لویه جرګه او د هغې تاریخي سابقه/عبدالباري جهاني

0 504

په افغانستان کي د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد د اعلانېدلو سره سم، د ظاهرشاه طرفدارو تنظیمونو او مشرانو د لويي جرګې د غونډېدلو غوښتنه کوله. د ۱۹۸۱ کال د اکټوبر په میاشت کي، د کوټي په ښار کي، دا طرح د عملې کېدلو پولي ته نيژدې سوې وه چي د پاکستان پولیسو مداخله وکړه او د هغې ستري قومي غونډي برخه‌وال یې په لرګیو ووهل. البته د هغي جرګې په وخت کي هم دا سوالونه موجود ول چي لومړی خو د جرګې د غړو د ټاکلو لپاره مشخص معیارونه موجود نه دي او دوهم که چېري دا جرګه راغونډه سي او مهمي قومي فیصلې وکړي نو د کابل د حکومت د انکار په صورت کي له جرګې سره، د خپلو فیصلو د عملي کولو لپاره، کوم پوځي او سیاسي زور موجود دی؟

دا هغه سوالونه دي چي ما د طالبانو د حکومت په وخت کي، د امریکا ږغ راډیو د خبریال په حیث، له حضرت صاحب څخه وکړل. ما هغه ته وویل چي که چېري ستاسي سره درې زره افغانان په یوه جرګه کي برخه واخلي او د رایو په اتفاق یوه فیصله وکړي او طالبان یې ونه مني نو بیا به تاسي څه کوی. حضرت صاحب ویل چي هغوی مجبور دي چي د ملت فیصلې ته غاړه کښېږدی. ما بیا ورته وویل چي که یې د ملت فیصلې ته غاړه نه ایښودله نو بیا؟ حضرت صاحب ویل زه ښراوي کوم او زما ښراوي بې تاثیره نه دي. زه ریشتیا هم د حضرت صاحب د ښراوو په اغېزه هغه وخت پوه سوم چي د امریکا بمبارډ الوتکو د طالبانو نظام نسکور کړ.

نن سبا په افغانستان کي، او له هیواده بهر، بیا د لویي جرګې د غونډېدلو خبري تودې دي. بېل بېل تنظیمونه، جبهې او اشخاص د لويي جرګې د رابللو غوښتنه کوي. البته هغه جرګه چي اوس باید را وبلله سي له مخکنیو جرګو سره توپیر لري. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون یوسلو لسمه ماده د لويي جرګې د غړو او ناظرینو لپاره حدود او چوکاټ تعین کړی دی. د دې مادې په اساس په لویه جرګه کي د ملي شوراغړي «چي مطلب به یې د پارلمان دواړي جرګې وي جهاني» د ولایاتو او اولسوالیو د جرګو رییسان برخه لري. و زیران، د ستري محکمې رییس او غړي او لوی څارنوال د لويي جرګې په غونډو کي بې له دي چي د رايي ورکولو حق ولري ګډون کولای سي. که د جرګې غوښتونکي د اوسني حکومت اساسي قانون مني «چي باید حتما یې ومني» نو د دې فاسد پارلمان او فاسدو ولایتي شوراګانو له رییسانو څخه به، چي د څه باندي یوه کال راهیسي یې د کار موده پوره سوې او ټول په غیر قانوني توګه کارته دوام ورکوي، د څه خیر تمه وکړای سي. هغه آش هغه به کاسه وي او را بلل سوې لویه جرګه به، د رایو په مطلق اکثریت، د اوسني حکومت کارونه او کارنامې تاييد کړي. او که سیاسیون او تنظیمونه د خپلي خوښي سره سمه جرګه راغواړي نو د هغې فیصلې به څوک مني. خوندوره خو لا داده چي جمهورییس حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال د نومبر پر اووه لسمه، د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو او نه لاسلیک کولو په باب، یوه لویه جرګه، چي تقریبا دوو زرو کسانو برخه پکښی درلوده، را وبلله. جرګې، د رایو په مطلق اکثریت، له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په ګټه رایه ورکړه. خو اولسمشر کرزي د خپلي رابللي جرګې فیصله ونه منله او جرګه په خپله مخه ولاړه.

