موږ او منطقي سیاست /نعمت الله صديقي

0 374

موږ د منطقي سیاست په موخه د فرد او ټولنې پر هغه نقش ډېرې ناویلې خبرې لرو چې بنیاد یې د سیاست پر استدلال ولاړ دی، دا ناویلې خبرې زموږ د عصر هغه خبرې دي چې تر ډېره حده یې زموږ په ذهنونو کې پر تشنج او افراطیت سربېره پر ځان فکر او سوچ کې هم داسې څه را منځ ته کړي چې د ژوند په نامه د خدای خوږ نعمت یې راته زهر ګرځولی دی. په سیاسي اصطلاح کې د انساني ذهن او عمل هغه چاره چې انسان ته د ټول ژوند د هوساینې او سوکالۍ په پار د ښه ترتیب او انسجام او عمل نتېجه برابرولای شي، منطقي سیاست یې بولي، دا هغه سیاست دی چې ټولنې او هېوادونه یې د پرمختګ اوج ته رسولي دي، سوال دا دی چې د دې سیاست بنسټ او ادرس چېرته دی؟

دا طبيعي خبره ده چې پر ژوند د تنګ انسان رواني تمایل نه د رښتیاوو خوا ته ځي او نه هم د سالم فکر او سوچ بنیادونه درولای شي. څلور لسیزې کېږي چې موږ د اور پر لمبو ژوند کوو، زموږ له سیاسته رښتینولۍ کډه کړې او د فکر فکټورونه مو فلج دي، موږ یا د سیاست په نامه د وسلو کار و بار ته مشروعیت ورکړی او یا مو د پردیو ډولونو ته څڼې اچولې دي، دا هغه سیاست دی چې ژوند یې په خطر کې رااچولی دی.

د منطقي سیاست لومړی شعار د ژوند تضمین دی، د باثباته او پرمختللو ټولنو د ټولنیز شعور لومړی فکټور همدغه څه کېدای شي چې د ژوند ژغورنې او ژوند ساتنې غږ پورته کړي، موږ دا وخت د بدترین سیاست په دور کې ګرځو. پر کومو خلکو چې د سیاست په نامه د څو نسلونو جګړه تېږېږي، هغه کله هم په سیاست کې د منطق منلو ته تیار نه وي، په دوی کې تر ټول منطقي سیاستوال هماغه وي چې د سولیيز یا منطقي سیاست پر ځای د جګړيیزو اوزارو قهرمان او کاروونکی وي او د سلګونو خلکو د وژلو حماسې او کیسې ولري، زر او زور او د دنیا د هرې وړې او غټې مافیايي کړۍ یې په لاس کې وي چې د هر ډول مشروعیت پر وړاندې هيڅ له تصفیې بچ پاتې نه‌شي، برعکس د فکر، تفکر او احساس پر بنا د علمي مکالمې او رواوالي او د ټولنې له ارزښتونو سره سم خلک نه په سیاست کې ځای لري او نه هم په سیاست کې د څه کولو حق!

روښانه خبره ده چې په داسې یوه ماحول کې ژوند د وحشتونو په حصار کې راګیر بویه، د منطقي سیاست لومړی بنسټ دا دی چې ژوند وژغوري او خلک د ژوند په اهمیت پوه کړي او د ژوند داسې زمينه‌سازي را منځ ته کړي چې خلک پخپله ووايي، ژوند ښکلی دی!

کله چې ژوند تضمین ومومي او خلک باور پیدا کړي، بیا نو ټولنې له انفرادي خوا څخه ټولنیز ژوند ته راګرځي، د ټولنیز ژوند شرایط او اصول چې کله د ټولنیزو ضابطو «اصولو» په توګه خلک ومني، په طبيعي ډول د خیر فکر را منځ ته کېږي، د بل په اړه مثبت سوچ او د مکالمې رواج وده مومي دا هغه څه دي چې زموږ ټولنیزو اخلاقو، عواطفو، عقایدو او ژبو ته صحت‌منده چلندونه ورکولای شي، ټولنیز ژوند ته د مهذبوالي رویه بښي، کله چې ټولنیز ژوند مهذب شي، بیا نو له ریاستونو بې‌فرهنګي او ګډوډۍ خپل پخپله کډه کوي او د اصولو او منطقي سیاست کلچر را منځ ته کېږي، خو دلته به ډېره مهمه خبره دا وي چې موږ د ټولنیزو ضابطو «اصولو» خبره د ډسکورس(discourse) په مانا راوړو، يانې ژبه کلچر او عقاید باید د ټولنیزو ارزښتونو په توګه د یو منظم ساخت «جوړښت» په شکل سره داسې رعایت کړو چې سالمه انساني ټولنه جوړېږي، عاطفي تړاوونه او ملي احساس هغه څه دي چې له همدې ځایه سرچینه اخلي.

