آیا موږ ملي اتل هم لرو؟ / مجیب الرحمن اتل

0 534

ارنست رنان فرانسوي تاریخ لیکونکی په دی باور وو چې د ملتونو بنسټ په هغه څه ولاړ دی چې په ټولنیز ډول یی له یاده اوباسو یا یې هم په خپلو یادونو کې ساتو. د هغه په اند د ناغوښتونکي تاریخي حقیقتونو بیانول، کولای شي چي د یوه ملت د موجودیت فلسفه له ګواښ او نابودۍ سره مخ کړي. ځکه د نړۍ ډیري ملتونو د ویني او تاوتریخوالی له مینځ څخه سر را پورته کړی او وروسته دا تاوتریخوالی له یادونو څخه وتلی او یاهم وتلی ساتل شوی، چې د دغو خاطراتو بیا ژوندي کولای شي چې ملتونه تباه کړي.

د رنان دغه خبره د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت سره ښه سمون لري. ځکه د افغانستان قامونه په دی اند دي چې د دوي په حق کې تاریخ انصاف ندی کړی. د مثال په توګه تاجیکان په دې باور دي چې په وروستیو څو پیړیو کې د قدرت له محور څخه لري پاتي شوي دي. هزاره ګان د امیر عبدالرحمن د دورې په یادولو سره ادعا کوي چې دوی د افغانستان د تاریخ واقعی قربانیان دي، ازبکان وایي چی د دوی د حضور څخه د افغانستان په تاریخ کې انکار شوی دی. په همدې ډول نور قامونه هم د افغانستان له تاریخ څخه ښه زړه نلري.

دغه تاریخي مظلوم انګیړنه، د دې سبب شوې چې د قومي توپیرونو فاصله نوره هم ډیره شي، هان تر دې چې قامونه په دې لټه کې دي چې خپل تاریخي مظلومیت د خپلو اتلانو په څیره کې را څرګند او د ملت مفهوم او د افغان او افغانستان نوم تر قومي کچې را ټیټ کړي. د حبیب الله کلکاني بیا خاوروته سپارل او د هغه یاد د یوه اتل په څیره کې را ژوندی کول د همداسی تقابل یوه ښه بیلګه ده.

څرنګه چی رنان ویلي، په داسې ټولنو کې چي توکمیز اختلافات ژور دي، د تیر یادونو ژوندي کول نه یواځې چې د قامونو ترمینځ د اختلافاتو د واټن د کمیدلو سبب نه ګرځی بلکې د نفرت او کرکې او بالاخره د ملت د ماتیدلو، سبب هم ګرځیدلی شي.

په افغانستان کې د ملي اتل نشتوالی

په غرب کې د ملې اتل بحث د دولت-ملت د جوړیدلو سره سم د پام وړ ګرځي، چیرته چې د دولت ماهیت د خلکو د خپل ځان او له وطن سره د میني، فضیلت، اخلاق او ټولنیز تعهد څخه را پورته کیږي. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ملی اتل او د اتلولۍ مفهوم د (ورکو سرتیرو) له نوم سره یوځای کیږي او د هغوی په ویاړ څلي جوړیږي.

تاریخ لیکونکي او د ټولنیزو علومو پوهان په دې نظر دي چې په ټولنه کې د ملې اتلانو څیړل کیدای شي چې د ملي هویت د پیژندلو او تشخیصولو لپاره یو ښه معیار وي. ځکه د خلکو له خوا د دوی منل او نه منل کیدل د ملت د جوړښت او د هغوی د ملی هویت په هکله کره معلومات وړاندې کوي.

ملې اتلان د خپلو ملتونو لپاره د ټولنیز تعهد او وطن ته د وفادارۍ ښې بیلګې دي چې په خلکو کې د ملي حس او فکر د زیږیدلو سبب کېږي. کوم څه چې په افغانستان کې د هغه د معکوسی پایلې شاهدان یوو. د مثال په ډول کله چې ولسمشر غني وایي چې امان الله خان یو ملې اتل دی د احمد شاه مسعود د کورنۍ له سخت غبرګون سره مخامخ کیږي. د احمدشاه مسعود کورنۍ ادعا کوې چې د ملې اتل نوم یوازې د احمد شاه مسعود حق دی او نور کسان باید په دغه نوم یاد نشي. دلته نه دا چې ملی اتل د ملي حس او فکر د را مینځ کیدلو سبب ندی شوی بلکې په خلکو کې د اختلاف سبب هم ګرځیدلی.

کله چې زموږ ماضي یعنی د وګړو ګد میراث چې د ملت والی او ملت کیدلو یو مهم رکن دی نشو منلی، په سختۍ دا منلی شو چې موږ ملی اتل یا اتلان هم لرو. کله چې امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ او تجدد بنسټ ایښودونکی، د امیر حبیب الله په شتون او د هغه د یاد د را ژوندي کولو سره ردوو، دا ممکنه نده چې احمد شاه مسعود ته ملي او غیر قام محوره اتلولي ورکړو.

شاید دوهمه سقاوي د پښتنو یوازینی کتاب ندی چې احمدشاه مسعود نه یوازې دا چې قهرمان نشي منلی بلکې هغه ګوډاګی او د افغانستان د خپل منځي جګرو اصلی لامل هم معرفي کوي. حقیقت هم دا دی چې پښتانه او نور ټول هغه قامونه چې په خپل منځي جګړو کې ځپل شوي، احمد شاه مسعود ته د یوه ملی اتل او قهرمان په سترګه نه ګوري. بلکې هغه ته د ملی اتل نوم ورکول یو سیاسی مصلحت ګڼي نه یو تاریخي استحقاق.

احمد شاه مسعود له طالبانو سره سختې جګړې تجربه کړي، هغه کسان چې نن ورځ د افغانستان تقریبآ پنځوس فیصده خاوره په خپل کنترول او یا د خپل نفوذ لاندې لري. کوم کسان چې د حامد کرزي له خوا (ناراضه وروڼه) ګڼل کیدل. سره له دې چې د سیاسی دلایلو او اسلامی ایدیولوژۍ په اساس د طالبانو څخه د عربی هیوادونو او پاکستان ملاتړ یو څرګند حقیقت دي خو دا به مبالغه وي چې طالبان سوچه بهرنۍ غورځنګ او د هغوې د رامینځ ته کیدلو لاملونه هم د افغانې ټولنې او په ځانګړي ډول د پښتنو کلیوالو سیمو څخه بهر ولټوو. ڼو په داسې یوه ټولنه کې چې خورا پیچلي قامې جوړښت لري او تر اوسه د ملت کیدلو خوا ته یي ګام ندی پورته کړی تر څو خپل ملي هویت ته بڼه ورکړي، د ملي اتل درلودل یوازې یوه سیاسي مضحکه ټوکه ده او بس!

Leave A Reply