د اکبر خان – مینه او جګړه ناول ولې ولولو؟

سید زیارمل هاشمي

0 925

د ناول لنډیز

په ۱۹۳۹-۱۹۴۰ زېږدیز کلونو کې د افغانانو او انګریزانو تر منځ د لومړۍ جګړې په دګرونو کې د اتلولیو او سر ښندنو تر څنګ، په ځینو ځوانو زړنو کې د مینې ګلونه هم غوړیدل. دیری انګرېزان له یوه شل کلن افغان ځوان څخه وېرېدل، خو دوو انګرېزو پېغلو ورسره پاکه مینه کوله. د جګړې اتل اکبر خان مینې ته څه ځواب ورکړ؟ د ریښتنو تاریخي پېښ په دې ناول کې یې ولولئ.

پر “اکبر خان- مینه او جګړه” تبصره

د فرعون د ځانګړي طبیب د یادښتونو کتاب (سینوهه) پر پښتۍ لیکل شوي، چې په دغه ناول کې پر تاریخ، سیاست، فلسفې، دینپوهنې او ارواپوهنې بحث شوی دی. که د کتاب غورچاڼ په یوې جملې کې راټول کړو او لکه څرنګه چې پخپله کتاب هم ورته اشاره کړې “د تاریخ په اوږدو کې او له دې وروسته د نړۍ هره جګړه د دوو شیانو لپاره ده؛ اول د شهوت او دویم د شرابو.“

د اکبر خان- مینه او جګړه ناول چې خبریال او ژباړن اکمل داوي لیکی، هم په همدې شان غورچاڼ پیل شوی. د دې ښوونه کوي، چې له یوه کوره د یوې وینځې تېښته په افغانستان کې د لويو تاریخې پېښو پېلامه شوې ده او څرنګه په وطن مین ځوانان د یو ځواکمن هېواد د یرغلګرو په مقابل کې درېږي. د ناول د صحنو رنګارنګي په زړه پورې ده. صحنې یو په بل کې ننوتلې دي، خو تسلسل يې نه دی بایللی او لوستونکو ته یې د حوادثو یو جامع حالت انځور کړی دی.

په داستان کې لیکوال له پېښو تاریخي عبرتونه او د ښکېلو خواوو ارزښتونه ښه هایلایټ کړي دي. مثلاً، دین او ناموس د افغانانو د ژوند څومره مهمې برخې دي؟ افغانان ولې په جنګ کې پیاوړي خو بله خوا سیاست کې تېر وځي؟ که وګور ډېر شمېر افغانان احساساتي دي. د یوې پېښې په غبرګونه کې پرته له دې چې په عقلاني لحاظ ورته وګوري، خبره اخ و ډب ته کشوي. په دې اړه د ناول په یوې برخې کې راغلي: “د انګریزانو عجیبه سیاست و. دښمن یې د وژلو پر ځای د میلمه په توګه ساته او مصرف یې ورباندې کاوه. دغه سیاست د نورو ولسونو په پرتله د افغانانو لپاره تر ټولو غیرعقلاني ښکارېده. افغانانو دښمن څه چې وړوڼه او اولادونه د واک او ګټو لپاره وژل. که افغانانو له انګریزانو لږ تر لږه دغه سیاست زده کړی وای، نو ښايي له ډېرو انسانو د وژل کېدو مخ نیول شوی وای. افغانان که څه هم خپل ځانونه مسلمانان ګڼي او په اسلام کې د ژوند اخیستل ستره ګناه او بخښنه لوی ثواب بلل کیږي، خو د یو بل په وژلو کې یوه شېبه هم صبر نه کوي.”

بل دا چې اروپایان په ژوند کې تر ډېره پر مادیاتو حساب کوي؛ خو اسیایان بیا په معنویاتو پسې دي یا هم هغوی ځان له اسیایانو نه لوړ ګڼي. دغه ارزښت د ناول په هغې برخې کې موندلی شو چې د اکبر خان او د دوو ښکلو انګرېزو انجونو د لیدلو حال پکې ویل شوی.

