د پارسونز له انده پرمختللې او وروسته پاتې ټولنې/ زاهد “صدیقي”

0 486

پرمختللې او وروسته پاتې ټولنې یانې څه؟
د کومو ځانګړنو له مخې پرتله کېږي؟
او زموږ ټولنه چېرته ده؟

دغو پوښتنو ته “ټالکوټ پارسونز” ځواب وایي.
د شلمې پېړۍ امريکايي ټولنپوه “ټالکوټ پارسونز” پرمختللې او وروسته پاتې ټولنې سره پرتله کوي.
پارسونز پرمختللې او وروسته پاتې ټولنې د شپږو بېلابېلو ځانګړنو له مخې مقايسه کوي.

درې ځانګړنې لوېدیځو او درې نورې غیر لوېدیځو ټولنو ته په ګوته کوي.
پارسونز د غیر لوېدیځو ټولنو نسب‌پالنه د لوېدیځو ټولنو ښایسته‌سالاري، درهم‌نګری د ويژه‌نګری او خاص‌پالنه د عام‌پالانې پر وړاندې مطرح کوي.
د پارسونز مطلب له نسب‌پالنې څخه دا دی چې په وروسته‌پاتې ټولنو کې کاري فرصتونه او ټولنیز موقعیتونه د نسب له مخې په میراث ورکول کېږي. په بله وینا، په وروسته پاتې ټولنو کې کاري فرصتونه او ټولنیز موقعیتونه له پلار و نیکه په میراث تر لاسه کېږي.

په وروسته پاتې ټولنو کې نسب‌پالنه د سیاستوالو، اقتصادپوهانو، ټولنپوهانو او د ټولنې د ټولو وګړيو له‌پاره یوه مهمه مساله ده.
خو په پرمختللو ټولنو کې ښایسته‌سالاري د نسب‌پالنې ځای‌ناستی ګرځي. کاري فرصتونه تخصصي دي، د ټولنې وګړي د ښایسته‌سالاري له مخې سیاسي او ټولنیز موقعیتونه تر لاسه کوي، کسبي وړتیاوې د انتصابي وړتیاوو په پرتله ډېر ارزښت لري.

د پارسونز دویمه ځانګړنه، خاص‌پالنه د عام‌پالنې پروړاندې
د ده مطلب دا دی چې په غیر لوېدیځي ټولنو کې سیاستونه او د «واک او ثروت» سرچینې د ټولنې د یوې ځانګړې ډلې په ولکه کې وي.
ټول امکانات د یوې ځانګړې ډلې د ګټو وټو د پوره کولو په موخه کارول کېږي. په داسې یوه ټولنه کې خلک پېژندل شوي نه دي، د خلکو مصلحتونه او ګټې ارزښت نه لري.

خو په لوېدیځو پرمختللو ټولنو کې عام‌پالنه خپل ځای لري. سیاسي واک د سیاست‌پوهانو له لوري اداره کېږي. سیاستوال د رڼو او عادلانه ټاکنو پر بنسټ د خلکو له لوري ټاکل کېږي. د درغلیو په بدل کې به خلکو ته ځواب ویوونکي وي. په ټوله کې سیاسي حاکمان او سیاسي نظام د خلکو د ټولیزو ګټو له‌پاره هڅې کوي. د خلکو له‌پاره د هوسا ژوند برابرول د دولت له مهمو مسوولیتونو څخه ګڼل کېږي، د دولت سیاسي سټراټېژي او پلانونه د ټولنې د ټولو وګړيو د ستونزو د حل په موخه وي.

درهم‌گرایی او ویژه نګری
دا دوې ځانګړنې د سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او ان د نظامي بنسټونو کړنو ته اشاره کوي. د پارسونز مطلب له درهم‌نګری څخه له کړنو څخه انحراف دی. په بله وینا، په غیر لوېدیځو ټولنو کې د شته بېلابېلو بنسټونه پام د خپلو تعریف شویو کړنو پر ځای د نورو بنسټونو پر کړنو ورټول وي. لکه اقتصادي بنسټ پر سیاسي، ټولنیز بنسټ پر فرهنګي او… له بلې خوا په نالوېدیځو ټولنو کې د بېلابېلو بنسټونو تر منځ کاري مداخلې شته دي، یانې یو بنسټ د نورو بنسټونو په کړنو کې لاس وهي. د بنسټونو د اصلي او فرعي کړنو تر منځ هیڅ توپیر نه کېږي.

خو په لوېدیځو پرمختللو ټولنو کې بیا ویژه‌نګری، تخصص‌پالنه او د نورو بنسټونو په کړنو کې مداخله نه کول، مطرح دي. بېلابېل بنسټونه د څرګندو او تعریف شویو کړنو درلودونکي دي. کومې کړنې چې د تر سره کولو وړتیا يې ولري. که چېرې دغه بنسټونه خپلو تعریف شویو او اصلي کړنو ته پام و نه کړي، پوښتنه او څېړنه ترې کېږي.
دا ځانګړنې په اسانۍ سره کولای شي چې زموږ ټولنه تعریف کړي. نسب‌پالنه د سیاسي او ټولنیزو موقعیتونو د تر لاسه کولو له‌پاره مهم اصل بلل کېږي. مثلاً که د چا پلار وزیر وي، وروسته له پلاره به زوی هم وزیر وي.

د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موقعیتونو د تر لاسه کولو له‌پاره وړتیا معیار نه بلل کېږي. دلته وړتیا ډېره مهمه نه ده. د هرې ټولنې ځانګړې ډلې له ډېرو امکاناتو او سرچینو څخه برخمن وي. په داسې حال کې چې عام وګړي له ډېرو خدمتونو او امکاناتو څخه بې‌برخې وي. دا مساله ان د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادنو د اړیکو تر منځ هم تر سترګو کېږي. کوم تړونونه چې د هېوادونو تر منځ لاسلیک کېږي، د ټولنې په یوه ځانګړې ډله پورې اړه لري. که چېرې د ځانکړې ډلې ګټې پکې خوندي نه وي، د تړون لاسلیک ښايي ممکن نه وي.

په پایله کې باید وویل شي چې دې ځانګړنې دوه ډوله ټولنې جلا او تر منځ یې توپیرونه را په ګوته کوي. زموږ ټولنه د وروسته پاتې ټولنو له ډلې څخه یوه ده. په جرات ویلای شو چې زموږ په ټولنه کې خاص‌پالنه، نسب‌پالنه او درهم‌ګرایی واکمني کوي. ممکن مونږ و نه‌شو کولای چې په خپله ټولنه کې د لوېدیځو پرمختللو ټولنو تعریف شوې ځانګړنې پلې کړو، خو دا په دې مانا هم نه ده چې موږ د دغو ځانګړونو د هضمولو ظرفیت او وړتیا نه لرو.

کولای شو له داخلي او نړیوالو امکاناتو ګټه واخلو او دغو مهمو ځانګړنو ته لاس‌رسی ومومو. په دې برخه کې عامه پوهاوی ډېره مرسته او ځانګړی رول لوبولای شي، ځکه عامه پوهاوی د دې لامل کېږي چې خلک د خپلو مشروع غوښتونو له‌پاره پر خپلو سیاستوالو فشار راوړي چې له شخصي ګټو یي پام ټولیزو او ملي ګټو ته واوړي.

Leave A Reply