سیاست او اقتصادي بې عدالتي / محمد نقیب تره خیل

0 679

د افغان مفکر حمزه شینواري له انده روح یا نفس د حواسو د ادراک جز دی خو د کلي ادراک تقاضا کوي او فرد د کل جز دي لېکن طبعیت یی د کل دی.او ارسطو لذت د نفسي قواوو محرک بللی عقل هم وایی چې نفس حریص او بخیل ده،دغریضو مجموعه او د لذتونو تلوسه ده.نفس د ثروت او دقدرت غوښتنې جوهر ده.او انسان یی دانسان لپاره لېوه جوړکړي.همدا نفس ده چې د سیاست فتنه یی د حکومت کولو او د ټولنیزعدالت په نامه د انسان ذهن ته ننویستې.بلاخر سیاستوال د نفس  په قضاوت او د سیاست په حکم د انسانانو  شریکه شتمني پر انسانانو د ځناورغوندي ویشي.

د هرهېواد خزانه د هغه د اوسېدونکو برابر شریک مال دي.باید حاکمان هاغه د ټولو پرګنود هوسایني او څوکالې لپاره یو شان ولګوی او کارکونکو ته د هغوي د فکري او فزیکي محصول په ارزښت ورځنۍ او میاشتنۍ د کار اوجوره ورکړي.ملت ته کرونده ګر ځمکه څېري،مالدار ورته د څارویو رمې او پادې جوړه وي او جولا ورته تار اوبي، ښوونکي یی ماشومان روزي روغتیاپال یی رنځوران علاجوي انجینر له سړي اوسپني موټر او کمپیوټر ورته جوړه وي.خو سیاستوال ورسره تشې ژمني کوی،لوبغاړي او سندرغاړي مستوي اوخنده وی یی .سیاست بیا همدي احساس پارونکو درې طبقوته« لوړپوړوحاکمانو سندرغاړو او لوبغاړو»چوټ اندازه مذد ورکوی. افغانستان څه د نړۍ خورا بېوزله هېواد دی اود بېوزلې لامله کلنۍ عادي بودیجه یی غربي نړۍ ورکوي.سیاست د ملت د انتها غربت سربېره د پارلمان غړو،مرستیالانو او ریئس ته د میاشتی۲۰۰۰/ ۲۵۰۰ او۳۰۰۰ زره ډالر تنخوا ورکوي.والیان،معینان، وزیران د ولسمشرمرستیالان او ولسمشر هم  په زرهاوو ډالرو نازول کېږي.د دې وحشیانه وېش لکۍ نوره ورپسې اوږد ېږي. د سولې په نامه د شورا رئیس د مېاشتې ۵۰۰۰۰ پنځوس زره ډالره تنخوا اخلي حتماً مرستیالان او منشی به یی په ۳۰۰۰۰زرو اوغړې به یی په لږو ډېر ۱۰۰۰۰زرو ډالرو نازوي .پخواني متقاعد واکمن حامد کرزي ته ېوازې د دفتر خرڅ د کالې څلور لکه ډالر ورکول کېږي.څنګه چې سیاست بې روحه اوبې جسمه موجود دی د سیاستوالو کارونه هم همهغه شان دي.سیاست بیا د دولت او حکومت پاتې نورو مامورینو او کارکونکو ته موذي او بخیل ده.خټګر او مذدکار باید د میاشتي ۳۰ ورځې خښتې ورژه وي او یا ودانۍ آبادې کړي چې ۳ سوه ډالر تر ګوتو کړي.ښوونکي کدرونه روزي،ډاکتر ناروغان علاجه وي انجنران پلونه بندونه تاسیسات او ماشینونه جوړه وي زراعت مدرینیزه کوی ایله ورته د میاشتې له۴ نه تر۶سوؤ ډالرو مذد ورکول کېږي.که مذد د کار د محصول د ارزښت له مخي ورکول کېداي نو دهمدي اشرافو او لوړپوړو کسانو په ايسترخوان د کرونده ګر ډوډې او ناشتا د مالدار کوچ  پنېر شېدي او پر تن یی د کارګرجامي دي په کورونو او دفترونوکې تلوېزونونه کمپیوټرونه یخچالونه منقلونه ترانسپورتي اومخابراتي وسایل د انجینر،دارو او درمل یی د ډاکتر دي،نوعقلانې وه چې د دوي مذد د هغوي په پرتله څو برابره ډېر وه.د کاري حق الزحمي سره جوخت ولس ته اخلاقي سپکاوي همده. دلیل یی دادی چې سیاستوالو پخپل ضمیر کې ولس له ځان ټیټ ګڼلي د همدې ټيت والي په سبب د ځان په پر تله څو برابره کم مذد ورکوي.

