د پښتون ژغورنې غورځنګ او د ریاست ورکه لار

0 368

 نجیب منلی ـ
د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیله دا دی شپاړس میاشتې تېرې شوې. شپاړس میاشتې د یو ټولنیز خوځښت لپاره ډېره لنډه موده ده. که له یوې خوا د غورځنګ دننه ټول ملګري لا یو غږ شوي نه دي له بل پلوه د پښتني سیاست په چوکاټ کې هم پېژندل شوي، منل شوي او په یو ډول د سنتي سیاستونو پلې کوونکي سیاسي جوړښتونه هم په خپل څنګ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره مناسب ځای نه‌شې موندلای، خو تر دې لا په زړه پورې ټکی دا دی چې د پاکستان حکومت په دې ډېره لنډه موده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې خپل دریځونه څو واره بدل را بدل کړل او کتونکي ته دا احساس ورکوي چې لار ترې ورکه ده، نه پوهېږي چې څه وکړي.
که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ژورې جرړې د پښتني تولنې او پښتني سیمو د وروستیو څو لسیزو په دردېدلي حالت کې ښخې دي، خو دا خوځښت، ډېر ژر، په څو ورځو یا څو اوونیو کې دومره پراخ شو، دومره مهم شو او دومره په ټوله پښتون‌مېشته خاوره باندې وغوړېد چې د نظرونو یو کول پکې له تصوره پورته خبره ده. سره له دې هم د نهضت ځوان مشرتابه وکړای شول چې د نهضت د تاریخ تر ټولو کړکېچنه دوره کې «له ایجاد سره سم د چټکې پراختیا دوره» له تمې پورته د سیاسي پوهې او درایت ننداره وړاندې کړي او د ټولو تصوراتو برخلاف د نهضت یووالی تر ډېره حده کلک وساتي.
عنعنوي سیاسي ګوندونو په لومړي سر کې داسې وانګېرله چې دا غورځنګ یو لنډمهالی، احساساتي، ولسي حرکت دی. ورسره یې خواخوږي اعلان کړه او پوخ باور یې درلود چې دا احساساتي ځوانان به د هغوی د لښکرو صفونه پراخ کړي. په څو اوونیو کې د نوي غورځنګ ځوانې رهبري دا ثابته کړه چې دوی یوازې درد نه لري، بلکې د درمان موندلو لپاره د لارو چارو په لټولو یې هم سر خلاصېږي. په انتخاباتو کې د غورځنګ د غړو بریالي کېدل د سنتي مشرتابه کورنیو ته د واک ورکولو حس ورکړ؛ نو په خپلو صفونو کې یې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ملاتړي په یو ډول تر فشار لاندې ونیول. سیاسي ګوندونو لا اوس هم په دې اړه واضح دریځ نه دی نیولی چې پر پښتني خاوره، د یو نوي، خو پیاوړي ټولنیز حرکت سره څنګه ځانونه عیار کړي.
د غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د حکومت دریځ په یو ټکې کې ډېر روښانه دی چې په هر قېمت چې کېږي باید د پښتون ژغورنې د غورځنګ د پراختیا او لا نورې ځواکمنتیا مخه ونیسي، خو ریاست د دې غورځنګ د ټولنیز، فرهنګي، سیاسي، تاریخي ابعادو په پېژندلو کې پاتې راغلی دی. که د غورځنګ لنډ تاریخ ته وګورو، ریاست د هغه پر وړاندې څو ځله خپل سیاستونه بدل کړي دي.
د سیاست دا پرله‌پسې بدلونونه د دغه ولسي خوځښت پر وړاندې د ریاست له لوري د حالاتو ارزولو په برخه کې ناکامي او ناتواني په ګوته کوي، خو تر څنګ یې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او مشرانو ته یو د خظر زنګ هم دی چې پرې پوهېدل په کار دي. په دې لیکنه کې د حکومت پرله‌پسې دریځونو ته یوه لنډه کتنه شوې او دا په ډاګه شوې چې په هر پړاو کې حکومت د پښتون ژغورنې د ناکامولو لپاره له کومو وسېلو کار اخیستل غواړي.
۱. کله چې د نقیب شهید په جنازه کې د پښتنو د حق غوښتنې غږ پورته شو د پاکستان حکومت لومړی له هر څه انکار وکړ. حکومت داسې انګېرلې وه چې دا د یو څو تنو ځوانانو د قهر یوه تېرېدونکې څپه ده چې د هغوی له خوا کوم خاص غبرګون نه غواړي.
۲. د اسلاماباد پرلت دا جوته کړه چې د پښتون ژغورنې غږ یوازې د څو پارېدلو ځوانانو غږ نه دی بلکې د ټولې پښتون‌خوا «خیبر او بلوچستان» د پښتنو د حق غوښتلو داعیه ده. لومړی یې هڅه وکړه چې دا حرکت د خپلو ملګرو له لارې په سوله‌یزو طریقو په یو ډول را خپل کړي، خو د مذهبي ګوندونو پر وړاندې د اسلاماباد د پرلت د ګډونوالو غبرګون ورته ثابته کړه چې دا کار دومره اسانه هم نه دی. د اسټبلېشمنټ دویم حرکت بیا د مذهبي ګوندونو له خوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ د بې‌اعتباره کولو هڅه وه چې هغه هم ناکامه شوه. حکومت پوه شو چې په چل او زور دا میدان نه‌شې ګټلای؛ نو یوه بله جواري یې پیل کړه؛ په دې هيله چې د څو ورځو، نهایت یوې میاشتې، په تېرېدو به دغه ځوانان ستړي شي؛ نو د غورځنګ یو شمېر غوښتنې یې په خوله ومنلې خو د پوره کولو لپاره یې یوه میاشت مهلت وغوښت. میاشت تېره شوه او غورځنګ نه یوازې دا چې کمزوری نه شو، لا پسې پراخ شو.
۳. د سوات، لاهور او پېښور د لویو غونډو پر مهال حکومت هڅه وکړه چې د غورځنګ د غړيو پر وړاندې خپل ټول امکانات په کار واچوي، په تیرا کې یې څو تنه پښتانه پیدا کړل چې تفرقه واچوي، پر لارو یې پوځیان ودرول او د غونډو د جوړېدلو پر مخ یې په ټولو ممکنو وسایلو د خنډ جوړولو هڅې وکړې. تر دې ځایه لا هم حکومت فکر کاوه چې کولای شي دغه ملي، ولسي غورځنګ ستړی کړي.
۴. د کراچۍ تر غونډې وروسته حکومت دا ومنله چې غورځنګ په ټولو پښتنو کې ژورې ریښې لري، د دې وړتیا لري چې ولسونه سره راټول کړي او د غورځنګ په مشرتابه کې داسې په خبره پوه ځوانان راټول شوي دي چې هم په سیاست پوهېږي او هم په دې پوهېږي چې د حکومتي سانسور دېوالونه څنګه مات کړي. د کراچۍ تر غونډې وروسته د حکومت د پالیسې مرکزي ټکی دا و چې غورځنګ، په هر ډول چې کېږي، د تشدد خواته ور ټېل وهي.
د منظور پښتون او علي وزیر پر مېنو محاصره لګول، په بېلابېلو ځایونو کې د غورځنګ له غړيو سره تاو تریخوالی، ګواښونه او حتی مرګونه د دې لپاره وو چې د خلکو احساسات را وپاروي او غورځنګ دې ته اړ کړي چې د تشدد لار ونیسي. په دې هڅه کې د ریاست له استخباراتي ځواکونو سره، شعوري او غیر شعوري یو شمېر پښتانه ځوانان او سیاستوال هم د تشدد غوښتونکي شول. دلته بیا هم د غورځنګ د مشرتابه پوخ سیاست د دوښمن دسیسې یوه په بلې پسې شنډې کړې.