په هغه جرګه کي لا یوه بله ډرامه هم وسوه او هغه دا چي حضرت صاحب صبغت الله مجددي ، د جرګې د رییس په حیث، ګواښ وکړ چي که له امریکا سره امنیتي تړون، چي د امریکا د قواوو د حضور دوام تضمینوی، لاسلیک نه سي دی به هجرت وکړي. لوستونکي باید دې خبري ته متوجه وي چي مسلمانان له دارالحرب یعني د کفارو له ملک څخه دارالاسلام  ته هجرت کوي. په دې صورت کي نو ګواکي د حضرت صاحب مبارک لپاره د امریکا تر اشغال لاندي افغانستان دارالاسلام او د امریکا د قواوو د وتلو په صورت کي افغانستان دارالحرب وو!!

لویه جرګه، چي نوم یې، په شلمه پېړۍ کي، د اعلیحضرت امان الله خان له پاچهي سره تړلی دی، په اصل کي د واکمنانو د ارادې مظهر دی، ځکه چي غړي یې زیاتره د واکمنانو په خوښه انتخاب او ټاکل کېږي. پاچاهانو او مشرانو خپلو فیصلو ته د قانوني رنګ ورکولو لپاره، وخت په وخت لويي جرګې رابللي او بیرته رخصت کړي دي. سره له هغه چي د لويي جرګې نوم او یا په دغه کیفیت موسسې ذکر، د افغانستان په باب، په هیڅ پخواني تاریخي متن کي نسته، زموږ ځیني مورخین او لیکوالان د هغې لپاره د څه باندي زرو کلونو تاریخي سابقې ادعا کوي. په دې کي شک نسته چي جرګه د پښتنو یوه ډېره زړه عنعنه ده او ښايي زرونه کلونه سابقه ولري، خو هغه جرګې د لویي جرګې له مفهوم سره توپیر لري. پښتنو په خپلو قومي جرګو کي هیڅ وخت د پاچا د ټاکلو، لیري کولو او یا قانون جوړولو په باب بحث او رایه ګیري نه ده کړې. د افغان جرمن په پورتال کي مي د محترم ف هیرمند په مضمون کي د محمدعلم فیض زاد پر کتاب باندي حواله ولیده چي وايي د ناصرالدین سبکتګین د ټاکلو لپاره لویه جرګه راغونډه سوه او هغه یې پاچا کړ. لیکوال د تاریخ یمیني په حواله لیکي چي څرنګه چي د الپتګین په کورنۍ کي د پاچاهي لایق څوک نه وو نو اعوان و انصار او آزاد او بنده سره راجمع سول او سبکتګین ته یې قدرت وسپاره. لومړی خو د تاریخ یمیني دا لیکنه د تأمل وړ ده؛ ځکه چي د الپتګین له وفات څخه وروسته د هغه زوی اسحق د تقریبا پنځو کالو لپاره پاچا وو. له هغه څخه وروسته د الپتګین غلام بلکاتګین یا بایه تګین، چي یو لایق جنرال وو، په بشپړ عدالت، لس کاله پاچهي کړې ده.سبکتګین له هغه سره په ټولو پوځي او اجتماعي چارو کي ملګری وو.له بلکاتګین څخه وروسته یوبل غلام پیري تګین تقریبا پنځه کاله پاچا وو. پیري تګین یو ظالم سړی وو. ځکه نو د غزني خلکو ابوعلی لاویک ته پر غزني باندي د حملې کولو او نیولو بلنه ورکړه. سبتګین د ابوعلي لاویک قواوو ته ماته ورکړه او د غزني خلکو سبکتګبن پاچا کړ. طبقات ناصري د راورټي انګلیسي ترجمه ص ۷۳

په دې برخه کي تاریخي متون دونه مغشوش دي چي سړی یې په لوستلو کي ستونزه پیدا کوي. په داسي حال کي چي سامانیان، بلخ، غزني، نیشاپور اوبادغیس له بخارا څخه اداره کوي. په دغه وخت کي ابوعلي لاویک چي طبقات ناصري یې ابوعلي انوک لیکي، څرنګه د غزني پر حکمران اسحق باندي حمله کوي او هغه د ساماني پاچا نوح بن نصر څخه د مرستي اخیستلو ته مجبوروي. او کله چي غزني ته ستنېږي بیا هم معلومه نه ده چي یو کال وروسته څرنګه وفات کېږي. بیا هم دغه لاویک یا انوک د بلکاتګین له لس کلني پاچهی څخه وروسته د کابل د شاه په مرسته پر غزني باندي حمله کوي او د چرخ په سیمه کي د سبکتګین له لاسه ماته خوري. څرنګه چي ټول د پریتګین د فساد له لاسه تر پزي رسېدلي ول نو سبکتګین یې پاچا کړ. طبقات ناصري دري متن ص ۲۲۷

