حکمتیار: فرصتونه، قرباني که د اتلولۍ شوق/غازي اکبر

0 931

ګلبدین حکمتیار د افغانستان د تیرو څلویښتو کلونو تر ټولو ماجرایي سیاسۍ مشر دی. له سردار داوده نیولې تر اشرف غني پورې د ټولو رژیمونو سره په ټکر کې راغلی، خپل موقف یې ساتلی او له زیاتو فرصتونو سره سره لا تر اوسه سیاسي واک ته ندی رسیدلی.ځینې سیاسي مبصرین وایي چې حکمتیار د ګټې او سیاسي مشرۍ او واک نیولو په فکر کې ندی، پدې فکر کې دی چې اتل وي او د ابرقدرتونو سره مقابله وکړي.

ځوان رهبر 

حکمتیار په ډیره ځوانۍ کې مبارزه پیل کړه او ځکه یې ژوند او مبارزه له ډیرو لوړو ژورو ډکه ده. په ځوانۍ کې له ټکرونو سره مخ شو، د حزب اسلامی مشر شو، د یو لوی جهاد د مشرۍ چانس یې په برخه شو او تر اوسه د بهرینو یرغلکرو او داخلي حریفانو په مخالف صف کې پاتې شو.

باعزمه، ذهین او جدی رهبر 

حکمتیار ډیر زیات ذهین دی خو کله کله احساساتي او کله خوش باوره وي. د ده د ځینو هغو ملګرو په نظر چې له ده خفه شوي دي ده له لومړي سره  د رایې په تحمیل عادت کړی و او د بل چا خبره یې نه منله، دوی وایې چې حکمتیار د جرأت دښمن دی او تل خپله خبره په نورو مني. خو ځینې نور ملګري یې وایي چې حکمتیار ځکه په خپله خبره ټینګیږي چې تل تر نورو نوي معلومات لري او د تحلیل قوه یې تر هر بل کس قوي وي، باعزمه، منظم او پر کاره سړی دی. د لویو لویو بوختیاوو سره سره ډیرې لیکنې هم کوي.

شخصي ژوند او کاري نظم 

په کورني ژوند کې ستر او پرده مراعاتوي او په شرعي عبادتونو کې ډیر میړنی دی. هم خپل تنظیم رهبري کوي، هم مطالعه کوي او هم لیکنې. د دین زیاتره متون په جګړه ایز تعبیر تفسیروي او ځوانان ژر په احساساتو راولي.  د نه شرقي نه غربي شعار په خاطر یې هر څه له لاسه ورکړل خو هماغه څه وایی چې اول یې ویل.

فرصتونه او احساسات 

د روسانو تر وتلو وروسته ورته امریکایانو وړاندیز وکړ چې که د هغوی ځینې شرطونه ومني، نو هغوی به یې واک ته د رسیدو مخه نه نیسي او مرسته به ورسره وکړي، خو دده موقف هماغه و چې تر مستقل سوچه  اسلامي حکومته په راکم شي نه راضي کیږي. امریکایانو به ویل: حکمتیار روسان وژني او ظاهر شاه په ایټالیا کې پاسته خوري، نو ځکه دا سمه ده چې د وسلو او پیسو ډیره برخه ورکړل شي. دا یې هم ویل چې تر ټولو موثر او منظم جنګیالي چې روسانو ته مرګ ژوبله اړوي، هغه د حکمتیار مجاهدین دي.

په دوستۍ کې دښمني 

د شوروي اتحاد د سرې اردو په مقابل کې له افغانانو سره د عربي او غربي نړۍ مرسته حیاتي وه، خو حکمتیار  به د ورسک په غونډو کې لا هغه وخت ویل چې روس مو ۱۵ټوټې کړ او امریکا به ۵۲ټوټې کړو چې لا د نجیب حکومت په کابل حاکم و، ده ته ځینو کسانو مشوره ورکوله چې له یوه زبر ځواک سره وجنګیږي او له بل سره سازش وکړي، خو ده همدا ویل چې نه سازش نه ذلت، اسلامي حکومت.   له هماغه وخته کارپوهان پوهیدل چې دومره ډیر جدیت به حکمتیار له نړۍ ګوښه کړي خو دده تحلیل همدا و چې دده سازش به غربیان او امریکا له خپلو شومو اهدافو راونه ګرځوي او بیا به هم دده د اسلامي حکومت پر ضد توطیې کوي. هغه به تل ویل امریکا نامرده، بې مروته او بې وفا دوسته ده. هغه دوستي او ملګرتوب نه غواړي بلکې نوکري، مزدوري او چاکري غواړي نو ځکه یې تر اوسه تر سازش مخالفت غوره ګڼلی دی.

