د منطق پر مشهور کتاب (سلم العلوم) د مولانا جمال الله کونړي پشدي شرحه او تعلیقات

0 628

ډاکټر لطیف یاد

د منطق پر مشهور کتاب (سلم العلوم) د یوه افغاني عا لم ارواښاد مولانا جمال الله کونړي پشدي شرحه او تعلیقات

سلم العلوم دمنطق ډیر مشهورکتاب دی چې په اصل کې دهندی مشهور عالم قاضي محب الله بن عبدالشکور ا لعثماني الصدیقي الحنفي البهاري له خوالیکل شوی دی. نوموړی به ۱۱۱۹لمریز/شمسي کال یا په ۱۷۰۷ زیږدیز/میلادی کال کې مړشوی دی. دی دهند دبیهار دایالت د(کرا )دسیمې په (محب علي پور) کې زیږیدلی دی..دده مزار دهند دبیهار ایالت په چاندپوره کې دی . دی داورنګزیب په وخت کې دحیدراباد او لکهنو قاضي و او ترهغه وروسته داورنګزیب دلمسي محمد معظم شاه دواکمنۍ په وخت کې ورته د(فاضل خان) خطاب ورکړل شو .ده کابل ته هم سفرکړی دی .دده مشهورکتابونه په لاندې ډول دی : سلم العلوم، مسلم الثبوت ، الجواهر الفرد، رساله في المغالطات العامة الورد او رساله في اثبات مذهب الحنفیه. دقاضي محب الله پر سلم العلوم ډیرو عا لمانواوپوهانو شرحې کښلې دي چې یوه شرحه یې چې دډیر شهرت نه برخمنه ده افغانی عا لم ارواښاد مولانا جما ل الله کونړي پشدي کښلې ده چې ( التحقیق الوافي لحل المغلقات قاضي ) نومیږي چې دده دغه شرحه دلفظي ترکیب او معنوي محتوا او بلاغت ، بیان ، معاني اوبدیع له پلوه دډیراهمیت وړده . قاضي مولانا جما ل ا لله پشدي په ۱۲۴۴ هجري کال کې دکونړپه پشد کې په یوې روحاني کورنۍ کې زیږیدلی و اوپه خټه یوسفزی پښتون و.ده خپلې لوړې زده کړې دمصرپه جامعه الازهر کې پای ته ورسولې او دکونړپشد ته راغی او ډیر شاګردان اودیني عالمان یې وروزل .ده وروسته دپشد په قاضي سره شهرت ومونداو دهند ، پښتونخوا او دافغانستان دډیرو سیمونه غامض اوپیچلي شرعي مسایل دحل او فتوا لپاره ده ته استول کیدل. مو لانا جما ل الله کونړی پرخپلواکی مین انسان و .دانګریزي ښکیلاک نه یې ژوره کرکه درلودله .ده دکونړ دپشد دسیدانو دوروستي نواب محمودپاچا سره چې ویل کیږي دانګریزانو سره یې دوستي لرله سخت مخالفت کاوه. دانګریزانو سره دده دمخالفت په وجه نوموړي نواب دی دکونړه وایسته او دی مجبورشو چې دننګرهار دکامې سیمې ته لاړشي او هلته هم ددیني علومو په تدریس بوخت شو. څرنګه چې دپشد په سیدانو کې دافغانستان دواکمن امیر شیرعلي خان دکورنۍ یوه میرمن واده و ه نو هغې امیر شیرعلی خان ته دمولانا جما ا ل لله کونړي دعلمی پوهې او صلاحیت په اړوند معلومات ورکړل او امیر شیر علی خان هم نو موړی خپل دربار ته وغوښت او ده دانګریزانو پر خلاف امیرته سلا مشورې ورکولې . همداراز نوموړی په کابل کې هم په تدریس او دکتابونوپه تالیف او تصنیف بوخت واو هماغلته یې دسلم العلوم پر شرحې شرحه ولیکله . کله چې امیر شیرعلي خان دانګریزانو دګواښونو له کبله دیته اړشو چې دکابل نه مزارشریف ته لاړشي نو قاضی صیب جمال الله کونړی یې هم له ځانه سره مزار شریف ته بوت ، خوله بده مرغه په مزارشریف کې دورپیښې ناروغۍ په وجه مولانا صیب جمال الله کونړی مړ شواو دحضرت علي(رض) دمبارکې روضې په انګړ کې په درناوي سره خاوروته وسپارل شو.دمولانا جما ل ا لله کونړي تر مړینې وروسته دهغه زوی مولانا نقیب الله پشدي دسلم ا لعلوم دمسودې هغه شرحه چې پلاریې لیکلې وه راټوله کړه څویې چاپ کړي ، خو تر چاپ دمخه هغه په کابل کې مړشو او دده جنازه کونړته ولیږدول شوه او دمیر همدان غوث دزیارت ترڅنګ په ډیر درناوي سره خاوروته وسپارله شوه. دده دغه کتاب بیا وروسته دده دبل زوی قاضي امیر الله له خوا دلاهور دښار درفاه عامه په مطبعه کې په ( ۵۱۰) مخونوکې چاپ شوه .
مصري عالم محمودابوریه د(جمال الدین الا فغاني) دکتاب مولف په خپل نامتو اثر ( المحیط العلمي ) کې لیکلي دي : چې په افغانستان اوشمالي هندوستان کې دمنطق ، فلسفې او کلام علومو ډیر پرمختګ کړی دی اوستر عالمان لکه شیخ محمد جونپوري ، میرزاهد هروي ، ملا محب الله بییهاري ، قاضي مبارک ، مولوی حبیب الله کندهاری( چې دلوی استاد علامه عبدالحی حبیبی نیکه و )قاضی جما ل ا لله پشدي کونړی ، حافظ دراز پيښوری، دهډې اخونزاده صیب ملا نجم الدین آخونزاده او ملافیروز غوندې عالمان او نوابغ موجود دي ، دهمدې مولانا جمال الله کونړي دکورنۍ نه یو بل ستر علمي شخصیت راپیداشو چې قاضي حمدالله نومید اوپه خلکو کې په قاضي بزرګ سره مشهورواو دزاړه ډیلي دفتح پوري په جامع جومات کې مدرس او استاد و. هغه وخت چې غازي امان الله خان په افغانستان کې واکمن شو نو دغه قاضي بزرګ یې دهند نه راو غوښت اوده دخلکو داذهانو په روښانولو کې یې مهم رول ولوباوه . نوموړی دغازي امان الله خان دکلکو اوپیاوړو ملګرواوپلویانو نه و. دی پر غازي امان الله خان ډیر ګران واو غازی امان الله خان دده پر مړینې سخت ودردید.
—————————————————————–
یادونه : ما پوره پنځلس کلونه وړاندې په ننی ورځ یعنې د۲۰۰۰۰ زیږدیز کال دمارچ په یوولسمه نیټه په ډیلي کې دمیزان په اووه نیزه کې په دې اړوند یوه اوږده مقاله لیکلې وه چې دلته مې تاسو ته یوازې دهغې لنډیز وړاندې کړ ( یاد)

Leave A Reply