کمنترن د شلمې پیړۍ ستر ترهګر او څارګر سازمان/  نورالحق ن. څلی

0 627

په روسیه کې د اکتوبر  له کمونستي انقلاب نه وروسته له دې سره سره  چې دغه هېواد په  داسې یوې کورنۍ جګړه  کې ډوب شو چې د بې ساریو مادي تلفاتو تر څنګ په ملیونونو انسانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ خو سره له هغه په کال ۱۹۱۹ کې  په دغه هېواد کې د دریم کمونستي انترناسیونال ( کمنترن ) په نوم یو داسې  پراخ نړیوال کمونستي سازمان جوړ شو چې په ظاهره یې موخه د نړیوال کمونستي انقلاب سر ته رسول و .  کمنترن د نړیوال کمونستي انقلاب قرارګاه ګڼل کېده او د هغې زمانې ټولو  ۳۴ کمونست ګوندونو د دغه سازمان غړیتوب درلود .

ځینې هغه اسناد چې په دې وروستیو کلونو کې د روسي سرچینو له خوا چاپ شوي دي سره له دې چې هر اړخیز او بشپړ نه دي خو بیا هم دا روښانه کوي چې دغه سازمان په هغه وخت   کې د باور نه کولو تر کچې مادي او مالي امکانات په واک کې لرل او دندو یې  د یوه سیاسي سازمان  په پرتله ډېر یوه څارګر سازمان ته  نږدیوالی درلود او  یا که ووایو چې کمنترن د ماسکو په چوپړ کې یو څارګر سازمان و  او هیڅ ایدیالوژیکي اړخ یې نه درلود نو پر ځای به وي .

دلته د بحث د موضوع په تړاو لاندې اخیستنې ته پام وکړئ  : « په هر حال کمنترن نه یواځې یو داسې سازمان وه چې د انقلاب پر صادرولو بوخت و ، بلکې هغه ( کمنترن ـ ژباړونکی ) په هغه زمانه کې د داسې بې پایه او پراخو اړیکو په لرلو سره چې تر اوسه پورې هم په بشپړه توګه ندي راسپړل شوي یو ستر تروریستي سازمان و. یواځې همدومره بس ده چې یاده شي ، داچې له دویمي نړیوالې جګړې نه دمخه د شوروي اتحاد څارګرې (کشفي ) ادارې په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن وو علت یې دا وه چې د کمنترن پر نړیوالې شبکې یې تکیه لرله » . ( ۱ )

 

د کمنترن دویم کانګرس ( د رهبرۍ شورا عمومي غونډه ) چې په کال ۱۹۲۰ کې یې ماسکو کوربه و د سرو لښکرو په ګټه د کمونستي ګوندونو  دندې داسې ټاکلي وي : « د سره پوځ په ګټه د کشفي فعالیتونو کول باید د ټولو بهرنیو کمونستي ګوندونو د غیر رسمي فعالیتونو اساسي لوری وګرځي ؛ د نظامي او پولیسو د جزوتامونو د پرسونل او وسلو د شمېر او همداشان د هغوی د مېشت ځایونو په اړه مالوماتونه راغونډول ؛ د اردو د قطعاتو او جزوتامونو د حرکاتو څخه څارنه ؛ د هېوادونو د ستردرستېزوالۍ او د بهرنیو اړیکو د  ارګانونو د پلانونو په اړه کشفي مالومات لاس ته راوړل » . (‌۲‌)

د یادولو وړ ده چې په نړۍ کې د کمنترن  د تشکیلاتو او د شوروي اتحاد د څارګرو ادارو تر منځ بشپړه همغږي له همدغه وخت څخه پیل شوه .

د کمنترن د دویم کانګرس نه وروسته  «  په بهرنیو هېوادونو کې د شوروي اتحاد سیاسي نمایندګۍ

( د کوربه هېوادونو ـ ژباړن  ) د دولتي ضد عناصرو د رهبري کولو ،  د  مالي او وسلو د سمبالتیا لپاره په قرارګاوو واوښتې  » . ( ۳ )