د یو لوی ویاړ د سر د سړیو مخکښ 

د روسانو سره د افغانانو جهاد او د روسانو ماته که د بشریت د ټول تاریخ تر ټولو نادره پيښه نه وي نو د معاصر تاریخ هغه خو ده. متأسفانه اوس ځینې ناافغانان او پردي پال د شرقیانو او غربیانو هغه خبرې د توتیانو په شان تکراروي چې ګویا شوروي اتحاد امریکا د افغانتسان جګړې ته راکش کړ او بیا یې مات کړ او افغانان د نورو د ګټو لپاره جنګیدل. خبره د دې پر عکس ده. شوروي او تزاري روسي د لوی پیتر او لینن له وخته پلان درلود چې پر افغانستان یرغل راوړي او لدې لارې د هند تودو اوبو ته ځان ورسوي، چې د نړۍ د نیولو ارماني هدف ته ورنږدې شي. پر افغانستان یرغل یې د خپل استعماري پلان یوه برخه وه، خو دا چې سنجش یې نه وکړی او بې محاسبې یوازې د تکبر په آس سپاره پر دې هیواد راوختل دا یې حماقت و ، نه د تصمیم نشتوالی. د شوروي د اردو کلني بودجه اتیا میلیارده ده او افغان مجاهدینو ته عربو او غرب د یو میلیارد په اندازه مرسته کوله چې هغه هم نیمه پاکستان غلا کوله، نو که نیم میلیارد ډالرو د روسي د ۸۰میلیارده مقابله کړې ده او پاتې ۷۹نیم میلیارده د افغانانو د قربانۍ، زړورتوب او اتلولي  برخه ده. د افغانانو په دغه اتلولۍ کې درنه برخه د ملت ده، خو د رهبرۍ په برخه کې د جهادي مشرانو او په سر کې د حکمتیار پر رول سترګې پتول بې انصافي ده.  حکمتیار تر هر بل جهادي تنظیم ډيرې جبهیې لرلې، د کمونستانو په منځ کې یې داخلي استخباراتي کار کاوه، د جهاد په ترڅ کې یې لویې غونډې جوړولې او دغو کنفرانسونو کې به یې د جهاد نوی موقف اعلانوه چې د جهاد نورو مشرانو به بیا زیاتره هماغه موقف په لږو بدلونونو اعلانوه. ده دومره نظم درلوده چې روسانو د ټولو امکاناتو سره د ده په کوم مرکز یا غونډ کې یوه چاودنه هم ونه کړه، خو ده د روسانو څو مرکزونه منفجر کړل.

ښه تحلیل، کمه استفاده 

د حکمتیار پیشبیني ګانې هم زیاتره سمې ختلې او خیژي، خو تل په خپل حساب کې تر خپل عملي امکاناتو زیات ډاډه وي او زیاتره یې دا د ماتو سبب کیږي. هدف یې هم ځان ته ډیر لوړ ټاکلی دی: سوچه اسلامي حکومت او ازاد او خپلواک افغانستان.
خپلو ملګرو ته یې د ریاضت درسونه ورکول خو زیاتره یې د ده په شان پاک نفسه او تکړه نه وو او ځکه یې د ځان په شانه بل کس نه دی روزلی.له بدخشانه تر کنړه او له خوسته تر بادغیسه په ټولو ولایتونو او قومونو کې ملګري لري، او په جهادي ګوندونو کې یوازنی افغانستان شموله ګوند دی. خو د دغو ټولو سره سره واړه واړه ګروپونه واک ته ورسیدل او حکمتیار تر اوسه مبارزه کوي.