کابل شاه په دې وخت کي څوک دی چي ، په سیمه کي د سامانیانو د دونه لويي او قوي امپراطوری سره سره، پیلان او دونه منظم پوځ لري چي پر غزني باندي حملې کوي، انوک یا لاویک څوک دی، له کومه ځایه پر غزني باندي حملې کوي  او له دغو پېښو څخه وروسته چېري ځي، تاریخي متون په دې باره کي چوپ دي.

په هر صورت، سبکتګین په غزني کي قدرت ته ورسېدی. شل کاله یې په بشپړ عدالت حکومت وکړ. خو د هغه د پاچا کولو لپاره نه جرګه او نه لویه جرګه سوې ده بلکه هغه د یوې پوځي کودتا له لاري، چي په هغه زمانه کي بېخي معمول وه، قدرت ته رسېدلی دی.

بله لویه جرګه چي زموږ زیاتره لیکوالان اشاره ورته کوي هغه د میرویس نیکه د پاڅون څخه مخکي قومي جرګه یا لويي جرګې دي. ځیني مورخین خو د میرویس نیکه د پاڅون څخه مخکي د دریو لویو جرګو یادونه کوي او مرحوم عبدالروف بینوا خو د میرویس نیکه په نوم کتاب کي لیکي چي کله میرویس نیکه له اصفهان څخه راستون سو نو د کندهار په لاره کي په کاروانسرایونو کي هغه ته هرکلی ویل کېدی او په عسکري مراسمو او تشریفاتو به موزیک ته ورته ږغول کېدی.

مرحوم غبار هم له اصفهان څخه د میرویس خان د ستنېدلو وروسته د کندهار د شمال ختیځ په دېرش میلي کي د مانجې په علاقه کي د یوې پټي جرګې یادونه کوي او وايی چي په هغه تاریخي جرګه کي د ابدالیانو، غلجیو، تاجیکو، هزاره، اوزبیکو او بلوڅو د قبایلو مشرانو برخه درلوده. په دې جرګه کي میرویس خان، یحیی خان د میرویس خان ورور، محمدخان چي په حاجي انکو مشهور وو او د میرویس خان وراره وو، یونس خان کاکړ، نورخان بړیڅ، ګلخان بابر، عزیزخان نورزی، سیدال خان ناصری، بابوجان بابی، بهادرخان، یوسف خان او ملاپیرمحمد چي په میاجي مشهور وو او نورو برخه درلوده. افغانستان درمسیر تاریخ لومړی چاپ ص ۳۱۹

داچي مرحوم غبار به د میرویس نیکه د جرګې په باب دا مفصل معلومات له کومه کړي وي سړی څه نه سي ویلای؛ ځکه چي په افغانستان کي هیچا دا پېښي ثبت کړي نه دي. له بلي خوا مرحوم غبار موږ ته وايی چي په هغه جرګه کي نه یوازي ابدالیانو او غلجیانو دواړو برخه درلوده بلکه هزاره، تاجیک، اوزبیک او بلوڅ مشران هم موجود ول خو کله چي په جرګه کي د برخه والو مشرانو نومونه یادوي نو یوازي د غلجي مشرانو له نومونو سره مخامخ کېږو، چي هغه لا هم یوه تاریخي استناد ته اړتیا لري.