د کمنترن اووم یا وروستی کانګرس  چې  غونډه یې په ۱۹۳۵ کال کې جوړه شوه ، او « د نړۍ د ۶۵ کمونست ګوندونو استازو په کې ګډون کړی وو  د خپلې مبارزې اساسي لوری یې د فاشیزم پر ضد وټاکه خو په زړه پورې داده چې په همدغو کلونو کې د کمنترن د ۴۹۲ کارکونکوو څخه ۱۳۳ تنه یې د ستالین له خوا ووژل شول ، څو سوه الماني کمونستان او د فاشیزم ضد مخکښ فعالین په مسکو کې له منځه یوړل شول او زر تنه یې نازي المان ته وسپارل شول . همدا شان د هند ، کوریا ، مکسیکو ،ایران او ترکیي د کمونست ګوندونو ګڼ شمېر مشران ووژل شول . د منګولیا د کمونست ګوند د یوولس تنو مشرانو څخه یو تن ژوندی پاتي شو » . ( ۴ )

د دویمي نړیوالې جګړې په پیل کې کمنترن   خپل ناپییلتوب اعلان کړ، خو کله چې په کال ۱۹۴۱ کې د نازي المان له خوا پر شوروي اتحاد باندې تېری وشو نو د متحدینو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ .

کمنترن د ستالین د لارښونې سره سم په کال ۱۹۴۳ کې ړنګ شو ، چې  یو اساسي علت یې امریکا او انګلیس ته د شورویانو له خوا دا ډاډ ورکول و چې  دوی د پټو کمونستي ورانکارۍ څخه خوندي دي او بل علت یې د کمنترن د هغو کارکوونکو په سر دخاورو اړول و کوم چې د نورو هېوادونو د کمونستي ګوندونو مشران وو خو د ستالین له خوا له منځه وړل شوي وو.

د کمنترن د ړنګېدو سره جوخت د شوروي اتحاد د کمونست ګوند په مرکزي کمیټه کې د نړیوالو اړیکو څانګه جوړه شوه چې د ړنګ شوي  نړیوال  جوړښت ځای ناستی ګڼل کېده .

 د وخت شوروي اتحاد د کمنترن په مټ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نفوذ وکړ او څارګرو شبکو یې په ډېر کم وخت کې دومره ځواک تر لاسه کړ چې په ډېرو هېوادونو په تېره بیا  په ډېریو اروپایي هېوادونو کې د څو تنو جاسانو پر ځای د لښکرو خاوندانې  شوې .

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د نړۍ سیاسي نقشه بدله شوه . که څه هم د یلتا په کنفرانس ( ۱۹۴۵ ) کې د امریکا ، انګلیس او شوروي اتحاد ( روزویلت ، چرچل او ستالین ) مشرانو نړۍ د خپلو جیوپولتیکي ، سیاسي ، نظامي او اقتصادي  ګټو پر اساس  داسې ووېشله چې لېرې ختیځ د امریکا ، منځنۍ ختیځ د انګلیس او ختیځه اروپا د شوروي په برخه ورسېده ، خو په نړیواله کچه ډېر داسې عیني واقعیتونه راوټوکېدل  چې  ایل کول یې د دوی له وسې  هم نه وه پوره . په نړیواله کچه د ګڼ شمېر خود جوشه  او ځواکمن کمونستي ، ملي – دموکراتیکو ، د استعمار ضد او آزادۍ غوښتونکيو غورځنګونو رامنځ ته کېدل یو له دغو واقعیتونو څخه و چې واشنګتن ، لندن او ماسکو هر یوه  د خپلو ګټو له کنجه ورته کتل .

 شوروي اتحاد په تبلیغاتي ډګر کې یو داسې استعماري ځواک تېر شوی دی چې نړیوال تاریخ یې تر اوسه  ساری نه دی لېدلی . د شوروي  سیاسي تبلیغاتي آثار د نړۍ په ډېرو ژبو خپریدل او په وړیا توګه لاس پلاس کېدل ، حتی علمي کتابونه یې په هر هېواد کې په ډېره ټیټه بیه پلورل  کېدل . په  خپلو تبلیغاتو کې دغه هېواد ځان د سولې او سوسیالیزم نه ماتېدونکې تکیه ځای ، د استعمار او نیواک ضد ، په نړۍ کې د ملي او دموکراتیکو خوځښتونو او انقلابونو ملاتړ کوونکی او . . . باله ، خو په واقعیت کې ددغه هېواد سیاست ددغو سترو بشري ارمانونو په تړاو دوه مخی وه .  سیاسي دریځ یې د هغو چپو  ملي او دموکراتیکو ګوندونو په اړه  چې د ماسکو د دیکتو خیال یې نه ساته له دښمنۍ نه ډک و . که چېرې په نړیواله کچه د چپو ملي او دموکراتیکو ګوندونو ، سیاسي سازمانونو او دولتي واکمنیو هغه  انساني او مادي زیانونه چې د شورویانو د لاس وهنو او توطئو په پایله کې یې لېدلي دي وڅېړل شي نو ډېرې  داسې بېلګې شته چې یاد شوي غورځنګونه تر بل هر چا نه په خپله شورویانو ډېر ځپلي او وژلي دي .