روسانو خپل لومړی درجه دښمن ټاکلی و 

شوروي اتحاد د خپل ۱۵۰کسیز پوځ د ماتې پړه تر ټولو زیاته په حکمتیار او نورو پښتنو جهادي مشرانو اچوي. روتسکوی د روس د ولسمشر یلتسن مرستیال و، پیښور ته تللی و، چې له مجاهدینو د اسیرو روسي جنګیالیو ازادي وغواړي. حکمتیار ورته ویلي وو، چې په زرګونو افغانان په روسي او روس پلوه حکومت کې بندیان دي، مړي، ژوندي یې ورک دي، روسان دې ددوی د  مرګ او ژوند په باب موږ ته معلومات راکړي، افغانان به یې بندیان ورپریږدي.  روتسکوی له خپل سفر نه د راګرځیدو او روسیې ته په لار کې په کابل کې پرچمیانو ته ویلي و چې یلتسن ته به مشوره ورکړي، چې په مجاهدینو کې همدا یو سړی مهم دی، یا باید ورسره جوړه وشي او یا ددشمنۍ ټوله مخه ورواړول شي. رو سي ستراتیژستانو د شوروي د وخت د نظامي او استخباراتي مشرانو پریکړه تائیدکړه چې حکمتیار باید د لومړي درجه دښمن په توګه وګڼل شي. دی د روسانو او شوروي اتحاد د ۱۵۰۰۰۰پوځونو د ماتولو لومړی درجه مسئول او د روس تر ټولو لوی دښمن دی، نو ځکه یې ددښمنۍ ټوله یا ډیره برخه همده ته اړولې ساتلې وه. د خلق ګوند یو غړي ډاکټر نجیب ته هغه وخت مشوره ورکړې وه چې حکومت یې د حتمي سقوط سره مخ و چې حکومت د حکمتیار ګوند ته ورکړي، چې کم تر کمه په افغانستان کې یوباثباته حکومت راشي او کابل چور نه شي، خو د نجیب ځواب داو: (ټول به راپریږدم، خو حکمتیار رانه، نه شي راتلای، ځکه نور به دده له لاسه حکومت ونه شي کړای او د مجاهدینو دوره به د یوې بې کفایته او بې ثباته دورې په توګه په تاریخ کې ثبت شي) . نجیب غوښتل چې دده او کارمل جنایتونه د رباني- مسعود د بې کفایتۍ تر سیوري لاندې پټ شي. او همداسې وشول، اوس د کابل د اوسیدونکو په ځینو موټرو د نجیب انځورونه ددې نښه ده چې ځینې مظلوم افغانان لا اوس هم دنجیب په شخصیت تیروځي، خو له دې ناخبره چې د هغې فاجعې په رامنځته کولو کې نجیب هم د کارمل او مسعود په شان مسئول دی، چې د افغانستان ټول بنسټونه یې ونړول،  خو دا چې دې پکې په ډیر بد ډول له منځه لاړ، ددې تصور یې نه وکړی.  روسیې ته له تګه حکمتیار اعراض کړی و او پر ځای یې رباني ولاړ او هلته یې د مسعود او روسانو د دوستۍ مزي لا پیاوړي کړل.

