میوند – په تاریخې روایت ریښتنې کیسه

0 1,100
لیکوال: نفت الله. حلفین
ژباړه:همایون دوست
نوولسمی پیړی په دویمه نیمایې، انګلیس ښکیلاګرو د منځنې اسیا او چین پراخو زیرمو او بازارنو ته لاسرسې په موخه د «1838-1842» کلنو شخړو ترخو خاطرو سربیره؛ په نوی کړنلار، سریلانکا او بنګاله، فالبینو او ګوډګرو په ګډون، عراق او شام د مختلفو نقشبندې جمعیتونو، والیاء، پیران، مریدان او په نورو نومونو چاڼ شوي ایجنټان، خواره واره په ځانکړه، افغانستان د پولو په اوږدو کی میشت او استوګن کړل.چی په شر شیندنی، زموږ د وطن سټه کرا،کرا له دننه خوړینه او وراسته کړی او له دەباندی په زبیښلو ټوټه،ټوټه کړی؛ د ورانکارو فعالیتنو جرړي په همغږی له یوی چینی خړوبیدي،چی په برې لومړی د ګندمک تړون وزیږاوه.ور پسی(ژباړن)
1880 کال د اپریل په لومړی نیټه د هند ویسرا ځانګړو مراسمو په ترڅ کی کندهار له افغانستان نه بیل خپلواک اعلام کړ.هم مهاله کابل د شیرپور په کلا کی راټول شوو درباریانو او قومي مشرانو ته، انګریز سیاسې استازی “ګرافین” په زغرده وویل«باید تاسو خبر کړم چی سر له ننه کندهار د بریتانیا امپراطوری حمایه لاندی، اداری چارو کی خپلواک او مستقل دې او نژدی راتلوونکي به د هرات په اړوند هم ورته اقدام وکړو».
(خو د غازې ایوب خان، شهید جنرال فیض محمد خان په لارښوونه، ولس سرښندنې، شهیدې ملالۍ حماسې، دا سپیره پلان په ایرو بدل کړ ).
٭٭٭
کندهار لاسپوڅې واکدار شیرعلې خان د پلې نظام سرتیرو (جولای د ۱۷ په بغاوت) د اوبو له پاره ګوډو په شمول،د انګریز پوځ خوراکي توکو ګدام لوټ و تالا کړ. په دی وجه جنرال بیروز اړ شو چی د ولږی او تندی له ویری، وچ راغه ګرشک نه کاریزی ښیراز میوند ته کډه بار کړی.دوی نا خبر له دی چی په همدی ورځ، د ایوب خان مخکښ پوځیان میوند کی ځای په ځای شول.
٭٭٭
(جولای په ۲۷) میوند د څو ګامو په لنډو کی جنرال لښکر رسیدو سره سم،افغانانو د توپونو په غبرګو ډزو ، څو سپاره پوځیان په ځمکه لوغړیدلو سره جنګ پیل کړ.
په ځواب کی جنرال د بمبې۳۰ لمبرفرقه (چی له انګریزانو، راجپوت سیکانو، سیندیانو، نیپالیانو، پښتنو ګډوله وە او هند دننه جکړو بډایه تجربه درلوده.) مقابلی ته وګمارله.
په جړو کوتکو سمبال کلیوالو ځوانانو د دوی مخه ډب کړه .خو فرقه‌وال مسلکی او په مهارت منظم جنګیدل، مهمي محاربوی لوړي څوکي ولکه کړی،په برید یې ډیر کوربانه په وینو ولمبول، شا تلو ته یي اړ ایستل، غمجنې منظری شیبی وی، جبهه یوه اړخه کابو ماته وای، ناڅا غونډی له څنډی یوی پیغلې جګه ناره کړه «که په میوند کې شهید نه شوې ٭٭٭ خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه» د یو شهید له لاسه اخیستل شوی په نیزه یی خپل د سر زړوکۍ اوچت ورپاوه، دښمن په لور نیغه روانه شوه، افغان سرتیرو په پاریدلو ولولو بی ځنده، هیوادوالې په ننګ مرګونۍ ډلیز برید وکړ چی سمدم یي سیندیانو د کنډک قومندان جګړن “رایناولدس”او څه نور جکړمار جوړه،خوړه له اسونو لاندی اوپرځول؛ پاتی په تښیته شول.
