اسلامي حزب او  په بنسټیز جوړښت کې يې د بدلون نوې تجربه / جمالزی

0 397

اسلامي حزب یا ‘حزب اسلامي’ په افغانستان کې د پنځو لسیزو مخينې په لرلو سره د شلمې پېړۍ  د معاصر منځ‌لاري سیاسي بهیر اسلامي نهضت له پاتې شونو ګوندونو دی. له دغه بهیره له بل ټوټه شوي ګوند – جميعت اسلامي – تر څنګ يې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال غوښنه او د نورو ګوندونو په پرتله پام وړ حضور درلود. دغه پام وړ حضور يې له افغانستانه د شوروي د پوځيانو له وتلو (۱۹۸۹-۹ ز) وروسته او د کورنيو جګړو پر مهال هم ورځ تر بلې ډېرېدونکی پاتې شو.

د اسلامي امارت په نامه د افغانستان د واک پر ګدۍ د يوې ډلې له واکمنېدو سره اسلامي حزب د افغانستان له سیاست څخه د ګڼو نورو سیاسي بهیرونو په څېر ګوښه شو. طالبانو د حزب اسلامي تر واکمنۍ لاندې سیمې ونیولې او له کبله یې د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدین حکمتيار هم له افغانستانه وتلو ته اړ شو.

حزب اسلامي د ورته نورو جريانونو پر خلاف د طالبانو د واکمنۍ پرمهال تر ډېره له فعاليته پاتې شو. په داسې حال کې چې نورو سیاسي فعالينو او جریانونو د طالبانو د پرځولو او یوه نوي نظام د جوړولو هڅه کوله، خو اسلامي حزب د ګڼو لاملونو له مخې له دغو هڅو سره یو ځای نه شو. له ۲۰۰۱ کال وروسته هم له نورو هغو سیاسي جریانونو سره په لار نه ولاړ چې د طالبانو له پرځولو وروسته يې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې نوی حکومت جوړ کړ. ښاغلي حکمتيار په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون «اشغال» وباله او د هغوی پر وړاندې له څو کلنې وسله‌والې مبارزې وروسته، له افغان حکومت سره پخلا شو او د روغې جوړې د هوکړه‌ليک تر لاسليک څو مياشتې وروسته کابل ته راغی او دلته يې سياسي منډې ترړې پیل کړې.

 

د بدلونونو او انشعاب تجربې

د افغانستان د سياسي ګوندونو او بهیرونو مطالعه ښيي، چې د افراط او تفريط، قوم او ژبې‌پالنې، فکري تمایلاتو او مذهبي توپیرونو او د اړوندو رهبرانو د شخصي کمزوريو او ځان‌غوښتنو په څېر عواملو بېلابېل ښي اړخي منځلاري او کيڼ اړخي جريانونه له خپلو روا موخو کاږه کړل. خو د دوی تر منځ اسلامي حزب يو له هغو ګوندونو دی چې په پرېکړو، اجنډاوو، دريځونو او سياست کې يې ډېر بيړني او حتی ډراماټیک بدلونونه تجربه کړي دي.

که څه هم له لويه سره په افغانستان کې، په اساسي قانون، سياسي سيستم او دولتي جوړښتونو کې د ګوندونو واک او رول له هغې ورځې له پامه غورځېدلی چې په ۱۹۶۴ اساسي قانون کې ګوندونو ته د فعالیت له اجازې سره سره محمد ظاهر شاه د دغو جوړښتونو د واک او چارو د تنظيم د قانون له لاسليکولو ډډه وکړه. له دغه حقیقت په زېږندو ګڼو هغو ستونزو سربېره چې افغان ګوندونه يې لري، په ټولو ګوندونو په تېره بيا اسلامي حزب کې پرېکړې د تقریبا یوه کس په لاس کې پاتې شوې دي او اجنډاوې يې محدودې دي. د اسلامي ګوند د مخينې مطالعه ښيي چې ټولې سترې اجنډاوې او پرېکړې يې یا وخت ناوخت بيا بدلې کړې او یا پرې پښېمانه شوي او یا يې هم په داسې ډول توجيه او د جبران هڅه کړې، چې وخت به يې تېر و. په اسلامي نهضت کې له خپلو نورو همفکرانو د لارې د جلا کولو له ورځې، تر جهاد، کورنيو جګړو او بيا له ۲۰۰۱ کال وروسته د ښاغلي حکمتيار په دريځونو کې ډراماټیک بدلونونه، لنډمهالي اېتلافونه او ناڅاپي پرېکړو يې پام وړ حیرانوونکي منفي او مثبت اغېزونه ښندلي.

