د حسين (ع) قيام؛ د بې ځوابه سوال حل |/ ذبيح الله لېوال

0 602

پيغمبر صلى الله عليه وسلم له خپل وفات څخه وړاندې له ځانه وروسته کوم ځاى ناستى ونه ټاکه، نه يې هم د حاکم د ټاکلو کومه ټاکلې لاره چاره وښوده حال دا چې په قطعي ډول ثابتـه ده چې دين کامل دى او هيڅ څه پکې بې ځوابه ندي پاتې. داسې ښکاري چې پيغمبر (ص) د وفات پر وخت هم خپلو ملګرو ته ويل غوښتل چې د حاکم ټاکل، د ټاکل کېدو لاره چاره يې او داسې نور… د دين نه بلکه د دنيايي چارو له ډلې څخه دي او ((تاسو په خپلو دنيايي کارونو تر ما ښه پوهېږئ)).

همدا علت دى چې لا د پيغمبر (ص) مبارک جسد خاورو ته نه و سپارل شوى چې د صحابه وو تر منځ د حاکم په ټاکلو کې اختلاف پيدا شو چې دا په مسلمانانو کې لومړنى اختلاف ګڼل کېږي.

له بله اړخه دا کړنه د خوارجو د تر ټولو راديکالې ډلې (نجديې) نظريي خلاف ده چې ويل يې “که چېرته خلک په تقوى کې يو له بل سره عادلانه مرسته وکړي او خپلې قانوني ژمنې سر ته ورسوي، نو کولاى شي چې له حاکم پرته هم خپلې چارې سر ته ورسوي.”

يعنې صحابه وو کرامو ته د نظام د تشې او حاکم نشتون زيانونه ور په ګوته وو نو ځکه يې د دغې خلاء ډکول د پيغمبر (ص) د مبارک جسد پر خښولو مقدم وګڼل.

له دغې شېبې بيا تر موروثي کېدو پورې د خلافت ټولې چارې پر انساني اجتهاداتو ولاړې وې، چې بيا د حضرت عمر رضي الله عنه غوندې د لوى کس د مبتکره او خلاقه ذهن پواسطه بشپړې شوې او د خو ځاى پکې پاتې نشو.

هغه رضى الله عنه د جمهوري نظام بنسټ کېښود، د شورى مجلس يې را منځته کړ، په انتظامي چارو کې يې عوامو ته د مداخلې حق ورکړ، په عامه حقونو کې يې خليفه له نورو وګړو سره مساوي وګاڼه، د خلافت لاندې ساحه يې په ولايتونو او ولسواليو وويشله، د چارواکو د معاش معامله يې روښانه کړه، د محصولاتو شعبې يې منځته راوړې، د قضا څانګه يې را منځته کړه، د قاضيانو د ټاکنې اصول او شرايط يې وضع کړل، له رشوت څخه د هغو د ساتنې لارې چارې يې ولټولې، د جرايمو د مخنيوي لپاره يې د امنيت (پوليسو) څانګه جوړه کړه او په سلګونو نور هغه کارونه يې وکړل چې د يو بشپړ نظام اړتيا ورته ده، تر دې چې د هغه رضي الله عنه څو اړخيزه شخصيت ته په پام د اهل نظرو کسانو لخوا ورته د ((کل عالم په يوه کس کې)) خطاب وشو. (د شبلي نعماني، الفاروق وګورئ)

يواځينې پوښتنه چې لا سمه نده ځواب شوې چې په مطرح کولو يې تر ننه هم د غربيانو لخوا د مسلمانانو د اجتهاد پر نيمګړتيا ګوته نيول کېږي، دا ده چې که چېرته حاکم وټاکل شو خو وروسته پر قدرت خيټه واچوله او دکتاتورۍ ته واوښت نو د حل لار يې څه ده؟ (د انتوني بلک، تاريخ انديشه سياسى اسلام وګورئ)

دوى دليل راوړي چې ډيموکراسي د قدرت مهارولو ښه وسيله ده. که چېرته حاکم قدرت فردي کړ نو د حل لار يې دا ده چې ورکړل شوې رأيه ور څخه بېرته واخيستل شي او په سوله ييز ډول دې لرې کړاى شي.

خو تر هغې چې ډيموکراسي له کوم ايديالوژيک چوکاټه پرته مطالعه شوې نو عيوب يې هم را بر څېره شوي دي. يو له دغو عيبونو څخه چې د دموکراسۍ د پوزې پېزوان ګرځېدلى دى، دا ده چې په هره ټولنه کې د تطبيق وړ نده. د بېلګې په ډول په هغو ټولنو کې چې اکثريت نا پوهه وي، کله چې دوى د خپلو اميالو مطابق ټاکنه کوي نو پايله به يې هم نا سمه راوځي او همداسې يو کس به پرې حاکم کېږي لکه دوى. دغه ټکي ته په پام سره به ژان ژاک روسو ويل چې که انسانان ټول خدايان واى، نو د دوى د حکومت بڼه به ډيموکراسي واى. (ټولنيز تړون وګورئ)

د دې خلاف، د حاکم ټاکلو لپاره چې مسلمانانو په ځانګړي ډول عمر صاحب کومه تګلاره سازه کړې په هره ټولنه کې د ښو پايلو په لرلو سره د تطبيق وړ ده. خو دا چې د وخت په تېرېدو او د نويو پېښو په په را منځته کېدو سره انساني عقل د حل لارو په لټه ووځي او تېرې نيګړتياوې بشپړوي، نو د مسلمانانو پر مخ چيلنج شوې پوښتنې هم د حل کېدو پر لور وې.

