چابهار، سیمه ییزه او نړیواله سیالي او افغانستان/ عبدالغفور لیوال

0 742

په تېرو درې څلورو کلونو کې د افغانستان یوه هڅه دا وه، چې ځان له ترانزیتي انزوا څخه وباسي او پریوازیني ترانیزيتي بندر ( کراچۍ) خپله تکیه کمه کړي، ځکه پاکستان تل له دغې انحصاري تکیې څخه د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره، د فشار دوسیلې په توګه کار اخیسته.
په دې برخه کې افغان دولت لویې بریاوې ترلاسه کړې، چې منځنۍ اسیا ته د نویو لارو ترڅنګ د هېند و ایران په ګډون د چابهار بندر فعالول یې د یادونې وړ دي.
د چابهار بندر او لاره یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې منځنۍ اسیاته د افغانستان له لارې د هېند او ایران د لاسرسي لپاره هم جوړه شوې دی.
راځئ، په لنډیز وګورو موږ څه ډول ترانزیتي موقعیت کې یو؟
زموږ یو ګاونډی ( چین) د نړۍ د دوهم ستر اقتصاد او د نړۍ د تر ټولو لوی تولیدوونکي هېواد په توګه په دې لټه کې دی، چې په سیمه کې د پینځو لویو ترانزیتي دهلیزونو کار بشپړ کړي، چې دغه سترهېواد له نړۍ سره وتړي د یوې لارې ـ یوه کمربند ملي سیاست یې د همدې هڅې یوه برخه ده، پردغو ټولو لارو ۱۳۰۰ میلیارده ډالره لګښت راځي، په دې کې یوه لویه لاره د پاکستان له شمالختیځه و جنوب لویدیځ ته د کاشغر ـ ګوادر لاره ده، چې د( سي پېک) په نامه یادیږي.
افغان دیپلوماسۍ وکړای شول چین دغه باور ته ورسوي، چې په پاکستان کې د هېڅ راز لارې جوړښت ممکن نه دی، مګر دا چې په افغانستان کې سوله وثبات راشي. د بلوڅو بېلتونپالو مزاحمت او د هغو ګڼو ترهګرو ډلو شتون، چې په پاکستان کې فعالیت کوي ـ له هغو څخه د چین د سینکیانګ ایالت ایغور اورپکي ـ د دغې سترې پروژې په اړه د چین اندېښنه ښکروره کوي. په افغانستان کې د سولې لپاره د چین هڅې له همدې باور څخه خړوبیږي او ښايي په راتلونکي کې پر پاکستان له خپل نفوذه د کار اخیستلو او فشار راوړلو تر بریده هم ورسیږي .
هېندوستان چې په بشپړ پام دا هرڅه څاري، نه یې خوښیږي، چې چین دې د سیمې د ترانزیت ټول نوښتونه ورخپل کړي او هېندوستان دې ـ د نړۍ د یوه بل ستر اقتصادي ځواک په حیث ـ په دې برخه کې خپلو منزوي کېدو ته لاس ترزنې کیني، په تېره بیا چې د هغه تر ټولو لوی سیال او دوښمن پاکستان د دې نوښت سیمه ییز شریک وي. هېندوستان له افغانستان سره د خپلو ښو اړیکیو په کارولو سره وغوښتل د ایران له چابهار سره د زرنج ـ دلارام لارې په جوړولو یو داسې کوریدور راژوندی کړي، چې هم د افغانستان لپاره بدیله لاره وي او هم منځنۍ اسیا ته د هېند لاسرسی شونی کړي. دلته ستونزه له ایران سره د هېند بل متحد ( د امریکې متحده ایالات ) خړپړ او ناندریز مناسبات دي. امریکا او لویدیځ د ایران د اتومي هڅو، د اسراییلو ضد سیاستونو او په منځني ختیځ کې د خپل هژمونیک نفوذ د زیاتولو په پار پر دغه هېواد فشار زیاتوي ، د برجام هوکړه ماتېدونکې ده او ښايي ایران له نویو بندیزونو سره مخامخ شي. خو دغه اړیکي به پر چابهار بندر ډېر اغېز ونه کړي او هغه پر لاندې دلایلو :