له روسانو سره د جهاد له دورې راوروسته اسلامي حزب هغه ګوند دی، چې د نورو ګوندونو په پرتله يې زيات انشعاب تجربه کړی دی. له ۲۰۰۱ کال وروسته هم د دغه ګوند جګ‌پوړي غړي په تدريجي توګه کابل ته راغلل او په افغان حکومت کې جذب شول. همدا اوس هم چې انجنير ګلبدين حکمتيار په کابل کې دی، په حکومت کې د ثبت اسلامي حزب ګوند مشر عبدالهادي ارغنديوال او څو نورې مهمې څېرې يې، په نوي جوښت کې جذب نه شوای کړې.

 

نوی جوړښتي بدلون

اسلامي حزب یو له هغو ګوندونو دی چې د رامنځته کېدو له لومړيو ورځو تر څو کلونو وړاندې پورې چې په افغانستان کې دبېلابېلو سياستونو د تجربو د اوج کلونه وو، د ټول افغانستان په کچه د اجنډا، شعار او دريځ له مخې د لوړو زده‌کړو لرونکي او عقيدتي افغانان په ډېره هيله‌مندۍ پکې را يوځای شول او دغه ګوند يې د ټولو ګوندونو په پرتله د جهاد په ډګر کې مخکښ کړ. ليکوال داسې کسان پېژني، چې خپله ټوله شتمني او ژوند يې د دغه ګوند او دغه فکر بريا ته وړيا ډالۍ کړي، په داسې حال کې چې د خپل ژوند تر پایه یوازې پر خپلو ارمانونو د دغه ګوند د رهبرۍ د ضد او نقیض پرېکړو نندارې ته ناست وو او دي.

د سولې د تړون له لاسليک کولو او د دغه ګوند د انسجام له یو کلنو هڅو وروسته، په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې د اسلامي حزب د سترې غونډې په درېیمه او وروستۍ ورځ د دغه [نارسمی خو تر ټولو لوی او اصلي ګوند] رهبر ښاغلي ګلبدین حکمتیار وویل، چې دا ګوند به له دې وروسته د قایم مقام په نامه پنځه سوه کسیزې او یوې سل کسيزې پرېکړه‌کوونکې شورا له خوا اداره کېږي.

دا په داسې حال کې وه چې د دغې شورا او رهبرۍ په ټاکونکو کسانو کې ډېر هغه کسان نه وو، چې یو وخت يې خپل شته د دغه ګوند د ارمان او هدف لپاره قرباني کړي وو او ځای يې هغو کسانو نيولی و، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې [له بېلابېلو روا یا ناروا لارو] شتمن شوي یا ځواکمن شوي وو، خو په هېڅ صورت ورته د هغه فکري جریان لارويان نشي ویل کېدای، چې د اسلامي نهضت او يا هم د نوم‌ورکو مبارزينو لاره بلل کېده.

د يوې سرچينې له قوله، هغه چا ته چې د اسلامي حزب په ستره شورا کې د ګډون په موخه د یوه ولايت د [ګوندي] شورا د غړو د ټاکنې دنده سپارل شوې وه، په څرګنده يې ويل چې شورا ته بايد هغه کسان راشي چې اوس په مهمو دندو کې وي يا هم شته ولري. دا چې همدا د دغه ګوند د رهبر او یا هم ټول حزب پاليسي وه کنه، بېله موضوع ده؛ خو په نوي جوړښت کې تر ډېره هغه کسان ځای پر ځای شول، چې له حزب سره يې کوم فکري تړاو او پخوانۍ خواخوږي نه لرله.

