ولې په نړیوال نظام کې دولتونه د ځواک تږي دي؟/زاهد صدیقي

0 489

ریالېزم د نړیوال سیاست او نړیوال نظام د تحلیل لپاره ډېرې خبرې لري خو د دې لیکنې بحث د ریالېزم پر ډولونو ورټول دی.

ریالېزم درې ډولونه لري:

الف. دفاعي ریالېزم

ب. تهاجمي (برېدیز) ریالېزم

ج. نوی ریالېزم

په دې لیکنه کې هڅه کېږي، چې نړیوال سیاست او نړیوال نظام د ریالېزم د دوو پورتنیو ډولونو (دفاعي او تهاجمي ریالېزم) له مخې تحلیل شي.

الف. دفاعي ریالېزم له مخې په نړیوال نظام یا چاپیریال کې دولتونه د خپل امنیت او دفاع په موخه د خپل ځواک د ډېرولو هڅې کوي، ترڅو د نړۍ د سیاسي جغرافیې له نقشې څخه حذف نه شي او خپله بقا تضمین کړي.

په نړیوال نظام کې د دولتونو له لوري د ځواک د ترلاسه کولو او زیاتولو موخه  یوازې او یوازې دفاعي بڼه لري، ترڅو وکولای شي ،چې د خپلو جغرافیاوو، داخلي امنیت او له سیاسي خپلواکۍ څخه ساتنه وکړي.

دا چې په نړیوال نظام کې دولتونه د خپل ځواک د پراخېدو هڅې کوي نو، نورو هېوادونو ته بل ډول پیغام لېږدوي.

د بېلګې په توګه: دا چې د ایران هېواد په نړیوال نظام کې خپل نظامي قوت د خپلو وسلو د ازمایلو له لارې څرګندوي او ډیر وخت د نړیوالو له لوري د بېلابېلو غبرګونونو او بندیزونو سره مخ شوی هم دی.

د ایران دا کړنه نورو هېوادونو ته څه پیغام لري؟

ځواب یې دا کیدای شي: د ایران هېواد له یوې خوا په منځني ختیځ کې غواړي ټول واکی یا امپراطور وي او له بلې خوا سعودي عربستان او اسرایلو ته په سیمه کې خپل زور او نظامي ځواک وښايي، چې یاد دوه هېوادونه (سعودي عربستان او اسرایل)  د امریکا د متحدو هېوادونو له ډلې څخه دي. نو دلته د تدافعي ریالېزم د تیوري پرخلاف څرګندېږي، چې ایران په سیاسي نقشه کې د ځان د پاتې کېدو لپاره هڅې نه کوي بلکې غواړي په سیمه کې خپل نظامي او سیاسي ځواک خپلو سیالانو ته ور په ګوته کړي.

او یا هم “شمالي کوریا”. دا چې شمالي کوریا هره ورځ خپلې سپکې او درنې وسلې د نړیوالو د سترګو پر وړاندې ازمایي او امریکا یي پروړاندې غبرګون څرګندوي، چې یاد کړنه نړیوال امنیت له خطر سره مخ کوي، نو د شمالي کوریا یاده کړنه د ایران په څېر ورته پیغام لري.

شمالي کوریا خپل ځواک، د خپل هېواد د ساتنې او دفاع په موخه نه زیاتوي بلکې غواړي خپلو سیالانو ته خپل ځواک او قوت څرګند کړي لکه: چاپان، جنوبي کوریا، چین او ان امریکا ته.

د یادې تیورۍ (دفاعي ریالېزم) پربنسټ، د نړۍ دولتونه د نړیوال نظام یا چاپیریال د ګواښونو د دفاع په موخه خپل ځواک او قدرت ډېروي ترڅو، له ځانونو ساتنه وکړي. ځکه چې نړیوال چاپېریال انارشي(ګډوډي او بي نظمي) دی او هر وخت د جګړې د رامنځته کېدو امکان شته نو، دولتونه یوازې او یوازې د خپل شتون د بقا لپاره د ځواک د ډېریدو هڅې کوي، نه دا چې په نورو هېوادونو د یرغل او برید په لټه کې وي. هیره دې نه وي، چې د دولتونو ځواک ډېرول یو اخلاقي امر ګڼل کېږي.

ب. په تهاجمي (برېدیز) ریالېزم تیورۍ کې راځي، کله چې په نړیوال نظام کې دولتونه د خپل سیاسي موقف یا ځای، د ځواک له وېش او د نړۍ پر استراتېژیکو سیمو له تسلط څخه راضي نه وي، نو د حاکم وضعیت د ګډ وډولو په موخه د “ځواک د ډېروالي سیاست” غوره کوي.

د بېلګې په توګه: کله چې په ۱۹۹۱ م کال کې شوروي اتحاد ونړېد نو سیاسي جغرافیا یي نوي خپلواکه هېوادونه وزیږول او له شوروي څخه یې خپلې سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کړې. د شوروي اتحاد له ړنګېدو څخه وروسته، د روسیې هېواد دفاعي سیاست غوره کړ او په نړیوالو سیاستونو کې ډېر نه ترسترګو کېده او سیاسي لوبو یي خپل رنګ له لاسه ورکړی و.

خو کله چې ۲۰۰۰ م کال کې ولادیمیر پوتین د روسیې سیاسي ډکر ته ورودانګل نو له ۲۰۰۴ کال څخه وروسته د روسیې د بهرني سیاست د ژئواستراتیژیک دوره (له لوېدیځ سره شدید مخالفت، د ناټو محدودول، په اوکراین کې د روسیې پوځي مداخله او د کریمیا پوځي اشغال) پیل شوه. همدا و چې، د روسیې خاموش سیاست ژوندی شو او د دفاعي سیاست بڼه یې تهاجمي سیاست ته بدله شوله،  ان د ببر سیاست لاس یي منځني ختیځ ته هم اوږد شو. بېلګه: په ۲۰۱۵ م کال کې په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله.

د تهاجمي (برېدیز) ریالېزم پربنسټ، په نړیوال چاپیریال یا نظام کې دولتونه د ځواک د ډېریدو په لټې کې دي ، ترڅو د نړۍ په  ستراتیژیکو سیمو واکمن شي، ځکه چې دولتونه د نړیوال ځواک له وېش څخه راضي نه دي نو، له دې امله غواړي چې خپل ځواک او قدرت زیات کړي.

د دوو پورتنیو نظریو څخه په ډاکه کېږي، که چېرې د دولتونو له لوري دفاعي سیاست غوره شي نو په نړیوال چاپیریال کې به نسبي سوله ټینګه شي، خو که چېرې تهاجمي سیاست غوره شي، نو د نړیوال نظام نسبي سوله به له ګواښ  او خطر سره مخ شي، ځکه دولتونه د خپل ځواک د ډېریدو په لټې کې دي.

Leave A Reply