سیاست د بې واکۍ او واکدارۍ په دواړو حالتو کې ځان ملت ته د ټولنیز عدالت کار پر نامه ورپېژني.په کوکارو کومي شکوي چې انصافګر یم او انصاف کوم. خو پرګنو ته د بخور نمیر تنخوا له ورکړې سره سم په هېواد کې د ټولنیز توپیر د ټولنیز جبر او ټولنیز محکومیت تخم کري.هاغه پدې چې عظیم الشان مفتخورو کسانو ته د میاشتنی د زرهاوو ډالرو په ورکړي هغوی ته بشپړ مالي توان ورکوی چې خپلو بچو ته خوندور خواړه او اعلی جامې پرې واخلي،سپورټي کلپو کې یی شامل کړی د ښوونځیو ترڅنګ هنري او مسلکي کورسونه پري ولولي بهر ته د لوړو زده کړو لېږل یی خپل صلاحیتونه دی.خو بزګر کارګر ښوونکي او مامور  پر۳ سوه ډالرو که د بچیانو خېټې له لوږي او تن له سړو وساتي نو پرې اختر به وي.دهنر او د تعلیم د زده کړو سوال نشته. همدا لامل کېږي چې د سیاست په پېرزویني په ملت کې نسلې  بې وزلې او خاني له یونه نسل نه بل نسل ته ډالۍ کېږي.ظاهرقدیر طارق نور صلاح الدین رباني،ادیب فهیم …….. د میراثي اشرافیت څرګندې بیلګې دی.

پخوا فرعونیانو امپراتورانو پاچایانو اشرافو او جګړه مارانو به د وسلو په وسیله  له ملت نه باج او امتیاز اخیسته  په اوسني وخت کي سیاست د قلم په څوکه اخلي.سیاستوال مدعي کېږي چې څوکۍ ته د خلکو په رایه انتخاب شوی یم او امتیازات قانون راکړي.دروغجن له حقیقته منکرېدایشی خو پټه وای نشی سیاستوال حکومتی څوکیو ته د حکومتي امکاناتو او د شخصي پانګي د زور سربېره د بهرنیو په ملاتړ رسېدلی او امتیازات قانون نه بلکې  پخپله خوښه یی خپلو ځانو ته تعین کړي.

د افغانستان په شمول د دریمې نړۍ د اکثره هېوادو په غږیزو رسنیو کې د سیاست پوهانو او د سیاسي څېړونکو؟ په نامه د ورځي څو وارۍ سیاسی بحثونه کېږي.د هغوي پر ژبو د دموکراسۍ، ولسواکي  سیاسي شعور،سیاسي مبارزه سیاسي حقوق سیاسي نظام او د سیاسي ملاتړ کلمات محک شوی په همدي کلیشه ئی کلماتو بحثونه پیل او پای ته رسوی .دوی سیاست د آمنیت روغتیا ښوونې روزنې اقتصاد زراعت بېکاري او د ټولو شته ستونزولپاره داسي دعلاج شفا ګڼي.څنګه چې د سړک د سر یونایی طبیبان سپېرکۍ،بادیان، شاطره،توره اوزېړه ارېړه د زړه، معدې،پښتورګو د بادو بواسیرو او ټولو ناروغیو درمل ګڼي،پرسیاست د تلقین لپاره بیا لېدونکو او اورېدونکو ته غربي نړۍ مثال ورکوي. چې ګویا سیاست هلته بالکل منصانه ویش کړی. دا ښاغلي که له حقیقته خبر نه وي خو دروغ ویل ستره ګناه ده او که قصداً حقیقت پټه وي نو دا تر هغه لا بدتره ګناه ده .په اصل کې اقتصادي بې عدالتي له غربه را انتقال شوی. په غرب کې د سیاستوال میاشتنې عاید د پروفیسور ډاکتر انجینر او اکادومیک شخص څو برابره زیات ده.د بلجیم پاچا ۱عشاریه یومیلون او شاهزادهګان ۳لکه ایرو د کالې تنخواه لري.د بې پوست او د بیل ګه کوم د شرکت رئېسانو ته د کالي  یو میلون اېرو تنخواه  ورکول کېږي د هیڅ یو کارګر د ټول عمر مذد به یو مېلون نشي  د فوتبال د ملې لوبډلي تراینر یی د کالې ۲ میلونه اېرو اخلي د ریال مادرید،برسلونا،مونشن چلسي،ارسونال مانچستر او د ورته نورو ټولو مشهورواروپايي ټیمونو تراینرانو ته د کالې له ۵ نه تر ۲۰ مېلون اېرو تنخواه ورکول کېږي. په بروکسل کې د لېون د پوهنتون رئیس پروفیسور رېک تورس د ۲۰۱۷ کال د مې په میاشت کې په تلوېزوني بعث کې وویل،د فوت بال لوبغاړي رونالدو او مسي له کلوپ او تلوېزوني رکلام نه هر یو د کالې  ۹۵ او ۱۰۰ میلونه عاید اخلي، د سپورتي موټر او بایسکیل چلوني او د تنیس لوبغاړي هر یو پنځوس، څلوېښت او ۲۵ میلونه د کال ګټي.زه څومره ګتم؟