له همدې کبله د حزب اسلامي ځينې پخواني غړي د دغو بدلونونو په پام کې نيولو سره باوري دي چې:

لومړی؛ هغه کسان چې له اسلامي نهضت سره د فکري تړاو په خاطر په اسلامي حزب کې له لومړۍ ورځې تر دې مهاله پاتې وو، اوس تر ډېره له پامه وغورځېدل.

دويم؛ د دغه ګوند په نوي جوړښت کې داسې نوې څېرې وليدل شوې، چې له اسلامي نهضت سره يې هېڅ تړاو نه درلود او د ګوند په پورتنيو پوړونو کې بيا هماغه تکراري څېرې په بشپړ پخواني ډول پاتې ليدل کېږي.

دريم؛ هغه ځانګړنې چې له یوه اېډیال اسلامي حرکت څخه يې تمه کېږي او د دغه ګوند پخوانيو غړو يې د موجودېدو لپاره مبارزه کړې وه، د دغه ګوند په نوي جوړښت کې ونه ليدل شوې.

له همدې ځايه، دغه نوی بدلون د ګوند له اصلي کرښې د راتلونکي نوي سياست په لور بيړنی اوښتون بلل کېږي، چې ښکاري ښاغلی حکمتيار يې د دغه ګوند د بريا لپاره اړين انګېري، خو ځینې یې د دغه ګوند د شړېدو پیلامه بولي. وخت به دا پوښتنه ځواب کړي، چې دا نوی بدلون اسلامي حزب ته څه ورپېښوي؟

 

ولې بدلون؟

د اسلامي حزب هغه غړي چې دغه ګوند يې د هغه د اصلي هدف يعنې د اسلامی نهضت د لارې او د افغانستان د ښه راتلونکي د متضمن منځ‌لاري اسلامي – سياسي بهير په توګه تر ننه تعقیب کړی و، په دې اند وو چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې اسلامي حزب د ټولو نورو فعالو سياسي لورو په پرتله ډېر بريالی ثابتېدای شي؛ خو کله يې چې د دغه ګوند په هغه غونډه کې چې پرېکړې کوونکې شورا او رهبري پکې ټاکل کېده، ځان ونه ليد او په مقابل کې يې هغه کسان ولیدل چې دوی د اسلامي نهضت وارثين نه بلل، دې پایلې ته ورسېدل چې د ارمانونو ګوند يې بله ستره سیاسي څپه تجربه کړه.

دغه نوی بدلون به ښايي د لاندې لاملونو له کبله وي:

لومړی؛ ښاغلی حکمتيار به د خپل بې ټيکاوه سياسي ليد او فکر له مخې فکر کوي، چې د افغانستان په نوي سياست کې لوبېدلي او شتمن شوي کسان چې اوس د واک او ځواک خاوندان دي، په اوسنيو شرایطو کې له دغه سياسي جريان سره مرسته کولای شي. په داسې حال کې چې یو شمېر دا بدلون له جنرال دوستم سره د هغه د یو ځای کېدو د تېروتنې په څېر بولي.

دويم؛ ښاغلی حکمتيار ښايي داسې فکر په سر کې ولري، چې نږدې پرېکړې یوازې هماغه تکراري کړۍ ورسره هو کړي. له همدې امله هماغه تکراري څېرې په خپل څنګ کې ساتي او د اسلامي نهضت پخواني فکري کسان، چې اوس يې ډېر څه په وس پوره نه دي، ورته مهم نه دي. له بلې خوا د غیرفکري څېرو په ملاتړ د خپل فکر او ګوند د اجنډا پر مخ وړلو هڅه کوي.

درېیم؛ ښايي د افغانستان د نورو سیاسي جریانونو او جوړښتونو په څېر په اسلامي حزب کې هم د فرصت پالو کسانو نفوذ د دې لامل شوی وي چې دغه کسان په خپل هنر یوازې هغه څېرې چې د دوی ګټې خوندي کولای شي په اسلامي حزب کې ځای پر ځای کړي. چې دغه حقیقت ته په کتو بیا دا ګرانه ښکاري چې د ګوند رهبري دې وکولای شي دغه بدلون قابو کړي.

پای

Leave A Reply