دلته د خلکو د خوښۍ او غم د درد شراکت سره پېيل کېږي، د وحشتونو او بې‌انصافیو مخه پکې نیول کېږي، زړه‌سوی او زړه‌خوږى پکې په عام ډول رواج موندلای شي، دا ډسکورس (discourse) هماغه دی چې موږ یې د منطقي سیاستونو په لړ کې د ټولنیزو ضابطو په توګه نوموو، هغه سیاست چې ټولنیزې ضابطې نه لري یا یې سیاستوال په اړه بې تفاوته وي؛ د هغه ریاست (state) دې خدای مل شي، موږ د یو شمېر نورو نرګسي ډوله افتخاراتو په منځ کې د ټولنیزو ضابطو د ښېګړو خبره نه‌شو کولای، باید ووایم چې د څو لسیزو د ويجاړيو او نامنطقي سیاستونو ټولنیزې ضابطې رانړولې څه، چې له بېخه رايستلې دي، د دې ضابطو په رغونه کې نرګسواله نه! پېغور په کار دی، دا باید ملي شرم وبولو چې د څو زره کلن تاریخ لرونکي قوم د يويشتمې پېړۍ تر ټولو بدترین حالات ګالي.

حل دا دی چې دا اصل به بېخي په پام کې ساتل غواړي چې ټولنه او ټولنیزې ضابطې له فرد او فردي چلندونو تشکيلېږي، يانې د فرد ذاتي فکر او عمل هغه دی چې د ټولنې تخلیقي او تهذیبي اډانه را منځ ته کوي، په خلکو کې د ټولنیزو چلندونو لکه، اخلاق، عاطفه، روابط، يانې د انسان کړه وړه به داسې وي چې هر سړی به پکې د بل د احترام او هوساینې تر څنګ د مسوولیت تر حده مثبت نقش ادا کوي، ګواکې خلک یې باید له ځان پیل کړي، زموږ د چم، کور، کلي، کوڅې او بازار تر څنګ روابط، ناسته، ولاړه، غم او ښادي هغه څه دي چې که د صمیمت او عاطفي تړاوونو په بنا په اخلاقي ډول تر سره شي، امید دی چې د سوکاله او هوسا ژوند په موخه به مو د ټولنیزو ضابطو مسوولیت په ښه ډول ترسره کړی وي دا باید ومنو چې بل ته د ښېګړې رسول د ځان په ګټه دي او نورو ته ستونزې جوړول د ځان پر وړاندې له خنډونو پرته نور هيڅ نه دي، انسانیت به د ټولنیزو ضابطو محور وي او دا ځکه چې د فرد همدا وړې ـ وړې رویې د ټولنې کلي حیثیت خپلوي، هر کله چې د ټولنې حیثیت پر انساني اخلاقو رغېدلی وي، بویه ټولنه د انسانیت د اصلیت پړاوونه وهي او دا پړاوونه د رښتینو انساني ټولنو ځانګړنې وي.

لنډه دا چې زموږ په هېواد کې اوس اوس د مدني خوځښتونو او بنسټونو په نامه کوم څه روان دي، دا به خوشبین حالات وي، که چېرې د ورځنیو سیاستونو پر ځای همدې ټولنیزو اصلاحاتو خوا ته مخ راواړوي، منطقي سیاست له همدې ځایه پیلېږي، دا اصلاحات او تحول د لوستي طبقې له خوا لکه، استادان، لیکوال او عالمان په خورا ښه ډول تر سره کولای شي، خو کاش! چې زموږ مدني او فرهنګي ټولنې او فعالان دې کار او عمل ته د یو جدي کار په سترګه وګوري او د منظمو حرکتونو په توګه یې پيل کړي، یوازېنۍ لار به همدا وي چې د سیاست له سراسري او سطحي‌والي به را ووځو، که نه په شته انسان خوړونکي او مافیايي سسټم کې هيڅ بله لار نه تر سترګو کېږي، شته لارې ټولې ترکستان ته تللي، راځئ خپله لار پخپله سیخه کړو، پخپل فکر او عمل دا لار سمولای شو، زه باور درکوم چې د منطقي سیاست لار د افغان انسان د نجات لار ده، په دې لار کې به مادیت، پیسې، عیش او معاش سمه ده چې نه وي، مګر پت، سیالي او هوساینه او سوکالي ضرور پکې شته.
هو! د افغان انسان د نجات لاره، منطقي سیاست!

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply