د مذهبي بریدونو تر شا پټې موخې/ ځیرک یوسفي

0 566

له تاریخي پلوه، افغانستان د اسلامي نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې مذهبي اختلافات او د مذهب پر بنسټ تاوتریخوالي پکې اوږده مخینه نه لري. که په تصادفی توګه د سیاسي، ګوندي، جغرافیوي، ژبني، تنظیمي او قومي مسائلو له امله هم کله لنډمهالې شخړې، جګړې او د تاوتریخوالي پیښې رامنځته شوي، ډیرې ژر پای ته رسیدلي او داسې هم شوي چې له یوې مودې وروسته سیالې او جګړه مارې ډلې چې د بیلو مذهبونو لارویانې هم وې، په یو ائتلاف کې سره یوځای شوي دی او له یو دریځ څخه یې د خپل سیاسي یا پوځي مخالف لوري پر وړاندې اقدامات ترسره کړي دي.  په ټولیزه توګه افغانستان څومره چې ګڼ-ملیتي دی په هغه اندازه ګڼ-مذهبي نه دی، یعنې افغانستان له ډیرو قومونو جوړ دی، خو د مذهبونو شمیر پکې لږ دی. په ټولیزه توګه د افغانستان تر ۹۹٪ څخه زیات وګړي مسلمانان دي او پاتې برخه یې هندو، سیک او نور مذاهب جوړوي. د مذهب له پلوه په تقریبي توګه ډیری افغانان، د ۸۰٪ په شاوخوا کې سُني او د ۱۹٪ په شاوخوا کې شیعه ګان جوړوي. سره له دې چې په دې وروستیو کې سُني او دغه راز شیعه ډلې په نورو کوچنیو مذهبي ډلګیو هم ویشل شوي دي، خو دغه ویش لا تراوسه دومره متبارز نه دی. د بیلګې په توګه په سُنیانو کې ځینې وهابي یا سلفي، پنجپیري، تبلیغي او د ځینو طریقو او تصوف پیروان په سترګو کیږي او شیعه ګان هم په دوه ډلو ویشل شوي چې لویه ډله یې جعفري (دولس امامه) او کوچنۍ ډله يې اسماعیلیه ده چې اصلي مرکز یې په بدخشان او د بغلان په کیان دره کې دی او اوسمهال یې مشري سید منصور نادري کوي. سره له دې چې د شیعه ګانو ډیری هزاره توکمي دي، خو قزلباش، بیات، تاجک او حتی پښتانه او نور قومونه هم شیعه ګان لري او دغه راز په سُنیانو کې ټول توکمونه حتی ځینې هزاره ګان هم شتون لري.

مخکې له دې چې د مذهبي اختلافاتو د راټوکیدلو پر لاملونو خبرې وکړو، په ډیره لنډه توګه به تیرو څو کلونو کې پر هغو بریدونو، وژنو او تښتوونو تم شو چې په ځانګړې توګه پکې د شیعه مذهب لارویان په نښه شوي دي. خو باید په یاد ولرو چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې په سلګونو او زرګونو بریدونه چي پر شیعه ګانو بریدونه یې ډیره کوچنۍ سلنه جوړوي، پر سُني وګړو هم د بهرنیوسربیره، د طالبانو، نورو مخالفو ډلو او آن نامعلومو لوریو لخوا ترسره شوي خو د دې خبرې موندل چې ګواکې دغه بریدونه به مذهبي لاملونه ولري، ناشوني دي. په بل عبارت دغه ډول بریدونه له مذهبي پلوه دومره حساس نه دي چې مذهبي اختلاف رامنځته کړای شي. خو بیا په ډلییزه توګه د شیعه ګانو په نښه کول کیدای شي مذهبي احساساتو راپارولو ته لاره هواره کړي.

د تیرو شپاړسو کلونو په دوران کې پر هزاره توکمو شیعه ګانو یو څه ناڅه بریدونه شوي، خو د تیرو شپږو کلونو را په دیخوا د دغه ډول بریدونو په شمیر کې یو څه زیاتوالی راغلی دی. چې په ټولیزه توګه په دغو ډلییزو بریدونو کې تر اوسه له ۳۰۰ څخه زیات هزاره توکمي شیعه ګان وژل شوي دي.  په لومړي ځل په ۱۳۹۰ کال کې د عاشورا د ورځې د مراسمو په ترڅ کې د کابل پر ابوالفضل زیارت برید او د ۷۸ کسانو وژنه، بیا په ۱۳۹۱ کال کې په فاریاب کې د اختر په لمانځه برید، په ۱۳۹۳ کال کې له غورڅخه د راتلونکو هزاره مسافرو له موټره ښکته کول او ۱۴ کسان وژل، په ۱۳۹۴ کال کې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې او دغه راز جاغوریو ولسوالۍ کې د هزاره توکم د مسافرو له موټرو ښکته کول او وژل، په ۱۳۹۳ کې په زابل کې د ۳۱ مسافرو ښکته کول چې بیا وروسته ټول راخوشې شول، په ۱۳۹۴ کې د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې د ۱۳ مسافرو وژل، د ۱۳۹۵ کال د زمري د میاشتې په دویمه نیټه د کابل په دهمزنګ کې د هزاره توکم پر لاریون کوونکو ځانمرګی برید او د ۸۴ کسانو وژل، د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په میاشت کې په سرپل کې ۱۵ تنه هزاره ګان وژل،  د ۱۳۹۵ کال د جدي په میاشت کې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو د ۱۶ کارکوونکو وژنه،  د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي میاشت کې په کابل کې پرباقرالعلوم جومات برید او د ۳۰ تنو وژنه، د ۱۳۹۵ کال د میزان په میاشت کې د کابل پر کارته سخي سیمه برید او د عاشورا په ورځ د ۱۸ کسانو وژل، د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي په میاشت کې د الزهرا جومات برید چې څلور کسان پکې ووژل شول، د همدې کال د زمري پر لسمه نیټه په هرات کې پر جوادیه جومات برید او ۲۹ کسانو وژل، د زمري د میاشتې په دولسمه نیټه د سرپل ولایت په مرزا اولنګ سیمه کې تر ۵۰ عامو وګړو وژنه او بالاخره د ۱۳۹۶ کال د وږې د میاشتې په دریمه نیټه د کابل د امام زمان پر جومات برید او د ۴۷ کسانو وژنه، هغه بیلګې دي چې مذهبي رنګ ورکول کیدای شي. مهمه خبره دا ده چې په ډیری دغو بریدونو کې طالبانو خپل لاس لرل رد کړي او په ځینو مواردو کې خو یې آن دغه ډول پیښې غندلې هم دي او بیا په سیمه کې د داعش ډلې (د داعش د خراسان څانګې) د ډیری بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی او د ځینو په اړه خو تراوسه هیچا مسؤلیت هم نه دی منلی. تکراراً باید روښانه کړل شي چې دا بریدونه د افغانستان پر نورو سیمو او نورو وګړو د بریدونو په پرتله ډیر کم دي خو د مذهبي حساسیت له امله د پام وړ ګرځیدلي دي.