جنرال بل ځل د بریتانیاوی امپراطوری «ویاړ» ۶۶ کمندو لوا وړاندی کړه، دوی هم د بمبی فرقې پوځیانو غونده بریالي غونډیو ته جګ وختل،خو د افغان سپورو په متقابل برید په شا وتمبول شو او د پلیو سرتیرو په ډلیزه د نیزو او اور شیندنی په ګزارنو، ډګروال “ګربیت” په مرګ سره سم، تیښته ته اړ شول، یوه لویه ډله یې د دوەسري ښامار بیرغ دەباندی غورزولو سره، نیږدی باغ دننه پټ شول چی په نوبت له منځه لاړل.
هم مهاله د ایوب خان توپچیانو څو هدفه دقیق په نښي کړل؛ طُرمچی مړې یې جنرال پښو ته وغزاوه. ډګروال “سینت جون” قچر او اس ډبه ډیرۍ پریوتي. لا ماسپین ؤ چی توپونو ته انګریزانو د باروتو ګڅوړی تشي کړي.
د اوړې غرمنې لمر وړانګو له کاڼو،بوټو تود تپ خیژاوه.سپین ږیرو او تنکي ځلمیانو وچ شوی کاریز ورغاوه، کلیوالو پیغلو،ښځو منګي او کوزو کی مورچلونو ته اوبه رسولي. د ایوب خان لښکر په لوی یرغل مارش کړ.
په نښته کی اصلاً انګریز پلي ځواکونه ته د ونډی فرصت په لاس ورنغی خو له میدان نه د تیښتی په سیالی له چا کمې ونه ښود.
افغان سپورو سرتیرو فراریان ځعلول، پلی سرتیرو او کلیوالو، شهیدانو او ټپیانو په راوړو اخته شو؛ ایوب خان خپل ملګرې جنرال فیض محمد سوری،سورې ټټر ته سترګي نه شوی غړاو،خو اوښکي بی اختیاره بهیدي، په ژاړەغونې غږ وپوښتل، چی هغه اتله پیغله څوک وه؟ (کلیوال)ـ “ملالۍ”نومیده. د استه کار لور ده.
ـ شهیده ملالۍ، شهیده، ډیره زړوره نجلۍ وه، هغه به پوځي شهیدانو سره څنک کی خښه کړو، ژوند کی به هیره نه کړم«که په میوند کې شهید نه شوې ٭٭٭ خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه».
میوند کی دوه بیرغه د انګریزانو پاتي ؤ،چی یو دوه سري ښامار او دویم د سپینی اسپی په نښان ؤ.
د جنازو خاور سپارنی په مهال ایوب خان دوه سری ښامار بیرغ فیض محمد او د سپینی اسپۍ بیرغ د ملالۍ پښو ته وغورځول.
٭٭٭
والې شیرعلې خان، سیاسی استازی “سیند جون”د نهو منصدارو په بدرقه،کندهار ته الوتلو مخکښ فراریانو ؤ چی د جولای په ۲۸ ورسیدل. ورپسی نور ژوندی او نیمچه ژوندی د جنرال بیروز په ګډون ځانونه ورسول .
د بمبې ته له قندهار د “پریموز” له خوا تلګرام«بوږنونکې ماته،د بیروز ځواکونه تباه شول،موږ د کلا دیوالونو ته پناه اخیسته،په بیړه، ټول ریزرفی قواوی راولیږی ».
په همدی ورځ د هند سرپرست ویسیرا “مارګیز هارتین هوتون”په جنرال “فرایر” امر وکړ چی: په بیړه ځواکونه کندهار ته مارش کړه.
د بهرنیو چارو مسٔول “الفیدرو” ته د هغه مرستبال “مرتیمر دیورند” تلګرام راوړلو
الفیدرو: تلګراف ښه اختراع ده، خو کله چی بد خبر په رالیږی نو بیا سړې تری مأیوسه شې. زمونږ د امپراطوری په تاریخ بی ساری، انکار نه کیدونکی ماته، بدبختې دا ده د سر او مال زیان سربیره نوری ناوړه سوتنزی زیږوی،چی یوازی د توری په زور، د ستونزو لړې غوڅولې شو، نوی جګړی باید پیل کړو چی پایلي هم مشکوکه دي.موږ پروسږکال په جنوبې افریقا زولس له خوا هم مشهابه ماته ولیده،خو د هغی پایلو په نورو مستعمرو اغیز نه درلود.
ـ په لومړی ګام کی د افغانستان په اړوند ټول پلان ګډوډ شو. د پوځ حیثیت بدنام شو.
(په لندن د میوند ماتې محافظه کار ګوند ټوله پړه په لیبرال ګوند مشرانو واچوله او له پیښې ټاکونو کی سیاسی ګټه پورته کړه.)
د «ستاندارد»مجلې پوښ عنوان ؤ چی« میوند ټول هند ولرزاوه.»

Leave A Reply