په نړیواله کچه د شوروي اتحاد لپاره تل او هر چېرې  ریښتېني کمونستي ، ملي او دموکراتیک ، او یا مترقي ګوندونه هغه ګوندونه او سیاسي سازمانونه وو چې د شوروي اتحاد د څارګرو شبکو په چوپړ کې وو او مشران یې د شوروي څارګرو ادارو سیمه  ییز ماموران وو . هغه ګوندونه او یا مشران یې چې د دغسې ټیټ کار  لپاره  یې غاړه نه ایښوده او یا به  یې د خپلو خلکو او هېواد ملي ګټو او ارمانونو ضد عمل ګاڼه نو د شورویانو لپاره تر ټولو بد دښمنان وو او هماغه شعار چې ویل به یې : « چې نه تسلیمېږي نو مړ یې کړه » تر لاس لاندې نیول کېده ، چې د عملي کولو لپاره یې هم ښه امکانات ، پریمانه تجربې او هم اوږده لاسونه درلودل . سیاسي ترورونه ، بدنامول ، ګوندونه په ډلو وېشل ، موازي ډلې جوړول ، د خپلو جاسوسانو د تپلو لپاره کودتاګانې سازماندهي کول او آن بربنډ پوځي تېري کول د ماسکو لپاره معمولي وسیلې وي .

په ختیځه اروپا یا د سرو لښکرو د اشغال لاندې هېوادونو کې  د روسي نقشي مطابق د سوسیالستي  واکمنیو تپل او  د اولسونو ملي ، تاریخي ، عقیدتي  او فرهنګي ځانګړتیاوي په هیڅ شمېرل ، د بدلونونو راوستلو په بهېر کې  بیړه او د خلکو سره  داسې چلند کول چې ته وا انسانان  حتمأ باید د ایډیالوژۍ قرباني شي ، دنړۍ د ټولو چپو ګوندونو او خوځښتونو څخه د کرملن د واکمنو دا تمه چې د ماسکو لارښونې او غوښتنې باید ومنل شي هغه مسئلې وي چې  په تړاو یې په نړیواله کچه د ټولو لپاره د منلو وړ ځوابونه پیدا کول ناشونی کار و ، له بلې خوا د سوسیالیزم له مفهوم څخه یو شان تعبیر شتوالی نه درلود، نو طبعي خبره ده چې د مسکو غوښتنې چا ته د منلو وړ نه وي .

شوروي اتحاد د خپل شتون په موده کې د افغانانو په شمول ډېر اولسونه ، سیاسي خوځښتونه  ، ملي  او نړیوال  شخصیتونه په خپلو وینو کې خوټولي دي ، چې څېړنې  یې د دې شان لنډې لیکنې له حوصلې څخه وتلی کار دی ، خو بیا هم بې  ځایه به نه وي که  دلته په لنډه توګه  یواځې د چېګوارا د وژني په اړه د هغو اسنادو پر بنیاد چې په دې وروستیو کلونو کې د روسي منابعو له خوا چاپ شوي دي یادونه وکړو .

دغه ستر نړیوال شخصیت  چې د بشریت لپاره د ظلم ، تېري ، استبداد او استعمار پر ضد د مبارزې سمبول ګرځېدلی دی هغه ځواکمن شخصیت وه چې د کمونستي ، ملي دموکرتیکو او نورواستعماري ضد ګوندونو او غورځنګونو په تړاو یې د شوروي اتحاد د بهرني سیاست سپین سترګي او ناولې موخې ونشوای زغملی او په لومړي فرصت کې  یې په نړیواله کچه د اعتراض او مقاومت آواز پورته کړ .

چې ګوارا د ۱۹۶۴ کال د دسامبر په میاشت کې د کیوبا هېواد د رسمي لوړ پوړي  دولتي استازي په توګه د ملګروملتو له تریبون څخه داسې وویل : « مونږ د سوسیالیزم  جوړول غواړو ، نو ځکه د ناپېیلو هېوادونو په ډله کې ځان شامله وو . مونږ مارکسیستان یو، خو د ناپېیلې هېواد په توګه د امپرالیزم پرضد مبارزه کوو » . دوې میاشتې وروسته د افریقا او آسیا په دویم ګډ اقتصادي کنفرانس کې چې په الجزایر کې جوړ شوی و ، چې ګوارا یو ځل بیا په خپله وینا کې د ملي او دموکراتیکو انقلابونو سره د شوروي اتحاد بهرنی سیاست او مرستې له ځان غوښتنې او غرضه ډکې وبللې .

