سقوط / عصمت قانع

0 646

وو، نه وو یو پاچا وو. پاچا خو خدای پاک دی چې پاچاهي یې زوال نه لري او زور یې سیال نه لري. د پاچا پاچاهي په ښار کې وه. رعیت ته یې خدمت نه کاوه، د رعیت په غوښو یې چړچې کولې.
یوه ورځ یې وزیر باتدبیر را وغوښت او ورته و یې ویل، چې وزیر باتدبیره رعیت په عذاب دی، هسې نه چې را ولټېږي او د پاچاهۍ تخت را نسکور کړي، څه کولای شو چې د رعیت زړه را خپل کړو؟
وزیر ورته وویل، که دې رعیت ته اهمیت ورکړ، کار دې خراب کړ. والا حضرته رعیت نور هم سومبه کړه، نور یې هم برمته کړه، په ډوډۍ پسې یې حیران کړه او په اوبو پسې یې نالان کړه.

اول خو یو داسې فرمان صادر کړه چې د رعیت په یوه کور کې به هم ډوډۍ نه پخېږي، ټول رعیت به د ښار په څلورو دروازو کې له پاچاهي لنګر څخه پخه ډوډۍ په بیه اخلي او خوري به یې. که چا د کور ډوډۍ وخوړه نس به یې څېرل کېږي او د کور ډوډۍ به ترې را ايستل کېږي.
سهار د پاچا فرمان اعلان شو او ټول رعیت د فرمان د حکم له مخې د پاچاهي سنګرونو خوا ته ور مات شو.

له سبا تر بېګاه به د ښار په څلورو نانوایي‌ګانو کې د خلکو اوږده اوږده کتارونه ولاړ وو او په نوبت به یې د پاچا له لنګرونو پخه ډوډۍ وړله او بیه به یې پرېکوله. هيچا هم د سلطان ظل الله له فرمان او حکم څخه سرغړونه نه کوله او د پاچا فرمان سل فیصده تطبیق شو.
کله چې پاچا د خپل فرمان د کامیابۍ په خاطر وزیر باتدبیر د افرین او شاباس له‌پاره دربار ته راوغوښت؛ نو وزیر با تدبیر د رعیت د لا ښه ادارې له‌پاره پاچا ته یوه بله مشوره ورکړه.

پاچا ته یې وویل؛ یو بل فرمان صادر کړه چې په ښار کې هېڅوک هم نه‌شي کولای د خپلې څاه اوبه وڅښي او رعیت مکلف دی چې د ښار په څلورو دروازو کې له سرکاري څاګانو څخه اوبه یوسي.
سهار د رعیت ټولې څاګانې له خاورو ډکې شوې او د رعیت بهیر د سرکاري څاګانو په لور ور مات شو.

منګي او منګوټي، خمونه او سطلونه، مشکونه او چاټۍ د ښار د څلورو دروازو څاګانو ته ور وړل کېدلې. پر څاګانو باندې د رعیت له خوا یو شخول او ګڼه ګوڼه جوړه شوه، ګڼه ګوڼه ورځ په ورځ زیاتېدله.
د رعیت د اب او دانې سرچینې د سرکار لاس ته ور ولوېدې او ټول رعیت د ډوډۍ او اوبو په غم واوښت. د رعیت له خوا د پاچا د دربار پر ضد د بغاوت ټول امکانات له منځه ولاړل.

پاچا د وزیر له تدبیر او هوښیارۍ څخه خورا زیات خوشحاله شو او وزیر یې د افرین او شاباس له‌پاره دربار ته ور وغوښت.
وزیر پاچا ته وویل، چې اوس لا د رعیت د بغاوت سوړه نه ده تړل شوې، یو بل فرمان هم صادر کړه چې هر څوک باید د ښار له څلورو څاګانو څخه د اوبو تر وړلو مخکې یو ځل ځان د پاچا په اردلیانو، کوټوالیانو او پهره دارانو سومبه کړي، یانې له مخې حیا دا خړیته معامله ورسره وکړي. سبایي رعیت د پاچا درېیم فرمان هم قبول کړ.