هر لوبغاړی د ساینس او ریاضي پوه د ذهنی او د کارګر د فزیکی زیار د محصولې توکو په استعمال د کالې دومره ګټي چې کارګر + اختراع ګر په ټول عمر کې د هغوی لسمه حصه نشي ګټی.لوبغاړي د لوبې په کولو ولس ته ذهني ارامتیا او یوه خوله خندا ورکوی.خو عالم ورته د څو ډولو شغلونو زمینه پرانیزي او پریمانه کارګر په کار اچوي،د ثبوت لپاره به بایسکیل جوړه ول بېلګه ونیسو،د هغه له برکته د اوسپنې د ذوبه ولو،د پرزو، ټایرو، ټوپو،زینو او څراغو جوړه ولو ځانته ځانته کارخاني ایجادیږي، سوداګر په کار لوېږي د پلور په خاطر هټې او د انتقال لپاره موټر ورته کرایه کيږي. تر څنګ یی ترمیمکار او پرزه پلورونکي ته هم کار ایجادیږی. سندرغاړې او فلمي ادا کاران هم له موره جنتیان پیدا دي، پردوی هم د روپیو سیلاب جاري ده.په یورپ کې د یوې دندې موندنه کس زاره چاودی کوی خو سندرغاړو او فلمي لوبغاړوته څو څو دندې ورسپارل کېږي،سندري وایی تمثیلي پارچو کې لوبیږي،په تلوېزون او راډیو کي هنري تفریحې کولتوري پروګرامونه مخته وړی،کنسرتونه او د ټوکو تقالو مجلسونه جوړه وي د اوسکار په نامه جایزي ورکول کېږي،د سولې سفیر او د ماشومانو د نړۍ والې د کمیټي استازي او رئیس انتخابیږي بلاخره سیاستوال او دولتمشر تري جوړيږي داځکه چې دوی هم په کال کې په میلون هاوو ډالر ګټي.دا ادعا نه بلکې حقیقت ده چې د هر هېواد ۷۵سلنه پانګه له سیاستو الو لوبغاړه او سندرغاړو سره ده او د نړۍ نغده پانګه هم  د دي دري ډلو په منګولو کې ده. که غرب کې عدالت وه،نو امریکایی معاصر فیلسوف  جېمزمیل  به حکومت ته  نه ویلاي«کس یا ډلې ته د انجام شوی زیار د محصول نه د زیات مذد ورکړه په حقیقت کې د ملت حق ورکول دي» قانون حکم کوي که هرکارکونکي پخپله دنده کې پاتې راغی باید سزا ورکړل شي،په ۲۰۰۶ کال کې د بلجیم دیکسیا بانک دېوالې شو.حکومت د بانک رئیس ته د سزا پرځاي د لس میلونو اېرو په ورکړي په تقاعد ونازه وه. پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د نیچه مرید دی د ملت قاتلان یی د محاکمې کولو پرځاي رنګا رنګ ونازول،لوی قاتل ته یی د ملې اتل لقب اوحرفوي خاین ته یی د مارشالۍ رتبه عطا کړه او په سلګونو نور یی پارلمان کې وکیلان کړل او څه یی د وزاتو  معینتو ریاستو سفارتو او د ولا یاتو په څوکيو ونازول، دا لا سیاست د پرګنو بې مذه مدافع وکیل او د ټولنیزي بې عدالتۍ  پري ضد رېښتني قاضي ده؟

.

محمد نقیب تره خیل

۴/۱/۲۰۱۸ په درناوۍ

Leave A Reply