د چلند جنیتیکـBehaviour geneticss /ذکریا رحیمي

0 485

ـBehaviour geneticss – د چلند جنیتیک:

پۀ انګرېزۍ کې ورته (psychogenetics) نوم هم اخلي. د یوه اورګانېزم د جنیتیکي ترکیب په چلند باندې د نفوذ مطالعه یا هم په ساده طریقه د هغه جنیتیکي ترکیب مطالعې ته وایي چې د یوه ژوندي پر چلند نفوذ کوي یا اغیز لري، د ارث د فعل او انفعال مطالعه، تر هغه ځایه د چاپېریال مطالعه تر کومه چې پر چلند اغیز کوي. د چلند وړتیا یا ناتواني دوه ټاکونکو ته رجوع کوي چې د دواړو په اړه د پوهانو اختلاف موجود ده. یو طبیعت یا فطرت (nature) او بل تربیه (nurture) ده. په دواړو تر اوسه تاوده بحثونه شوي.

د جنیتیک یا ارث او چلند تر منځ په لمړي ځل یو انګرېز ساینس فرانسیس ګالټون (Sir Francis Galton) چې د (1822–1911) کلونو تر منځ یې ژوند کړی اړیکه ورکړه. هغه دا دوه کلیمې (nature – nurture) ولیکلې. ګالټون په خپل وخت کې هغه کورنۍ مطالعه کړې چې د وخت شتمنې او ځواکمنې کورنۍ وې. له مطالعې وروسته یې پایله داسې ولیکله ” ذهني ځواک په کورنۍ کې خپریږي.” ګالټون لمړی کس وه چې دوه غبرګوني پیدا شوي ماشومان یې په جنیتیکي څېړنو کې مطالعه کړل. د ګالټون ډېر ستاتېستیکي طریقې او څېړنې په ۲۱ پېړۍ کې تر اوسه کاریږي.

په کال ۱۹۱۸ کې یوه ستاتېستیک پوه او جنیتیک پوه رونالډ اېلمر فیشر ( Ronald Aylmer Fisher) یوه لیکنه خپره کړه، په دې لیکنه کې د ګریګو مندل ( Gregor Mendel) د وراثت قوانین د پېچلو یا مغلقو ځانګړتیاو د ښودنې لپاره کارېدلي وو، په لیکنه کې ښودل شوي وو چې څرنګه مختلف جینونه او د چاپیریال فکتورونه یا عوامل په پېچلو ځانګړتیاو اغیز کوي.

په ۱۹۲۰ لسیزه کې د جنیتیکي چلند څېړنه د هوښیاروالي او ذهني ناروغیو په اړه پیل شوه . اوسمهال د جنیتیکي چلند څېړنې ډېر تمرکز د ځانګړو جینونو په پېژندنې او تشخیص باندې کوي کوم جینونه چې د چلند په ځینو اړخونو باندې خپل اغیز لري لکه په شخصیت اغیز، لکه په هوښیاروالي او ذهني بې نظمیو اغیز. همداسې لکه اوتیزم (autism) دا ناروغي په وړکتوب کې راڅرګندیږي او په دې ناروغۍ اخته کوچنیان له نورو سره اړیکه نشي جوړولای، په خبروکولو کې ستونزه لري؛ لکه بې اندازې فعالیت چې په انګریزۍ کې ورته (hyperactivity) وایي؛ لکه پرېشاني (depression) او یا لکه سکیزوفرینیا (schizophrenia) دا ناروغي یوه ذهني بې نظمي ده، په دې ډول ناروغانو کې د فکر، احساس او چلند تر منځ خپلمنځي اړیکه پرې شوې وي کومه چې نامناسب عمل ته لار هواره وي، ، غلط یا نامناسب فکریې ذهن کې تولیدیږي، نامناسبه احساس لري او له حقیقي ژوند څخه تصوري ژوند ته مخه کوي.

د چلند جنیتیکي طریقې د دې لپاره کاریږي تر څو د هر وګړي په پېچلو ځانګړتیاو د چاپیریال د فکتورونو یا عواملو او جنتیتک خالص اغیز اټکل کړي. له دې پرته د مالیکولي جنیتیکي طریقې هم کاریږي تر څو هغه جینونه مطالعه کړي چې د جنیتیکي نفوذ مسولیت په غاړه لري. تر اوسه د انسانانو او ژو دواړو په اړه څېړنې شوي. د ژو د طریقې مالومات د انسانانو د طریقې په پرتله دقیق دي ځکه چې د انسان په چاپیریال او جین کې لاسوهنه امکان نلري مګر یو حیوان په لابراتوار کې ساتل کیدای شي او د خوښې له حیوان سره یې جنسي نزدیکت او مطالعه امکان لري. په لابراتوارونو کې له دوه د ورته ډول ژو څخه پیدا شوي بچیان په جنیتیکي توګه یو بل ته ډېر نږدې ښودل شوي. له دې پرته دوه رګه (selective breeding) طریقه هم کارېدلې. چې ډېر وخت یې موخه د بل نسل لاسته راوړنه وي.

د انسانانو طریقه کې دوه نیمه تجربه اي طریقې کارېږي تر څو یې په چلند باندې د جنیتیک نفوذ مطالعه شي. د غبرګونو طریقه ده چې یوه طبیعي پېښه ده او دوه پاېلې لري: لمړۍ پاېله مونوزیګوتیک (monozygotic) ده. مونوزیګوتیک دښځې د نطفې له یو ډول سلول (ovum) څخه پیدا شوو غبرګونو ته وایي چې په جنیتیکي توګه یو بل ته ورته وي، لنډیز یې (MZ) ده. دوېمه پاېله یې دیزیګوتیک (dizygotic) ده. دیزیګوتیک دښځې د نطفې له جلا سلول (ova) څخه پیدا شوو غبرګونو ته وایي چې په جنیتیکي توګه له یو بل سره توپیر لري.
نوټ: (ovum) مفرد ده او جمع یې (ova) ده.
مونوزیګوتیک لکه (cloness) خاکي بچیان داسې دي. خاکي بچیان لکه پرته د چرګ له جنسي نزدیکت څخه چې چرګه هګۍ وکړي او له هغې بچیان پیدا شي. دا ډول غبرګوني یو بل ته ورته وي ځکه چې له یو ډول القاح شوې هګۍ څخه, په یو ځای کې، په یو وخت کې پیدا شوي وي. خو دیزیګوتیک له دوه جلا القاح شوو هګیو پیدا شوي وي او په جنیتیکي توګه یو بل ته نیم ورته والی لري. په دې غبرګونو کې د چلند زېات توپیر رامنځته کېدل د چاپېریال د فکتورونو له امله وي. دویمه طریقه د هغو ماشومانو چلند ده چې د زېږون پر وخت له مور او پلار څخه جلا شوي او په یو بل چاپېریال کې لوی شوي وي.
ذکریا رحیمي

Leave A Reply