کډوال؛ د رواني جګړې اوزار / زرغون

0 443

د افغان غمیزې له ګڼو اړخونو او منفي اغیزو او پایلو یوه هم د کډوالو ستونزه ده چې د دغه ملت  بدن د اوږدې مودې له پاره ترې زیانمن شوی او کړېدلی دی. کډوالي که افغانان ډېر کړولي خو دا مسله ګاونډیو هیوادو کله هم د لنګې غوا په توګه په کار ورغلې او کله هم  بد نیته ګاونډانو پر افغانستان د خپلو ناروا غوښتنو منلو له پاره د رواني جګړې اوزارو په توګه کارولې ده. دا ځکه کله چې ګاونډیانو غوښتي له ملګرو ملتو او نورو نړیوالو بنسټونو پیسې یا نور امتیازونه ترلاسه کړي نو د افغان کډوالو په زورولو او په زور راایستلو ګواښونه یې کړي، کډوال یې شکنجه کړي ان له لوړ پوړو ودانیو یې را غورځولي، ډول ډول ناروا اوغیرانساني چلند یې ورسره کړی. کله چې ګاونډیانو غوښتي پر افغانستان خپلې نارواغوښتنې ومني یا په افغانستان کې د پراختیایي او بیا رغاونو هغو پروژو مخه ونیسي چې فکر یې کاوه ددوی په زیان دي نو بیا یې هم د افغان بې دفاع کډوالو په زورونو او په زور رایستلو ته لاس اچولی او د افغانستان خلاف یې د کډوالو مسله د رواني جګړې اوزار ګرځولي چې بېلګې به یې وروسته وړاندې شي خو لومړی به رواني جګړه وپېژنو.

د نورو ډیرو ټولنیزو ښکارندو په شان د رواني جګړې له پاره هم یوازینی او ټولو ته د منلو وړ تعریف نه دی رامنځ ته شوی خو یو شی چې روښانه دی هغه دا چې رواني جګړه هم اوږده مخینه لري. په دې مانا چې رواني جګړه مخکې له دې چې لیکلی تعریف پیدا کړي انسانانو پیژندلې، پرارزښت یې پوهیدلي او په پراخه کچه یې ګټنه ترې کړې یانې د تاریخ په اوږدو کې ښایي په هره بریالۍ جګړه کې د هغې رواني اړخ مهم رول لوبولی دی.

په لنډو ټکو کې د رواني بېلابېل تعریفونه په لنډه توګه وړاندې کوو:  

د امریکا پوځ په لومړي ځل د رواني جګړې دغه تعریف ومانه:«د پوځي ځانګړې موخې له پاره د یوې ډلې پر روحیه او کړنو د اغیز اچولو له پاره له هر ډول وسیلې کار اخیستلو ته رواني جګړه وایي.»

سره له دې چې دغه تعریف په رسمي ډول و منل شو د امریکا پلیو ځواکونو روزنیز مرکز یو کتاب خپور کړ چې په هغه کې رواني جګړه داسې تعریف شوې وه:«د دوښمن پرضد پوځي عملیاتو سره له همغږه تبلیغاتو استفادې یا نورو اړینو اقداماتو ته چې دغه تبلیغات بشپړ کړي رواني جګړه وایي.»

خو له لږ ځنډ وروسته د امریکا پوځ، د رواني جګړې بیلابیل تعریفونه وړاندې کړل: «د جګړې یا فوق العاده حالاتو کې د دولت پلان شویو تبلیغاتي اقداماتو ته رواني جګړه وایي چې د پردیو دوستو، دوښمنو یا بې پرې ډلو پر نظرونو، احساساتو، دریځ او کړوړو په داسې بڼه اغیز اچولو په موخه ترسره کیږي چې په یو ډول د دولت سیاستونو او موخو له پلي کولو سره مرسته وکړي.»

په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا د جنګ وزارت (د جګړې په ډګر کې) نومی کتاب خپور کړ چې په هغه کې رواني جګړه داسې تعریف شوې وه: « له تبلیغتو او نورو پلان شویو اعمالو استفادې ته رواني جګړه وایي چې په ځانګړې بڼه تر هرڅه وړاندې د ملي موخو ترلاسه کولو له پاره د دوښمنو، بې پرې یا دوستو ټولنو پر نظرونو، احساساتو، کړو وړو او دریځ د  اغیز اچولو په موخه کارول کیږي.»

په لنډه مانا: «رواني جګړه هغو پوځي، تبلیغاتي، اقتصادي، سیاسي او نورو کړنو ته ویل کیږي چې د ځانګړې موخې له پاره د مخالف لوري ټولنیز توازن ګډوډ یا له منځه یوسي.»

