بریا؛ ستا ده

لیکنه او انتخاب: بریال حبیبي

672

د (You Can Win) اثر د نامتو امریکایي لیکوال (Shiv Khera) د (۲۵) کلونو عملي تجربو غورچاڼ دی، چې پښتو ژبې ته د (بریا؛ ستا ده) تر سرلیک لاندې په (۱۳۹۷) ل.ل کال کې د ښاغلي (غلام نبي شاکر) له لوري ژباړل شوی دی.
د کتاب په پوښتۍ لیکلي شوي: ((دا یواځنی کتاب دی، چي په شاوخوا دېرشو ژبو ژباړل شوی او تر پنځه میلیونه ډېر پلورل شوی دی.))
د کتاب د دومره حیرانوونکي پېر او پلور او لسګونو ژبو ته یې د ژباړلو لاملونه او همدارنګه د افغانانو لپاره پکې د منځپانګې او فکرونو له درکه د پام وړ ټکي کوم دي؟
یاد اثر یوه سریزه او یوولس څپرکي لري، چې په فصلونو کې یې په ترتیب سره لاندني موضوعات وړاندې شوي:
((میلان، د مثبتې رویې جوړښت، بریا څه شی ده؟، د ناکامۍ شل لاملونه، د عمل تحریک، د ځان په اړه زموږ فکر، په زړه پورې شخصیت څنګه دی؟، د مثبت شخصیت جوړونې ۲۵ لارښوونې، ښه عادتونه خپل کړه، خپل نظر په هدف متمرکز وساته او د ارزښتونو ټاکنه او لرلید))
د لیکوال په خبره (چې رښتیا هم ده.) یاد اثر لکه نور اثار داسې نه شي لوستل کېدلای؛ ځکه هره موضوع ځانګړی فکر غواړي او په ټول څپرکي یا کتاب فکر نه شي کېدلای او بله دا چې که دې چېرې لوست، نو یو قلم او یو کاغذ به درسره هرومرو شته وي، تر څو لومړی د خپل ژوند او کتاب نچوړ پرې لیک او بیا د عمل میدان ته ورودانګې!
ممکن تاسو هم کله تجربه کړي وي، چې هغه خبره/ کار چې ستا په زړه وي او کوم بل څوک یې ووایي/ وکړي، بېل کیف لرونکی او ځان ورباندې یو ډول نه یو ډول آرام او هوسا احساسېدلای شي؛ په دغه کتاب کې هم همداسې شوي، د ژوند د نږدې هر اړخ حقیقي انځور دی، خو لکه شاعرانه کلام د سړي/سړۍ په زړه او ذهن خورا ښه لګېږي.
زما له آنده: ((که له هر څه نه ستړی شوې او یا دې غوښتل نور پرمختګ او مبارزه وکړې، نو دا کتاب په ښه غور سره ولوله او فکر پرې وکړه؛ ژوند به درته خپله غېږه او لاره پرانیزي.))
څو جملې ترې د بېلګې په توګه رااخلو:
ـ ((په محاربوي هنرونو کې شاګردانو ته دا ورښودل کېږي، کله چې یو څوک درباندې ګوزار کوي، ته هغه مه منع کوه بلکې پرېږده چې وار یې خطا ولاړ شي، دا ځکه چې د وار په ردولو توان ضایع کېږي؛
دا توان ولې په ښه انداز استعمال نه کړو؟ ۵۱مخ))
ـ (((هینري فورډ) پخپل لومړني جوړ کړي موټر کې (رېورس ګېر) هېر کړی وو.
آیا هغه ناکام وو؟ ۶۷مخ))
ـ ((د ژوند د موازنې بېلګه یو (کلال) کېدای شي، هغه له خاورو څخه د خپلې خوښي شکلونه جوړوي؛ همدا راز موږ چې کوم شکل وغواړو، خپل ژوند ته یې ورکولی شو. ۷۱مخ))
ـ ((موږ ته اکثراً راښودل کېږي چې علم طاقت دی، په حقیقت کې داسې نه ده، علم د معلوماتو څخه عبارت دی، دا یو امکاني طاقت دی، دا یوازې هغه مهال ځواک جوړېږي چې د هغه سره سم عمل ترسره شي.
یو شخص لوستل نه شي کولای، بل شخص لوستل کولای شي، مګر مطالعه نه شي کولای، په دې دواړو کې څه توپیر دی؟