۵. د پارلماني ټاکنو پر مهال ریاست د سنتي سیاسي ګوندونو پر وېره، د احساساتي ځوانانو پر «انقلابي ګرۍ»، د پراخو ولسي حلقو تر منځ د ډار او ګواښ د فضا پر را منځ ته کولو، پانګونه وکړه. هڅه یې وکړه چې د غورځنګ د غړو تر منځ بې‌باوري پیدا کړي، ځینې سیاستوال له دې وډاروي چې کېدای شي د غورځنګ پرمختګ د هغوی سیاسي دریځ وګواښي، د غورځنګ په صفونو کې درزونه پیدا کړي خو بیا هم بریالي نه شول.
۶. په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې د غورځنګ د مخکښو څېرو د وژلو او په مرګ د ګواښلو سیاستونه بیا فعال شوي دي. د پوځ له خولې د غورځنګ پر وړاندې د قهریه قوې د استعمال ګواښونه ډېر شوي دي، د پښتنو پر فرهنګي ارزښتونو تېری ورځ تر بلې پراخېږي چې د خیسور او مومندې ملالې واقعې یې جوت مثالونه دي. «د افغان مهاجرو لپاره په جوړو شويو ښوونځیو کې د پاکستاني نصاب تحمیلول د همدې هڅو یوه برخه ده».
که په دقت ورته وکتل شي د ریاست هره څرګندونه، هر سیاسي بیان، د غورځنګ مخکښو څېرو ته د مرګ او بند ګواښونه، په دولتي بیانونو کې پر اين‌ډېايس او راو د غورځنګ د ملاتړ تورونه دا هر څه یوازې او یوازې د دې لپاره دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په صفونو کې درزونه پیدا کړي، یو شمېر احساساتي ځوانان دې ته وهڅوي چې د تشدد لار غوره کړي او ریاست ته د پوځي مداخلې پلمه په لاس ورکړي.
تر دې دمه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه دا هوښیاري درلودلې او دا سیاسي مېړانه یې ساتلې چې د ګواښونو، ډاراچونې او پارونو پر وړاندې د سړې سینې ځواب ووایي. هر څومره چې دغه سیاسي پخوالی او مهارت قوت پیدا کوي، هماغومره به د ریاست هڅې ناکامې وي.

Leave A Reply