پاکستان یې هم پر نیت خبر و 

د حکمتیار  پر خلاف تر ټولو لویه پروپاګنډه دا ده چې د پاکستان د ګټو په خدمت کې دی. خو خبره سرچپه ده. حکمتیار  له هیڅ هیواد سره کوم تعهد نلري او نه یې کړی دی. پاکستاني جنرالانو لیکلي دي چې دوی د حکمتیار په دوسیه لیکلي و چې دا سړی که په کابل کې پاچا شو، نو په سبا به یې د پښتونستان داعیه راولاړه کړي. باید پرې نه ښودل شي چې د افغانستان ولسمشر شي. په پاکستان کې د مجاهدینو څلور ځل موقت حکومتونه جوړ شول او سره له دې چې حکمتیار تر هر بل تنظیم پیاوړی و، خو یو ځل هم امریکا او پاکستان د ده مشرۍ ته لار اواره نکړه.
پاکستاني جنرالانو یو ځل له حکمتیاره پوښتلي وو چې که د افغانستان مشر شي، نو اردو سره به څه کوي؟ د ده ځواب تفصیلي و چې د سر کمونستان به په مجاهدینو تعوض کړي او نوره اردو به تجهیز او تربیه کړې وساتي؛ که په پآکستان ستونزه راتله افغانستان به یې د یو ورور په شان مرستې ته وردانګي او که په افغانستان ستونزه راتله نو پاکستان به مرسته کوي. تر غونډې وروسته چې پاکستاني جنرالان یوازې شوي وو، ویلي یې و چې دا سړی احمق دی؛ زموږ شپې ورسره نه کیږي، په افغانستان کې د اردو ساتل د پاکستان پرته د چا لپاره ضرور ده؟ حکمتیار د هجرت پر مهال په خپل تنظیم کې د قبایلو یو ریاست جوړ کړی و او کله چې یې ورته مسئول ملګري ویلي و چې پدې شرایطو کې د پاکستان په منځ کې موږ دغسې کار نه شو کولی. د حکمتیار ځواب دا و چې نه، کار به نه پریږدو، مایوسه کیږو به نه، که امکانات کم وي، درزیات به یې کړم، خو زموږ قام دی باید اړیکي ورسره ولرو. احمدشاه مسعود یوه ورځ په ایران کې عارف خان نورزي ته ویلي وو چې ته لکه حکمتیار داسې یې په ایران کې اوسیږې او پر ضد یې کار یا کم تر کمه اظهارت کوې، ما څو ځل له خطره وساتلې. حکمتیار هم په پآکستان کې و او د پآکستان د ملي ګټو پر خلاف کارونه یې کول.

ایران یې پر وژلو جایزې ته حاضر و 

ایراني حکومت یو ځل اعلان کړی و چې که حکمتیار چا مړ کړ، نو د افغانستان ستونزه به (د دوی په ګټه) حل شي، یو افغان دې پیدا شي او دی دې مړ کړي. ځکه ایران د افغانستان لپاره واضح ستراتیژي لري چې شیعه مذهب دې ورو ورو بارز شي، دري دې یوازني رسمي ژبه شي، په لومړي سر کې دې یو پښتون سمبولیک مشر او تاجک لومړی او هزاره دوهم درجه قوت شي او بیا دې مشري او قوت دواړه تاجک + هزاره ته ورکړل شي او په پای کې دې د اریانا سرحدونه د ایران تر مشرئ لاندې راشي. حکمتیار یې د دې ستراتیژۍ د عملي کیدو په مخ کې تر ټولو لوی خنډ ګاڼه.

امریکایانو ورسره د وخت سره سم چلند کاوه 

د امریکا ولسمشر لومړی بوش د پاکستان د وخت مشر جنرال ضیاالحق ته د حکمتیار  په باب ویلي و چې دا لجوج له منځه یوسه ((eliminate this fanatic  خو نظامي کارپوهانو یې قناعت ورکړی و چې د روس پر ضد تر ټولو تکړه جنګیالي د همدې حکمتیار دي. د امریکا د دفاع د وزیر رابرټ ګیټ یوه وینا په یو تیوب کې شته او واضح ډول وایي چې امریکا حکمتیار پیژندلی و چې خپله اجندا لري، خو پدې هم پوهیدل چې د شوروي د سرو لښکرو په وړاندې تر ټولو تکړه جنګیالي د حکمتیار جنګیالي دي. نو ځکه یې تر هغه ورسره مرسته کوله چې شوروي مات شو. بیا یې پرې مرسې بندې کړې او همدار راز نور کسان یې ورته تربیه کړي و چې مخه یې ونیسي. مسعود د امریکا (او روسانو او نورو غربیانو ) له خوا ورکړل شوې دنده په ښه شان تر سره کړه او کابل ته یې د حکمتیار د راتګ مخه ونیوله.
حکمتیار لا پخوا د امریکا د ولسمشر ریګان سره له ملاقاته ډډه کړې وه او ویلې یې و چې د افغان جهاد خپلواکي او معنویت نه خرابوي.