سبا و بېګاه به د ښار د دروازو د څاګانو پر وړاندې اوږده، اوږده کتارونه ولاړ وو چې بنیادمان د ښار د پاچا له اردلیانو څخه د خپل عزت او حیا د لوټ نوبت تر لاسه کړي.
ټول رعیت حاضر و چې د یو غوړپ اوبو په خاطر د خپل عزت نفس او ابرو توی کړي، خو خلکو ته د خپل عزت او ابرو د تویولو له‌پاره نوبت نه ورسېد، ځکه ټول ښار محتاج و چې اوبه تر لاسه کړي او د پاچا د عزت لوټلو اردلیان، کوټوالیان او سپاهیان لږ وو.

دا ستونزه په ستره ستونزه بدله شوه او د ښار سپین‌ږیرو جرګه جوړه کړه چې پاچا ته عرض وړاندې کړي. له ښاره ډېر سپین‌ږیري راټول شول او د پاچا دربار د ورپېښې ستونزې د حل له‌پاره وغوښتل.
د رعیت سپین‌ږیرو پاچا ته وویل چې بخت او تخت دې برقرار شه، موږ د ښار سپین‌ږیري راټول شوي یوو. رعیت ډېر اوبو ته محتاجه دی او ستا میندان لږ دي، د عزت د لوټلو عملیه مو سسته ده، که دې د میندانو فوج ظفر موج زیات کړې؛ نو رعیت به درڅخه خوشاله شي.

په دې وخت کې وزیر باتدبیر د پاچا غوږ ته خوله ور نږدې کړه او ورته ویې ویل چې وګوره د رعیت د بغاوت نېښ څنګه له زهرو خالي شو، وګوره رعیت ارام شو او سقوط یې وکړ.
هماغه د پاچا کلاسیکه کیسه را یادېږي. زموږ ارزښتونه زموږ د استقلالیت ملي سيمبولونه وو، د نوامیسو درنښت، ټولنیز اخلاقي ارزښت و چې د نوامیسو دفاع ته یې زغره‌وال دېوال درولی و.

په کومه قافله کې چې به ښځه وه، پر هغه قبیله به غلو حمله نه کوله، په کوم کلي کې چې به ظلم و، هلته به د خلکو اخلاقي ارزښتونو د ظالم پر ضد د مظلوم ملاتړ ته لښکر جوړاوه او د ظلم او کبر پر ضد به یې اخلاقي مسوولیت تر سره کاوه، خو له تېرو پنځه دېرشو کالو راهیسې افراطیت زموږ اخلاقي اډانه داسې ونړوله چې د کنډوالو نښې یې هم نه‌شو موندلای.
په سپینه ورځ پر لویو لارو ناموسونه لوټېږي، خو د هيچا وینه نه تودېږي چې د ناموسونو لوټماران پر ککرۍ ووهي.

په رڼا ورځ قتلونه کېږي، خو قاتلان خپل عملونه د هغو اخلاقي او مذهبي ارزښتونو په جامه کې نغاړي، کومو ارزښتونو چې زموږ ټولنه له انتشار او انتحاره ساتلې وه.
په خپل وطن کې مو د خپلې خاورې له خېټې را زېږېدلې ډوډۍ پرې‌اېښې ده او د افراطیت پېریانو د پاچا له نانوایي څخه د پروژو او جګړو په بیه ډوډۍ اخلو.
د خپلې خاورې له غولانځو را بهېدونکې شیدې نه خورو، خو د افراطیت د پاچا له څاه څخه اوبه د ناموس د لوټمارۍ په قیمت تر لاسه کوو.

د مارچ پر نولسمه د کابل په زړه کې د ناموس د بې‌پتۍ او بې‌ارزښتۍ پېښه د یوې ښځې قتل او سوځونه نه وه، دا زموږ د ټولنې د اخلاقي سقوط یوه رسوا ننداره وه چې د افراطیت پاچا زموږ د اجتماعي او مذهبي اخلاقو د سقوط فلسفه پکې بیان کړه.

تر دې نو زیات نه بداخلاقه کېږو، تر دې نو زیات نه بې‌ابه کېږو، تر دې زیات نه وژل کېږو.
بس د شاه دو شمشېره منارونه زموږ د اخلاقي او مذهبي سقوط یادګاري څلي دي او د مارچ نولسمه زموږ د اخلاقي سقوط ورځ ده او د مارچ ۲۳ زموږ د افراطي پاچا د دفاع ورځ.

 

Leave A Reply