ګونګ (بې ژبې) حيوان – خلیل جبران / ژ: میوند محمد جمال

0 672

ګونګ (بې ژبې) حيوان

دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

ژباړه او راټولونه : میوند محمد جمال

 

يو ماښام  زه  خپل فكر له خپل كور څخه  ډير لیری بوتلم  ، زما فکر زه آخر داسې يوځاى ته ورسولم چې هلته صرف زاړه كورونه  ول ، زه همداسې روان وم چې ديوه  تش او ویجاړ كور مخې ته ودرېدم.

دغه كور چي  دېوالونه او د کوټي نیم بام یی نړيدلي وه  ، داسې برېښېده چې له ډېرې مودې نه  دلته څوك نه  وی اوسیدلی .

ما په دغه كور كې يو كمزورى او زخمي سپى وليده  چې په ايرو پروت و، سپي په  ډېره نااميدى سره د لمر د لويدلو په وخت كې لمر ته كتل.

سپى په دې پوهېده چې دا په كوم وران كور كې پروت دى هغه د ښار د ماشومانو څخه ليرې دى او لمر ته يې د آخر ځل لپاره مخه ښه وويله.

زه په كراره كراره د سپي خواته ور نزدې شوم او ارمان مې كاوه چې كاش د ده په ژبه پوهېدم تر څو مې غم ورسره شريك كړى و، خو كله چې سپي زما په ورتګ پوه شو نو هغه د سختې ويرې سره په ټول كمزوري وجود كوښښ وكړ تر څو له هغه ځاى څخه لاړ شي.

خو سپۍ چې ډېر زيات كمزورى شوى و او وجود يې صرف د هډوكو يوه نمونه  پاټي وه په دې ونه توانېده چې له خپل ځاى څخه پاڅېږي په ډېره مايوسۍ يې زما خواته را  وكتل  ، سپي ماته په يوه داسې نظر را  وكتل چې د انسان د ژبې نه ډېر فصيح او د ښځې د اوښكو نه ډېر بليغي وي .

كله چې ما هغه په دې حالت كې وليده نو زما احساسات راوېښ شول ما د هغه نظر لید ته  انساني جامې ور واغوستې چې د هغه نظر ماته داسې ګويا و:

«په ما چې اوس څه تېرېږي هغه  زما لپاره بس دى، انسانانو چې په ما كوم ظلمونه كړي او څومره  یی زه ځورولى يم دا زما لپاره ډېر زيات دي»

مهرباني وكړه په ما او زما په روح رحم وكړه او له دې ځايه څخه لاړ شه.

زه د انسان د ظلمونو څخه دلته را تښتېدلى يم او په  یوی داسی ايره پروت يم كومه چې د انسانانو له زړونو څخه ډېره نرمه ده.

زه دغه وران او ويجاړ كور ته ځكه راغلى يم چې د انسانانو د وحشت څخه په دې ځاى كې آرام او خوندي و اوسم.

ته هم د هماغه انسانانو له ډلې څخه يې كومو چې فيصلې نیمګړي او له انصاف څخه خالي دي.

بيا درته وايم د دې ځاى څخه لاړ شه اوما له خپلو دردونو سره يواځې پرېږده كه څه هم انسانان ما ډېر سپك ګڼي خو بيا هم زه د انسانانو خدمت كوم زه د هغو په كورونو كې ديوه وفاداره غلام غوندې يم د هغوى په خوشحالي او غم كې د هغوى سره ځان شريك ګڼم.

زه هر وخت د خپل صاحب په نه شتون كې هغه يادوم او په راتګ يې خوشحالي او مستي كوم او د دسترخوان په پاتې شوني ټوټو قناعت كوم او تل می د هغه شپيلول شوي هډوكي نعمت ګڼلى.

خو څه وخت  چې زه بوډا شوم بیا يې له كوره وويستم ما بيا هم صبر وكړ  خو كله چې د ښار او كلي ماشومانو زه په ويشتلو ويشتلو دې ځاى ته را ورسولم نو ډېر و دردېدم.

اى انسانه! كه څه هم زه ډېر كمزورى حيوان يم خو ستاسو سره يو نسبت لرم او هغه دا چې انسان كله كمزورى شي او د هرڅه نه ولوېږي نو هغه هم بيا ديوې مړى محتاجه وي.

زما مثال د هغهسرتیری  دى چې په ځوانۍ كې د خپل وطن څخه دفاع كوي، خو چې بوډا شي نو بيا په پټيو كې سبزي كري او بيا چې دې حد ته ورسېږي چې بيخي كمزورى شي او په كټ ولوېږي نو هغه ته بيا څوك پام نه كوي او له هيره يې وباسي.

زما مثال د هغه ښځې په مثل دى چې په ځوانۍ كې د مېړه خدمتونه كوي او چې بچي يې وشي نو بيا يې ټوله شپه خوب نه وي او د هغوى خدمت كوي هر ډول تكليفونه او مصيبتونه تېروي ترڅو د خپلو بچيو راتلونكى برابر كړي، خو كله چې همدا مور زړه شي نو بيا يې ټول په ياده وباسي.

آه!!! اى انسانه ته څومره ظالم او د سخت زړه خاوند يې!!؟

د دغه سپي سترګو خبرې كولې او زه يې په ټولو خبرو پوهېدم، زما ذهن په دې كشمكش كې و چې كله به مې په دغه بې ژبې سپي زړه وخوږيده او كله به مې بيا خپل انسانان وروڼه را ياد كړل چې څومره ظالمان او مطلب اشنا دي.

آخر سپي خپلې سترګې بندې كړي او ما د هغه نور پريشانه كول مناسب ونه ګڼل او د هغه ځايه څخه چپ او غلى را روان شوم.

 

 د دمعة وابتستامة كتاب مخ ۹۷

Leave A Reply