څرنګه چې پورته یادونه وشوه، ظاهراً خو داسې فکر کیږي چې دغه بریدونه په افغانستان کې د داعش ډلې لخوا د مذهبي لاملونو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي او څرنګه چې د داعش ډله یوه سخت دریځه سُني (سلفي) ډله ده او شیعه ګان تکفیروي او مسلمانان یې نه ګڼي او له همدې امله غواړي لکه د عراق، سوریې او نورو اسلامي هیوادونو په څیر ورسره د مذهبي اختلاف له امله خپله ښکاره دښمني وپالي، خو سربیره پر دې کیدای شي ځینې نور سیاسي او امنیتي ملحوظات هم شتون ولري چې د دغه ډول بریدونو او په افغانستان کې په ټولیزه توګه د دښمنیو او مخالفتونو راټوکولو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان په ګاونډ او په ځانګړي ډول په پاکستان او ایران کې مذهبي اختلافات، فرقه يي وژنې او د مذهب په نوم د بشري حقونو تر پښو لاندې کول یوه عامه خبره ده، کلونه کیږي چې په پاکستان کې مذهبي تاوتریخوالی شتون لري او په دې برخه کې داسې سخت دریځې ډلې رامنځته شوي دي چې د شیعه ګانو پر عبادت ځایونو او تکیه خانو بریدونه ترسره کوي په پاکستان کې په ځانګړې توګه مذهبي تاوتریخوالی د جنرال ضیاالحق له دورې او له ۱۹۸۷ کال څخه زیات شوی دی او تر اوسه پکې ترلسګونو زره کسان وژل شوي دي. هغه سُني سخت دریځه ډله چې ډیری مهال پر شیعه ګانو بریدونه ترسره کوي او په وار، وار یې د ورته بریدونو مسؤلیت هم منلی دی، لشکر جهنګوي نومیږي.  دغه راز سپاه صحابه، تحریک طالبان پاکستان، القاعده او جندالله هم ځینې وخت بریدونه ترسره کړي دي. په مقابل کې شیعه ګانو هم پوځي سخت دریځه تنظیمونه رامنځته کړي دي چې تر ټولو مهمه یې سپاه صحابه ډله ده او ډیر ځله پر سُني اهدافو وربلوسیدلي ده.  په پاکستان کې د شیعه ګانو نور تنظیمونه لکه، مجلس وحدت مسلمین، د شیعه علماو شورا، تحریک جعفریه او د امامیه محصلینو سازمان هم شتون لري چې کله ناکله په مذهبي شخړو کې ښکیل کیږي. دغه راز په ایران کې هم د سُني اقلیت سره د مختلفو زورزیاتیو له امله د سُني او شیعه اختلاف ډیر زیات دی، سُني اقلیتونه له هر ډول حقونو څخه محروم دي او همدغه محرومیتونو لاره مذهبي اختلاف ته هواره کړې ده. د ګاونډیو هیوادونو دغه اختلافاتو افغانستان ته هم سرایت کړی دی، له ځینو شیعه ډلو څخه د ایران ملاتړ او له بله پلوه په پاکستان کې مذهبي اختلافات د دې لامل شوي چې نه یوازې د دې ډلو ترمنځ خواخوږي رامنځته شي، بلکې دننه په افغانستان کې یې مذهبي اختلاف او تاوتریخوالي ته هم لاره پرانیستلې ده.

له سیاسي پلوه، په افغانستان کې د داعش ډلې (د اسلامي دولت د خراسان څانګې)  راڅرګندیدل او د نامعلومو هیوادونو له لوري په سیمه کې د دغه ډلې ملاتړ او دغه راز په وژنو، قتلونو، ځانمرګو بریدونو او په فجیع ډول پر ملکي او پوځي اهدافو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د شیعه ګانو پر مذهبي عبادتځایونو خونړي بریدونه ترسره کول، د اندیښنې وړ دي. په دغه ډول بریدونو ترسره کولو او د مسؤلیت منلو سره، ځانګړې کړۍ غواړي چې سیمه ییزو موخو ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې د داعش حضور پراخ وښيي، په دې سره به د سیمې هیوادونه په ځانګړې توګه ایران، د منځنۍ آسیا هیوادونه او په سر کې روسیه، له دې امله له طالبانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي چې دوی بهرنۍ موخې نه تعقیبوي او یوازې پر افغانستان متمرکز دي. په دې برخه کې دغه کړۍ او هیوادونه یو څه بریالیتوب ته رسیدلي هم دي.