هر څوک ترې ویریږي، خو د هغوی دښمن بل څوک راووزي 

ظاهر شاه او سردار ولي به ویل چې از بیرق های سرخ نترسید، از سبز بترسید که آمان الله خان نیز ار دست همین بیرق ها فرار کرده است. ظاهر شاه د هماغو سرو پرچمیانو او د ده د خپل تر زوی داود له خوا چپه شو. له اسلامي نهضت او له هغې ډلې حکمتیار څخه ویره یې بې ځایه وه. سردار داود هم پرچمي کمونستان په غیږ کې ونیول. د حکمتیار بل ملګري مولوي حبیب الرحمان ورته وویل چې سردار صاحب یا کمونستان هم وتړه، یا موږ ته هم په حکومت کې برخه راکړه او یا دواړه له حکومته بیرون پریږده او ته یوازې حکومت وکړه. موږ به پخپلو کې سره مبارزه کوو ته کرار د ظاهر شاه په شان پاچهي کوه. خو د داود جواب یې سنجشه و چې شما ملایان فاسدترین عناصر این جامعه هستید. سردار صاحب هم د همغو کمونستانو له خوا په ډیره بې مروتۍ او بې رحمۍ د کورنۍ له ۲۸غړو ښځو، نرو، مشرانو او کوچنیانو په شمول ووژل شو. امین ته هم حکمتیار ویلي و چې روس ستا دوست نه دی د کفارو په قومانده خپل ملت مه وژنه. کله چې آمین پوه شو چې روس استعمار دی، نو له ملت سره یې د سازش هڅه پیل کړه، خو روس پر یرغل وکړ او د خپلو زامنو سره یې پخپل کور کې وواژه. لنډه دا چې هغه څوک چې له حکمتیاره ویریدل، خپلو (ظاهري) دوستانو له منځه یوړل. خو لا تر اوسه هم څوک پوه نه شول چې د زور، تزویر او زر لاره پریږدي، د پردیو د لښکرو پر ځای د خلکو په خوښه حکومت ته د رسیدو کوښښ وکړي. حکمتیار لا هم په هماغه خپله لار د تګ کوښښ کوي.

دوه کارنامې

که حکمتیار ښه نیت درلوده، او که بد. خو دوه کارنامې یې تاریخ نه شي هیرولای: د روسانو د ماتې په ستر ویاړ کې کلیدي رول او د کارمل – رباني – مسعود د ستمي پلان شنډول. د شوري د یرغل په وړاندې خو ټول ملت په ځانګړي ډول پښتانه ورسره ودریدل خو د رباني مسعود او کارمل د ستمي کودتا په مقابل کې ورسره نور پښتانه تنظیمونه ونه دریدل، حکمتیار  په یوازې ځان ودریده او د رباني هغه نیت یې تم کړ چې غوښتل یې له افغانستانه خراسان جوړ کړي او د یوه اقلیت قام سل کلنه پاچهي جوړه کړي. بیا طالبان راپيدا شول هم یې رباني له زیاترو سیمو په شا کړ او هم حکمتیار. طالبانو هم د انحصار لاره خپله کړه، خو داسې لویه بلا پسې راغله چې ټول وطن یې دا څوالس کاله په اور او وینو ولړه.
زیاتره تحلیلګران دا وایې  چې اوس تر جګړې سازش ګټور دی، او دا د افغانانو دنده نه ده چې هر زبر ځواک مات کړي او باید له نړیوالو سره یو جوړ جاړی وشي، خو حکمتیار لا اوس هم په هماغه پخوانۍ طریقه روان دی. ګمان کیږي چې امریکا او غرب باعزته روغې ـ جوړې ته تیاره ندی او غلامي او مزدوري غواړي، که نه وي نو ‌ حکمتیار خو په کراتو خپل هیئتونه کابل ته د سولې په نیت واستول. که د یوې ابرومندې روغې ـ جوړې امکان موجود وي نو هم حکمتیار او هم طالبانو ته لازمه ده چې سولې ته ترجیح ورکړي.
حکمتیار لا ژوندی دی او وروستې قضاوت به پرې تاریخ وروسته وکړي. خو که په ده کې د نه سازش په ځای د پر وخت سازش استعداد موجود واې او د خپلو پيشبینیو له مخې یې د عربو او امریکا له مرستو سمه استفاده کړی وای، افغانستان به۲۳کاله مخکې په ۱۹۹۰کال کې له جګړې خلاص شوی وای.

 

 

Leave A Reply