سیاسي ځان غوښتونکي/محمد بشیر یوسفزوی

0 434

د لاس د ګوتو په څېر انسانان هم یو ډول نه دي. دوی د خویونو، رنګونو، چلندونو او نورو ځانګړنو له امله سره جلا وي، خو د دوی دغه ځانګړنې یا جلاوالی کوم عیب یا نیمګړتیا نه، بلکې د دوی ښکلا او د خدای تعالی د خلقت او تنوع نښه ده.

مګر ځینې انسانان چې تمثیل کوي، یانې په حقیقت کې هغسې نه وي لکه څنګه چې نورو ته ځان ښکاروي، په ذهن او زړه کې یې شیطان ناست وي، ټوله ورځ په شیطاني فکرونو بوخت وي، خو خلکو ته ځان رښتینی، خواخوږی، نېک او پرهېزګار ور پېژني.

یا ممکن د سیاست په ډګر کې ډېر داسې کسان وګورئ چې د خلکو د رایو، باور او خواخوږۍ د جلبولو لپاره هغوی ته ځان ملي، پر ولس، هېواد او خپلو خلکو مئین، د دوی خواخوږی او د ملي ګټو پالونکی او ساتونکی معرفي کوي، مګر په حقیقت کې غل، خاین، چلباز، ټګمار او دوه رنګی وي.

عموماً په سیاسونو کې دغه ډول ممثلین زیات لیدل کېږي. د دوی باطن ته چې ښه ځير شې، داسې وي لکه لېوه چې د پسه پوستکی اغوستی وي.  دافغانستان دتاریخ په اوږدو کې همدغه ډول دوه رنګي، ټګمار او درواغجن سیاسیون دشخړو، بحرانونو او ننګونو اصلي عاملین دي.

ځان غوښتونکي سیاسیون او ممثلین د ټولنې او هېواد د بربادۍ باعث ګرځي، ځکه دوی هیڅ ډول ارزښتونو، اصولو او قوانینو ته ژمن او پابند نه وي. دوی په هرڅه کې خپلې شخصي ګټې لټوي. د ولس، هېواد او خلکو د هوساینې، ګټو او نېکمرغۍ پروا نه لري، حتی ډېر کله دا ټول د خپلو شخصي ګټو قرباني کوي.

ځان غوښتونکي سیاسیون تل په دې فکر کې وي چې څنګه واک ته ورسېږي او بیا واک انحصار کړي. یا خپل واک او په لاس کې شته منابع یوازې او یوازې د شخصي ګټو لپاره ولګوي. دوی نه ټولنیز، نه ملي او نه هم د ابادۍ فکر لري. له همدې امله د دوی افکار، چلند او کړنې د وطن او ټولنې د بربادۍ او د خلکو د بدمرغۍ لامل کېږي.

ځان غوښتونکي سیاسیون واک او ارزښتونو ته دیوې وسیلې په توګه ګوري. هغه هم داسې وسیله نه چې په عمومي کچه یې وطن او خلکو ته خیر ورسېږي، بلکې د شخصي ګټو د ابزار او وسیلې په توګه یې کاروي.  له همدې امله دې موخې ته د رسېدو او یا ساتنې لپاره له هرې ممکنې وسیلې ګټه پورته کوي.

د ځان غوښتنې پایله په هېواد کې دسیاسي ټیکاو له منځه تلل دي، ځکه ځان غوښتنه د یوه خپلواک او ټاکونکي موجود په توګه دانسان له هویت سره اړخ نه لګوي. له همدې امله د ځان غوښتنې پر بنسټ  متکي افراد، احزاب، بنسټونه، ډلې او ټپلې ډېر دوام نه کوي او متقابل غبرګونونه راپاروي. دا غبرګونونه کله ناکله دخلکو پر پاڅونونو اوړي چې دحکومتونو د رانسکورېدلو سبب ګرځي.

Leave A Reply