دا یوه څرګنده خبره ده چې په هیواد کې د مذهبي اختلاف او تاوتریخوالي رامنځته کول د حکومت د کمزورتیا او ضعف لامل کیږي. د افغانستان دښمنان هیڅکله نه غواړي چې افغانستان د یو ځواکمن او په ځان بسیا هیواد په توګه د پیاوړي حکومت، امنیتي ځواکونو او اقتصاد خاوند واوسي، په ورته بریدونو سره دوی غواړي په هیواد کې د حکومت پر وړاندې د نارضایتۍ کچه زیاته او سیاسي کړکیچ ته لاره هواره شي. د افغانستان خلک د څو لسیزو جګړو او ستونزو له امله هسې هم د ژبنیو، سمتي، قومي، تنظیمي او حزبي اختلافاتو او تعصباتو ښکاري شوي دي، که چیرې مذهبي اختلاف ته د دې ډول بریدونو له امله لاره هواریږي، نو څرګنده خبره ده چې افغانستان به د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او پرمختیايي پلوه له شدیدو ننګوونو سره مخامخ کیږي او دا هغه څه دي چې مغرض هیوادونه او ځانګړې استخباراتي کړۍ یې له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه په سر کې لري. په ورته وخت کې ځینې کړۍ د دې لپاره چې ځانونه اصلي قربانیان وښيي، نورو ته داسې څرګنده کړي چې ګواکې دوی په افغانستان کې خوندي نه دي او دا چې د افغانستان حکومت په سیستماتیکه توګه د لږکیو حقونه ترپښو لاندې کوي، غواړي خپل مهاجرت او کډوالۍ ته لاره هواره کړي. په دې وروستیو کې د هزاره قوم ډیری کډوال چې له ایران او نورو هیوادونو څخه لویدیځو هیوادونو ته کډوال شوي دي، نو د دغه ډول پیښو څخه یې ډیره ګټه پورته کړې ده.

د مذهبي بریدونو بل لامل کیدای شي د سیمې د هیوادونو په ځانګړې ډول د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د سیالۍ څخه سرچینه واخلي. دواړه هیوادونه کیدای شي داسې کړۍ په کار ګومارلي وي چې د دوی په استازیتوب یې د منځني ختیځ د نورو هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم نیابتي جګړه پرمخ بوځي. په دې نیابتي جګړه کې په دې وروستیو کې یو پارادوکس یا معکوس پرمختګ هم رامنځته شوی دی، هغه دا چې په ډیری هیوادونو کې ایران د شیعه ګانو پلوي کوي خو د ځینو لاملونو په پام کې نیولو سره چې پورته ورڅخه یادوونه وشوه په افغانستان کې یې د طالبانو ملاتړ ته رادنګلي دي. له همدې امله په دې وروستیو کې سعودي عربستان طالبان تروریستان بللي او د دوی د کړنو په غندنه یې پیل کړی دی، دغه حالت د افغانستان په اړه نورو اندیښنو ته هم لاره هواروي او جګړه لا نوره هم د پیچلتیا په لور بیايي.

په دې ترڅ کې یو ښه خبر دا دی چې د افغانستان خلک یو څه په دغه دسایسو او ترشا پټو موخو پوه شوي دي. سُني او شیعه عامو وګړو او عالمانو ترمنځ د دغه ډول بریدونو پر وړاندې همغږي او یووالی رامنځته شوی دی، که چیرې دغه یووالی نور هم پیاوړی او ځواکمن شي او مذهبي بریدونه د اختلافاتو او تاوتریخوالي د راټوکیدو سبب نه شي، کیدای شي چې طراحان یې د ناکامۍ او شرمندګۍ سره مخامخ شي. یووالی، اتحاد او له هیواد سره مینه کولای شي ټولې توطئې او دسیسې په نطفه کې خنثی کړي.

Leave A Reply