يو له دغو پېښو څخه چې پورتنۍ لويه پوښتنه يې ځواب کړه؛ د حسين رضي الله عنه پاڅون و.
تر دغه مهاله چې پر مسلمانانو داسې حاکم نه و مسلط شوى چې له قدرته دې يې ناوړه ګټه اخيستې وي، نو پر دې اړخ غور هم نه و شوى. هو، د عمر رضي الله عنه د مومنانو د امير کېدو په لومړۍ ورځ دې اړخ ته لنډه اشاره شوې وه داسې چې توره يې پورته کړه، مسلمانان يې مخاطب کړل او وې ويل: که چېرته کوږ شوم، نو د دې پواسطه مې سم کړئ.

لومړنى هغه کس چې دې چارې ته يې عملي بڼه ورکړه، حسين رضي الله عنه و. وروسته له دې چې معاويه رضي الله عنه له حسن رضي الله عنه سره پر کړې ژمن وفا نه کوي او تر ځان وروسته د حاکم ټاکلو واک خلکو ته نه سپاري بلکه موروثي بڼه ورکوي او اوتر ځان وروسته خپل زوى خپل ځاى ناستى کوي، نو په لکونو مسلمانانو کې حسين (رض) اړ کېږي چې توره پورته کړي او دا کوږ والى سم کړي.

ډير وروسته غزالي صېب وويل چې نه ښايي حاکم يې اسلافو ته منصوب وي، حاکم بايد وټاکل شي حتى که د يو کس په وسيله هم وي. (د انتوني بلک پورتنى اثر وګورئ)
خو دا خبره حسين رضي الله عنه له هماغه وخت درک کړې وه او پرې پوهېدلى و.

وروسته چې کوم چا لومړي ځل لپاره دا حل لاره فقهې ته دننه کړه ابو حنيفه رحمه الله و. تر دغه مهاله د ظالم حکومت په اړه بېلابېل نظرونه و، د اهل حديثو لويې ډلې به ويل چې د يواځې د ژبې له لارې دې يې د اصلاح هڅه وشي خو پر ضد دې يې د قيام هڅه نه کېږي، حتى که په نا حقه د خلکو وينې هم توې کړي. (د ابوالاعلى مودودي، خلافت او ملوکيت وګورئ)

خو د حسين (رض) له پاڅون څخه په استنباط به ابو حنيفه رحمه الله ويل چې ظالم حاکم نه يوازې دا چې باطل دى، بلکه پر ضد يې قيام هم لازم دى، خو شرط دا دى چې د پاڅون او انقلاب د بريا احتمال ډير وي او او د ظالم حاکم ځاى به عادل هغه نيسي. په بله وينا، د ظالم حاکم پر ضد پاڅون هغه وخت جواز لري چې ګټې يې تر تاوانونو زياتې وي.

پدې چاره کې د دې شرط عملي نمونې د ابو حنيفه رحمه الله په خپل ژوند کې هم ليدلى شو. کله چې د حسين (رض) لمسي او د محمد الباقر ورور زيد بن علي د امويانو د ظلمونو پر ضد د پاڅون پرېکړه وکړه، د کوفې خلکو ور سره ژمنه وکړه چې يو لک کسييز لښکر به ورته برابروي. پدې پاڅون کې ابو حنيفه رحمه الله له زيد ابن علي سره خواخوږي درلوده خو د هغه ته د زيد لخوا لېږل شوي استازي ته يې داسې وويل: که مې يقين درلودى چې خلک له هغه څخه ملاتړ کوي او تر شا يې ودرېږي، بې له کوم شکه به ور سره وم او جهاد به مې کړى و ځکه چې هغه پر حقه دى. خو زه له دې وېرېږم چې دا خلک به (د کوفې) له هغه سره هغه جفا وکړي چې له نيکه (حسين رض) سره يې ورته کړې وه، البته مادي مرسته به ور سره کوم. (د مودودي پورتنى اثر وګورئ)

هغه پوښتنه چې تر ننه د مسلمانانو د اجتهاد د مخالفينو لخوا په چېلېنجي ډول وړاندې کېږي، حسين رض د خپل پاڅون پوسيله لا پخوا د عمل په بڼه ځواب کړې او د ابو حنيفه رحمه الله په شان عقل پلوي کس لخوا د بشپړتيا مرحلې ته رسېدلې او هغه نيمګړى اړخ چې لا يې ځواب نه و، کامل شو.

Leave A Reply