یقیناً به تاسي ووایاست، چې دواړه هیڅ توپیر نه لري، مطالعه د خوراک سره ډېر ورته والی لري؛ دا خبره مهمه نه ده چې تا څومره وخوړل، اهمیت په دې کې دی چې څومره دې هضم کړه.
علم یو امکاني ځواک دی، حقیقي ځواک پوهه او حکمت دی، تعلیم ډېرې بڼې لري، تعلیم یواځې د درجو او اسنادو څخه عبارت نه دی. ۳۸مخ))
ـ ((عقلي تعلیم پر دماغ اغېز ښندي او د ارزښتونو پر بنسټ ورکول شوی تعلیم پر زړه اغېز کوي؛ حقیقت خو دادی، هر هغه تعلیم چې زړه ته روزنه ور نه کړي، هغه له خطره ډک وي. ۳۷مخ))
ـ ((ډېری خلک د (ټمبلۍ) او (تفریح) په توپیر نه پوهېږي؛ د ټمبلۍ وخت د وخت ضیاع او د وخت غلا ده، خو د تفریح وخت، ګټلی او بچت کړی وخت دی. ۷۹مخ))
ـ ((بریا چې څومره مشکله وي، ساتل یې هغومره ستونزمن وي؛ ډېری خلک په بریالیتوب پوهېږي، خو کله چې بریالي کېږي په دې نه پوهېږي چې هغه څنګه وساتي؟
ددې لپاره د وړتیا او شخصیت دواړو یو ځای کېدل اړین دي.
وړتیا، بریا دربخښي او شخصیت دې بریالی ساتي. ۸۳مخ))
ـ ((هرکله چې ته کوم کار ترسره کوې، نو له خپل ځان نه وپوښته:
((زه د دې کار ارزښت څنګه زیاتولی شم؟)) ۸۷مخ))
ـ ((د یو کار په ښه ډول ترسره کولو سره چې انسان ته کوم احساس حاصلېږي، همدا د هغه لپاره انعام وي؛ ددې پر ځای چې ډېر کارونه په بده سلیقه ترسره شي، دا ډېره غوره ده چې کوچني کوچني کارونه په لوړ او معیاري ډول اجراء شي. ۹۱مخ))
ـ ((د اوبو له بند څخه برېښنا تر هغه نه راپیدا کېږي، تر څو د اوبو د بهېدلو زور را غونډ نه کړو. ۱۱۲مخ))
ـ ((راتلونکی ځل چې هرکله د کومې ستونزې سره مخ شوې، د خپل ځان څخه دوې پوښتنې وکړه:
الف ـ زه ددې ننګونې څخه څه زده کړه کولای شم؟
ب ـ زه ددې ننګونې څخه په څه ډول ګټه اخیستلای شم؟ ۱۲۱مخ))
ـ ((کله چې پر یو چا منفي نیوکه کېږي، نو هغه محبورېږي له ځانه دفاع وکړي.
منفي تنقید کوونکی د هغه سړي په څېر دی، چې په شاتني سېټ کې ناست وي او د موټر ډرېور ته په پرلپسې ډول لارښوونې کوي او هغه لېونی کوي. ۱۸۲مخ))
ـ ((لوړ بیه ګېڼې (جواهرات) رښتینې ډالۍ نه وي، دا یواځې د تېروتنو کفاره ده؛ اکثراً موږ ځکه ډالۍ (تحفې) ورکوو، چې خلکو ته زیات وخت نه شو ورکولای؛
حقیقي ډالۍ هغه وي، چې ته د خپل ذات یوه برخه یو چا ته ورکړې. ۱۸۹مخ))
ـ ((که زه پر غلطه یم، نو پوه مې کړه تر څو په راتلونکي کې تېروتنه ونه کړم او که پر سمه یم، کار کولو ته مې پرېږده.
دا د ژوند تېرلو یوه ښه فلسفه ده. ۱۹۰مخ))
ـ ((جګړه کول د هغې مبارزې پرمخ بېولو په مانا ده، چې بایلل کېږي؛ کېدای شي انسان یې وګټي، ممکن د نه ګټلو قېمت تر ګټلو ډېر وي.
په جذباتي جګړو کې تر ګټلو وروسته هم د خوښۍ احساس نه وي موجود؛ جګړه د دوو ډلو د ځان غوښتنې د جنګ پرته بل هیڅ هم نه ده؛ لوی بې عقل هغه دی چې دداسې چا سره جګړه کوي، چې د هغه په بې عقلۍ خبر وي. ۱۹۱مخ))
ـ ((ما ډېر پخوا زده کړي دي، چې د خنځير (سرکوزي) سره باید جګړه ونه کړم؛ ځکه چې ناپاکه کېږم او (سرکوزی) ناپاکي خوښوي. ۱۹۴مخ))
ـ ((د خځلو (کثافاتو) ټولونکی له ځانه مه جوړوه، آیا دا جمله دې اورېدلې ده؟