• د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ لویې لارې، په تېره بیا هغه ترانزیتي لارې چې په وچه کې راګیرو هېوادونو ته بشري اړین توکي او ملکي سوداګریز تولیدات لېږدوي، له سیاسي بندیزونو څخه خوندي دي.
• امریکا هېندوستان هڅوي، چې د افغانستان په قضیه کې لاپسې نور دخیل شي او ښايي په چابهار کې د افغانستان لپاره د هېندوستان ښکېلتیا هم دغه لاره د لویدیځ له بندیزونو څخه وژغوري.
• که چابهار د امریکا د بل لوی سیال ( چین ) د سترې پانګونې د سیال ( رقیب) بدیل په توګه د سي پېک یا کاشغر ـ ګوادر بهیر اغېزمن کولای شي، نو دا چاره به په سیمه کې د امریکا په ګټه د انډول په رامنځته کولو کې د امریکایانو لپاره په زړه پورې لوبه وي .
• د چابهار بندر منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا په تېره بیا له هېندوستان سره تړي او د دغو مهمو هېوادونو تړاو د امریکا له بل ځواکمن سیال ( روسیې ) سره کموي او دا هغه څه دي، چې امریکایان یې غواړي.
دې ټولو دلایلو ته په کتلو سره د سیمې په کچ د ترانزیتي سیالۍ اوسنۍ لوبه تر ډېره بریده د افغانستان په ګټه ده او کړای شي دسیمې سیاستونه او اړیکي بدل کړي.
په دې مهمو پرمختګونو کې لویه برخه مسئولیت زموږ پر غاړه دی، چې په کور دننه خپل کورنی کار وکړو او له دې نویو فرصتونو څخه ګټه واخلو، دکورني کار ځینې مهمې چارې دا دي، چې د افغانستان دننه یې باید ترسره کړو:
• د یوې فعالې دیپلوماسۍ او هوښیار سیاست په مټ له ټولو لوریو مرسته اخیستل، چې پر پاکستان او نورو لاسوهونکیو هېوادونو فشار زیات شي، چې دافغانستان له سولې او ثبات سره ریښتینې مرسته وکړي. موږ باید دسیمې لوی اقتصادي ځواکونه پر دې باورمن کړو، چې د دوی هره پانګونه یوازې او یوازې هغه مهال شونې ده، چې په افغانستان کې سوله وي .
• په افغانستان کې دننه د ترانزیتي اسانتیاوو لپاره کار کول، چې فیزیکي زېربنا یې یوه برخه ده، موږ باید د ملي سیاست لویه برخه پر دې متمرکزه کړو، چې راتلونکی افغانستان د رېل پټلۍ، لویو سړکونو او ترز مکلاندې او زمکباندې ترانزیت ( پایپ لاین) ، ( سایبري ترانزیت) او ( برېښنا مزیو ) د غځولو بنسټونه رامنځته کړو.
• د ترانزیتي اقتصاد لپاره د حقوقي او اداري ظرفیتونو لوړول او له هر امکان څخه د هېواد په ګټه کار اخیستل، چې بیا دا ګټه د نورو زېربناوو په رامنځته کولو کې ولګول شي.
پایله :
موږ ورو ورو له خپل زرین جیوـ ایکانومیک او جیوـ ستراتيژیک موقعیت څخه د ګټې اخیستلو فرصت ته ورنږدې کیږو، خو د ژمنو، پاکلاسیو او کارنده حکومتونو ترڅنګ ویښو او پر اقتصادي تیورۍ او دوکترینو سنبال ګوندونو او هوښیار ولس ته اړتیا لرو، چې افغانستان د نړۍ په ترټولو موړ ، پرمختللي او هوسا هېواد بدل کړای شي .
ودان دې وي افغانستان .

Leave A Reply