د عقلونو پانګه

ژباړه: بریال حبیبي

399

عراقي الاصل ناروين ځمکپوه ـ دوکتور فاروق قاسم د (عقلونو د پانګونې) تر سرلیک لاندې کاږي:
له ما سره د هغو هېوادونو د شتمنیو په اړه خبرې مه کوئ، چې خلک یې په کرکه، نژادپالنه، ناپوهي او د دین په نوم جګړو کې ډوب دي.
نایجریا د نړۍ یو له هغو بډایو هېوادونو څخه دی، چې خورا ډېر کانونه لري او د نفتو له سترو صادروونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي؛ خو که یې وضعیت ته وکتل شي…؟
ولې داسې دی؟
ځکه خلک یې په نژادي کرکو کې ډوب دي او تل پکې د بېلابېلو ډلو ټپلو ترمېنځ اړودوړ او شخړې و جګړې دوام لري.
خو که یې له سینګاپور سره پرتلنه کوو:
نو سینګاپور یو داسې هېواد دی، چې یوه ورځ یې ولسمشر ژړل؛ ځکه دی د هغه هېواد ولسمشر وو، چې هماغه مهال پکې آن د څښاک پاکې اوبه نه موندلې کېدلې!
اوس یې سړي سر عاید تر جاپان لوړ دی.
نن ـ سبا تر ډېره د وروسته پاتې هېوادونو سترګې د ځمکې تل ته ورکږې دي او زړه یې دی چې له دې لارې ځانونه ماړه کړي؛ خو خبر نه دي چې دمګړۍ ډېریو انسانانو پخپله هم ځان په یوه بریالۍ او خورا ګټندویه پانګه اړولی!
آیا تر اوسه مو فکر کړئ؛
چې په هغه ګلکسي او یا آیفون موبایل څومره مصرف راغلی، چې تاسو په بازار کې اخیستی؟
ښایي د جوړولو مصرف یې آن یوه ډالر ته هم ور ونه رسي؛ څو ګرامه اوسپینه، یوه ټوټه ښیښه او یو څه پلاسټیک.
خو تاسو د هغه د پېرلو لپاره سلګونه ډالر لګولي او یا په بله ژبه:
له لسګونو بشکو نفتو سره برابره بیه!
لامل یې څه دی؟
لامل یې دادی چې جوړونکي هېواد یې د بشر د عقل له تولیداتو څخه ګټه اخیستې او د فکر د شتمنۍ خاوند دی.
آیا پوهېږئ چې د بېل ګیټس (د ماسکروسافټ شرکت بنسټ ایښودونکي) غوندې یو کس هره ثانیه ۲۲۶ ډالر درآمد لري او یا:
د یمن او فارس خلیج د نورو هېوادونو له نفتي ذخیرو سره برابر؟
آیا پوهېږئ چې د نړۍ بډایان د نفتي څاه ګانو او طبیعي شتمنیو څښتنان دي؟
نه؛ بلکې هغوی هماغه ساده نرم افزار لري، چې تاسو خپلو موبایل ـ ټلیفونونو ته ورانسټال کړي دي؟
آیا پوهېږئ چې د سامسونګ غوندې یوه شرکت ګټه د یوه کال په اوږدو کې ۳۲۷ میلیارده ډالره ده؟
سل کالونه به په بر کې ونیسي، تر څو موږ دارنګه مبلغ له داخلي تولید څخه لاسته راوړو.
ګرانه وروره او ګرانې خورې!
چې هر چېرته یې؛
په ختیځ، لوېديځ، شمال او یا جنوب کې او فکر کوې چې داسې شتمني درسره شته چې تا عقل ته له اړتیا پرته بسیا کوي،
تېروتې یې؛
دغسې خیالونه له ځانه لرې کړه، ځکه له عقلانیت پرته هيڅ ډول شتمني لاسته نه شي راوړل کېدلای.
جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې ماتې وخوړه، خو تر پېنځوسو کالونو کمه موده کې یې د علم او ټکنالوژي پر مټ له نړۍ څخه خپل غچ واخیست؛
خو ځینې سرناخلاصي اوس هم لا درنه پوښتي چې:
له کومه قومه یې؟
کله چې بې نظمه خلک منظم شول، فقر راکم شو، غلاوې راکمې شوې، بې اخلاقي کمه شوه او… ؛ نو هماغه وخت بیا وایو چې ددغې ټولنې نظام، سم دی.

پای!

Comments are closed.