ناول پر معتبرو تاریخي اسنادو ولاړ دی. مثلاً، کله چې یو شمېر انګریزان د وزیر اکبر خان په قید کې و او دوی غوښتل خپلو کورنیو ته لیکونه ولیکي، په لیکونو کې راغلي چې یو افغان ځوان مشر له اسیرانو سره ډېر ښه چلند کوي او د لندن ځینې ځوانان باید له دې ځوان یعنې اکبر خان نه ډېر څه زده کړي. دغه لیکونه اوس مهال د بریتاینا په شاهي موزیم کې ساتل کېږي.

کله مو چې په ښونځي یا پوهنتون کې د افغانستان معاصر تاریخ په ځانګړې توګه د انګریزانو یرغل په اړه لوستل، یوازې د پېښو کلونه، د شاهانو د زېږدنې او مړینې تاریخ، د جګړو ځای او پکې د ښکېلو خواوو د سرتېرو شمېر یا هم د ویاړونو د یو لنډیز پرته بل داسې څه پکې نه و، چې د تاریخ مضمون جالب کړي. خو په دې ناول کې د داستان اتل (محمد اکبر خان) په داسې ډراماټیک انداز صحنې ته راغلی چې لوستونکی هرومرو کوښښ کوي، چې د ناول په پاې هم ځان پوه کړي. د ادبیاتو یوه دنده دا هم ده، چې په داستاني یا هنري شکل پېښې مستندې کړي او هنري یا داستاني تخلیق تر ډېره د لوستونکي په ذهن کې پاتې کېږي. په عمومي توګه ناول کې د افغانانو او د دوی د ارزښتونو په اړه ډېرې داسې نوې اورئ چې ډاډه یم تر اوسه به یو لږ شمېر افغانانو لوستلي وي.

اکبر خان- مینه او جګړه ناول یو اړخیز هم نه دی، په دغه ناول کې د مثبتو پېښو تر څنګ د منفي هغو یادونه هم شوې ده. کله چې شاه شجاع د انګریزانو د یو خادم په توګه بالاحصار کې پر شاهي تخت ناست دی، د بریتانیا ملکې ته چې نوې ناوې شوې وي، عاشقانه لیکونه استوي. حال دا چې ملکې ته له نورو سره د دغه شان اړیکو درلودل عام سپکاوی بلل کیږي. بریتانوۍ ملکه په یو لوی رسمي مجلس کې د افغان شاه د لیکونو حال بیانوي او د لویې بریتانیا د وخت ټول مشران د افغان شاه پر “حماقت” خاندي. دوی په خنداوو کې وايي د یوه هېواد شاه چې دومره لېونی وي، نو رعیت به یې څنګه وي؟ په یوه لویه رسمي غونډه کې د یوه هېواد شاه ته دا ډول سپکاوی په ښکاره توګه د هغه هېواد او خلکو حیثیت ته تاوان دی. خو په عین حال کې د همدې مجلس یو غړی وايي، دغه هېواد کې داسې ځوانان هم شته (اکبر خان) چې د لندن ځوانان ترې باید زده کړه وکړي. ټول حیران شي او له دغه کس نه پوښتنه کوي چې ټوکه خو به یې نه وي کړې؟

په داسې حال کې چې شاه شجاع د انګریزانو له خوا په افغانستان واکمن دی او وزیر اکبر خان بیا د خلکو او هېواد لپاره د انګریزانو د وتلو لپاره جګړه کوي، انګریزان دواړو افغانانو ته وړاندیز کوي چې په ګډه حکومت جوړ کړي.

که پرونی حالت د نننیو حالاتو پر تله وتلو، نن هم په افغانستان کې ورته حالت وینو. یرغلګر د افغانانو تر منځ کرکې اچونې لپاره هر ډول جاسوسي عملیات کوي او د دې کار لپاره په افغاني ټولنه کې پراخه څارګره کړۍ لري/لرلې. له دې سره موږ په دې پوهېدلی شو چې ولې مو تر ډېره د سیاست معاملې بایللې دي.

د ناول په لوستلو تاسې د افغانانو او افغانستان په اړه د ویاړ احساس کوئ. په دې پوهېږئ چې یو اتل، مینه تر پښو لاندې کوي خو د خپل هېواد په مقابل کې ځان مسوول ګڼي او په دې لارې کې درومي. دا ناول په ۱۷۵ مخونو کې راغونډ شوی، چې پکې رومانتیک، تراژید او ان کمیډي صحنې هم سره بلدلیږي را بلدلیږي او لوستونکی اړ باسي چې ناول تر پایه ولولي.

Leave A Reply