سرخلاص که / عصمت قانع

0 1,173

ښېرواې او دوعاوې د پښتنو په فرهنګ کې خورا ښکاره او برملا رنګ لري.
کلیوال پښتانه د سپین زړه او پاکو ارادو خاوندان دي، په مینه کې دوعاوې کوي او د مینې جفاګانې بیا په ښېراوو ځوابوي.
کله خپلې مینې د دوعاګانو په بدرګه د رب دربار ته رسوي او کله بیا خپل نفرتونه او کرکې د ښېراوو په جامه کې نغاړي.
مشهور پښتون صوفي شاعر خو بیا په یوه غشي دوې نښې ویشتلې دي.
خدای دې مین ډېر کړي چې ښېرې کوي
ما ته خو نور چل د دوعا نه راځي

کله چې پر پېښور د مهاجرینو بهیر ور مات شو، نو اکثرو جهادي ادیبانو او لیکوالانو په ښېراوو او دوعاوو کې نوي نوي نوښتنونه ایجادول.
یو په دغو نوښتګرو لیکوالو کې زبدةالکاتبین شمس العلما حضرت مولانا قیام الدین کشاف و چې د پېښور د راډیو پر څپو به یې روسانو، خلقیانو، پرچمیانو، ملحدانو، زندیقانو، کافرانو، د خدای د دین د ښمنانو او د رسول د امت ګناهکارانو ته د وعظ او خطابې په پای کې له ابتکار څخه ډکې ښېرواې کولې.

د مولانا د ښېراو او بدو دوعاګانو لهجه به ژړغونې وه چې د نوموړي مولانا رقیبانو مولانا سید ګلاب بشار او ملا سخي‌داد خان فایز به حرفوي او مسلکي لهجه ورته ویله او پر ژړغوني رینګي به یې د جعل ټاپه هم وهله.
د پېښور د راډیو پر څپو د جهاد او مجاهد په نوم د وعظونو او خطبو سعادت یوازې د مولانا کشاف په نصیب و چې د مقاماتو به هم خورا خوښېدلو او پوره یو زر روپۍ به یې د یوې موعظې حق الزحمه وه.
دا روپۍ نو د هجرت او مفليسۍ په چاپېریال کې د کابل په اوسني بازار کې د زرو ډالرو معادل مبلغ وو.

ځکه په هغه وخت کې مسواک په څلور انې و، اعلی درجه عطر چې علماوو به استعمالول، په اووه کلدارې وو، په بازار کې غوړه ډوډۍ چې د مالګو منډیي د چرسي د دوکان کړایي وه، کیلو ګرام په شل روپۍ پخه غوښه وه، حلوا، چپلي کباب او بریاني وریجې خو بېخي ارزانه وې.

د مولانا چټ او پټ ژوند سترګې برېښولې او د ده رقیبان په دې هڅه کې وو چې څنګه تر مقاماتو ځان ورسوي.
د راډیو افغانستان ځینې پخواني نطاقان هم د مقاماتو د نظر تر نېکمرغه سیوري لاندې وو چې وروسته بیا د نشنليزم په تور تورن شول او پېښور یې په اروپا بدل شو.

دغه مبتکرې او نوښتګرې ښېراوې چې مولانا صاحب به له غریو او ژړانده رینګي سره په خاصه لهجه ویلې، په دې ډول وې. … والخلقین و الپرچمین و الشوروین و الذندیقین و الملحدین و الدهرین…
دا ښېرا بیا دومره مشهوره او مروجه شوه چې د پېښور د مهاجرو په ټولو جوماتونو کې به ویل کېده.
د غزني د مقر ملا خمارو صاحب خو به بېخي په شد او مد سره ویله.
دا ګډې وډې خبرې د یوه کندهاري چرسي تر هغې ښېرا پورې را یادې شوې چې ځوان لیکوال محمد یار یار ته یې کړې وه.
دغه چرسي چې د کندهار د خاد په کوڅه کې یې خیاطي درلوده، خدازده له یار صاحب څخه کومه بده خاطره درلوده چې یوه ورځ یې له آه او فریاد سره ښېرا وکړه چې د محمد یار دې د نارینتوب الت مات شي.
موږ په حیرانۍ سره ترې و پوښتل چې لال مامو ((لعل محمد)) ولې د نارینتوب الت؟
ویل یې نور خو یې هر څه مات دي، لاس یې کاږه، پښې یې بېکاره، سترګې یې ضعیفې، سر یې هم کوږ دی، بس همدا یو شی یې جوړ دی چې مات شي، نو زړه به یې په سوړ شي.

د چرسي دغې مبتکرې ښېرا د پښتنو د بې سره او بې ښکره ژوند تداوم ته متوجه کړم. کېدای شي پښتنو ته کوم ولي الله ښېرا کړې وي چې قافله مو بې سره شه!
د پښتنو قافله بې سره ده، ځکه خو حاکمه فاجعه هم بې ښکره او بې ګودره ده.
خدازده د دغې بدنامې او ناکامې غمیزې سیوری به څه وخت د پښتنو له څالو او ځالو، کوټو او کپو څه لمن ور ونغاړي.

ماته مې په وړکتوب کې ادې ویل چې د سره غره لاره یو لوی ولي الله بده دعا کړې ده، ځکه یې اوس په لمن کې لېوان او چغالان ګرځي او انسانان په‌کې مېنه نه شي کولای.
کله چې درد او رنځ خپل نهایي او اخېري پړاو ته ورسېږي، نو انسانان هم د نجات له‌پاره په خرافاتي او توهماتي ټوټکو پورې ونښلي.
د ځانمرګيو بریدونو په باره کې د کندهار مرجانۍ حجاڼۍ راته ویل، طالبان ظالمان دي، چا به ښېرا ورته کړې وي چې خدای مو پر دې دنیا او پر هغه دنیا دوزخیان کړه.

پر دې دنیا یې هم غوښې د باروتو په اور کې ورتېږي او پر هغه دنیا به هم د جنت دید و نه کړي.
ما ورته وویل، څنګه دوعا ورته وکړو چې خدای نجات ورکړي؟
ویل یې، په ولیانو پسې وګرځه! یا لوی ملا صاحب ته د چرګ کولمې ورکړه، چې سم شي.
ما ورته وویل، د چرګ په کولمو کې بیا څه کرامت دی؟
حجاڼۍ راته کړه چې؛
په مور یې کوډې تاثیر نه کړي
د بورې زوی د چرګ کولمې خوړلې دینه
خدازده لوی ملا صاحب به چېرې وي چې د چرګ کولمې وخوري، ځکه سوال د نجات دی.

Leave A Reply