د اېران د فاسد او غاصب حکومت په مقابل کي، د میرویس خان د قیام په باب یوازینی نسبتا مستنده لیکنه د مسیحي پادري کروزینسکي یاداښتونه دي چي په اصفهان کي د اوسېدلو په وخت کي یې  په نسبتا ښه امانت ترتیب کړي دي. د کروزینسکي له یاداښتونو څخه د میرویس د فوق العاده هوښیاري او ډیپلوماسي اټکل کولای سو. په دې کي شک نسته چي میرویس خان به د ګرګین په څېر یوه فاسد او ظالم حاکم د له منځه وړلو لپاره له خپلو نورو د باور وړ قومي مشرانو او خانانو سره کتلي او هغه به یې له منځه وړی وي. مګر دا پټي لیدني کتني لویه جرګه نه سي افاده کولای. له بلي خوا، په هغه وخت کي د هرات د ابدالیانو، چي وروسته احمدشاه بابا دراني وبلل، او کندهار د غلجیو، په تېره بیا د هوتکو د قبیلې ترمنځ ډېره سخته دښمني موجوده وه، حتی هډونه یې سره مات کړي ول. ګواکي د حاجي میرویس خان په هغو پټو مرکو او پاڅون کي نه یوازي هزاره، بلوڅو، تاجیکو او اوزبیکو برخه نه درلوده بلکه د پښتنو ابدالي قبایل هم ورسره ملګري نه ول. میجرراورټي د افغانستان او بلوچستان په باب یاداښتونو په کتاب کي لیکي چي که پر افغانستان باندي د نادرافشار د حملو په وخت کي د غلجیو او درانیو ترمنځ اتحاد موجود وای نو د دې هیواد تاریخ به بل رنګ درلودلای. راورټي ص ۶۱۰

په دې کي شک نسته چي نه یوازي پښتانه بلکه د افغانستان ټول اوسېدونکي قومونه په یو ډول نه یو ډول د جرګو او مرکو تاریخي او زاړه عنعنات لري؛ خو د جرګو یا لویو جرګو له لاري یې هیڅ وخت پاچاهان نه ټاکلي او نه یې پرزولي دي. لکه مخکي چي مي وویل یو ځل بیا وایم چي لویه جرګه د شلمي پېړی ایجاد دی او تر اوسه چي په دغه نامه هر څه لويي جرګې سوي دي، واکمنانو د خپلو پلانونو او نیتونو د عملي کولو لپاره رابللي دي. د افغانستان له سیاسیونو،  سیاسي تاجرانو او منورینو څخه لاره ورکه ده. دوی ټول غواړي په قدرت کي برخه ولري او یا قدرت په لاس کي ولري خو د قدرت د اخیستلو چل نه ورځي؛ ځکه یې نو دې یوې نسخې ته پام سوی دی چي هغه لویه جرګه ده. که له دوی څخه پوښتنه وسي چي د داوود خان له زمانې څخه تر اوسه پوري، په دې څه کم څلوېښتو کلونو کي کومي لويي جرګې د ملت  غوښتنو ته انعکاس ورکړی او د ملت له غوښتنو سره سمه نتیجه یې ورکړې ده، دوی به هیڅ جواب ونه لري او یا به ټولي خرابی پر پردیو تاوان کړي.

موږ اوس دونه بېچاره سوي یو چي د بُن جرګې ته هم، چي د جورج بوش او د هغه د امریکايي او افغاني نوکرانو او چاکرانو په امر او فرمایش جوړه سوې وه، لویه جرګه وایو. موږ د افغانستان هغه اضطراري لویه جرګه چي زه یې د امریکا ږغ د خبریال په حیث شاهد یم او یوازي خندونکې تراژیدي یې بللای سوی، هم لویه جرګه وایو.

دا پوښتنه هیڅوک نه کوي چي لویه جرګه به څوک جوړوي. که یې له حکومته څخه غواړی نو هغه خو د لويي جرګې د رابللو لپاره خپل مقررات لري او دا به هم درته ووايي چي هر څه پر لار دي نو لویه جرګه د څه لپاره. که یې تاسي پخپله جوړوی نو تخنیک به یې څرنګه وي؟ دا جرګه به چېري، د چا په اجازه، د چا په تضمین او د چا په لګښت جوړوی؟ داسي به یې فرض کړو چي دا ټول سوالونه حل سول. جرګه مو جوړه کړه. فیصلې به یې څوک درسره ومني. ځکه چي دا جرګه به په هر صورت د اوسني اساسي قانون په خلاف وي. اوسنی حکومت چي د خپل اساسي قانون په خلاف چلېږي نو ستاسي د لويي جرګې فیصلو ته به څرنګه اعتنا وکړي. زه وایم حکومت ته دي خدای انصاف ورکړي چي د لويي جرګې د جوړېدو ضرورت له منځه ولاړ سي او د لويي جرګې طرفدارانو ته دي خدای یوه بله معقوله لاره وښيي، چي هم د دوی چاره وسي او هم د مظلومو اولسونو دردونه دوا سي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply