موقت غبرګونونه او دوامدارې غميزې / وصيل پېروز

0 426

د هرې غميزې او بدې پېښي په وړاندي زموږ غبرګونونه موقت او فردي – فردي دي. تر پېښي څو ورځې ان څو ساعته وروسته بيا هر يو بيرته سوړ سي او هغه غميزه نوره يوه تېره سوې پېښه وي چي ګوره بيا لا چاته يادېږي او که نه؟. دا لومړی ځل نه دی چي موږ په داسي غميزو کي خپل کادرونه، عالمان، روڼ اندي، پوهان او وطن پال شخصيتونه له لاسه ورکوو. په هره پېښه کي موږ ډېر خواخوږي، پوه او عالم کسان له لاسه ورکړي مګر بيا مو هم له پېښو ا وغبرګونونو سره چلند بدلون ونه کړ، نه د پېښو په وړاندي زموږ له احساساتو ډکو غبرګونونو بدلون وکړ او نه يې هم په وړاندي زموږ چلند په يو مخيزه او دايمي توګه بدل سو. موږ په هره پېښه کي ځان ډېر خوږ ښيو، د هر يوه تر سترګو اوښکې توييږي او هر يو پر دې ژاړو چي په ناحقه د ژوند په څېر يو ستر ارزښت را څخه اخيستل کېږي. خو د دې ستر ارزښت په وړاندي زموږ ژمنتيا څه ده؟ موږ په عملي او منظم ډول څه کړي چي اقلا له نورو نه، له ځانه خو دفاع وکړو؟ تر موږ هغه ترهګر خپلې ترهګرۍ ته ډېر ژمن دي چي د نورو د ژوند په اخيستلو پسي راوتلي، حقيقت دادی چي هغوی په عمل کي دومره غښتلي دي چي موږ يې ټول له وړاندي لا وژلي يو، موږ هر يو يې دومره وېرولي يو چي په وړاندي يې د مخالف فکر کولو جرأت هم نه سو کولای.

څو چي د داسي غميزو په وړاندي غبرګونونه موقت، غير منظم او شيندلي وي تر هغو پوري پوره يقيني ده چي هيڅ ډول تاثير به هم ونه لري. هره ورځ به زموږ د سترګو په وړاندي زموږ ځوان کادرونه همداسي وژل کېږي، موږ به يو څو شيبې د افسوس او غم په څرګندولو اخته يو او په دې ډاډ به يې له نظره غورځوو چي زه خو له داسي پېښي سره نه مخ کېږم. مګر په دې هيواد کي هره ورځ او هره شېبه شونې ده چي زموږ هر يو له داسي برخليک سره مخ سي.

موږ په ډاګه وينو چي په داسي پېښو کي د امنيتي ادارو کمزوري بېخي بربنډه ده او چارواکي پکي دومره پړ دي چي د مسئوليت پر نه ترسره کولو يې بحث کول بېخي د وخت ضياع ده. که دوی په رښتيا خواخوږي او رښتني افغانان وای او د مسئوليت احساس يې لرلای د داسي پېښو د تکرار په صورت کي به يې هيڅکله د ملت په وړاندي د مخ ښوولو جرأت نه درلودای، دا د دوی لپاره شرم او مرګ دی چي هره ورځ په پلازمېنه کي له دومره امکاناتو سره – سره داسي پېښي را منځ ته کېږي.

مګر د داسي ګڼو واقعيتونو له ليدلو سره – سره په موږ کي داسي هيڅ انګېزه نه را پيدا کېږي چي د داسي پېښو په وړاندي يو منظم غبرګون وښيو. يو منظم غبرګون کولای سي چي دولتي چارواکي اړ کړي څو په راتلونکي کي د مسئوليت احساس وکړي، په امنيتي ځواکونو کي د اصلاحاتو راوستلو په لار کي موثر ثابتېدای سي او همدا راز هغه اذهان چي د جګړې پر مشروعيت باور لري د يوه منظم او سيسټماټيک غبرګون په پايله کي پوهېږي چي جګړييزه مفکوره يې نور له يوه منظم ولسي خوځښت سره په جګړه اوښتونکې ده او د پخوا په څېر به هيڅکله ونه کړای سي چي په ډاګه خپلو وحشي افکارو ته بلنه وکړي.

منظم او سيسټماټيک خوځښت د لوړ شعور لرونکو ملتونو خاصيت دی، چيرته چي د خلګو شعور لوړ وي هغوی تل د پېښو په وړاندي په منظمه توګه پاڅېږي او د ستونزو د حل لپاره عقلاني فکر کوي. څو چي د سياست له ډګره د فساد او خيانت دا څو تکراري څېرې ورکې نه سي، له امنيتي اورګانونو دا بې کفايته مسئولين ګوښه نه سي او مجازاتو او مکافاتو اصل عملي نه سي، هيڅ شونې نه ده چي په دې حالت کي دي داسي پېښي بيا تکرار نه سي. تر هغو بايد هره ورځ منتظر واوسو چي دا پېښه لومړی له ما او وروسته له نورو سره پېښېدونکې ده.

که هر څو هڅه وکړو چي له سياسته ګوښي پاتي سو نه سو کولای، که هر څو هڅه وکړو چي په روانو ډرامو کي بې پرې پاتي سو نه سو کولای، لوبېدونکي لوبغاړي دې ته نه ګوري چي ته دخيل يې او که نه يې؟ ته پوهېږې او يا نه؟ بس چي تورې ته سيخ سوې، وار دي دی او ژغورنه نه سته. نو شعوري، غوره او موثر غبرګون به دا وي چي نور په سياست کي د اشخاصو تر لمانځنې تېر سو، په سيسټماټيک او ګونديز شکل په يو داسي چوکاټ کي ځانونه را غونډ کړو چي نور را باندي سياست ونه کړي، د نورو د ژغورنې په تمه بايد نه کښېنو او خپله لاس په کار سو او هڅه وکړو چي نور له موږ سره دا روان چلند بدل کړو. تر هغو چي زموږ فکرونه، غوښتنې، غبرګونونه، احساسات او فعاليتونه منظم او دوامدار نه سي، تر هغو هيڅ شونې نه ده چي موږ کومه د پام وړ لاسته راوړنه ولرو.

Leave A Reply