د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځنې علتونه/عبدالله وردک

0 447

 

څلورمه برخه

انګلستان – جنوری – ۲۰۱۸

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي چې تاسې ټول روغ او جوړ وی.

ګرانو او محترمو لوستونکو! زما په نظر، د مسلمانانو د وروسته پاتي کېدو یو بل ستر علت د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي ده. زه په دې باور لرم چې زیاتره خلک به له ما سره په دغه خبره موافقه وکړي، او ډېر لږ خلک به وي چې له دغې خبرې سره مخالفت ولري.

د یادولو وړ ده چې زه په دغه لیکنه کې د سني او شیعه اختلاف او بې اتفاقۍ ته اشاره نکوم. د اسلام ضد کړیو د سني او شیعه له اختلاف څخه ښه غوښنه او په زړه پورې ګټه پورته کړیده. همدارنګه، زما د لیکنې هدف د مذهبونو په حصه کې هم ندی. زما په نظر سره اصلاً په مذهبونو کې کوم بنیادي اختلاف نشته، ځکه چې هر یوه قدرمن امام دا خبره په واضح توګه کړې ده، چې د دوی هره خبره چې د قرآن او سنتو خلاف وه، هغه به نه منئ، او هغه به نه عملي کوئ. نو لدې کبله، اصلي اختلاف الحمدالله نشته، اما، ځنو مسلمانانو او په خاص ډول د اسلام ضد داخلي او خارجي کړیو له دغه ټکي څخه هم د مسلمانانو د بې اتفاقۍ پاره اعظمي ګټه پورته کړېده.

اوس راځم زما د لیکنې اصلي موضوع ته، چې هغه د افغانانو تر منځ بې اتفاقي ده. افغانان هم الحمدالله مسلمانان دي، او په اوسني وخت کې د نړۍ د مسلمانانو یوه ډېره فعاله برخه تشکیلوي. د نړۍ مسلمانان د دوی کړنه په ډېر غور سره څېړي. زه غواړم چې د افغانانو د بې اتفاقۍ په هکله خپل نظر په ډېره درناوۍ سره د ستاسې قدرمن حضور ته په لاندې توګه وړاندې کړم.

هر افغان باید اوس په دغه حقیقت ښه پوه شوی وي، چې د اوسني کړکېچ څخه، د دوی د نجات لاره یوازې او یوازې په حقیقي اسلامي اتحاد کې ده، او بس. حقیقي اسلامي اتحاد هغه اتحاد ته واىٔي، چې هغه د الله(ج) په نزد قبول او منظور وي. یعنې ټول افغانان باید د اسلام په رڼا کې یو له بله سره یو موټی او متحد شي، او باید د قرآن او د سنتو پیروي په مسنونه طریقه سره وکړي. په یاد ولری چه نور هېڅ ډوله اتحاد به دوی له دغه اوسني ناورین څخه خلاص نکړي، او باید خپل قېمتي وخت پرې ضایع نشي. هغه اتحاد چې د ژبې، د قوم، د منطقې، او د شخصي ګټو په خاطر جوړ شوی وي، هغه هېڅکله هم د اسلام په نزد د منلو وړ ندی، او دغه شانته اتحاد د الله(ج) په نزد مردود دی، او دغه شانته اتحاد، هېڅکله په درد نخوري، او هم ډېر دوام نشي کولای. که څوک له چا سره اتحاد او یا مخالفت کوي، هغه باید یوازې او یوازې د الله(ج) په خاطر وي، او بس، او هغه خلک چې یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو د پاره له یوه چا سره مرسته او کمک کوي، هغه هېڅکله هم په خپلو کړنو نه پښېمانه کېږي.

که چېرې له حقیقت څخه سترګې پټې نکړو، په اوسني وخت کې افغانان په ډېرو ډلو او ګروپونو وېشل شوي دي. ځنې ډلې خپل ځان په حقه او نورې ټولې ډلې په ناحقه بولي. د حیرانتیا خبره خو داده چې ځنې ډلې د افغانانو د دښمنانو په اشاره او کمک د بلې ډلې د له منځه وړلو هلې ځلې هم کوي. د افغانانو دښمنانو، افغانان په خپلو منځو کې داسې سره اخته کړیدي، چې د چا په خبره د سر ګرولو ته هم وخت نلري، او د افغانانو ټولې ډلې یې یو او بل ته په بدو او ردو ویلو داسې مصروفې کړېدي، چې د افغانانو دښمنان د فساد په غونډۍ خوښحاله او آرامه ورته ناست، او د هغو ننداره کوي، او دوی د ګور د چنجیو په شان یو او بل سره خوري.

ځنې افغانان ددې پرځای چې د الله(ج) په رسۍ منګولې ټینګې کړي، دوی په خپلو منځونو کې خپل ځانونه په وړو وړو شیطاني رسیو کلک تړلي دي. هېره د نوي، چې دغه بې اتفاقي په تدریجي توګه د بې انصافۍ، بې پروایۍ، بې تفاوتۍ، او ځنو نورو غلطیو په سبب د افغانانو په منځ کې را منځ ته شوې دي. د افغانانو دښمنانو ته دا څرګنده شوې ده، چې متأسفانه، ځنې افغانان په ډېره آسانۍ سره د یوه وخت د پاره په کرایه نیول کېدای شي، او دا د ډېر افسوس خبره ده چې د هر یرغل په دوره کې ځنو افغانانو، د زړه له کومي د یرغلګرو ملاتړ کړی دی، او د خپل وطن او وطنوالو په ضد یې د یرغلګرو په اشاره سلاح پورته کړې، او د خپل وطن د خلکو په وړاندې یې لوی لوی جنایتونه سرته رسولي دي. یا په بل عبارت، د هر یرغل په نتیجه کې د افغانانو په منځ کې بې اتفاقي او بې باوري، څو چنده زیاته شوې ده. اوسنی وخت هم د افغانانو تر منځ د سختې بې اتفاقۍ شاهد دی، او دغه بې اتفاقي د دوی په هر مجلس او غونډه کې ډېر ژر راڅرګندیږي.

نن سبا د ځنو افغانانو په محفلو او غونډو کې که یو څوک په پاک نیت سره یوه د خیر خبره یاده کړي، هغه په ځنو خلکو ښه نه لګېږي، او هغه ډلګۍ سمدلاسه دا ګمان کوي، چې دغه خبره دوی ته په قصدي توګه یادېږي. د مثال په توګه، که یو څوک ووایى چې سود حرام دی، نو پدغه وخت کې ټول سود خواره په غیر مستقیم ډول د هغې سړي په مقابل کې متحده جبهه جوړوي، او د هغه په ضد لستوني راونغاړي. که چېرې د رشوت کومه خبره یاده شي، نو بیا ټول رشوت خواره د هغې په مقابل کې جبهه ونیسي. که چېرې د حلالو او حرامو بحث شروع شي، نو ټول حرام خواره بیا متحده جبهه جوړه کړي. یعنې ځنې افغانان په غلطو کارونو کې یو له بل سره ښه متفق او ځانونه یې د شیطان په رسۍ ښه کلک سره تړلي وي، او کلکې غوټې یې هم وراچولې وي.

په اوسني وخت کې یو سړی دغې نتیجې ته ورسېږي، چې د ځنو افغانانو مجلس ته هېڅ لاړ نشي. که یو څوک هر مجلس ته په هرڅومره پاک نیت ولاړ شي، نو له هغه مجلس څخه به حتمي خفه راوځې. د ځنو افغانانو په مجلسونو کې به داسې شی ونه وینې، چې زړه دې پرې خوښحاله شي. د دوی د بنډارو خبرې اکثره تکراري او له کنایې څخه ډکې وي، او د دوی له بنډارو څخه به یو سړی هېڅ شی زده نکړي. ددې یو ستر علت دادی چې متأسفانه ځنې افغانان فکري استقرار او ثابتوالی نلري. په یوه مجلس کې به تاته یو سړی معلوم شوی وي، چې دغه ددې طرف څخه دفاع کوي، نو ته به له ځانه سره بل ځل احتیاط کوې، لېکن، هغه افغان به بیا خپل نظر بدل کړی وي.

دلته یوه ریښتنۍ قصه را په یاد شوه. زه په ۱۳۴۸ کال کې د ثانوي تخنیک په لسم ټولګي کې شاګرد وم. هغه کلونه د افغانستان په تاریخ کې ډېر سیاسي کلونه وو. د مونږه د دری استاد د شعلهٔ جاوېد د ګوند یو سر سخت غړی و. ده به د امتحان په سوالو کې یوه مقاله د پسرلي په باره کې راوستله. ځنو شاګردانو دده ضعیفه نقطه پیداکړې وه، او دوی به د پسرلي د مقالې پرځای د شعلهٔ جاوېد د ګوند صفتونه ورته لیکل، او دوی به ټولو لس، لس نمرې ګټلې، او مونږه غریبانو به ۹ نمرې په ډېره سختۍ لاسته راوړلې. کله چې بل ځل امتحان راغۍ، نو هغو شاګردانو بیا د  تیر ځل په شان د پسرلي د مقالې تر نامه لاندې، د شعلهٔ جاوېد د ګوند صفتونه کړي و، دغه دفعه استاد دوی ټولو ته کمې نمرې ورکړې وې. دوی ټول استاد ته ورغلي و، چې ولې تا مونږه ته کمې نمرې راکړې دي؟. هغې په ځواب کې ورته ویلي و، چې تاسې باید ځان خبر کړی وای، چې زه اوس د کوم حزب غړی یم، او زه اوس د پرچم حزب ته تللی یم، او تاسې د شعلهٔ جاوېد د ګوند صفتونه کړي و. نو دلته هم سړی د افغانانو په راز نه پوهیږي. ځنې یې رقم رقم خبرې کوي. د ځنو افغانانو سر او بر نه معلومیږى. یوه ورځ به یو څه او بله ورځ به بل څه وایي. ځنې افغانان ځانونه د دنیا کارپوهان بولي، او شپه او ورځ د نورو کمه او د خپل ځان لوړه وایي. ځنې افغانان، دلته په بهر ملکونو کې کټ او مټ د افغانستان سیاست په وړاندې بیایي.

 

د پام وړ ټکي:

۱ – د افغانانو حقیقي اتحاد یوازې او یوازې د اسلام په رڼا کې امکان لري. یعنې یوازې او یوازې، اسلامي اتحاد کولای شي، چې افغانان سره متحد او یو موټی کړي. ټول افغانان باید د هغو اتحاد کوښښ وکړي چې هغه د قرآن او د سنتو په رڼا کې مابین ته راغلی وي. البته دغه کار ډېر کار ته ضرورت لري. افغانان یو د بل په نزد بې اعتباره شوي دي. ځنو سیاسي مشرانو دوی ډېر مأیوسه کړي دي، او له دوی سره یې تاریخي جفا کړیده، اما، الحمدالله، په افغانستان کې تر اوسه پورې ښه صادق مشران هم شته. افغانان باید د حقیقي، مجازي، او د نورو په لاس جوړ شویو مشرانو تر منځ فرق وکړي، او دوی باید د خپلو حقیقي مشرانو تر څنګ کلک ودرېږي، او د هغوی مرستې ته ور ودانګي.

۲ – ولې، ځنې افغانان د اسلام او د افغان د کلمې سره ضدیت لري؟.  د حیرانتیا خبره خو داده، چې همدغه افغانان، چې د اسلام او د افغان له کلمې سره دومره ضدیت ښکاره کوي، دوی او د دوی د کورنیو غړي، ټول دخارجي  ملکونو په تابعیت لرلو ډېر افتخار کوي. د مثال په توګه، دوی په ډېر افتخار سره وایي چې زه او یا زما اولادونه، ”انګریزی“، ”امریکایی“، ”فرانسوی“ تابعیت لري، او الله(ج) به خبر وي چې دوی به څومره دعاوې د هغو ملکونو د پاسپورت د لاسته راوړلو د پاره کړې وي. دوی غواړي چې د قدرت په خاطر، خپل ځانونه د ولس مشرۍ چوکۍ ته کاندید کړي، لېکن د افغان د کلمې سره خپل ضدیت په ښکاره ډول د رسانیو د وړاندې بیانوي. هغه خلک چې د ”افغانستاني“ کلمه لیکي او یا ىٔې استعمالوي، هغه په هېڅ صورت کې د متحد او سر لوړي افغانستان په غم کې ندي. دوی په حقیقت کې د افغانستان د ټوټه ټوټه کېدو د پاره کرغېړنې هلې ځلې، او اتحادونه کوي، او د خپلو خارجي بادارانو په پښو کې ورلوېږي، او د افغانستان د تجزیې زارۍ ورته کوي. په یاد ولری چې هغه څوک چې د ګران افغانستان د ټوټه کېدو نیت لري، هغه به ان شاءالله دغه ناولی ارمان ګور ته ورسره یوسي.

۳ – ځنې افغانان باید د ځنو کلمو، لکه د شهید، مجاهد، وطن فروش، خاین، قهرمان، قوم ګرا، او تعصب، د استعمال سره ډېر غور او فکر وکړي. ددغه کلمو غلط او بې ځایه استعمال هم د افغانانو په غونډو کې د هر بادرده افغان، د فشار د لوړوالي سبب ګرځي. دغه کلمې باید هغو خلکو ته استعمال شي، چې د هغې وړ وي. د مثال په توګه، هېڅکله خاین ته د شهید، او شهید ته د خاین کلمه ونه کارول شي. همدارنګه هېڅکله وطنفروش ته د مجاهد کلمه، او مجاهد ته د وطنفروش کلمه استعمال نشي. همدا ډول، عدالت غوښتونکي ته د تعصب او قوم پالنې کلمه کارول نه بښونکی جرم دی. همدا شانته خاین ته د قهرمان، او قهرمان ته د خاین کلمه ونه کارول شى. دغه ټولې کلمې باید په صحیح توګه د هغو وړ کسانو ته وکارول شي. د دغو کلمو غلط پکارول هم د افغانانو په منځ کې بې اتفاقۍ ته لمن وهلې ده.

۴ – د اسلام د دین د پیروانو شمېر الحمدالله تر یو مېلیارد څخه زیات دی، او الحمدالله، ټول افغانان خپل ځانونه تر هرچا ښه مسلمانان هم ګڼي. اسلام د ټولو مسلمانانو شریک دین دی، او د اسلام د دین هر پیرو د خپل دین په مقابل کې مسٔولیت لري، او د یوه مسلمان هر کار او خبره په اوسني وخت کې په ټول دین مثبتې یا منفي اغېزې لرلای شي. نو لدې کبله، هر افغان ته لازمه او ضروري ده چې له خپلې خبرې او له خپل کړه وړه سره لازم احتیاط وکړي. اسلام، الحمدالله، یو مکمل الٰهي دین دی، او په دغه دین کي د مسلمانانو او ټول انسانیت د پاره هر څه شته.

۵ – یوازې هغه اتحاد چې په اسلامي شرایطو برابر منځ ته راغلی وي، هغه به الله(ج) ته قبول او منظور وي، او همدغه شانته اتحادونه په اسلام کې د منلو وړ دي. هغه اتحاد چې د شخصي ناروا ګټو په خاطر جوړ شوی وي، هغه هېڅکله هم کامیابۍ ته نه رسېږي. همدارنګه، هغه اتحاد چې د ژبې، منطقې، قوم، او رنګ په خاطر جوړ شوي وي، هغه ټول ناکام دي، هغه د ښو خلکو په زړه کې هېڅ ډول ځای نلري، او هغه د خلکو په درد نه خوري. زه یوځل بیا دغه نقطې ته اشاره کوم چې د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو یو ستر علت د مسلمانانو بې اتفاقي، ډول ډول ډلې، او یو د بل په ضد فعالیت کول دي. هېره د نوي، چې افغانان یوازې په ښو کارو کې سره بې اتفاقه دي، او په بدو کارونو کې بیا ښه د زړه له کومي اتفاق لري. یوازې ښو کارونو ته یې ملا چنجي وهلې ده.

۶ – راځۍ چې یو ځل بیا له الله(ج) سره د زړه له کومي تعهد وکړو، چې په غیر اسلامي اتحادونو کې به هېڅکله برخه نه اخلو، نه به کمک ورسره کوو، او نه به د هغو طرفداري کوو. کوښښ به کوو چې د اسلام په رڼا کې خپل ځانونه سره کلک متحد کړو. ټول هغه افغانان چې په ریښتیا سره ددې موجوده حالت د ښه کېدو آرزو لري، باید د ورورګلوۍ پاک لاسونه یو او بل ته سره ورکړي، او د الله(ج) په کمک سره خپل وطن ددغه بد حالت څخه وژغوري، او پدغه کار خپل دښمنان خفه، او حقیقي دوستان خوښحاله کړي.

په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د ټولو مسلمانانو، او په خاص ډول افغانانو ته حقیقي اسلامي اتحاد ور په برخه کړي. همدارنګه یو ځل بیا د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم او دعا کوم چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلحه قایمه شي چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

Leave A Reply