له ویلو پرته روښانه ده چې دغه شان ویناوي د شورویانو لپاره د زغم وړ نه وي ، هماغه وه چې د مسکو د فشار په نتیجه کې د چېګوارا او فدل کاسترو اړیکې خرابېږي ، چېګوارا د وزارت  له مقام او د دکیوبا له تابعیت څخه ځان خلاصوي او له دغه هېواده وځي او د بولیواهېواد ته ځي . طبعي خبره ده چې د چېګوارا هر حرکت د شوروي څارګرو شبکو څخه پټ نه پاتې کېږي . کله چې چېګوارا په بولیوا کې د ګوریلایانو د روزنې مرکز ته رسېږي د پلټنې په نتیجه کې دا مالومېږي چې په دغه مرکز کې ټول ټال پنځوس تنه جنګیالي وو ، حال دا چې د چېګوارا له راتګه څخه  دمخه ۲۵۰ ( دوه سوه پنځوس )  تنه په پلان کې وو .  دا چې ولې داسې شوي وو علت یې دا دی چې: « د بولیوا هېواد د کمونست ګوند مشر ماریو مونجي د مسکو په امر دچېګوارا له رارسېدو څخه ، نه د بولیوا کمونیستان  او نه هم په ګاونډیو هېوادونو کې د پارتېزانانو د سترو ډلو قوماندانان خبر کړل » . (۵ )  هغه چېګوارا چې حتی په افریقا کې چې له فرهنګ سره  یې  هیڅ ډول بلدتیا هم نلرله زرګونه مبارزین وربانې راغونډ وو ، خوپه لاتېنه امریکا کې چې د ده خپل  کور وه داسې وخت یې ورباندې راوست چې د خپل ژوند  په وروستۍ جګړه کې یواځې اولس تنه جنګیالي ورسره وي .

برسېره پردې سي ای اې ته د چېګوارا پلاس ورکولو کې  د الماني  مېرمنې  تاماره بونکې بیدر چې د ختیځ المان  ، شوروي اتحاد او کیوبایې استخباراتي شبکو سره یې کار کول کوم پټ راز نه و  او داسې تبلیغ کېده چې نوموړې مېرمن د چېګوارا معشوقه وه څه کمه ونډه نلرله ، چې راسپړل یې دلته ګرانه راته ښکاري ، خو دومره باید وویل شي چې نوموړې مېرمن په ۶۶ -۱۹۶۷ کلونو کې د بولیوا هېواد پلازمېنې لاپاز په دولتي او دیپلوماتیکو کړیو کې ډېر نفوذ درلود ، آن د دغه هېواد له ولسمشر سره یې نږدې اړیکې لرلې .

د چېګوارا له نیول کېدو سره سم د دغې مېرمنې ناڅاپي ورکېدل او وروسته داسې کېسه ورته جوړول چې  ګواکې دغه مېرمن له ګوریلایانو سره یو ځای د دولتی ځواکونو په کمین کې وژل شوي ده د منلو وړ نه ده اوپر خلاف یې ډېر څه ویل شوي دي . دا واقعیت چې د بولیوا د کمونست ګوند مشر ماریو منجي ماسکو ته کډه کوي اوبیا یې څوک په اړه څه نه اوري په خپله د دې مانا لري چې په د غه جنایت کې د مسکو لاس او ګټې وې .

د دغې لیکنې اساسي موخه دا وه چې د لیکنې د دویمې برخې  لا ښه پوهاوي وشي . بله برخه به ( د افغانستان او سیمې لپاره د کمنترن  توطئي ) تر سرلیک لاندې  وړاندې شي .

نور بیا . . .

 

اخیست ځایونه :

لمړی – دوه اړخیزه توطئه : د ستالیني سرکوب رازونه      لیکوالان : ای . پرودنیکوا  او   کولپکادي

۱۸۳ مخ    روسي متن

دوهم  او درې یم  ـ د ستالین د افغانستان جګړه         د منځنۍ آسیا محاذ   لیکوال : یوري تیخانوف

۷۸ مخ     روسي متن

څلورم :

www.en.wikipedia.org/wiki/Third_(communist) _International

پنځم      د دوزخ فعال مُدل             د ترهګرۍ او ترهګرو په اړه لنډه کتنه 

  لیکوال : پاول کروسانوف            ۱۵۳  مخ   روسي متن

 

Leave A Reply