((بخښلی يې شم، خو نه یې بخښم)) یو څوک چې د بخښې کولو څخه نټه کوي، هغه داسې دروازو ته قلف اچوي چې یوه ورځ یې خلاصولو ته حتماً اړتیا پېښېږي؛ کله چې حسد غوره کړو، چاته ډېر زیان رسوو؟
خپل ځان ته!
نه حسد کول ښه کار دی او نه هم نورو ته بیا بیا دوکه ورکول؛ یو چا څه ښه ویلي دي: ((چې یو ځل دې تېرایستلم، پر تا دې افسوس وي؛ چې بیا ځلې دې راسره دوکه وکړه، پر ما دې افسوس وي.))؛ د امریکې پخواني ولسمشر ((جان اف کینیډي)) یو ځل ویلي وو: ((نورو ته بخښنه وکړه، خو د هغوی نوم له یاده مه باسه.))؛ زه باوري یم چې ددې جملې مفهوم دادی، چې دوهم ځل دوکه مه خوره! ۲۰۰-۲۰۱ مخونه))
ـ ((موږ له نورو سره د مرستې کولو په مټ خپل اهداف ترلاسه کولای شو؛ که کوم دوست په ستونزه کې وي او موږ ورته ووایو چې: ((آیا زه درسره څه کولای شم؟))؛ دا جمله د هغه زړه ځوروي، دا مخلصانه وړاندیز نه دی؛ بلکې دا یوازې خبرې دي.
که ته په رښتیا غواړې ورسره مرسته وکړې نو خپله فکر وکړه، چې ته باید څه وکړې
او
بیا هغه کار وکړه، بې مانا خبرې مه کوه! ۲۰۵مخ))
ـ ((پر خپل ځان خندا زده کړه، ځکه دا محفوظ ترینه طنز دی. ۲۱۰مخ))
ـ ((سمه او ناسمه ټوکه موږ ددې څخه معلوموو چې: ((ته له چا سره خاندې او که ورباندې خاندې!)) ۲۱۲مخ))
ـ ((که ته د پیسو ګټلو په کار کې روغتیا له لاسه ورکوې، نو د بېرته ترلاسه کولو په خاطر به د پیسو په له لاسه ورکولو مجبوره شې. ۲۴۴مخ))
ـ ((که د پیسو په کارونو کې موږ خپل ټولنیز مسؤلیتونه له پامه غورځوو، ټولنه تباه کېږي او ورسره موږ هم تباه کېږو. ۲۴۴مخ))
ـ ((ډېری خلک وایي چې هغوی د خپلو کورنیو سره چې څومره وخت تېروي، د هغه اندازې ته نه بلکې معیار ته باید وکتل شي؛ لږ فکر وکړئ، آيا دا خبره سمه ده؟
فرض کړه ته د ښار تر ټولو غوره هوټل ته ورځې، هلته په لوړه کچه خواړه وړاندې کېږي؛ لکه: د انګلینډ پنجه او کاچوغه، د فرانسې لوښي، د سویتزرلینډ چاکلېټ او داسې نور… ته د سره کړي چرګ فرمایش ورکوې، څو دقیقې وروسته د هوټل کارکوونکي درته د غوښې یوه کوچنۍ ټوټه راوړي، ته ورڅخه پوښتنه کوې: بس همدا؟
کارکوونکی درته وایي: ښاغلیه؛ اندازه نه، معیار مهم دی.
۲۴۳مخ))
ـ ((موږ دوه ډوله تعلیم ته اړتیا لرو: یو داسې چې روزي ګټل زده کړو او دوهم داسې چې ژوندکول زده کړو. ۲۴۳مخ))
ـ ((د لېونتوب یو تعریف دادی چې انسان په وار وار یو کار کوي او د مختلفو نتایجو هیله لري؛ ته چې کوم کار کوې، که هغه ته دوام ورکړې نو هغه څه به ترلاسه کړې، چې مخکې دې ترلاسه کړي ول. ۲۲۲مخ))
او… .
هېره دې نه وي چې یاد اثر له عادي لوستونکو ورآخوا په مسلکي او تخصصي برخو کې د ښوونې او روزنې، ارواپوهنې، ادبیاتو، ژورنالیزم او… پوهنځیو د محصلانو، د ښوونځیو او پوهنتونونو د استادانو او نصاب جوړونکو، کارګمارونکو او کارکوونکو او همدارنګه د ماشومانو او لویانو لپاره خورا په زړه پورې او علمي بحثونه، کیسې، تګلارې او پلانونه لري؛ نو که یې امکان وي، هرومرو دې مطالعه شي.

پای!

Comments are closed.