دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

0 1,017

مناحة فى الحقل

دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

 

ژباړه او راټولونه : میوند محمد جمال

 

يوه ورځ سهار وختي خلك لا د خپلو خوبونو څخه نه و را پاڅيدلي زه په يوه پټي كې ناست وم او د فطرت (…………..) سره مې خبرې كولې.

زما فكر زه د دې دنيا څخه ډېر ليرې بوتلم او زما د سترګو څخه يې هغه پردې جګې كړې د كومو له امله چې زما اصليت پټ شوى و.

زما روح داسې شو لكه نوى چې زما په وجود كې داخل شوى وي. زه د فطرت او د هغه د اسرارو سره دومره آشنا او بلد شوم چې فطرت هرڅه ويل هغه زما غوږونو اورېدل او زه پرې پّ ډيره اسانه پوهېدم.

زه په فكرونو كې همداسې ډوب د پټي په چمن ناست وم چې د نسيم ښكلى او آرام باد په ما ولګيده او زما تر څنګه تېر شو.

ما د نسيم د باد سلګى چې د ماشوم غوندې يې وهلې واورېدی  ما ترينه پوښتنه وكړه:

«اى د نسيم باده ته ولې سلګۍ وهې؟»

د نسيم باد راته وويل:

«زه د ښار نه راستون شوم د هغه ښار څخه چې لا تر اوسه د هغه سرګونه د لمر د ګرمى له امله تپونه کوي، زه ځكه سلګۍ وهم چې هلته د هر ډول مرضونو جراسيم د خپل نازك او نرم لباس سره خپاره شوي دی او  ته اوس ماته طعنه راكوې»

 

 

بيا ما د ګلانو ژړغوني څېرو ته وكتل چې هغوى هم لكه دماشومانو غوندې كلاره، كلاره سلګۍ وهلې

ما د ګلانو نه پوښتنه وكړه:

«اى ښايسته او زړه راښكونكو ګلانو تاسو ولې ژاړئ؟»

يوه ګل چې خپل نازكه او ښكلى سر يې را جګ كړ راته يې وويل:

«مونږ ځكه ژاړو چې اوس به څوك راشي او مونږ به وشكوي او بيا به مو د ښار په كوم دكان كې د خرڅلاو لپاره كېږدي»

يو بل ګل چې سترګې يې په اوښكو نمجنې وې داسې راته وويل:

«مونږ ځكه ژاړو چې كله مونږ خلك واخلي او د لږ څنډ وروسته مونږ مړاوي شو، نو هغوی مو  بيا یا خو د خپلو پښو لاندی کړی او یا هم په ډيران ، مونږ ځكه ژاړو چې د انسان ظالم لاسونه مونږ له خپل وطن څخه جلا كوي»

بيا ما د ويالې فرياد واورېده لكه يوه كونډه چې ديواځني زوى پر مرګ غم كوي.

ما د ويالې څخه وپوښتل:

«اى پاكو او ښايسته اوبو تاسو ولې ژاړى؟»

ويالې راته وويل:

«زه ځكه ژاړم چې انسان زه مجبوره كړى يم چې ښار باندې تېر شم او ولی ونه ژاړم چې زما پاك وجود د ښار په مرادرو او بدبويه اوبو سره مرداروي او زما پاكوالي او ښايست بدرنګه كوي»

بيا مې د مرغانو چغې هم واورېدلې او ما د مرغانو څخه پوښتنه وكړه:

 

«اى خوږ ژبو مرغانو تاسو ولې ژاړى؟»

د مرغانو له ډلې يوه مرغى والوته او زما خواته نږدې د ونې په يوه ښاخ كېناسته او راته يې وويل:

«اوس به كوم انسان د وسلې سره راشي او پر مونږ به داسې حمله وكړي ته به وايې چې په دنيا كې یواځي مونږ د دوى اصلي دښمنان يو»

مونږ ځكه ژاړو چې مونږ اوس ديوه بل سره مخه ښه كوو ځكه مونږ نه پوهېږو چې څوك به د مرګ په خوله كې وغورځېږي او څوك به صحيح سلامت كور ته ورسېږي.

مونږ چې چېرته ځو هلته راپسې مرګ راځي.

زه لا په همدې فكر كې ووم چې د لمر سترګه د غره له څوكې را پورته شوه  او په ونو يې وړانګې ولګېدلې.

ما چې دا نظاره وليدله نو د ځانه سره مې وويل:

«هغه څه چې  الله عزوجل په خپل حکمت  پيدا كړي  نو بیا ولې انسان  هغه په خپلو لاسونو د خپلو خواهشاتو لپاره بربادوي»

 

 د دمعة و الستامه كتاب ۵۵ مخ

 

Leave A Reply