 رواني جګړه د دوښمن د فکر، عقیدې، زړه ورتیا، ډاډ او جګړې ته لیواتیا خلاف کارول کیږي چې دفاعي او یرغلیزه جګړه ګڼل کیږي، دا ځکه چې د خپل ملت او سرتیرو روحیه پیاوړي او د دوښمن روحیې ماتول یې اصلي موخې دي.

اوس مو چې د رواني جګړې نښې یو څه روانه کړې غواړم عملي بېلګې یې وښیو:

 کله چې ایراني چارواکو غوښتل د سلما بند جوړیدو مخه ونیسي په یو ځل یې په سره ژمي کې زرګونه افغان کډوال له پخواني خبرداري پرته په زور را وایستل په داسې حال کې چې افغان حکومت په دې اړه هیڅ راز چمتووالی او امکانات نه درلودل.

دغه راز، ایراني چارواکو په یخ ژمي کې افغانستان ته راتلونکي د تیلو سلګونه ټانکرونه ایسار کړل په داسې حال کې چې میلیونونو کورنیو تیلو ته اړتیا درلوده.

اوسنۍ بېګه یې دا ده چې په دې وروستیو کې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي عیسوي کال په پیل کې پر خپله تویټر پاڼه په لومړي ټویټ کې ولیکل پاکستا امريکا ته دروغ ويلي او دغه هېواد يې په داسې حال کې تېر ايستلى چې په وروستيو کلونو کې یې ميلياردونه ډالر مرسته ترلاسه کړې.

ښاغلي ټرمپ پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي ” امريکا په تېرو ١٥کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ٣٣ ميليارده ډالر مرسته کړې، خو هغوى له دروغو او غولونې پرته موږ ته هېڅ نه دي راکړي، او زموږ پر مشرانو يې د ساده ګانو ګومان کړى. دوى هغو ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکړي چې موږ يې افغانستان کې لټوو. موږ سره يې په دې برخه کې ډېره کمه مرسته کړې او دا حالت نور دوام نشي کولاى.”

د ولسمشر ټرمپ ادارې په یو تازه اقدام کې پر پاکستان  د څه د پاسه ٢٥٠ ميليون ډالرو مرسته بنده کړې.

د امریکا دغه دریځ د عادي افغانانو او افغان چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

خو د ولسمشر ټرمپ دغه دریځ بیا پاکستاني چارواکي سخت په غصه کړي نو ځکه خو بله لار ترې ورکه شوې غواړي د امریکا غچ له افغانانو واخلي. د پاکستان کابینې چې په اصل کې د پوځ له ویندوی دفتر پورته حیثیت نه لري پرېکړه کړې چې په دغه ساړه ژمي کې د ټولو پخوانیو ژمنو او نړیوالو قوانینو خلاف له یونیم میلیون زیات افغان کډوال را وباسي.

د بي بي سي پښتو وبپاڼې لیکلي پاکستان په دغه هیواد کې مېشت سلګونو زرو راجستر شویو افغان کډوالو ته یوازې د یوې میاشتې وخت ورکړی، چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

تردې وړاندې فکر کېده، چې پاکستان به د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده لږ تر لږه یو کال نوره وغځوي، خو ویل کېږي د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستیو څرګندونو وروسته پاکستاني واکمنو دغه موده یوازې او یوازې یوه میاشت نوره وغځوله.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په خبره اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره راجسټر شوي او زیات یا کم یو میلیون ناراجستر شوي کډوال هم شته.

د پاکستاني چارواکو دا پرېکړه که په غور وکتل شي کوم منطق منلی شي چې په دومره لنډه موده کې شاوخوا ۲ میلیونه کډوال په دغه ساړه ژمي کې راستنه شي، دومره انسانان به چېرې او څنګه ځای پرځای کېږي. خو ټول په دې پوهېږي چې ددغه کار موخه یوازې داده چې افغانستان له کړکیچ سره مخ کړي، په افغانستان کې  سیاسي، امنیتي، ټولنیز، اقتصادي او نورې ګډوډۍ رامنځته کړي او دا هغه څه دي چې په ټوله مانا هر اړخیزه او پراخه رواني جګړه وبلل شي او بس.

هغه ډول چې د رواني جګړې ډګر پراخ دی یانې دوښمن، بې پرې او دوست ټول رانغاړي خو زموږ موخه بیا د بغاوت ضد عملیاتو کې د رواني جګړې لنډه څیړنه ده.

سرچینې:

  • د بغاوت مدیریت- د ریزرف ډګروال م. عارف،
  • رواني جګړه – صلاح نصر،
  • بي بي سي پښتو وبپاڼه او د رواني جګړې په اړه د لیکوال مطالعه او خپل مالومات.
Leave A Reply