د ژوند راز

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

418
آیا کله محکوم او مجازات شوي یاست؟  
فکر وکړئ چې د یو جرم په تور تورن شوي یي او په تاسې شل کاله قید ختلی، خو د بند نوعیت به مو څه بل ډول وي! محبس ضروري نه دی! یو څو وړاندیزونه به درته وشي. یو به پکې غوره کړئ؛ غر، ځنګل، دخته، ښار یا کلی، ته به له دوی یو وټاکې او هلته به د بندي په څېر  شل کاله تېروې. پدې شلو کالونو کې به ستا خواته هيڅوک نه راځي، خوراک او داسې نور ضروري توکي به درته روباټ دروړي. همدا راز به تاسره د انټرنټ اسانتیا هم نه وي. نو پدې صورت کې به څه کوې؟
همدا اوس دې ذهن ته څه درځي؟
د مایوسۍ احساس؟
ډار شوی خو به یې؟
په زړه کې خو به دې د استغفار توبې په پرله پسې ډول تکرارېږي!
نو آیا، یوازېتوب دومره بد شی دی؟
که چېرې نه وي، نو بیا دومره فکر او تشویش ولې وشي؟
موږ د خلکو سره په عادي ډول ژوند مخ ته وړو، موږ د خبرو کولو عادت لرو،  موږ چې څه وګورو له نورو سره یې شریکول غواړو. موږ په ژوند کې همراز او ښه ملګري ته ضرورته لرو. د اسلام مبین دین هم همدا توصیه کوي، چې داسې شخص سره ملګرتیا غوره کړه چې راز دې وساتي، خو داسې رازدار څوک کېدلی شي؟ پېدا به یې کړی شو؟  والله اعلم!
دا زموږ معمول دی، چې کله مو یو انسان ترڅنګ وي په ارزښت یې نه پوهېږو، خو چې کله مو له لاسه ورکړو نو بیا هغه وخت یې کمی احساسوو، او بیا دغه کمی ورو ورو په یو بل شخص پوره کوو او همدا د ژوند اصل دی.
که یو تعداد پخواني ملګري مو له دایرې اوځي نو نوي خلک د هغه خلا ډکوي. کله دا کار امکان لري او کله نا ممکنه وي، خو دې ټولو سره ځان عیارول ضروري امر دی.
په يوازېتوب ژوند نه کېږي، باید کمترکمه یو بل نفر مو ترڅنګ وي تر څو خپل ژوند په ښه شکل پرمخ بوځو، که هغه د کور غړی وي او که په کاري چاپېریال کې همکاران وي.
که د یو ښوونکي په توګه، چې کله سهار ښوونځي ته د تدریس لپاره ډک زړه د ډېرو پلانونو سره ولاړ شو او هلته نه زده کوونکي وي او نه اداري پرسونل، نو څه احساس به وکړو؟ یا که وغواړو خپل ویختان اصلاح کړو نایخانې ته ولاړ شو هلته ماشینونه، قېچي ګانې، برشونه، او… وي، خو سلماني موجود نه وي نو ویختان به مو څنګه اصلاح شي؟
همدارنګه، که د دفتر ټول ګروپونه روښانه وي، کمپیوټرې چالانې وي او تیلفون موجود وي، خو څوک دفتر کې نه وي نو په ځانته سر به کوم کار پر مخ بوځې؟
فلهذا،  انسانان د ژوند په هر پیچومي، هر قدم او هرې لحظې کې یو بل ته اړتیا لري. انسان یو ټولنیز موجود دی، نو ځکه یو د بل مرستې نه بغېر څه نه شي کولی. همداشان ددې ټولو خلاف موږ د هر انسان سره هم نه شو پایدلی. د هر چا طبعیت او عادت فرق کوي. ټول انسانان یو شان نه دي. (هغه سړی وګوره څنګه د هرې خبرې شا یې نیولې وي! هغه بل چې کله په تیلفون خبرې کوي څومره د سړي زړه تنګوي!  هغه همصنفي مې وګوره ځانته لایقه وایي خو خبر نه دی چې څومره نا لایقه دی! او…..!) دا خبرې تل زموږ په فکر کې څرخي. موږ دا هم نه خوښوو او له دې بغېر ژوند هم نه شو کولی.
جنجال، جنګ، دعوی، فساد، قتل، ډزې، چاودنې، ترحګري او… دا ټول د نظر د اختلاف له امله رامنځ ته کېږي. که ځانته واوسو نو داټول کارونه نه واقع کېږي، دې ټولو لپاره کمتر کمه دوه کسانو ته ضرورت وي. که له یو اړخه دې ته فساد ویلی شو، نو له بله اړخه دا یو ضروري امر دی، چې باید قبول یې کړو. هر انټرکشن، بحث او متضاد تقابل که په سړه سینه وشي ښه پایله لرلی شي. او د دې لپاره دا پوهېدل موږ ته پکار دي، چې نړۍ کې ټول خلک یوشان نه وي.
زما په دفتر کې یو همکار و ډېر چټک سړی وو، خبرې، مزل او عمل یې تر نورو تېز وو. له چاسره، چې به په لمړي ځل مخ شو،  نو نه یې خوښوو، ځکه کړنې یې له نورو سره په توپیر کې وې. زه چې ورسره د لمړي ځل لپاره مخ شوم، سخت مې زړه ورسره په ټنګ شوی وو، زه باید د هغه سره مکمله هفته په دنده کې وی، څه مې کړی وی! بله چاره نه وه! بې له حوصلې. په دوهمه ورځ یې لږ لږ په خبره پوه شوم او کرار کرار ورسره عادت شوم تر دې، چې پنځلس کاله مو په یوه شعبه کې تېر کړل. بد سړی نه و. اوس وفات دی. الله ج دې وبخښی.
موږ که دا فکر کوو، چې په افغانستان کې زږېدلی یم نو ولې ددې هېواد جمهور ریس شوی نه یم؟ چې دا یو ناممکنه فکر دی! یا دا چې زه هم د کرکټ لوبغاړی یم نو ولې د راشدخان غوندې نه ځلېږم؟ چې دا هم هېڅ شونې نه ده! هو، ته مشهور کېدی شې! ته باید خپل استعداد او وړتیا، چې په کوم شغل کې یې لرې له نورو یې په توپیر کې پکار واچوې، شاید ته هم وځلېږې او د ښه شهرت خاوند شې. هر څوک خپل خپل کار لره پېدا دي.
موږ باید کله ناکله د ځان په اړه له فکره ووځو او د نورو په اړه فکر وکړو. په بله ژبه؛  موږ، چې څه شی د خپلې ګټې لپاره فکر کوو پدې کې باید د نورو ګټې هم شاملې کړو. د ټولو لپاره باید ښه فکر ولرو. ځکه، چې موږ له نورو سره اوسېدل او په ټولنه کې وخت تېرول غواړو او دا مو ذاتي غرض دی.
که موږ دا وایو، چې فلانی وګوره په خبرو کې خوله کږه وږه کوي او انګلېسي وایي او ځان ته پوه او پوخ شخص وایي، نو پرتا یې څه پرېږده یې وایي دې، هغه ته به دا کار ښه ښکاري. هغه زموږ لپاره خپل عادت ولې بدل کړي! او که یو څوک د ډېرې پوهې سره سره په ډېرو موضوعاتو سترګې پټوي نو بیا هم هماغه خبره ده. هر څوک چې څنګه دی ښه دی!  که یو ځل داسې فکر وکړو نو باوري یم، چې ورو ورو به د سکون احساس وکړو.
د کار خانې مالک مجبور دی، چې پر پرسونل فشار راوړي تر څو کار ښه، چټک، بیدون له ضایعاتو او ښکلی تولید ولري. نو ددې لپاره کار، زیار، پلان او په کار پوه او ژمن ټیم ته ضرورت دی. دغه لاسته راوړنې په یودم او یوځل نه راځي او نه د هر چا په نصیب کېږي بلکه وخت نیسي.
انسان کېدو لپاره انسانانو ته د انسان په نظر کتل پکار دي.
انسان باید د بل انسان ټولې ښېګڼې او نیمګړتیاوې په خپل ځان ومني، دده ټولې خطاوې نادیده وبلي او بیدون له تعصبي قضاوته ورته د دوستۍ لاس وغځوي، نو هله به د ژوند په ماهیت پوه شي.
انسانان په ټوله کې په دوه قسمه دي، چې یو ته یې مثبت ګرا او بل ته یې منفي ګرا فکر لرونکي وایي. د مثبت ګرا انسان هرڅه مثبت لوري ته درومي، تل د تازګۍ او خوښۍ احساس کوي. او هر شی مثبت احساسوي. د منفي فکر لرونکي اشخاص د هرشي په اړه منفي قضاوت کوي، خپله بې تصمیمه وي، تل د نورو په اشاره حرکت کوي او د خپل ژوند ریښې وهي.
څومره چې په ژوند کې د منفي فکر  لپاره وخت ورنکړو نو په هماغه اندازه یې ارزښت کمېږي او هغومره په ژوند کې سکون راځي او خپله یې محسوسوی هم شو، چې ژوند څومره ښکلی دی.
دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه
(شاعر)
پدې وروستیو کې، چې کوم سیاسي تحولات په ګران افغانستان کې راغلي ډېری خلک یې په تشویش کې اچولي. دوی فکر کوي، چې ددوی ژوند تېر رژیم پورې تړلی وو. هغه ریژیم ختم شو نو هر څه ختم شول!  ځینو لا د ډېره مایوسۍ څخه خپلو تعلیمي اسنادو ته اور واچوو او حتا ځان وژنې یې وکړې، روانو طیارو پورې یې ځانونه وځړول. خو پرځای ددې، چې خپل ژوند وژغوري ځانونه یې قتل کړل.
فلهذا، که موږ خپلې وېرې، قهر، مایوسۍ او تشویش ته تسلیم شو او تر خپلې سالمې اغېزې لاندې یې رانولو، بیدون له دې، چې خپل ځان ته ضرر ورسوو بل هېڅ مو په لاس نه راځي. بیا هم دې کار لپاره همفکره مل ته اړیو تر څو نېکې مشورې راکړي. روغې او سمې لارې راوښایي. تر څو مو سالم فکر په تشویشي کابوس او وېرې برلاسی شي.

Comments are closed.