پاکستاني پوځیانو په شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښو مرګونی برید کړی

0 235

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز وايي، پاکستاني پوځیانو په شمالي وزيرستان کې د دغه غورځنګ پر مخکښو غړیو محسن داوړ او علي وزیر مرګونی برید کړی چې له څلوېښتو زیات کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

نوموړې زیاتوي، محسن داوړ له علي وزير او ګڼو نورو ملګرو سره د شمالي وزیرستان خړ کمر سیمې ته د احتجاج لپاره روان و چې په لار کې پرې د پوځیانو له پوستې ډزې شوي او په وینا یې، علي وزیر او ډاکټر ګل‌عالم پولیسو نیولي دي.

ځینې سرچینې وايي چې محسن داوړ هم ټپي شوی، خو ثنا‌ اعجاز د نوموړي د ټپي کېدو پخلی نه‌کوي او وايي، ټپیان د ميران‌شاه او بنو روغتونونو ته استول شوي دي.

بل لور ته د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي، د خړ کمر پر چيک پوستې د محسن داوړ ساتونکي ډزې کړي چې امنيتي سرتېرو هم پرې ځوابي ډزې کړې دي.

د شمالي وزيرستان د دته‌خېل تحصيل په خړ کمر سيمه کې د شنبې په ورځ ځايي خلکو احتجاجي ناسته کړې چې له څه مودې راهیسې په یاده سیمه کې د ناامنۍ پېښو تر ډېرېدو وروسته بیا د ځايي خلکو ځورول پیل شوي دي.

Leave A Reply