وطن پالنه/ محمد بشیر یوسفزوی

0 574
وطن پالنه یوازې په شعار نه ده او نه هم د شعار غوندې اسانه، ځکه وطن پالنه صداقت، زحمت او لوی نېت غواړي. داسې نېت چې یوازې د ځان او کورنۍ په فکر کې نه وې، بلکې د وطن پالنې حکم همدا دی چې له دغې کوچنۍ دایرې باید د وطن د غېږې غوندې لویه او پراخه دایره په پام کې ونیسي او څه چې کوې په همدې فکر یې وکړې چې ټولو وطنوالو ته یې خیر ورسېږي.
وطن پالنه همدا حکم کوي چې ملي ګټې به تر شخصي ګټو غوره او معتبره بولې او که یې اړتیا شوه، خپلې وړې او شخصي ګټې او غوښتنې به د ملي ګټو نذرانه کوې، خو د دې لپاره یوازې په خوله او ژبه بیان او اقرار بسنه نه کوي، بلکې دا درنه عمل غواړي. یانې ته به عملاً نورو ته دا په ثبات رسوې چې وطن او د وطن ګټې درته تر هر څه ښاغلې او معتبرې دي.
وطن پالنه په زمان، مکان، وسله واله دفاع او سرښندنه پورې هم محدوده نه ده. یانې داسې نه ده چې که کوم وخت کوم بهرني زبرځواک ستا پر هېواد وسله وال برید وکړ، نو د دفاع لپاره یې باید وسلې ته لاس کړې او کله چې هغه برید او تهدید دفعه شو، نو ستا د وطن پالنې مسوولیت او مکلفیت پرځای شو.
وطن پالنه همېشنۍ دنده او مسوولیت دی او دغه مسوولیت درنه هر وخت او په هر ځای کې سرښندنه او پاملرنه غواړي. سرښندنه یوازې د ځان نذرانه کولو باندې نه خلاصه کېږي، بلکې سرښندنه دا مانا چې ته به د وطن پالنې لپاره د خپل فکر، وخت، فرصتونو، امکاناتو، انرژۍ، توجه، تمرکز او هر څه نذرانه کوې.
وطن پالنه یوازې په کومې ځانګړې دندې، لباس او یونیفورم پورې هم محدوده نه ده. یانې داسې نه ده چې دا یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مکلفیت دی او یا یوازې د هغه چا کار دی چې د دولت مامور او تنخوا خور دی.
 وطن پالنه له موږ ټولو څخه دا غواړي چې موږ هر یو په خپلو برخو کې د خپلو خلکو او هېواد لپاره صادقانه کار وکړو. له  بزګره نیولې، تر هټیوال، د کلي ملا امام، مامور، ډاکټر، موټرچلوونکي، ښوونکي، ولسوال، ښاروال او بل هر لوستي او نالوستي هېوادوال ته ښایي چې ورځنۍ چارې ښې، په ایماندارۍ او دې نېت ترسره کړي چې ټولو ته یې خیر ورسېږي.
که چېرې موږ ټول په ټوله مانا خپلې ورځنۍ رسمي او نارسمي چارې د هېواد او ولس خیر، فلاح او ګټو ته په پام ترسره کړو، نو باور دی چې موږ به رښتیني وطن پالان او د وطن مئیان یوو. موږ به بیا هغه ولس یوو چې د بدمرغۍ مخ به هم ونه ګورو او له ټولو هغو جنجالونو او کشالو څخه چې اوس په کې ایسار یوو او ورڅخه ځورېږو په بریالیتوب به ورڅخه راووځو.
موږ به بیا هغه مهال رښتینی سرلوړی او بریالی ملت یوو. داسې ملت چې پر ځان د ویاړلو حقدار به واوسو، ځکه چې نه به مو بل ته د ګدایۍ لاس غځېدلی وي. نه به د خپلو ستونزو د حل لپاره د نورو امکاناتو او لاسنیوي ته سترګې په لار یوو او نه به هم د نورو په اشارو او لمسون خپل ګران هېواد ویجاړو او نه به هم د خپل تن، وجود او هېوادوالو د بدمرغه کولو په فکر کې یوو.
هغه مهال به یوازې او یوازې د خپل هېواد او ولس د هوساینې، سوکالۍ، نېکمرغۍ او پرمختګ په فکر کې یوو او دا تر ټولو عالي او انساني فکرونه دي چې له امله به یې موږ ښېرازه او وطن به مو اباد شي.
Leave A Reply