې دوستان په همدې پله کې ایسار دي . دوی ته مې هم د کتابونو کیسه تېره کړه، ټول سره خپه خپه شول، سره لدې چې زړه مې هم نه کېده خو د دوی په اسرار زه هم مېلمستون ته ور وخوځېدم .
په لاره مې ټیلفون څه چنګ پنګ وکړل خو دغه وخت ماته نه د چا ټیلفون مهم وه او نه دچا پیغام، مېلمستون ته په رسېدو مې چې ټیلفون وکوت، ګورم چې برېښنا لیک يې را لېږلی او لیکلي يې دي چې د کتابونو لارۍ پر پله را اووښتې او دغه د چلوونکي شمېره ده ور سره په اړیکه کې شه .
چلوونګي ته مې چې زنګ وواهه د سړې طبعې، معقول او نرم سړی و، ویل يې په ټوله کیسه خبر یم یو نیم ساعت وروسته پلاني ځای ته در رسېږم، په کراره او ارامو اعصابو به راشې او خپل کتابونه به واخلې، چې څو ته نه يې راغلی زه هېچېرې نه ځم .
له مېلمستونه مې اینجینیر صیب ودېر ساپی هم له ځانه سره کړ او ورغلم، په کتابونو مې چې سترګې ولګېدې د واره مې یوه بسته را خلاصه کړه او د کتاب په لیدو سر شوم، ودېر صیب کتابونه موټر کې ځای پر ځای کوي او زه کتاب ښکته او پورته اړوم او بیا بیا يې ګورم، ډرېور لکه هماغه شان چې مايې په ټیلفون کې حدس وهلی وه د پاخه عمر مهربانه او خوش اخلاقه سړی و . زه چې د کتاب په اړولو را اړولو موړ شوم نو ده را څخه واخیست، مخ شا يې چې واړاوه را واړاوه نو را ته کاندي چې « ډنمارک څومره بدل شو، څلوېشت کاله کېږي چې همدا کتابونه وړم راوړم دا اول ځل دی چې ګورم په ډنمارک کې پداسې یوه ژبه هم کتابونه چاپېږي، بیا نو د کتاب په ښکلا را سر شو چې توري يې داسې ښکلي دي، او پوښ داسې ښایسته دی او ی ګانې يې ښوولې لکه بتکې چې روانې وي » خلاصه دومره يې خبره اوږده کړه چې ما ورته وویل که غواړې دا یو کتاب يې ستا، وې ولې نه په ډېره مینه غواړم يې اوما هم ور ډالۍ کړ .
***
همدا اونۍ تر مخه چې کورته راغلم په تشناب کې د لاس وینځوني بمبه خرابه شوې وه او اوبه يې نه بندېدې، اول خو مېرمنې پرې خواري کړې وه بیا زه لګیا شوم خواري مې پرې وکړه، بیا مو یو دوه ګاونډیان پرې ستړي کړل خو اوبه بندې نه شوې او مجبوره شوم یو مسلکي کس ورته را وغواړم .
د اوبو د بندېدو دغه ځای د سمندر په خونه کې د کټ پښو سره وه، کارګر چې راغی لګیا دی اوبه بندوي او نېغې نېغې د سمندر د کټ څنډې ته زما پروت کتاب ته ګوري، غوښتل يې څه ووايي چې ټیلفون ورته راغی، له ټیلفونه چې را خلاص شو نو ماته دې کاندې «دغه کتاب زما ورور هم لري» زما فکر سمدستي زما دوه درې ډنمارکي ملګرو ته لاړ، چې ما خپل کتابونه ورکړي و، غوښتل مې ترې و پوښتم ستا ورور څوک شاعر لیکوال دی ؟ خو زما تر پوښتنې مخکې دی بیا را ته وايي «تا خو به دا کتاب اخیستی وي، زما ورور ته پخپله لیکوال ور کړی » ماوې ستا ورور څوک شاعر لیکوال څوک دی ؟ وې « نه، زما ورور د لارۍ چلوونکی دی » .

Leave A Reply